Millat Zagh
1.73K subscribers
7.65K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
کرزی؛ افغانان د هر ډول تېریو پر وړاندي "یو موټی او متحد" دي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغانستان د پاکستان د تېري شپې د بمباریو په غبرګون کي ویلي "پاکستان باید په دې پوه وي چي افغانان له هر ډول توپیر پرته د پاکستان د دې تېریو په مقابل کي یو موټی او متحد ولاړ دي."
کرزي پر خپل ایکس په یوه بیان کي پر پاکستان ږغ کړی چي، له افغانستان سره خپلي اړیکي د ښه ګاونډیتوب له مخي مخ ته وسي او د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي.
د حامد کرزي په وینا، "داسي ښکاري چي اسلام اباد د خپلي هغي منفي تګلاري له ادامې لاس نه اخلي، کومه چي اور ئې نن خپلي لمني ته هم رسېدلی."
#MillatZagh
❤4
د پنجشېر والي؛ اسلامي امارت د "زرګونو فدایانو" په درلودلو سره د هر یرغلګر د مقابلې توان لري
د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي، اسلامي امارت د "زرګونو فدایانو" په درلودلو سره د هر یرغلګر پر وړاندي د دفاع او مقابلې توان لري.
د یاد ولایت د والي ویاند سیف الدین لټون ملت ږغ راډیو ته ویلي، حافظ حکیم دا څرګندوني د عنابې او شتل ولسوالیو د اوسېدونکو د ستونزو اورېدلو په غونډه کي کړي او ویلي ئې دي چي، د اسلامي امارت دښمنان باید پوه سي، چي دا نظام د هر ډول یرغلګرو پر وړاندي مقابلې ته چمتو دی.
د لټون په وینا، په دې غونډه کي دولتي مسؤلینو او د یادو ولسوالیو زرګونو اوسېدونکو ګډون کړی وو او پر افغانستان د پاکستان بریدونه ئې غندلي دي.
#MillatZagh
❤6
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۱۸    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۴
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۸
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۱       
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۴         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۸ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۲۰       
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۵       
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۵
#MillatZagh
❤5
اسلامي امارت بیا د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
د بهرنیو چارو وزارت پر افغانستان د پاکستان د تېري شپې د بریدونو په غبرګون کي یو ځل بیا په کابل کي د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار او "شدید او قاطع" احتجاج لیک ئې ورته سپارلی دی.
یاد وزارت ویلي، اسلامي امارت دا بریدونه په کلکو ټکو غندي او هغه ئې د "افغانستان د ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض" او د "اسلامي، نړیوالو، بشري او د ګاونډیتوب له اصولو" سره په ټکر کي یاد کړي دي.
دغه وزارت هغه ادعاوي هم په کلکه رد کړي چي، پاکستان وايي، د افغانستان خاوره د دغه هیواد د وروستیو امنیتي پېښو د سرچینې په توګه کارېږي.
د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، د یادو ادعاوو پر بنسټ د پوځي اقداماتو ترسره کول د "واقعیتونو تحریف" او د "داخلي ناکامیو" د پټولو هڅه ده.
#MillatZagh
❤4
په هلمند کي په ۵۵ میلیونه افغانۍ د یوه عمومي روغتون د جوړولو کار پیل سو
د عامي روغتیا وزارت وايي، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کي ئې په شاوخوا ۵۵ میلیونه افغانۍ د یوه ۵۰ بستریز روغتون د جوړولو کارونه پیل کړي دي.
یاد وزارت نن (پنج شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا روغتون د هیواد په ۳۱۸ ولسوالیو کي له جوړېدونکو روغتونونو څخه دی، چي د جوړولو کارونه به ئې په ۱۸ میاشتو کي بشپړي سي.
د سرچینې په وینا، یاد روغتون به په ټولو اړینو څانګو کي د دې سیمي اوسېدونکو ته روغتیايي خدمات وړاندي کوي.
#MillatZagh
❤5
افغانستان ته په پاکستان د نیول سوو نشه يي توکو د منسوبېدلو ادعا رد سوه
د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعا رد کړه، چي په پاکستان کي د امریکا متحده ایالتونو سفارت ویلي دي، په دغه هیواد کي ئې د ۲۱ میلیونه ډالرو ۴۶۳ کیلو ګرامه مصنوعي نشه يي توکي نیولي او هغه ئې افغانستان ته منسوب کړي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ایکس لیکلي چي، دا "یو بې بنسټه او سیاسي انګېزه لرونکی تور دی."
د بلخي په وینا، په افغانستان کي د نشه يي بوټو کرکېله، تولید، قاچاق او استعمال په "مطلق" ډول بند دي او زیاتوي چي، ورته مصنوعي نشه يي توکي د ډیورنډ فرضي کرښي له ها غاړي څخه افغانستان ته راځي.
په اسلام اباد کي د امریکا متحده ایالتونو سفارت ادعا کړې، د پاکستاني سرتېرو په همکارۍ ئې هغه ۴۶۳ کیلو ګرامه مصنوعي نشه يي توکي نیولي، چي له افغانستان څخه ور وړل سوي او سریلانکا ته قاچاق کېدل.
#MillatZagh
❤5
بلخ کي ترافیکي پېښي ۲ کسان وژلي
د بلخ امنیه قومنداني وايي، په دغه ولایت کي د عمر فاروق پروژې په سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه کسان وژل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه نن (شنبه) د کابل- مزار شریف پر لویه لاره د مازدا او موټر سایکل ترمنځ د ټکر په نتیجه کي سوې او د موټر سایکل دواړه سپارلي په کښي وژل سوي دي.
تېره ورځ په هرات کي هم د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه کسان ووژل سول او یو بل ژوبل سو.
#MillatZagh
❤2😢1
تېره میاشت د ښځو د حقوقو اړوند ۴۵۰ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په تېره وږي میاشت کي ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۴۵۰ قضیې حل کړي دي.
دغه وزارت ویلي، په یادو قضیو کي ۶۰ د میراث، ۴۷ د ولور، ۲۰۰ د کورني تاوتریخوالي، ۳۶ د اجباري نکاحګانو، ۵۱ د هغوی د خوراک او څښاک، ۳۱ د شرعي نکاحګانو او د ۲۵ د طلاق اړوند دي.
د سرچینې په وینا، په یاده موده کي ئې د هیواد په کچه ۲۵۲ لويي او کوچنۍ دښمنۍ او قومي شخړي هم په دوستۍ بدلي کړي او ۶۲ کسان ئې د کوډو او جادو په تور تر نیولو وروسته اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.
#MillatZagh
❤4👍1
نن پیلنۍ د تلي میاشتي ۴مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۶ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۵ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۹۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۵،۶۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۱۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۶۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۹۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۷ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۹ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤4
د کابل او نوي ډهلي ترمنځ کارګو پروازونه دوه برابره زیات سوي
آریانا افغان هوايي- دولتي شرکت وايي، د کابل او نوي ډهلي ترمنځ د کارګو پروازونه تر تېرو وختونو دوه برابره زیات سوي دي.
یاد شرکت ویلي، اوس مهال په ورځني ډول د کابل او نوي ډهلي ترمنځ دوه کارګو پروازونه کېږي؛ ترڅو د ملي سوداګرو او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد له پاره اسانتیاوي زیاتي سي.
د سرچینې په وینا، مخکي په ورځني ډول د کابل او نوي ډهلي ترمنځ په ورځني ډول یو پرواز ترسره کېده.
#MillatZagh
❤8
سږ کال شاوخوا ۸۶ زره هیوادوالو ته د کاغذي پېژندپاڼو خدمتونه وړاندي سوي
د احصائیې او معلوماتو عمومي اداره وایي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي ئې ۸۶ زره او ۱۰۵ هیوادوالو ته د کاغذي پېژندپاڼو حضوري او غیر حضوري خدمتونه وړاندي کړي دي.
یادي ادارې ویلي، په دغو خدمتونو کي په حضوري او غیر حضوري ډول د کاغذي او مثنی کاغذي پېژندپاڼو وېشل او د کاغذي پېژندپاڼو اصلاح کول شامل دي.
#MillatZagh
❤5
د کانونو وزیر د جګدلک د یاقوتو له کانونو څخه لیدنه کړې
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د کابل د سروبي ولسوالۍ د جګدلک سیمي د یاقوتو له کانونو څخه لیدنه کړې او د دې لیدني پر مهال ئې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه کړې، ترڅو د تړون ژمنو او د سیمي خلکو ته د ټولنیزو خدمتونو وړاندي کولو ته "جدي پاملرنه" وکړي.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان ویلي، ملا هدایت الله بدري د یادو کانونو د چارو بهیر له نژدې ارزولی، د دې سیمي د خلکو د ټولنیزو خدمتونو غوښتني ئې هم اورېدلي او د هغو د حل ډاډ ئې ورکړی دی.
د یاد کان تړون د ۱۴۰۲ لېږدیز لمریز په کب میاشت کي د کانونو او پټرولیم وزارت او آریانا هایلنډ شرکت ترمنځ په ۲۷،۵ میلیونه ډالره پانګوني سره وسو، چي پر اساس به ئې یاد شرکت ۴۴ سلنه ونډه اسلامي امارت ته ورکوي او په دې سیمه کي به پنځه میلیونه امریکايي ډالره پر ټولنیزو خدمتونو لګوي.
#MillatZagh
❤4
د کونړ ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړولو قرارداد تعدیل سو
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ ناسته کي د کونړ ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړولو قرارداد تعدیل سوی دی.
یاد معاونیت ویلي، د دغه روغتون د پاته چارو د بشپړولو له پاره ۳۴۸ میلیونه افغانۍ ځانګړي سوي او ټول کارونه به ئې د راتلونکي ۱۴۰۶ لېږدیز لمریز کال تر نیمايي پوري بشپړ سي.
د سرچینې په وینا، دا روغتون به په عمومي جراحۍ، عمومي داخله، بېړنۍ، نسايي ولادي، ارتوپیدي، کوچنیانو او ګڼو نورو برخو کي هیوادوالو ته روغتیايي خدمات وړاندي کوي.
#MillatZagh
❤6
په جوزجان کي ترافیکي پېښي ۹ کسان ژوبل کړي
د جوزجان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار په قره کینت سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله نهه کسان ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه نن (شنبه) غرمه د جوزجان- سرپل پر لویه لاره د دوو کوچنیو موټرانو ترمنځ په ټکر کي سوې او د دې پېښي لامل ئې بې احتیاطي یاده کړې ده.
د سرچینې په وینا، ټپیان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
#MillatZagh
😢4❤1
د اوبو او انرژۍ وزیر د اغا جان بند جوړولو د ژر پیل ژمنه کړې
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده وايي، په نژدې راتلونکي کي به په روزګان کي د اغا جان بند د جوړولو کارونه پیل کړي.
یاد وزارت وايي، ملا محمد یونس اخندزاده دا څرګندوني د روزګان له والي مولوي شمس الدین شریعتي سره په لیدنه کي کړي او اخندزاده په دې لیدنه کي ویلي چي، په روزګان کي د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په موخه د اغا جان او شفلوغ بندونو جوړول د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.
د دغه بند د مطالعې او ډیزاین کارونه د ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال د تلي میاشتي په لومړیو کي پیل سول، چي اوس ئې دوه کاله کېږي؛ خو د جوړولو کارونه ئې تر اوسه نه دي پیل سوي.
د دې ترڅنګ د کندهار اوسېدونکي هم له یاد وزارت څخه غواړي چي د ارغستان ولسوالۍ د لوړې بند د سروې کارونه بشپړ او ژر ئې د جوړولو کارونه پیل کړي؛ ترڅو د دې ولسوالۍ په ګډون د شاوخوا ولسوالیو له پاره د کرهڼي اوبه پیدا او د اوبو سرچینې قوي سي.
#MillatZagh
❤4
په هلمند کي ۴۲۱ کورنیو ته پاکي اوبه برابري سوې
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر وایي، د دغه ولایت په نهر السراج ولسوالۍ کي د اوبو رسولو د درو شبکو په جوړولو سره ۴۲۱ کورنیو ته پاکي اوبه برابري سوي دي.
یاد دفتر ویلي، د دې شبکو پر جوړولو شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چي د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ صندوق (U.N.I.C.E.F) ورکړی او چاري ئې د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت مخ ته وړي دي.
د سرچینې په وینا، یادي شبکې په دربار، محمد هاشم او جانګل کلیو کي جوړي سوي دي.
#MillatZagh
❤5
د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۶    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۵
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۷       
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۲         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۵ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۹       
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۴       
نوی ډهلی: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۲۲
#MillatZagh
❤3
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
په نورستان کي د "شر او فساد" ډلي شاوخوا ۳۰ کسان ژوندي نیول سوي
په ختیځ کي ځینو امنیتي سرچینو رسنیو ته تائید کړې چي، پرون (شنبه) له پاکستان څخه د نورستان کامدېش ولسوالۍ ته را اوښتونکي د "شر او فساد" د ډلي لسګونه کسان وژل سوي، چي د ۲۰ تنو جسدونه امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي او شاوخوا ۳۰ نور ژوندي نیول سوي دي.
د هغوی په وینا، دغو وسله والو کسانو، چي شمېر ئې شاوخوا ۴۰۰ تنو ته رسېد، غوښتل د یادي ولسوالۍ له لاري د ډیورنډ فرضي کرښي له ها غاړي څخه افغانستان ته را واوړي، چي د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو ئې مخنیوی کړی دی.
#MillatZagh
❤5
جرمنی څه کم ۵۰۰ نور افغانان هم له خپل هیواد څخه باسي
د جرمني این ټلوېزیون وايي، د جرمني حکومت غواړي ۴۸۸ نور افغانان هم له دغه هیواد څخه وباسي او افغانستان ته ئې ستانه کړي، چي ۵۵ سلنه ئې کومه جرمي سابقه نه لري.
یاد ټلوېزیون پرون (شنبه) پر خپله ویبپاڼه په یوه راپور کي ویلي چي، دا افغانان د تېرو ۱۰ اوونیو پر مهال فدرالي پولیسو ته معرفي سوي؛ ترڅو افغانستان ته ستانه کړل سي.
د سرچینې په وینا، په یادو افغانانو کي ۲۶۷ تنه ئې په دغه هیواد کي "هیڅ جنايي محکومیت" نه لري.
د معلوماتو پر اساس، جرمني د ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسي تر ۲۵۰ زیات افغانان، چي ځینو ئې په دغه هیواد کي کومه جرمه سابقه هم نه درلوده، له خپل هیواد څخه ایستلي او افغانستان ته ئې ستانه کړي دي.
#MillatZagh
❤3
په اګسټ میاشت کي د ساري او تنفسي ناروغیو له امله ۱۹۲ کسان مړه سوي
د روغتیا نړیوال سازمان (W.H.O) وايي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال په تېره اګسټ میاشت کي که څه هم د ساري او تنفسي ناروغیو پېښي کمي سوي؛ خو له دې سره، سره د یادو ناروغیو له امله ۱۹۲ کسان مړه سوي دي.
یاد سازمان نن (یک شنبه) په یوه راپور کي ویلي، دا کسان د یادي میاشتي پر مهال د نس ناستي، سینه بغل، شري او کانکو ویني بهېدونکي ناروغیو له امله مړه سوي او په وینا ئې، په دې میاشت کي د کوویډ- ۱۹ او ډینګي تبي پېښي هم ثبت سوي؛ خو کومه مړینه نه لري.
د سرچینې په وینا، د یادو ناروغیو په پېښو او مړینو کي تر جولای میاشتي په جلا، جلا ډول کموالی راغلی دی.
#MillatZagh
😢1