Millat Zagh
1.73K subscribers
7.69K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
د روغتیا نړیوال سازمان پلاوي او عبدالسلام حنفي د پولیو پر له منځه وړلو خبري کړي
د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د روغتیا نړیوال سازمان د سیمه ییز دفتر مشري ډاکټري حنان بلخي په افغانستان کي د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په اړه خبري کړي دي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دواړو لورو پرون (یک شنبه) په یوه ناسته کي په افغانستان کي د پولیو ناروغۍ پر له منځه وړلو، په نړیوالو روغتیايي کنفرانسونو کي د افغانستان پلاوي ته د ګډون او روغتیایي خدماتو وړاندي کولو په اړه خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، ډاکټري بلخي په دې ناسته کي ویلي چي، تمه ده په راتلونکو ۱۲ میاشتو کي په افغانستان کي د پولیو ناروغي په بشپړ ډول له منځه یووړل سي.
یاد پلاوي، چي د یونیسېف او بیل ګېټس بنسټ استازي او په کابل کي د قطر سفیر هم په کښي شامل وو، د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره هم په افغانستان کي د یادي ناروغۍ د له منځه وړلو په اړه خبري کړي او له اسلامي امارت څخه ئې غوښتي چي، د یادي ناروغۍ د له منځه وړلو د کمپاینونو ملاتړ وکړي.
#MillatZagh
❤2👍1
د قادس خوردک ذخیروي بند کارونه نیمايي بشپړ سوي
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کي د قادس خوردک ذخیروي بند د جوړولو چاري ۵۷ سلنه بشپړي سوي او په ۱۴۰۶ لېږدیز لمریز کال کي به ئې کارونه پای ته ورسېږي.
یادي سرچینې نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د دغه بند پر جوړولو شاوخوا ۸۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چي اسلامي امارت ئې ورکوي او دا مهال ئې په جوړېدلو کي ۲۰۰ کسان په کارونو بوخت دي.
د سرچینې په وینا، د دغه بند دېوال ۱۹۰ متره اوږدوالی او ۳۲ متره لوړوالی لري.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، یاد بند د ۲،۱۷ میلیونه متره مکعبه اوبو د ځایېدلو ظرفیت لري او ۱۴۰۰ هکټاره مځکه به خړوبه کړي.
#MillatZagh
❤2👍1
نن دونۍ د چنګاښ میاشتي ۱۵مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۵۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۷ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۵ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۵۷ او په عام بازار کي کیلو په ۵۸ او ۶۰ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۶ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۶۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۷ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند په مرنجان تپه کي خاورو ته وسپارل سو
د لومړني افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه نن (دوشنبه) سهار د جرمني له مونشن ښار څخه کابل ته راولېږدول سوه او د کابل په مرکزي عیدګاه کي د جنازې د لمانځه تر ادا کولو وروسته د هغه مړی د پلازمېني په مرنجان تپه کي خاورو ته وسپارل سو.
د عبدالاحد مومند جنازه د بهرنیو چارو، دفاع او ټرانسپورټ وزارتونو په همکارۍ او همږغۍ له جرمني څخه کابل نړیوال هوايي ډګر ته راولېږدول سوه او په همدې هوايي ډګر کي د تشریفاتو مراسم هم ورته نیول سوي وو، چي د نوموړي خپلوانو او ګڼو هیوادوالو ګډون په کښي کړی وو.
په دې مراسمو کي د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس ډاکټر عبدالباري عمر نوموړی د افغانستان عملي کادر او پر هیواد او اسلام مئین شخص یاد کړ او د هغه مړینه ئې د هیواد له پاره یوه ستره ضایع وبلله.
مومند لومړنی افغان او څلورم نړیوال کس و چي په ۱۹۸۸ زېږدیز کال کي ئې میر فضايي مرکز ته حرکت وکړ او هلته ئې د یوه مسلمان او لومړني افغان په توګه د قرآنکریم تلاوت وکړ او له دې سره، سره ئې له فضا څخه له خپلي کورنۍ او د وخت له ولسمشر ډاکټر نجیب الله سره په پښتو خبري هم وکړې چي په دې سره پښتو هم له هغو ژبو څخه یوه سوه چي په فضا کي خبري په وسوې.
مومند د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال د تېري جون میاشتي پر ۲۱مه نېټه او د ۶۷ کلونو په عمر د سرطان ناروغۍ له امله د جرمني په مونشن کي ژوند له لاسه ورکړ.
#MillatZagh
❤1👍1
❤1
سمنګان کي ترافیکي پېښي ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د سمنګان امنیه قومنداني وایي، په دغه ولایت کي د ایبک- خلم ولسوالۍ پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښي له امله یو کس وژل سوی او نهه تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه ترافیکي پېښه نن (دوشنبه) سهار څلور بجې د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي او یوه ټېلر موټر ترمنځ رامنځ ته سوې چي، په نتیجه کي ئې د مسافر وړونکي موټر چلوونکی وژل سوی او د ښځو او کوچنیانو په ګډون نهه کسان ژوبل سوي دي.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه د سمنګان ولایتي روغتون ته لېږدول سوي او د پېښي په اړه د ترافیک پولیسو څېړني رواني دي.
#MillatZagh
👎1😢1
بست په شپږیزه کي ۲مه بریا خپله کړه
د ۱۱م پړاو شپږیزه ۲۰ اوريزه کرکټ سياليو په ۱۰مه لوبه کي بست ساتونکو په ۱۸ منډو مس عینک ته ماته ورکړه او په شپږیزه کي ئې دوهمه بریا خپله کړه.
په ياده لوبه کي بست د درو لوبغاړو په سوځېدلو او‌ د نجيب الله ځدراڼ ۵۵ زیاتو منډو په مټ سیالي لوبډلي ته ۱۹۲ منډي هدف ورکړ چي مس عینک د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۳ منډي جوړي کړې او لوبه ئې بست ته وبایلل.
د دې لیګ بله لوبه د امو نهنګانو او بند امیر ښامارانو ترمنځ ده چي نن (دوشنبه) ماپښین پر دوې بجې به پیل سي.
#MillatZagh
❤1
د سږ کال د کانکور ازمویني نتیجې اعلان سوې؛ راشد په کښي لومړی مقام خپل کړ
د ازمویني ملي ادارې نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال د کانکور ازمویني نتیجې اعلان کړې او د سږ کال د عمومي او دیني مدرسو د کانکور ۱۰ غوره کسان ئې په ډاګه کړل.
د عمومي کانکور له ډلي راشد د پهلوان زوی د ۳۶۰ نمرو په وړلو سره لومړی، انعام الله د شېر زمان زوی د ۳۵۸،۰۹۳۷ نمرو په وړلو سره دوهم، عبدالهادي د عبدالرحمان زوی د ۳۵۶،۹۶۷۹۱ نمرو په وړلو سره درېیم، محمد ایمن د محمد بشیر زوی د ۳۵۶،۹۶۷۹۰ نمرو په وړلو سره څلورم، بسم الله جان د محمد عمر زوی د ۳۵۶،۸۵۷۹ نمرو په پنځم او د دیني مدرسو له جملې عبدالمجید د عبدالعزیز زوی د ۳۲۷،۱۹۹۹ نمرو په وړلو سره لومړی، خالد د قیمت الله زوی د ۳۲۰،۴۵۴۱ نمرو په وړلو سره دوهم، حامد د عبدالصمد زوی د ۳۱۹،۱۵۸۱ نمرو په وړلو سره درېیم، امان الله د شېر اقا زوی د ۳۱۸،۹۷۶۳ نمرو په وړلو سره څلورم او حامد د محمد انور زوی د ۳۱۷،۸۹۶۴ نمرو په وړلو سره پنځم غوره کامیاب راغلی دی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخي، د سږ کال په کانکور کي له نجونو پرته شاوخوا ۱۱۷ زره کسانو ګډون کړی وو.
دا لومړی ځل دی چي د راشد په نوم د پروان یوه اوسېدونکي د کانکور په ازموینه کي ټولي (۳۶۰) نمرې پوره کړې.
#MillatZagh
❤4👍1
د ټاپي پروژې نل لیکه تر ۱۰۰ کیلومتره زیاته غځول سوې
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، تر دا مهاله په هرات کي د ټاپي (T.A.P.I) پروژې ۱۰۱ کیلومتره نل لیکه غځل سوې او ۱۲۶ کیلومتره نور مسیر هم د نل لیکي غځولو له پاره چمتو سوی دی.
دغه وزارت نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د غځول سوې نل لیکي له جملې څخه ۳۶ کیلومتره نل لیکه تر مځکي لاندي ښخه سوې، د یادي پروژې له پاره ۱۰۸ کیلومتره سړک جوړ سوی او څه کم ۹۰ کیلومتره نوري نل لیکي تجهیزات هم سیمي ته را رسېدلي چي په تدریجي ډول سره به وغځول سي.
د دغه وزارت چارواکي تمه ښيي چي د راتلونکي ۲۰۲۷ زېږدیز کال په لومړیو کي به په هرات کي د یادي پروژې کارونه پای ته ورسېږي او په نورو سیمو کي به پیل سي.
#MillatZagh
❤3👍1
د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۶
کابل: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۰
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۴
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۸
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۲
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۸
ننګرهار: ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۵
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۰
نوی ډهلی: باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۸
#MillatZagh
❤4
بند امیر ۵مه ماته وخوړه
د ۱۱م پړاو شپږیزه ۲۰ اوریزه کرکټ سياليو په ۱۱مه لوبه کي امو نهنګانو په ۳۳ منډو بند امیر ښامارانو ماته ورکړه.
ياده لوبه د خرابي هوا له امله ۱۷ اورونو ته راکمه سوه او امو د اتو لوبغاړو په سوځېدلو سيالي لوبډلي ته ۱۷۰ منډي هدف ورکړ چي بند امیر لوبډله د دغه هدف په پوره کولو کي پاته راغله او لوبه ئې امو ته وبایلل.
په يادو سياليو کي سبا (سه شنبه) بند امیر د سپین غر او امو د مس عینک پر وړاندي لوبېږي.
#MillatZagh
❤1👎1
زمبابوې بنګله دېش مات کړ
کوربه زمبابوې کرکټ ملي لوبډلي مېلمه بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلي ته د درو ۲۰ اوریزه لوبو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کي د ۲۵ منډو په توپير ماته ورکړه.
په ياده لوبه کي زمبابوې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سيالي لوبډلي ته ۱۴۲ منډي هدف ورکړ چي بنګله دېش ئې په پوره کولو کي پاته سو او لوبه ئې زمبابوې ته وبایلل.
په دې لوبه کي د بنګله دېش له پاره ناهيد راڼا شپږ او د زمبابوې په ګټه براډ ايونس او ريچارډ نيګاروا درې، درې لوبغاړي وسوځول.
د يادو لوبډلو ترمنځ د دې لوبلړۍ دوهمه لوبه راتلونکې دوشنبه ترسره کېږي.
#MillatZagh
❤1👎1
تېر کال ۸۲ زره راستانه سوي کوچنیان ښوونځیو ته معرفي سوي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، په تېر ۱۴۰۴ ښوونیز کال کي له ۸۲ زره او ۸۳۲ راستنو سوو کوچنیانو څخه د تثبیت ازموینه اخستل سوې او د نورو زده کړو په موخه ښوونځیو ته معرفي سوي دي.
فطرت پر خپل ایکس لیکلي، دا کوچنیان د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چاروو وزارت له خوا په رسمي ډول د پوهني وزارت ته معرفي او د دغه وزارت له خوا د سویې د تثبیت تر ازمویني وروسته په ښوونځیو کي شامل سوي دي.
د فطرت په وینا، دا پروسه اوس هم جریان لري.
#MillatZagh
👍1
ننګرهار کي د "غلو ۱۰ کسیزه وسله واله" ډله نیول سوې
د ننګرهار امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار په درېیمه حوزه کي ئې د "وسله والو غلو" ۱۰ کسیزه ډله نیولې ده.
یادي قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغو کسانو په بېلابېلو سیمو کي له خلکو څخه د وسلو په زور "موبایلان، نقدي پیسې او نور قیمتي توکي غلا کول" چي تازه له یوې ریکشې، درو توپګنچو او یو شمېر چاقوګانو سره یوځای نیول سوي دي.
یادي سرچینې ویلي، هغوی پر خپلو جرمونو "اعتراف" کړی او تر څېړنو بشپړېدلو وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.
#MillatZagh
👍1
د کرهڼي وزیر عطاءالله عمري هند ته سفر وکړ
د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د یوه پلاوي په مشرۍ هندوستان ته سفر کړی دی.
یاد وزارت وايي، دغه سفر د افغانستان او هندوستان ترمنځ د کرهڼیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو د پراختیا او د دغه هیواد له چارواکو او خصوصي سکټور سره د دوه اړخیزه اړیکو د خبرو په موخه ترسره سوی دی.
#MillatZagh
👍1
د افغانستان د برېښنا ۵ کلن پراختیايي پلان منظور سو
د ریاست الورزا اقتصادي معاونیت وايي، د افغانستان د برېښنا پنځه کلن پراختیايي پلان، چي د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون له خوا تائید سوی و، تازه د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا هم منظور سوی دی.
یاد معاونیت نن (سه شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په دغه پلان کي له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا د تولید ۲۵، د برېښنا د لاینونو غځولو ۱۳ نیمګړي او ۲۳ پلان سوي، د سب سټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړي او ۲۱ پلان سوي او د برېښنا د توزېع ۳۴ پلان سوي پروژې شاملي دي، چي په بشپړېدلو سره به ئې د انرژۍ په سکټور کي د پام وړ پرمختګ رامنځ ته او پر وارداتي برېښنا به تکیه راکمه سي.
د سرچینې په وینا، یاد پلان به د افغانستان په اقتصادي بیارغونه او د مالي خپلواکۍ په پیاوړتیا کي د انرژۍ سکټور رول نور هم ګټور ثابت کړي؛ ترڅو د ځان بسیایني او د انرژۍ د خوندیتوب له مخي ټاکل سوي اهداف ترلاسه سي.
#MillatZagh
👍1
نن منځنۍ د چنګاښ میاشتي ۱۶مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۵۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۷ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۵ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۵۷ او په عام بازار کي کیلو په ۵۸ او ۶۰ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۶،۳۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۳۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۳۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۳۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۷ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
👍1
فراه کي یوه کس په خطا کي یو بل کس ویشتلی
د فراه امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کي د نورالدین په نوم یوه کس د لعل محمد په نوم یو بل کس ویشتلی او وژلی دی.
یادي قومندانۍ ویلي، دا پېښه نن (سه شنبه) سهار رامنځ ته سوې او دغه کس تر نیولو وروسته منلې چي، لعل محمد ئې په خطا کي په کمرشکن توپک ویشتلی دی.
د سرچینې په وینا، نیول سوی د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل سوی دی.
#MillatZagh
👍1😢1
خوست کي ۱۴۰ کلنه دښمني په دوستي بدله سوه
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د خوست په تڼیو ولسوالۍ کي ئې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۴۰ کلنه دښمني په دوستي بدله کړې ده.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا دښمني ئې د دغه وزارت او قومي مخورو په منځګړیتوب حل کړې او دواړو لورو یو او بل ته د زیان نه رسولو ژمني کړي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، دغه دښمني د قتل له امله رامنځ ته سوې وه او د یوې کورنۍ یو کس په کښي وژل سوی و.
#MillatZagh
❤1
د شاپور ځدراڼ کورنۍ د هغه مړینه تائید کړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ کورنۍ منلې چي، نوموړي د ور پېښي ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
د مرحوم ځدراڼ د کورنۍ یو شمېر غړو او د هغه نژدې دوستان دا خبر تائید کړی او معلومات ښيي چي هغه نن (سه شنبه) سهار وختي د هند په یوه روغتون کي ساه ورکړې ده.
ځدراڼ د سپینو کورویاتو د کمښت په ناروغۍ اخته و او له تېرو څو میاشتو راهیسي په هند کي بستر و.
#MillatZagh
😢6❤1