د ټاپي پروژې ۱۱۶ کیلومتره نل لیکه غځول سوې
د ریاست الورزا اقتصادي معاونیت وایي، تر دا مهاله په افغانستان کي د ټاپي (T.A.P.I) پروژې ۱۱۶ کیلومتره نل لیکه غځول سوې او ۱۳۵ کیلومتره نور مسیر هم د نل لیکي غځولو له پاره چمتو سوی دی.
یاد معاونیت ویلي، د غځول سوي نل لیکي له جملې څخه ۳۸ کیلومتره نل لیکه تر مځکي لاندي سوې او تمه ده په هرات کي د دې پروژې د پایپ غځولو کارونه د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال تر پایه بشپړ سي.
دغي سرچینې همدارنګه ویلي، په نژدې راتلونکي کي به په هرات کي د ګازو د وېش شبکې د سروې او ډیزاین کارونه هم پیل سي چي، په بشپړېدلو سره به ئې صنعت پیاوړی، هیوادوالو ته کاري زمینه برابره او پر وارداتي برېښنا تکیه راکمه سي.
#MillatZagh

❤4👍1
کویټ له افغانستان سره ۲،۵ میلیونه ډالره مرسته وکړه
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (اوچا) وايي، کویټ له افغانستان سره ۲،۵ میلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې ده.
اوچا پرون (جمعه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي، دا مرسته به په افغانستان کي پر بشردوستانه او بېړنیو مرستو ولګوي.
تېره اوونۍ هم اوچا خبر ورکړ چي اسټرالیا له افغانستان ۶،۳۴ میلیونه ډالره مرسته وکړه او زیاته ئې کړه چي، دا مرسته به په افغانستان کي پر بشردوستانه مرستو ولګوي.

❤3👍1
سبا هرات کي د زنده جان د سیمنټو تولیدي کارخوني کارونه پیلېږي
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، سبا (یک شنبه) د هرات د زنده جان ولسوالۍ د سیمنټو د تولیدي کارخوني د جوړولو کارونه پیلوي.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان په یوه ټویټ کي لیکلي چي، پر یاده کارخونه د ګلبهار سیمنټ شرکت له خوا ۱۴۳ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه کېږي.
تمه ده د دې کارخوني په بشپړېدلو سره پنځه زره کسانو ته په مستقیم او غیر مسقیم ډول د کار زمینه برابره سي او په ورځني ډول به درې زره مټریک ټنه سیمنټ توليدوي، چي د هیواد ۶۰ سلنه اړتیا پوره کوي.

د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۲
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۳
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۵
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۳۰
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۰
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۹

❤2
د ۲ پوهنتونونو فعالیت لغوه او د ۷ نورو دا یو کال وځنډول سو
د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی چي، د "فساد د ککړتیا" او "خیالي محصلینو" درلودلو له امله ئې د دوو پوهنتونو فعالیت لغوه او د اوو نورو فعالیت ئې د یوه کال له پاره ځنډولی دی.
دغه وزارت ویلي، په کندز کي ئې د "کهندژ" او په تخار کي ئې د "خانه دانش" پوهنتونونو د فعالیت جوازونه لغوه کړي او په کابل کي ئې د "پیام"، په بلخ کي د "راه سعادت او ترکستان"، په فاریاب کي د "رشاد"، په بدخشان کي د "برنا او ازهر" او په جوزجان کي ئې د "برلس" پوهنتونونو فعالیتونه د یوه کال له پاره ځنډولي دي.
د سرچینې په وینا، دغه اقدام تر "توصیو او اخطارونو" وروسته ترسره سوی دی.

❤1👍1
کابل غوره ليګ د پامير ستورو په بريا پیل سو
د کابل غوره ليګ څلورم پړاو سياليو په لومړۍ لوبه کي پامیر ستورو شمشاد بازانو ته په ۱۱۶ منډو توپير ماته ورکړه.
په نننۍ لوبه کي پامير د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو او د عبدالمالک ۱۱۷ منډو په مټ سيالي لوبډلي ته ۳۰۸ منډي هدف ورکړ چي سیال ټیم ئې په ترلاسه کولو کي پاته سو او یوازي ئې ۱۹۱ منډي وکړې.

ګال ګيلنټس د لانکا لیګ اتلولي وګټل
د شپږم پړاو سريلانکا ۲۰ اوريزه لیګ په پايلوبه کي ګال ګيلنټس لوبډلي جافنا کېنګز لوبډلي ته په پنځو ویکټو ماته ورکړه.
په ياده لوبه کي جافنا کېنګر لوبډلي د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سيالي لوبډلي ته ۱۲۴ منډي هدف ورکړ چي سیال ټیم ئې په ترلاسه کي کامیاب او د دې لیګ اتلولي ئې وګټل.
د ياد ليګ اتلولي څلور ځلي جافنا کېنګر او يو ځل کېنډي رويالز ګټلې ده.

کندهار کي په ۶ میلیونه افغانۍ یو چک ډېم جوړ سو
د کندهار د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په ژړۍ ولسوالۍ کي ئې په شپږ میلیونه افغانۍ یو چک ډیم جوړ او ګټي اخستني ته سپارلی دی.
دغه ریاست وايي، یاد چک ډېم د وچکالۍ د مخنیوي او د اوبو ذخیره کولو په موخه جوړ سوی چي د شاوخوا ۵۰ زره متره مکعبه اوبو د ذخیزه کولو ظرفیت لري.

Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
په ختیځ کي ۷۴ میله سپکي او درنې وسلې نیول سوي
د خالد بن ولید (رضي الله عنه) قول اردو خبر ورکړی چي، په ختیځ زون کي ئې د کشفي عملیاتو پر مهال ۷۴ میله سپکي او درنې وسلې او سلګونه نور پوځي مهمات نیولي دي.
د یاد قول اردو ویاند وحید الله محمدي ویلي، په دغو وسلو کي ځیني د پاکستان له خوا د "ورانکارۍ" په موخه افغانستان ته رالېږل سوي وې.
د محمدي په وینا، په یادو وسلو کلاشینکوفونه، (M-16)، هاوانونه، اګایس، درازکوف، د یادو وسلو زرګونه مرمۍ او نور پوځي مهمات شامل دي، چي وروسته ئې اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.

د زړه سوري کوچنیانو روغتون کي د ۲۸ کوچنیانو درملنه سوې
افغاني سره میاشت وایي، په کابل کي د یادي ټولني د زړه سوري کوچنیانو د درملني د روغتون له پرانستل کېدلو راهیسي ئې د ۲۸ زړه سوري کوچنیانو درملنه کړې ده.
یادي ټولني ویلي، نهه کوچنیان ئې پرون (شنبه) تر درملني وروسته خپلو کورونو ته رخصت کړي چي په دې سره د ټولو تداوي سوو کوچنیانو شمېر ۲۸ ته ورسېد.
د سرچینې په وینا، په یاد روغتون کي هره ورځ د څلورو او شپږو ترمنځ د زړه سوري کوچنیانو درملنه او جراحي عملیاتونه ترسره کېږي.
دا روغتون تېره یک شنبه پرانستل سو چي شاوخوا ۶،۵ میلیونه امریکايي ډالره لګښت ورباندي سوی او په کلني ډول د دوه زره زړه سوري کوچنیانو د درملني ظرفیت لري.

غزني کي د زړو مرمیو چاودنو ۶ کوچنیانو ته مرګ ژوبله اړولې
د غزني امنیې قومندانۍ خبر ورکړی چي، په یاد ولایت کي د دوو پخوانیو مرمیو په چاودنه کي دوه کوچنیان وژل سوي او څلور تنه نور ژوبل سوي دي.
د سرچینې په وینا، دا چاودني پرون (شنبه) د دغه ولایت د مرکز غزني ښار په نوغي او د قره باغ ولسوالۍ په میرحسن کليو کي پر کوچنیانو د لوبو کولو په وخت کي سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا پېښي له ناچاودو توکو سره د کوچنیانو د بې احتیاطۍ او ناپوهۍ له امله رامنځ ته سوي دي.

😢1
نن یونۍ د زمري میاشتي ۱۸مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۹ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۳ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۸۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۴،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

❤1
د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی هرات ته تللی
د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی نن (یک شنبه) هرات ته تللی او ټاکل سوې چي په یاد ولایت کي د یو شمېر پروژو پرانستنه وکړه.
د هرات ولایت د رسنیو دفتر وایي، په دغه پلاوي کي د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي، د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د عامي روغتیا وزیر نور جلال جلالي، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي، د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخند او د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حقاني شامل دي.
د سرچینې په وینا، نن به په دغه ولایت کي د لوېدیځ زون په سطحه د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت د کنټرول لابراتوار ګټي اخستني ته وسپارل سي او په زنده جان ولسوالۍ کي به د سیمنټو د تولیدي کارخوني د جوړولو کارونه پیل سي.

د متقاعدینو ۱۱م نوملړ اعلان سو
مالیې وزارت د تېر جمهوري حکومت متقاعدینو ته د تقاعد ورکولو ۱۱م نوملړ اعلان کړ.
دغه وزارت وایي، په دې نوملړ کي د لویي څارنوالۍ ملکي او نظامي متقاعدین شامل دي چي د رواني زمري میاشتي له ۱۹مي څخه د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال د تلي میاشتي تر ۱۹مي نېټې پوري به ئې تقاعد اجراء کړل سي او زیاتوي چي، یاد کسان باید تر حضوري تګ مخکي په انلاین بڼه نوبت واخلي.
د سرچینې په وینا، د پاته نورو ادارو نوملړ به وروسته اعلان کړي.
متقاعدینونو ته د تقاعد ورکولو لړۍ د تېر ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز کال د وږي میاشتي په پیل کي د اسلامي امارت د مشر په حکم پیل سوه چي تر دا مهاله ئې یو شمېر نوملړونه بشپړ او ځیني پاته دي؛ خو متقاعدین غوښتنه کوي چي تقاعد ئې باید له خنډ او ځنډ پرته ورکړل سي.

د سوېل لوېدیځ زون د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت د کنټرول لابراتور فعال سو
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په هرات کي د سوېل لوېدیځ زون په کچه د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت د کنټرول لابراتور ګټي اخستني ته وسپارل سو.
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن (یک شنبه) په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي چي، په دې لابراتوار کي به افغانستان ته د راواردېدونکو خوراکي توکو، درملو او محصولاتو کیفیت او اعتبار ارزول کېږي، ترڅو د بې کیفیته، تقلبي او غیر معیاري وارداتو مخنیوی وسي.
د هغه په وینا، دغه لابراتوار به د وارداتو سره، سره د کورنیو تولیداتو د کیفیت د تثبیت او صادراتو د پراختیا په برخه کي هم فعالیت کوي؛ ترڅو افغاني تولیدات د نورو هیوادونو د تولیداتو سیالان او په نړیوال بازار کي اعتبار ترلاسه کړي.
ملا برادر اخند په دې مراسمو کي یو وار بیا پر سوداګرو ږغ کړی چي، هیواد ته بې کیفیته توکي را وارد نه کړي او خبرداری ئې ورکړی چي، د راوړلو په صورت کي بیا د ورته محصولاتو د وارداتو "اجازه نه" ورکول کېږي.

❤4
په امریکا کي د آریانا افغان هوايي شرکت ځنډېدلی انجن کابل ته راولېږدول سو
آریانا افغان هوایي شرکت وايي، په امریکا متحده ایالتونو کي د دغه شرکت توقیف سوی د بوینګ ۷۳۷ الوتکي انجن، چي ګمرکي پروسه ئې ځنډېدلې وه، د دې پروسې تر بشپړولو وروسته ئې کابل ته رالېږدولی دی.
دغه شرکت نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا انجن به په ډيلټا بوینګ ۷۳۷ طیاره کي، چي له دوو کلونو راهیسي ئې فعالیت نه دی کړی، بسته کړي او په وسیله به ئې ټرانسپورټي خدمات پیل کړي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، دغه انجن له (Global Engine) امریکايي کمپنۍ څخه په ۲،۳ میلیونه امریکايي ډالره رانیول سوی دی.

❤3
د خوست او پکتیکا ۱۰۰ کلنه دښمني په دوستي بدله سوه
د خوست ولایت ویاند مستغفر ګربز وايي، د خوست او پکتیکا د ولسونو ۱۰۰ کلنه دښمني، چي تر ۲۰۰ زیات کسان په کښي وژل سوي او دواړو لورو د یو او بل په مځکو کي ماینونه ښخ کړي وو، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین له خوا په دوستي بدله سوه.
ګربز تازه پر خپل ایکس دا خبر نشر کړی او ویلي ئې دي چي، نور معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
دا دښمني، چي له شاوخوا یوې پېړۍ راهیسي د دواړو ولایتونو د ولسونو ترمنځ وه، په دې وروستیو کي خورا راګرمه سوې وه او دواړو لورو پر یو او بل د درنو او سپکو وسلو ګوزارونه کول چي مرګ ژوبله ئې هم رامنځ ته کړه.

نورستان کي له ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره نقدي مرسته وسوه
د نورستان ولایت د رسنیو دفتر وایي، د یاد ولایت په مرکز کي ئې له وروستیو سېلاب ځپلو کورنیو سره پنځه میلیونه او ۴۵ زره افغانۍ نقدي مرسته کړې ده.
دغه دفتر وايي، دا مرستي د رئیس الوزرا د اقتصادي معاونیت او د افغانستان د سوداګرۍ خوني له خوا ورسپارل سوي وې چي نن (یک شنبه) ئې پر زیانمنو کورنیو وېشلي دي.
د نورستان په مرکز پارون ښار او د برګمټال ولسوالۍ په اوله ګل سیمه کي شاوخوا دوې اوونۍ مخکي سېلابونه راغلل چي د مرګ ژوبلي سره، سره ئې درانه مالي زیانونه هم واړول او سلګونه کورنۍ ئې زیانمني کړې.

مالیزیا کي د افغانستان له پاره ۴۰ زره نسخې قرآن شریفونه چاپېږي
په مالیزیا کي د افغانستان سفارت خبر ورکړی چي، په دغه هیواد کي د افغانستان له پاره د ۴۰ زره نسخو قرآن شریفونو د چاپ لړۍ پیل سوې ده.
دغه سفارت نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په دغه هیواد کي د یادو نسخو له جملې څخه به یوه برخه د قرآنکریم د حافظانو او بله له پښتو ژباړي سره چاپ سي.
د سرچینې په وینا، په یاد هیواد کي د افغانستان سفارت سرپرست سفیر نقیب الله احمدي د یادي پروسې له پیل څخه لیدنه کړې او د افغانستان له پاره د یاد هیواد له ځانګړي استازي ډاکټر داتو اعظم سره ئې په دې اړه د یوې لیدني پر مهال د افغانستان او مالیزیا د دیني او فرهنګي اړیکو د پراختیا په اړه خبري او ټینګار کړی دی.

❤3👍2
د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۲
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۲
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۳
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۷
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۹
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۳۰
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۵
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۱
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۸