نن پیلنۍ د تلي میاشتي ۴مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۶ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۵ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۹۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۵،۶۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۱۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۶۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۹۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۷ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۹ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh

❤4
د کابل او نوي ډهلي ترمنځ کارګو پروازونه دوه برابره زیات سوي
آریانا افغان هوايي- دولتي شرکت وايي، د کابل او نوي ډهلي ترمنځ د کارګو پروازونه تر تېرو وختونو دوه برابره زیات سوي دي.
یاد شرکت ویلي، اوس مهال په ورځني ډول د کابل او نوي ډهلي ترمنځ دوه کارګو پروازونه کېږي؛ ترڅو د ملي سوداګرو او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد له پاره اسانتیاوي زیاتي سي.
د سرچینې په وینا، مخکي په ورځني ډول د کابل او نوي ډهلي ترمنځ په ورځني ډول یو پرواز ترسره کېده.

❤8
سږ کال شاوخوا ۸۶ زره هیوادوالو ته د کاغذي پېژندپاڼو خدمتونه وړاندي سوي
د احصائیې او معلوماتو عمومي اداره وایي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي ئې ۸۶ زره او ۱۰۵ هیوادوالو ته د کاغذي پېژندپاڼو حضوري او غیر حضوري خدمتونه وړاندي کړي دي.
یادي ادارې ویلي، په دغو خدمتونو کي په حضوري او غیر حضوري ډول د کاغذي او مثنی کاغذي پېژندپاڼو وېشل او د کاغذي پېژندپاڼو اصلاح کول شامل دي.

❤5
د کانونو وزیر د جګدلک د یاقوتو له کانونو څخه لیدنه کړې
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د کابل د سروبي ولسوالۍ د جګدلک سیمي د یاقوتو له کانونو څخه لیدنه کړې او د دې لیدني پر مهال ئې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه کړې، ترڅو د تړون ژمنو او د سیمي خلکو ته د ټولنیزو خدمتونو وړاندي کولو ته "جدي پاملرنه" وکړي.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان ویلي، ملا هدایت الله بدري د یادو کانونو د چارو بهیر له نژدې ارزولی، د دې سیمي د خلکو د ټولنیزو خدمتونو غوښتني ئې هم اورېدلي او د هغو د حل ډاډ ئې ورکړی دی.
د یاد کان تړون د ۱۴۰۲ لېږدیز لمریز په کب میاشت کي د کانونو او پټرولیم وزارت او آریانا هایلنډ شرکت ترمنځ په ۲۷،۵ میلیونه ډالره پانګوني سره وسو، چي پر اساس به ئې یاد شرکت ۴۴ سلنه ونډه اسلامي امارت ته ورکوي او په دې سیمه کي به پنځه میلیونه امریکايي ډالره پر ټولنیزو خدمتونو لګوي.

د کونړ ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړولو قرارداد تعدیل سو
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ ناسته کي د کونړ ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړولو قرارداد تعدیل سوی دی.
یاد معاونیت ویلي، د دغه روغتون د پاته چارو د بشپړولو له پاره ۳۴۸ میلیونه افغانۍ ځانګړي سوي او ټول کارونه به ئې د راتلونکي ۱۴۰۶ لېږدیز لمریز کال تر نیمايي پوري بشپړ سي.
د سرچینې په وینا، دا روغتون به په عمومي جراحۍ، عمومي داخله، بېړنۍ، نسايي ولادي، ارتوپیدي، کوچنیانو او ګڼو نورو برخو کي هیوادوالو ته روغتیايي خدمات وړاندي کوي.

❤6
په جوزجان کي ترافیکي پېښي ۹ کسان ژوبل کړي
د جوزجان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار په قره کینت سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله نهه کسان ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه نن (شنبه) غرمه د جوزجان- سرپل پر لویه لاره د دوو کوچنیو موټرانو ترمنځ په ټکر کي سوې او د دې پېښي لامل ئې بې احتیاطي یاده کړې ده.
د سرچینې په وینا، ټپیان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.

😢4❤1
د اوبو او انرژۍ وزیر د اغا جان بند جوړولو د ژر پیل ژمنه کړې
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده وايي، په نژدې راتلونکي کي به په روزګان کي د اغا جان بند د جوړولو کارونه پیل کړي.
یاد وزارت وايي، ملا محمد یونس اخندزاده دا څرګندوني د روزګان له والي مولوي شمس الدین شریعتي سره په لیدنه کي کړي او اخندزاده په دې لیدنه کي ویلي چي، په روزګان کي د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په موخه د اغا جان او شفلوغ بندونو جوړول د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.
د دغه بند د مطالعې او ډیزاین کارونه د ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال د تلي میاشتي په لومړیو کي پیل سول، چي اوس ئې دوه کاله کېږي؛ خو د جوړولو کارونه ئې تر اوسه نه دي پیل سوي.
د دې ترڅنګ د کندهار اوسېدونکي هم له یاد وزارت څخه غواړي چي د ارغستان ولسوالۍ د لوړې بند د سروې کارونه بشپړ او ژر ئې د جوړولو کارونه پیل کړي؛ ترڅو د دې ولسوالۍ په ګډون د شاوخوا ولسوالیو له پاره د کرهڼي اوبه پیدا او د اوبو سرچینې قوي سي.

په هلمند کي ۴۲۱ کورنیو ته پاکي اوبه برابري سوې
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر وایي، د دغه ولایت په نهر السراج ولسوالۍ کي د اوبو رسولو د درو شبکو په جوړولو سره ۴۲۱ کورنیو ته پاکي اوبه برابري سوي دي.
یاد دفتر ویلي، د دې شبکو پر جوړولو شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چي د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ صندوق (U.N.I.C.E.F) ورکړی او چاري ئې د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت مخ ته وړي دي.
د سرچینې په وینا، یادي شبکې په دربار، محمد هاشم او جانګل کلیو کي جوړي سوي دي.

د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۶
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۵
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۷
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۲
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۵
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۹
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۴
نوی ډهلی: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۲۲

❤3
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
په نورستان کي د "شر او فساد" ډلي شاوخوا ۳۰ کسان ژوندي نیول سوي
په ختیځ کي ځینو امنیتي سرچینو رسنیو ته تائید کړې چي، پرون (شنبه) له پاکستان څخه د نورستان کامدېش ولسوالۍ ته را اوښتونکي د "شر او فساد" د ډلي لسګونه کسان وژل سوي، چي د ۲۰ تنو جسدونه امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي او شاوخوا ۳۰ نور ژوندي نیول سوي دي.
د هغوی په وینا، دغو وسله والو کسانو، چي شمېر ئې شاوخوا ۴۰۰ تنو ته رسېد، غوښتل د یادي ولسوالۍ له لاري د ډیورنډ فرضي کرښي له ها غاړي څخه افغانستان ته را واوړي، چي د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو ئې مخنیوی کړی دی.

جرمنی څه کم ۵۰۰ نور افغانان هم له خپل هیواد څخه باسي
د جرمني این ټلوېزیون وايي، د جرمني حکومت غواړي ۴۸۸ نور افغانان هم له دغه هیواد څخه وباسي او افغانستان ته ئې ستانه کړي، چي ۵۵ سلنه ئې کومه جرمي سابقه نه لري.
یاد ټلوېزیون پرون (شنبه) پر خپله ویبپاڼه په یوه راپور کي ویلي چي، دا افغانان د تېرو ۱۰ اوونیو پر مهال فدرالي پولیسو ته معرفي سوي؛ ترڅو افغانستان ته ستانه کړل سي.
د سرچینې په وینا، په یادو افغانانو کي ۲۶۷ تنه ئې په دغه هیواد کي "هیڅ جنايي محکومیت" نه لري.
د معلوماتو پر اساس، جرمني د ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسي تر ۲۵۰ زیات افغانان، چي ځینو ئې په دغه هیواد کي کومه جرمه سابقه هم نه درلوده، له خپل هیواد څخه ایستلي او افغانستان ته ئې ستانه کړي دي.

په اګسټ میاشت کي د ساري او تنفسي ناروغیو له امله ۱۹۲ کسان مړه سوي
د روغتیا نړیوال سازمان (W.H.O) وايي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال په تېره اګسټ میاشت کي که څه هم د ساري او تنفسي ناروغیو پېښي کمي سوي؛ خو له دې سره، سره د یادو ناروغیو له امله ۱۹۲ کسان مړه سوي دي.
یاد سازمان نن (یک شنبه) په یوه راپور کي ویلي، دا کسان د یادي میاشتي پر مهال د نس ناستي، سینه بغل، شري او کانکو ویني بهېدونکي ناروغیو له امله مړه سوي او په وینا ئې، په دې میاشت کي د کوویډ- ۱۹ او ډینګي تبي پېښي هم ثبت سوي؛ خو کومه مړینه نه لري.
د سرچینې په وینا، د یادو ناروغیو په پېښو او مړینو کي تر جولای میاشتي په جلا، جلا ډول کموالی راغلی دی.

😢1
د خاتم الانبیاء پروژې ۶۰۰ جریبه مځکه دولتي تثبیت سوه
د عدلیې وزارت ویلي چي، د بلخ د مرکز مزار شریف ښار په قل محمد کلا سیمه کي ئې د خاتم الانبیاء پروژې ۶۰۰ جریبه مځکه دولتي تثبیت کړې ده.
یاد وزارت ویلي، دا مځکه د شمال زون د امارتي غصب سوو مځکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمې تر ارزوني او بررسۍ وروسته "امارتي" تثبیت کړې او پرېکړه ئې کړې چي، د دې مځکي متصرفین باید هغه د دولتي مځکو د غصب د مخنیوي او بیرته راګرځولو کمېسیون ته وسپاري.
تېره اوونۍ هم یاد وزارت د بلخ په "ډيپلوماټیک ښارګوټي" کي دوه زره او ۶۵۷،۶ جریبه مځکه دولتي تثبیت کړه او د هغې د بیرته راګرځولو خبر ئې ورکړ.

❤3👎1
نن یونۍ د تلي میاشتي ۵مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۶ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۵ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۴ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۵،۶۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۱۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۶۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۹۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۷ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۷ افغانۍ.

سږ کال شاوخوا ۸۲۷ زره هیوادوالو ته برېښنايي پېژندپاني وېشل سوي
د احصائیې او معلوماتو عمومي اداره وایي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي ئې ۸۲۷ زره او ۶۰ هیوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼي وېشلي دي.
یادي ادارې ویلي، په دغو پېژندپاڼو کي تر ټولو ډېري په کابل، هرات، ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کي وېشل سوي دي.
د سرچینې په وینا، په دې سره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د بهیر له پیل راهیسي د ټولو وېشل سوو برېښنايي پېژندپاڼو شمېر ۱۸ میلیونه او شاوخوا ۳۰۰ زره ته ورسېد.

د کرهڼیزو محصولاتو د پیاوړتیا یو هوکړه لیک لاسلیک سو
د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او (C.R.S) مؤسسې ترمنځ په یو میلیون او ۶۵۰ زره امریکايي ډالره یو تړون لاسلیک سو، چي پر اساس به ئې یاده مؤسسه په درو ولایتونو کي د کرهڼیزو محصولاتو د ارزښت د پیاوړتیا په موخه ځیني پروګرامونه پلي کوي.
یاد وزارت ویلي، دا مؤسسه به په کندهار کي د مېوو، په هرات کي د زعفرانو او په بامیان کي د پټاټو د ارزښت د پیاوړتیا له پاره ځیني پروګرامونه پلي کوي.
د سرچینې په وینا، دا پروګرامونه د تولیدوونکو د ملاتړ او د کرهڼیزو محصولاتو له پاره د بازار موندني په موخه پلي کېږي.

❤2
په کندهار کي په ۱۸ میلیونه د یوه کمپلکس جوړولو کارونه پیل سول
کندهار ښاروالي وایي، د کندهار ښار په اوومه ناحیه کي د چهل زینو پارک ختیځ طرف ته ئې په ۱۸ میلیونه افغانۍ د یوه کمپلکس جوړولو کارونه پیل کړي دي.
یادي ښاروالۍ ویلي، د دغه کمپلکس د جوړولو کارونه نن (یک شنبه) پر ۶۰۰ متره مربع مځکه پیل سول او په ۱۰ میاشتو کي به بشپړ سي.
د سرچینې په وینا، د دغه کمپلکس لاندي منزل به د وسايطو تمځای، دوهم به ئې دوکانونه او درېیم منزل به ئې څلور خوني درلودونکي کورونه وي، چي په ګټي اخستني سره به ئې د ښاروالۍ عواید او ښاري پراختیا زیاته سي.

جوزجان کي ترافیکي پېښي ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د جوزجان امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت په خواجه دوه کوه ولسوالۍ کي د یوې ترافیکي پېښي له امله یو کس وژل سوی او درې نور ژوبل سوي دي.
د سرچینې په وینا، دا ترافیکي پېښه نن (یک شنبه) د یوه سراچه او لاسي رېړۍ ترمنځ سوې ده او د یادي پېښي لامل ئې بې احتیاطي یاده کړې ده.
یادي قومندانۍ ویلي، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.

افغانستان او هندوستان د روغتیایي همکارۍ په اړه خبري کړي
د عامي روغتیا وزیر نور جلال جلالي او په کابل کي د هند سفارت شارژدافیر یتین پټیل د روغتیايي همکاریو په اړه خبري کړي دي.
یاد وزارت ویلي، دواړو لورو په یوه ناسته کي د اندرا ګاندي روغتون د ملاتړ او د یاد روغتون د تلسیمیا څانګي د فعالولو، د ساري ناروغیو د واکسین، د سرطاني ناروغیو د درملني د روغتون له پاره د اړینو او پرمختللو تجهیزاتو برابرولو او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په اړه خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، پټيل په دې ناسته کي ډاډ څرګند کړی چي، هیواد ئې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کي همکارۍ ته ژمن دی.

دفاع وزارت په نورستان کي د "شر او فساد" له ډلو سره نښته تائید کړه
دفاع وزارت تائید کړه، چي تېره ورځ د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کي د "پاکستاني ملېشو له ملاتړه برخمن" د "شر او فساد او داعش" ډلو ګروپونه افغانستان ته را واوړول سول؛ خو د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له خوا ئې مخنیوی سوی او نښته ئې ورسره کړې ده.
دغه وزارت نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په دې نښته کي د هغوی ۲۸ کسان وژل سوي، ۳۲ ژوندي نیول سوي او نور ئې بیرته د ډیورنډ فرضي کرښي ها غاړي ته د پاکستان پر لور تښتېدلي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، له دوی سره د "پاکستاني ملېشو، پاکستاني اربکیانو او د داع.ش" وسله والي ډلي "هماهنګي" هم وه او زیاتوي چي، په دې "دسیسه" کي کارول سوي زیاتره کسان د تېر جمهوري حکومت "نظامیان" وو چي "پاکستاني استخباراتو" په بهر کي د لوړو معاشونو او نورو امتیازاتو د منلو په بدل کي دغه کار ته هڅولي وو.
دفاع وزارت د سیمو پر هیوادونو ږغ کړی چي، د پاکستان پوځیان" د سیمي د نا امنه کولو هڅي کوي، نورو هیوادونو ته د جګړې لېږلو او بدو خلکو ته په دې برخه کي د روزني په ورکولو بوخت دي او باید مخنیوی ئې وسي.