Millat Zagh
1.73K subscribers
7.64K photos
70 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
په ننګرهار کي د پاکستان د ټکانو له امله ۴ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار د رسنیو مرکز وایي، تورخم ته څېرمه په خان اباد کلي کي د پاکستاني پوځي رژیم د ټکانو له امله دوه کوچنیان وژل سوي او دوه تنه نور ژوبل سوي دي.
یاد دفتر ویلي، دا ټکان پرون (چهارشنبه) د پاکستان له لوري سوي او زیاتوي چي، په ټپیانو کي یو تن د (هارو) مؤسسې کارکوونکی هم دی.
وړمه ورځ هم د پکتیکا ولایت په انګور اډه کي د افغان امنیتي ځواکونو او پاکستاني پولیسو ترمنځ نښته وسوه، چي په نتیجه کي ئې د دفاع وزارت په وینا، پاکستاني لوري ته "سخت زیان" واوښت.
#MillatZagh
😢2👎1
د پاکستان له زندانونو څخه ۲۵۲ تنه بندیان ازاد سوي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له زندانونو څخه ۲۵۲ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سوي دي.
دغه وزارت ویلي، یاد افغان بندیان د یاد هیواد له لوري د بېلابېلو لاملونو له امله نیول سوي او بندیان وو چي تر ازادېدلو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښي د بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه سوي دي.
د سرچینې په وینا، له هغوی سره مرستندویه بنسټونو مرستي کړي او وروسته خپلو سیمو ته لېږدول سوي دي.
تېره اوونۍ هم د دغه هیواد له زندانونو څخه ۲۹۱ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سول.
#MillatZagh
👍2❤1
روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند ۱۴۲ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د رواني اوونۍ پر مهال ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۴۲ قضیې حل کړي دي.
دغه وزارت ویلي، په یادو قضیو کي د اجباري نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالو مخنیوی، مېرمني د میراث او ولور په ګډون له خپلو حقوقو څخه برخمني کول، د شرعي نکاحګانو زمینه برابرول او د طلاق قضیې حلول شامل دي.
د سرچینې په وینا، په دې موده کي ئې ۱۱ تنه د کوډو او جادو په تور نیولي او اړوندو ارګانونو ته ئې سپارلي دي.
#MillatZagh
❤3
نن پنځنۍ د لړم میاشتي ۷مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۶۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۳۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۱ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۹ افغانۍ.     
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۹۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۲،۳۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۴۸ کلداري.
زر کلداري: ۲۳۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤3👍1
د نن ارزښت؛ سیال یوسفي
د ملت ږغ راډیو په ارزښت خپرونه کي سیال یوسفي مېلمه دی، چي په دې خپرونه کي به د ده ژوند، زده کړو او په رسنیو کي د کار په اړه خبري ورسره وسي.
یوسفي د ماسټرۍ تر کچي زده کړي کړي او په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کي ئې له افغانستان ملي راډیو او ټلوېزیون سره د دندي په پیل د رسنیو ډګر ته مخه کړې ده، چي په هغو کي ئې له شمشاد راډیو او ټلوېزیون او طلوع نیوز سره د خبریال او ویاند په توګه دندي کړي دي.
نوموړی اوس په کابل کي د ازاد او فریلانس خبریال په توګه کار کوي.
دا چي یوسفي په دغه ډګر کي له کومو ناخوالو، لاسته راوړنو او تجربو سره مخ سوی دی، د یادو معلوماتو ترلاسه له پاره نن (پنج شنبه) غرمه دوې بجې د ملت ږغ راډیو ارزښت خپرونه واورئ!
کوربه: کمال الدین افغان.
مېلمه: سیال یوسفي.
وخت: نن او سبا غرمه دوې بجې له ملت ږغ راډیو څخه پر ۸۷،۸ ایف ایم څپو.
#MillatZagh
❤3
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د پنجشېر زمرد د افغانستان په ملي او نړیوال نندارتون کي داوطلبۍ ته وړاندي سوي
د پنجشېر ویاند سیف الدین لټون ملت ږغ راډیو ته ویلي چي، د لومړي ځل له پاره د دغه ولایت زمرد د افغانستان په ملي او نړیوال تخصصي نندارتون کي داوطلبۍ ته وړاندي سوي دي.
د هغه په وینا، دغه داوطلبي به نن او سبا دوام وکړي او زیاتوي چي، په دې داوطلبۍ کي نړیوالو سوداګرو هم ګډون کړی دی.
#MillatZagh
❤1👍1
نن افغانستان او زمبابوې دوهمه ۲۰ اوریزه لوبه کوي
د‌ افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن ماښام اووه بجې تر یوې بریا وروسته د یوې بلي ۲۰ اوریزي لوبي له پاره د زمبابوې کرکټ ملي لوبدلي پر وړاندي د لوبي ډګر ته کښته کېږي.
د يادي لوبي د هر توپ تازه جريان له ملت ږغ راډيو څخه پر ۸۷.۸ ايف ايم څپو واورئ!
#MillatZagh
❤2
سږ کال په افغانستان کي د کوکنارو ۴۳ زره هکټاره کرکېله سوې
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندي د مبارزې نړیوالي ادارې (U.N.O.D.C) ویلي، په روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال کي په افغانستان کي د کوکنارو کرکېله ۴۳ زره هکټارو ته رسېدلې، چي تر تېر کال شاوخوا څلور برابره زیاتوالی ښيي.
یادي ادارې په یوه راپور کي ویلي، د یادي کرکېلي، چي ډېره برخه ئې په شمال ختیځو ولایتونو کي ده، د زیاتوالي له امله د تاریاکو تولید هم سږ کال نژدې ۱۵۰۰ ټنو ته لوړ سوی دی.
په راپور کي راغلي چي، تېر کال په افغانستان کي د نشه يي بوټو کرکېله ۱۰ زره هکټاره وه.
په راپور کي د یادي ادارې د اجرائیوي مشري مونیکا جوما په حواله راغلي چي، اسلامي امارت او نړیواله ټولنه باید په افغانستان کي د نشه يي بوټو د بدیل کښت او د بزګرانو د ژوند ښه کولو په برخه کي پانګونه وکړي؛ ترڅو کروندګر له یادي کرکېلي څخه لاس واخلي.
د هغې په وینا، د اقتصادي ستونزو او بې وزلۍ له امله افغان کروندګر د نشه يي بوټو کرکېلي ته اړ کېږي.
که څه هم تازه اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمان منیر وویل چي اسلامي امارت په روان زېږدیز کال کي ۲۶ زره او ۵۰۰ هکټاره د نشه يي توکو کرکېله ویجاړه کړې ده.
#MillatZagh
👍1👎1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د افغانستان د کانونو په نندارتون کي د پنجشېر زمرد په ۴۳ میلیونه افغانۍ خرڅ سول
د پنجشېر ویاند سیف الدین لټون وایي، د دغه ولایت شپږ زره ۸۷۲ قیراطه زمرد د افغانستان د کانونو په تخصصي ملي او نړیوال نندارتون کي په ۴۳ میلیونه او ۱۴۲ زره افغانۍ خرڅ سول.
لټون ملت ږغ راډیو ته ویلي چي، یاد زمرد نن (پنج شنبه) د یاد نندارتون په دوهمه ورځ د یوې داوطلبۍ پر مهال خرڅ سول، چي سلګونو کورنیو او بهرنیو سوداګرو ګډون په کښي کړی وو.
#MillatZagh
❤2👍1
نن د کندهار د سیمنټو کارخونه پرانستل کېږي
ټاکل سوې چي د کانونو او پټرولیم د وزیر ملا هدایت الله بدري په ګډون د اسلامي امارت یو لوړ پلاوی کندهار ته راسي او نن (پنج شنبه) ماځیګر مهال به د کندهار د سیمنټو د کارخوني لومړی فاز ګټي اخستني ته وسپاري.
د اقتصادي معاونیت په وینا، دا کارخونه د ۱۵۰ میلیونه ډالره په پانګوني سره جوړېږي، چي د ټولو فازونو په ګټي اخستني سره به ئې ورځنی تولید ۵۰۰۰ ټنه ته ورسېږي.
د یادي کارخوني لومړني فاز تازه تولیدات پیل کړي او په ورځني ډول ۱۵۰۰ ټنه سیمنټ تولیدوي، چي ۵۰۰ کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې ده.
#MillatZagh
❤2👍1
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۱   
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۹، کښته ۷
هرات: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۱، کښته ۹  
هلمند: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۴        
روزګان: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۰، کښته ۷        
بلخ: اسمان وریځ، تودوښي لوړه درجه ۲۱، کښته ۱۱
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۱۴      
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۸      
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۸
#MillatZagh
❤2
د کندهار د سیمنټو کارخوني لومړی فاز ګټي اخستني ته وسپارل سو
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د کندهار د سیمنټو د کارخوني لومړی فاز نن (پنج شنبه) ګټي اخستني ته وسپارل سو.
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په دې مراسمو کي ویلي، هڅه کوي، چي افغانستان په دې برخه کي پر ځان بسیا او په تولیدي او صادراتي هیواد بدل سي.
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري هم یادي غونډي ته ویلي، دا مهال په هیواد کي د ۶۶۲ میلیونه ډالرو په پانګوني سره د سیمنټو د تولید د شپږو کارخونو د جوړولو کارونه روان دي او زیاته ئې کړه چي شپږ میاشتي وروسته به د جبل السراج د سیمنټو کارخونه هم ګټي اخستني ته وسپارل سي.
د اقتصادي معاونیت په وینا، یاده کارخونه د شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالره په پانګوني سره په درو فازونو کي جوړېږي، لومړی فاز ئې دا مهال ۱۵۰۰ مټریک ټنه سیمنټ بازار ته وړاندي کوي، ۵۰۰ کسان کار په کښي کوي او څه موده وروسته به ئې د دوهم فاز د جوړولو کارونه هم پیل سي، چي د ټولو فازونو په فعالیت سره به ئې ورځنی تولید ۵۰۰۰ مټریک ټنه ته لوړ او زرګونو هیوادوالو ته به د کار زمینه په کښي برابره سي.
#MillatZagh
❤4