پکتیکا کي ۱۵ زره جریبه مځکه دولتي تثبیت سوه
عدلیې وزارت وایي، د دولتي مځکو د غصب د مخنیوي او بیرته راګرځولو کمېسیون په پکتیکا کي ۱۵ زره او ۲۷ جریبه مځکه دولتي تثبیت کړې ده.
دغه وزارت ویلي، یاده مځکه د ذکر سوي کمېسیون له خوا تر بررسۍ او ارزوني وروسته دولتي تثبیت سوې او پرېکړه سوې چي، متصرفین ئې باید یاد کمېسیون ته وسپاري.
د سرچینې په وینا، یاده مځکه د همدې ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ د میست کلي په اووه کیلومترۍ کي موقعیت لري.
#MillatZagh

👍1
نن منځنۍ د چنګاښ میاشتي ۳۰مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۹۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۵۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۰ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۷۲ او په عام بازار کي کیلو په ۷۵ او ۷۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۶ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۸ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۳۵ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

❤1👍1
نورستان کي د سېلابونو له امله ۲۰۳ کسان مړه، ټپیان او لادرکه دي
له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ملي اداره وايي، د نورستان په مرکز پارون ښار کي د پرونیو سېلابونو له امله ۲۳ کسان وژل سوي، ۸۰ تنه ژوبل سوي او شاوخوا ۱۰۰ نور هم لادرکه دي.
د یادي ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت وایي، د وژل سوو کسانو له ډلي د ۱۵ کسانو جسدونه موندل سوي، د پاته نورو د موندلو عملیات نن (سه شنبه) هم دوام لري او زیاتوي چي، تر عملیاتو بشپړېدلو وروسته به نور معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
د همت په وینا، د دغو سېلابونو له امله د یادي مرګ ژوبلي سره، سره ۱۱ هوټلونه، ۲۰ کورونه، ۷۰ دوکانونه او ۴۰ لوی او کوچني وسایط هم زیانمن سوي دي.
د تاج محمد همت په خبره، سیمي ته د دې ادارې یو پلاوی هم استول سوی؛ ترڅو وضعیت له نژدې وارزوي او له زیانمنو سوو کورنیو سره مرستي وکړي.

😢2👍1
د بره کي برک هوايي پل او تر مځکي لاندي د سړک کارونه به سږ کال پای ته ورسېږي
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د پلازمېني کابل په بره کي برک کي د هوايي پل کارونه ۵۰ سلنه او تر مځکي لاندي د سړک جوړولو کارونه ۸۵ سلنه بشپړ سوي او دواړه به د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال تر پایه بشپړ او ګټي اخستني ته وسپارل سي.
د سرچینې په وینا، دا پروژه دا مهال د ۱،۵ ملیارډ افغانۍ په لګښت سره جریان لري او ۱۴۰۰ کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې ده.
اقتصادي معاونیت وايي، هوايي پل به ۷۰۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره پراخوالی او تر مځکي لاندي سړک به ۴۷۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره اوږدوالی او ۵،۵ متره ژوروالی ولري.
د یادي پروژې کارونه د تېر ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز کال د سلواغې میاشتي پر ۱۰مه د کابل ښاروالۍ له خوا پیل سول.

❤3👍1
ملي سوداګر او مرستندویه بنسټونه دې د نورستان د سېلاب ځپلو لاسنیوی وکړي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په نورستان کي د وروستیو سېلابونو له امله د رامنځ ته سوي مرګ ژوبلي په اړه خواشیني څرګنده کړې او د یادي پېښي د قربانیانو کورنیو ته ئې تسلیت ویلی دی.
حامد کرزي پر خپل ایکس په یوه بیان کي له ملي سوداګرو او مرستندویه بنسټونو څخه هیله کړې چي "په دې سختو شرایطو کي د سېلاب ځپلو لاسنیوی وکړي او مرستي ورسره وکړي."

د چین- ایران- افغانستان پر اوسپني پټلۍ مستقیم انتقالات پیل سوي
ایراني رسنیو ویلي چي، د لومړي ځل له پاره د چین، ایران او افغانستان د اوسپني پټلۍ پر مسیر مستقیم انتقالات پیل سوي دي.
یادو رسنیو ویلي، د دغو انتقالاتو پیل له چین څخه د هرات روزنک سټېشن ته د ۵۰۰ مټریک ټنه توکو په رالېږدولو سره سوی او زیاتوي چي دا لړۍ په په راتلونکي کي هم دوام پیدا کړي.
د ایران- افغانستان د اوسپني پټلۍ مدیر مصطفی رضايي وایي، دا مسیر به په کم وخت او کم لګښت سره د چین، ایران او افغانستان ترمنځ د توکو د انتقال په برخه کي خورا ګټور رول ادا کړي.

د ایران پر لاره مړه سوي ۵ افغانان په بلخ کي خاورو ته وسپارل سول
ځايي سرچینې وایي، هغه پنځه کسان په بلخ کي خاورو ته وسپارل سول چي، ایران ته په قاچاقي ډول ته د اوښتلو پر مهال د نیمروز په مارګو (مرګ) دښت کي د سختي ګرمۍ او تندي له امله مړه سوي وو.
د هغوی په وینا، یاد کسان د دغه ولایت د چمتال ولسوالۍ د قاسم اباد کلي اوسېدونکي وو او نن (سه شنبه) د یادي سیمي په یوه هدیره کي خاورو ته وسپارل سول.
دغه پنځه کسان له ۱۴ نورو افغانانو سره شاوخوا دوې اوونۍ مخکي د کار له پاره په قاچاقي ډول ایران ته تلل چي، د نیمروز په مارګو دښت کي له مرګ سره مخ سوي او د پاته ۱۴ د موندلو په اړه اوس هم پلټني رواني دي.

بدخشان کي ۷۱۳ کیلو تاریاک نیول سوي
د بدخشان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کي ئې ۷۱۳ کیلوګرامه تاریاک نیولي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه نشه يي توکي ئې د کشفي عملیاتو پر مهال له دوو کسانو سره نیولي او زیاتوي چي، هغوی به تر څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپاري.

فراه کي پر ۱۰۰۰ جریبه د یوه ټرانسپورټي ترمینل جوړولو کارونه پیل سول
د فراه ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، د دغه ولایت هوايي ډګر ته نژدې په کرجه سیمه کي پر ۱۰۰۰ جریبه مځکه د یوه ټرانسپورټي ترمینل جوړولو کارونه پیل سوي دي.
یاد دفتر وايي، دغه ترمینل د ټرانسپورټ وزارت له خوا په درو برخو کي جوړېږي چي، نن (سه شنبه) ئې د لومړۍ برخي جوړولو کارونه په ۱۲۷ میلیونه افغانۍ لګښت سره پیل سوي دي.
د سرچینې په وینا، دا ترمینل به د اداري ودانیو، پمپ، دوکانونو، هوټل، مسجد او ګڼو نورو اسانتیاوو درلودونکی وي.
په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي د ټرانسپورټ وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ صدیق الله عابد ویلي چي، دغه ترمینل د ټرانسپورټي خدمتونو د اسانتیاوو برابرولو په موخه جوړوي او زیاته ئې کړه چي، اوس د هیواد په بېلابېلو سیمو کي د یادي پروژې په ګډون د ۶۱ ورته پروژو کارونه روان دي.

د سوداګرۍ خوني ۱۰۰ کسیزه پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني د عمومي رئیس سید کریم هاشمي په مشرۍ یوه ۱۰۰ کسیزه پلاوي، چي ملي سوداګر او پانګوال هم په کښي شامل دي، ازبکستان ته سفر کړی دی.
دې خوني ویلي، یاد پلاوي د کابل او تاشکند د دوه اړخیزه سوداګریزه اړیکو د پراختیا په موخه نن (سه شنبه) دغه سفر ترسره کړی او پر مهال به ئې افغان پلاوی د همدې هیواد د سیردریا ولایت له والي او سیمه ییزو مسؤلینو سره د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزه اړیکو د پراختیا او ګډو پانګونو په اړه خبري وکړي.
د سرچینې په وینا، افغان پلاوی به په دغه سفر کي د یاد هیواد له سوداګرو سره سوداګریز کنفرانسونه هم ترسره کړي.

د افغانستان لاس بې اسنادو موټرانو د ثبت او محصول موده وغځول سوه
مالیې وزارت خبر ورکړی چي، د افغانستان لاس بې اسناده موټرانو د ثبت او محصول پروسه ئې د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال تر پایه غځولې او په دې پروسه کي ئې یو شمېر تخفیفونه هم په پام کي نیولي دي.
دغه وزارت نن (سه شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، سر له اوسه په هرات، کندهار، خوست، پکتیا، کابل، ننګرهار او کندز زونونو کي هیوادوال کولای سي افغانستان لاس بې اسناده یا یوه کیلي لرونکي موټران ثبت او محصول کړي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، له ۱۹۹۰- ۲۰۰۴ ماډل ساده موټرانو ته ۳۵ سلنه او له ۲۰۰۵ څخه تر وروستي ماډل ساده موټرانو ته ۶۰ سلنه تخفیف او د ساده او زغره وال موټرانو له پاره ۲۰ سلنه تعرفه ټاکل سوې ده.
د دغه وزارت په وینا، تېر کال د یادو موټرانو تخفیف ۳۰ او ۴۰ سلنه او تعرفه ئې ۳۰ سلنه وه.

د کندهار په دامان ولسوالۍ کي د یوه عمومي روغتون جوړولو کارونه پیل سول
د عامي روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د کندهار په دامان ولسوالۍ کي د یوه عمومي روغتون جوړولو د بنسټ ډبره کښېښوده.
نور جلال جلالي په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي یاد روغتون د هیواد په ۳۱۸ ولسوالیو کي له جوړېدونکو روغتونونو څخه یاد کړ او زیاته ئې کړه چي، د دغه روغتون د جوړولو له پاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړي سوي او کارونه به ئې په ۱۸ میاشتو کي بشپړ سي.
د جلالي په وینا، هڅه کوي؛ ترڅو د هیواد ټولي لېري ولسوالۍ له روغتیايي خدمتونو څخه برخمني کړي.

جوزجان کي ترافیکي پېښي ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د جوزجان امنیه قومنداني وایي، پرون شپه شاوخوا ۱۰ بجې په یاد ولایت کي د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه کسان وژل سوي او اووه تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه ترافیکي پېښه د شبرغان- قوش تپې ولسوالۍ پر لویه لاره د یوه فوربکس ډوله موټر د چپه کېدلو پر مهال رامنځ ته سوې او د یادي پېښي لامل ئې تېز او طوفاني بادونه یاد کړي دي.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي او د هغوی روغتیايي حالت د ډاډ وړ یاد کړی دی.

تېره میاشت د کانګو له امله ۲۱ کسان مړه سوي
د روغتیا نړیوال سازمان (W.H.O) وايي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال په تېره جون میاشت کي په افغانستان کي د کانګو ناروغۍ ۴۸۳ شکمني پېښي او ۲۱ مړیني ثبت سوي چي، د می میاشت په پرتله ۱۷۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
د دغه سازمان د افغانستان څانګي نن (سه شنبه) په یوه راپور کي ویلي، د تېر لوی اختر پر مهال د انسانانو او څارویو ترمنځ نژدېوالی د دې سبب سوی؛ ترڅو په جون میاشت کي د دې ناروغۍ پېښي او مړیني زیاتي سي.
د دغه سازمان د معلوماتو پر اساس، د روان کال په می میاشت کي په افغانستان کي د یادي ناروغۍ ۱۷۶ شکمني پېښي او نهه مړیني ثبت سوي وې.

د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۸
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۹
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۴
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۵، کښته ۲۸
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۳
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۶
ننګرهار: د څه ناڅه باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۲۲
کوټه: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۰
نوی ډهلی: اسمان وریځ او د څه ناڅه باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۸

❤1👍1😢1
کندهار کي په ۱۱۰ میلیونه افغانۍ د یوه پل جوړولو کارونه پیل سول
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده د کندهار د پنجوایي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د ارغنداب پر رود د یوه پل جوړولو د بنسټ ډبره کښېښوده.
ملا محمد یونس اخندزاده په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي وویل چي، دا پل په ۱۱۰ میلیونه افغانۍ د ۲۰۳ متره په اوږدوالي جوړېږي چي، کارونه ئې پرون (دوشنبه) پیل او په یوه کال کي به بشپړ سي.
د یاد وزارت په وینا، د دغه پل په جوړېدلو سره به د ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو اوسېدونکو ته د تګ راتګ او ټرانسپورټ اسانتیاوي برابري سي.

حشمت شاهدي لوبډلمشرۍ ته استعفاء ورکړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړي او لوبډلمشر حشمت الله شاهدي نن د ملي ټیم د ۵۰ اوریزه لوبو لوبډلمشرۍ ته استعفاء ورکړه.
شاهدي له ۲۰۲۲ زېږدیز کال راهیسي تر ننه د ملي ټیم د ۵۵ یو ورځنیو لوبو لوبډلمشري کړې چي، په دغو لوبو کي افغانستان ۲۷ لوبي ګټلي، ۲۵ ئې بایللي او درې ئې بې نتیجي پای ته رسولي دي.
تازه د هغه پر ځای رحمت شاه زرمتی د ملي ټیم د ۵۰ اوریزه لوبو لوبډلمشر ټاکل سوی دی.

❤6
د کندهار د عینومېني په روغتون کي د جدي پاملرني څانګه پرانستل سوه
د عامي روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي کندهار ته د راتګ پر مهال د عینومېني په ۳۵۰ بستریز روغتون کي په ۱،۵ میلیونه امریکايي ډالره د جدي پاملرني (I.C.U) څانګه پرانستې ده.
جلالي د دې څانګي د پرانستلو پر مهال ویلي چي، یاده څانګه د ۱۵ بسترونو او معیاري تجهیزاتو درلودونکې ده چي اړوند ناروغانو ته به روغتیايي خدمات په کښي وړاندي کېږي.
جلالي پرون (سه شنبه) د کندهار په دامان ولسوالۍ کي په ۵۰ میلیونه افغانۍ د یوه عمومي روغتون جوړولو د بنسټ ډبره هم کښېښوده.

👎2❤1👍1
عزیزي ګروپ به ژر د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید وسایل افغاستان ته راولېږدوي
د عزیزي ګروپ رئیس میرویس عزیزي ویلي، په افغانستان کي د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید ټول تخنیکي وسایل ئې پېرلي او ژر به ئې افغانسان د رالېږدولو چاري پیل کړي.
عزیزي او د هغه تخنیکي ټیم پرون (سه شنبه) د رئیس الورزا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند سره په یوه ناسته کي دغه څرګندوني کړي او ویلي ئې دي چي، په نژدې راتلونکي کي به په افغانستان کي د سرطاني ناروغيو د درملني د روغتون جوړولو کارونه هم پیل کړي.
اقتصادي معاونیت وايي، هغوی په دې ناسته کي په افغانستان کي د یو شمېر پروژو په اړه خپل راپور هم وړاندي کړ چي له مخي ئې د کابل په نغلو او د پروان په باریک آب کي د ۱۰۰- ۱۰۰ مېګاواټه او په غزني کي د ۱۳۱ مېګاواټه لمریزي برېښنا د امکان سنجۍ او پېر تړونونه ئې لاسلیک کړي او همدارنګه په تخار کي له ډبرو سکرو څخه د ۱۶۵ مېګاواټه او په بغلان کي هم له ډبرو سکرو څخه د ۳۵۰ مېګاواټه برېښنا د تولید، د نغلو او غزني د سب سټېشنونو جوړولو او د کابل له تره خېل څخه تر صنایع سبز پوري د انتقالي لاین غځولو په اړه خبري جریان لري چي، ژر به نهايي سي.
د سرچینې په وینا، ملا برادر اخند له عزیزي ګروپ څخه غوښتي چي، په افغانستان کي یادو پروژو کارونه په ښه ډول او مناسب وخت کي بشپړ کړي.

❤6👍1
کندهار کي په ۵۰۰ زره ډالره د یوه چک ډېم جوړولو کارونه پیل سول
د کندهار د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د شاولیکوټ ولسوالۍ په سوزنیانو کلي کي ئې په ۵۰۰ زره امریکايي ډالره د یوه چک ډېم جوړولو کارونه پیل کړي دي.
دغه ریاست وايي، د یاد چک ډېم د جوړولو کارونه پرون (سه شنبه) د خوړو او کرهڼي نړیوال سازمان (F.A.O) په مالي ملاتړ پیل او په یوه کال کي به بشپړ او ګټي اخستني ته وسپارل سي.
په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي د یاد سازمان استازو ویلي، دا چک ډېم به ۱۳۷ متره اوږدوالی، ۹۳ متره پراخوالی او ۱۱ متره لوړوالی ولري چي د ۸۲ زره متره مکعبه اوبو د ځایېدلو په ظرفیت سره به ۴۳ زره او ۶۰۰ هکټاره مځکه خړوبه کړي.
د سرچینې په وینا، په دې پروژه کي سلګونو کسانو ته کاري زمینه هم برابره سوې ده.

❤2👍1