په نژدې راتلونکي کي د احمدشاهي جادې د ډامبرولو کارونه پیلېږي
کندهار ښاروالي وايي، په کندهار کي ښار کي ئې د احمدشاهي جادې د پراختیايي پروژې کارونه شاوخوا ۵۰ سلنه بشپړ کړي او په راتلونکو درو اوونیو کي به ئې د ډامبرولو کارونه پیل کړي.
دې سرچینې نن (پنج شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، تازه ئې د دې جادې د بېس کورس طبقي کارونه پیل کړي چي دوه کیلومتره سړک ئې بېس کورس سوی او پاته نور به هم تر یادي طبقې وروسته ډامبر ته چمتو سي.
دا جاده له سردار مدد خان څلورلاري څخه پیل او تر ډنډ څلورلاي پوري د ۳،۵ کیلومتره اوږدوالي او ۶۰ متره په پراخوالي سره جوړېږي چي، د چریو، پلچکونو او پیاده روونو جوړول هم په کښي شامل دي او جوړولو ته ئې شاوخوا یو ملیارډ افغانۍ ځانګړي سوي دي.
#MillatZagh

❤1👍1
نن پنځنۍ د زمري میاشتي ۸مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۴۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۷۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۵۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۰ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۹ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۶ او په عام بازار کي کیلو په ۷۰ او ۷۱ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۷۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۵ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۷۷ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۸ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

👍1
روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۸ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د رواني اوونۍ پر مهال ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۸ قضیې حل کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په یادو قضیو کي د کورنیو تاوتریخوالو او غیر شرعي نکاحګانو مخنیوی، میرمني له میراث، ولور او نورو حقوقو څخه برخمني کول، د طلاق قضیې حلول او د شرعي نکاحګانو زمینه برابرول شامل دي.
د سرچینې په وینا، په دې موده کي ئې د هیواد په بېلابېلو سیمو کي ۶۸ لويي او کوچنۍ دښمنۍ هم په دوستۍ بدلي کړي او د کوډو او جادو کولو په تور ئې ۱۳ کسان تر نیولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

❤2
فاریاب کي د یوې کورنۍ شخړي له امله ۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د فاریاب امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په حسین اباد سیمه کي د یوې کورنۍ شخړي له امله یو ۲۴ کلن کس وژل سوی او یو بل ورور ئې ژوبل سوی دی.
د سرچینې په وینا، دا پېښه پرون (چهارشنبه) ماځیګر رامنځ ته سوې چي په نتیجه کي یو کس په کمرشکن توپک ویشتل سوی او وژل سوی او یو بل ژوبل سوی دی.
یادی قومندانۍ ویلي، د دې پېښي په تور ئې د مقتول کس د کورنۍ درې غړي نیولي او په اړه ئې څېړني ورڅخه رواني دي.

د کندهار مرستیال والي د کانونو وزارت د کانونو د محافظت رئیس وټاکل سو
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د کندهار پخوانی مرستیال والي ملا محمد صادق انقلابي د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د محافظت د نوي رئیس په توګه ټاکل سوی دی.
مجاهد پر خپل ایکس لیکلي، ملا صادق د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم په نوو ټاکنو کي، چي نن (پنج شنبه) ترسره سوې، پر دې دنده ګمارل سوی او پر ځای ئې سیف الدین تائب د کندهار د نوي مرستیال والي په توګه ټاکل سوی دی.
د هغه په وینا، په دې چارواکو کي د کندهار د ټولګټو چارو د رئیس عزیز الرحمان شرافت، د کندهار د نظامي محکمې د رئیس ګل محمد صیاد او د کندهار استخباراتو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د رئیس روزي خان شیباني په ګډون د ستري محکمې، کانونو او ټولګټو چارو وزارتونو او یو شمېر نورو ادارو چارواکي هم د یو او بل پرځای ټاکل سوي دي.

برېټانیا د افغانستان له پاره ۳ ملیارډ افغانۍ مرسته ځانګړې کړې
د افغانستان له پاره د برېټانیا د ځانګړي استازي مرستیال ایډ هډلي او سیاسي مدیر جیمز بیلمونټي ویلي، هیواد ئې په راتلونکو درو کلونو کي له افغانستان سره د مرستي له پاره درې ملیارده افغانۍ ځانګړي کړي دي.
ارګ وایي، یادو برېټانوي چارواکو نن (پنج شنبه) د ریاست الوزرا د دفتر له عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع سره په لیدنه کي دا څرګندوني کړي او دا مرسته ئې اړمنو افغانانو ته پر وخت د بشري مرستو د رسېدلو له پاره مهمه ګڼلې ده.
د سرچینې په وینا، ملا عبدالواسع په یاده لیدنه کي له هغوی سره د افغانستان او برېټانیا د دوه اړخیزه اړیکو او تعامل په اړه هم خبري کړي او ټینګار ئې کړی چي، اسلامي امارت د برېټانیا په ګډون له ټولو هیوادونو سره د متقابل درناوي او ښه تعامل غوښتونکی دی.

ترابي له سېلاب ځپلو سره پر وخت او د زیاتو مرستو کولو ټینګار کړی
له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ادارې عمومي ئیس ملا نور الدین ترابي د نړیوالو او کورنیو مؤسسو له مسؤلینو سره د وروستیو سېلاب ځپلو له پاره د مرستو د راجلبولو په موخه د همږغۍ غونډه کړې او په دې غونډه کي ئې د هغوی له پاره د مرستو پر راټولولو او زیاتولو ټینګار کړی دی.
یاده اداره وایي، په دې غونډه کي ترابي له ټولو نړیوالو او کورنیو مؤسسو څخه غوښتي؛ ترڅو په هیواد کي د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمنو کورنیو سره بشري مرستي زیاتي کړي او پر مهال ئې باید "روڼتیا، عدالت او اغېزمنتیا" په پام کي ونیسي.
د سرچینې په وینا، د ناستي ګډونوالو ژمنه کړې چي، له سېلاب ځپلو کورنیو سره به بشري مرستي زیاتوي او خپل فعالیتونه به چټکوي.
د دې ادارې د رسمي شمېرو پر اساس، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال له پیل راهیسي د هیواد په ګوټ، ګوټ؛ په ځانګړي ډول نورستان کي د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله ۷۹۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او شاوخوا ۲۴ زره کورنۍ ئې زیانمني کړي دي.

د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۵
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۰
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۷
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۳، کښته ۲۸
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۱
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۷
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
نوی ډهلی: اسمان ځای، ځای وریځ د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۸

❤1
د مخابراتو په نندارتون کي ۳۰ تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک سوي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون د ۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ۳۰ تړونونو او هوکړه لیکونو په لاسلیک کېدلو سره پای ته رسېدلی دی.
دغه وزارت وایي، یاد تړونونه د یو شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د ټکنالوژۍ په برخه کي لاسلیک سوي دي.
یاد نندارتون تېره یک شنبه د کابل په کوربتوب د افغانستان په نړیوال نندارتون مرکز کي جوړ سوی و او نن (پنج شبنه) پای ته ورسېد چي شاوخوا ۱۵ زره کسانو لیدنه ورڅخه کړې او موخه ئې د مخابراتي سکټور ملاتړ او د مخابراتو په برخه کي د لاسته راوړنو شریکول و.

د غورچاڼ خپروني ننني مطلبونه:
۱ـ هند کي له یوه کس سره د دوو خویندو او یوې د اکا د لور یوځای واده.
۲ـ په فېسبوک کي د ټیک ټاک په ډول د ویډیوګانو نوی بدلون.
۳ـ د خوراکي توکو د ښه ژوولو ګټي.
۴ـ جاپان کي د واده له پاره د مصنوعي ځیرکتیا ځانګړی اپلیکېشن.
۵ـ برېټانیا کي له بې وزلو خلکو سره د شتمنو د همکارۍ نوې بڼه.
۶ـ جاپان کي د داسي واسکټونو اغوستل چي په ځان کي پنکې لري.
۷ـ نایجیریا کي د دوو غبرګولیو ځوانانو او دوو غبرګولیو نجونو ترمنځ واده.
۸ـ هندوستان کي د زده کړیالانو د لاریونونو له امله د پوهني د وزیر استعفاء.
۹ـ د جولای له ۱۷مي د اګسټ تر ۲۳مي د سپوږمۍ، ستورو او رڼاګانو ننداره.
۱۰ـ ولي ځیني خلک د شپې پر شاوخوا درې بجې راویښېږي؟
۱۱ـ د هندۍ سېنما د مشهور ستوري سنډیوال د راتلونکي بټواري فلم په اړه معلومات.
دا او ورته نور په زړه پوري مطلبونه نن او سبا شپه نهه بجې د ملت ږغ راډیو ۸۷،۸ ایف ایم څپو او ملت ږغ اپلیکېشن له لاري اورېدلای سی.

د تاجکستان، افغانستان او ایران پر نوي ټرانسپورټي دهلېز ازمایښتي پړاو پیلېږي
د تاجکستان د ټرانسپورټ وزارت وایي، په نژدې راتلونکي کي به د تاجکستان، افغانستان او ایران ترمنځ د نوي ټرانسپورټي دهلېز ازمایښتي پړاو پیل سي.
دغه وزارت ویلي، پر یاد مسیر به په شاوخوا یوه میاشت کي لومړنی ازمایښتي سفر ترسره سي.
د دغه دهلېز جوړولو هوکړه د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال د تېري جولای میاشتي په نیمايي کي د ایران په مشهد ښار کي د افغان، تاجک او ایران چارواکو ترمنځ په یوه درې اړخیزه غونډه کي وسوه چي له مخي به ئې د ایران او تاجکستان توکي د افغانستان له لاري نورو هیوادونو ته لېږدول کېږي.

👍2
نن په ۷ ولایتونو کي د بارانونو او سېلابونو اټکل سوی
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندني ریاست نن (شنبه) په اوو ولایتونو کي د بارانونو وورېدلو او سېلابونو اټکل کړی دی.
دغه وزارت په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کي له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي مترو د باران او په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کي له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کي د باد د تېزوالي اټکل کړی دی.
تېره ورځ هم د هیواد په یو شمېر ولایتونو کي د بارانونو وورېدلو او تېزو بادونو اټکل سوی و چي پر مهال ئې په ننګرهار کي یو کس ووژل سو، دوې مېرمني ژوبلي سوې او یو شمېر مالي زیانونه ئې هم واړول.

❤2😢1
بلخ کي ترافیکي پېښي ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د بلخ امنیه قومنداني وايي، په دغه ولایت کي د مزارشریف- حیرتان پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښي له امله یو کس وژل سوی او درې تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه پرون (جمعه) د یوه فوربکس موټر چپه کېدلو پر مهال رامنځ ته سوې او ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
یادي سرچینې د دې پېښي لامل بې احتیاطي یاده کړې ده.

👎1😢1
د زابل په شملزو کي د یوه عمومي روغتون د جوړولو کارونه پیل سول
د زابل ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، د دغه ولایت په شملزو ولسوالۍ کي د یوه عمومي روغتون د جوړولو کارونه پیل سوي دي.
یاد دفتر وایي، د دغه روغتون د جوړولو کارونه زابل ته د عامي روغتیا د وزیر مولوي نور جلال جلالي د سفر پر مهال پیل سوي چي ۳۰ بسترونه به ولري، په ۱۸ میاشتو کي به بشپړ سي او جوړولو ته ئې شاوخوا ۴۸ میلیونه افغانۍ ځانګړي سوي دي.
جلالي د دغه روغتون د چارو د پیل په مراسمو کي ویلي، یاد روغتون د هیواد په ۳۱۸ ولسوالیو کي له جوړېدونکو روغتونونو څخه دی چي په بشپړېدلو سره به ئې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته ټول اړین او روغتیايي خدمات وړاندي کېږي.
جلالي تېره اوونۍ د کندهار په دامان او شاولیکوټ ولسوالیو کي هم د دوو عمومي روغتونونو د جوړولو د بنسټ ډبره کښېښېوده چي هر یو به ئې په ۱۸ میاشتو کي بشپړ سي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ایران ته د تلونکو افغانانو پر مړینه خواشیني څرګنده کړه
د کډوالۍ نړیوال سازمان (I.O.M) ایران ته په قاچاقي ډول د تلونکو ۱۹ افغانانو، چي د کار له پاره ایران ته تلل او د سختي ګرمۍ او تندي له امله د نیمروز په رېګونو کي مړه سوي، پر مړینه خواشیني ښودلې او ویلي ئې دي چي، د کډوالۍ پر لاره ژوند له لاسه ورکول یوه تر ټولو سخته او خواشینوونکې خبره "ژوره تراژیدي" ده.
د نیمروز ویاند عبدالمتوکل توحیدي ویلي، د دغو افغانانو له ډلي ۱۴ تنه پرون (جمعه) د یاد ولایت د لاله په رېګونو کي موندل سوي چي پېژندل ئې سخت دي او زیاتوي چي، تر پېژندلو وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل سي.
د توحیدي په وینا، یاد کسان د بادغیس اوسېدونکي وو.
د دغو افغانانو له ډلي د پنځو نورو کسانو جسدونه، چي د بلخ اوسېدونکي وو، د تېري چنګاښ میاشتي په پای د دغه ولایت په مارګو دښت کي پیدا او خپلو کورنیو ته تر ورسپارلو وروسته په بلخ کي خاورو ته وسپارل سول.

❤1👍1😢1
نن پیلنۍ د زمري میاشتي ۱۰مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۴۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۷۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۵۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۰ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۹ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۶ او په عام بازار کي کیلو په ۷۰ او ۷۱ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۹۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۷۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۷ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.

کابل کي د "وسله والو غلو" ۱۶ کسیزه ډله نیول سوې
د کابل امنیه قومنداني وایي، د "وسله والو غلو" هغه ۱۶ کسیزه ډله ئې نیولې، چي د پلازمېني کابل په بیني حصار سیمه کي ئې له یوه کور څخه د غلا پر مهال د یوه کور دوه غړي وژلي او یو بل ژوبل کړی و.
یادي قومندانۍ نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، له نیول سوو کسانو سره دوه موټران او پنځه توپګنچې نیول سوي او زیاتوي چي، هغوی د ښار په بېلابېلو سیمو کي د یادو وسلو په زور "غلاوي" کولې.
د سرچینې په وینا، یادو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.

د روسیې د اوسپني پټلۍ ادارې پلاوی افغانستان ته راځي
د روسیې د اوسپني پټلۍ ادارې استازي ایوان تونکیخ په ترکمنستان له افغان سرپرست سفیر فضل محمد صابر سره د روسیې او افغانستان ترمنځ د اوسپني پټلۍ د پراختیا په اړه خبري کړي او ویلي ئې دي چي، په نژدې راتلونکي کي افغانستان ته سفر کوي.
تونکیخ له صابر سره په لیدنه کي ویلي چي، له افغانستان سره د اوسپني پټلۍ د پراختیا په موخه دغه سفر ترسره کوي او پر مهال به ئې له اړوندو افغان چارواکو سره د اوسپني پټلۍ د پراختیا په اړه خبري وکړي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو د دې لیدني پر مهال د کابل او مسکو ترمنځ د اوسپني پټلۍ د پراختیا سره، سره په افغانستان کي د پانګوني، صنعت، کرهڼي، سوداګرۍ او نورو فرصتونو په اړه هم خبري کړي او د کابل او مسکو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا ئې ټینګار کړی دی.

تېره میاشت د اوسپني پټلۍ له لاري ۷۱۶ زره لېږد رالېږد سوی
د ټولګټو چارو وزارت وایي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په تېره چنګاښ میاشت کي د افغانستان د اوسپني پټلۍ له لاري ۷۱۶ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه لېږد رالېږد سوی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په یادو انتقالاتو کي دوه زره او ۸۳۸ ټنه د افغانستان صادرات او پاته نور د نفتي او غیر نفتي توکو واردات دي.
د سرچینې په وینا، دغه انتقالات د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او هرات- خواف اوسپني پټلۍ له لارو سوي دي.