د هلمند په رېګونو کي لادرکه کسان تر اوسه نه دي موندل سوي
د هلمند په رېګونو د لادرکو سوو کسانو د کورنۍ یو غړی ملت ږغ راډیو ته وايي، هغوی تر اوسه نه دي موندل سوي او د پیدا کولو عملیات ئې نن (یک شنبه) هم دوام لري.
د هغه په وینا، هغوی څلور کسان دي، چي یوه ښځه، یو دوه میاشتنی کوچنی او دوه نارینه دي او تېره ورځ ئې غوښتل په یوه لوکسل موټر کي له بهرامچې څخه د هلمند مرکز لښکرګاه ته ولاړ سي چي، په لاره د دوړو او تېزو بادونو له امله لادرکه او له دوی سره ئې اړیکه پرې سوې ده.
د یاد ولایت ویاند محمد قاسم ریاض هم ملت ږغ راډیو ته ویلي، هوايي ځواک هغه ټول ځایونه کتلي، چي د هغوی د شتون امکان په کښي زیات و او اوس عملیات دوام لري.
#MillatZagh

❤3
د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۲
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۹
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۴
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۶
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۹
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۸
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۳
کوټه: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۰
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۸

❤1
د هلمند په رېګونو کي لادرکه کسان وژغورل سول
د هلمند ولایت ویاند محمد قاسم ریاض ملت ږغ راډیو ته ویلي، د هلمند په رېګونو لادرکه کسان نن (دوشنبه) سهار اته نیمي بجې وموندل او وژغورل سول.
د ریاض په وینا، د هغوی روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
یاد کسان، چي یوه ښځه، یو دوه میاشتنی کوچنی او دوه نارینه وو، د تېري شنبې په ورځ له بهرامچې د هلمند مرکز لښکرګاه ته تلل چي، د دوړو او تېزو بادونو له امله د چکول له غره سره لادرکه سوي وو.

👍3❤2
افغانستان د هند په ۴۵م سوداګریز او نړیوال نندارتون کي ګډون کوي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چي، افغانستان د هند د سوداګرۍ او صنعت په ۴۵م نړیوال نندارتون کي ګډون کوي.
یاد وزارت ویلي، په دې نندارتون کي د ګډون په موخه ئې تېره ورځ (یک شنبه) د وچو مېوو، لاسي صنایعو او زعفرانو د اتحادیې له مسؤلینو سره د همږغۍ او چمتووالي ناسته کړې او له هغوی سره ئې په یاد نندارتون کي د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو د نندارې ته وړاندي کولو په اړه خبري ورسره کړي دي.
ټاکل سوې چي دا نندارتون د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال په نومبر میاشت کي جوړ سي او د نورو هیوادونو سره، سره به افغانستان هم ګډون په کښي وکړي.

په ۱۲۲ میلیونه افغانۍ د ګردېز- خوست لويي لاري د ۱۷ کیلومتره برخي د بیارغولو کارونه پیل سول
د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی چي، په ۱۲۲ میلیونه، ۳۹۸ زره او ۸۱۱ افغانۍ ئې د ګردېز- خوست لويي لاري د ۱۷ کیلومتره برخي د بیارغولو کارونه پیل کړي دي.
دغه وزارت ویلي، د یادي پروژې چاري پرون (یک شنبه) پیل سوې چي، په شپږو میاشتو کي به بشپړي سي او زیاتوي چي، په نژدې راتلونکي کي به د یادي لاري د سټو کنډو سیمي د ۲۰ کیلومتره برخي د بیارغولو کارونه هم پیل کړي.
د سرچینې په وینا، په دې پروژه کي د پکتیا د مرکز ګردېز ښار له خوست هډې څخه تر غلګۍ سیمي پوري د یادي لاري بیارغول او د ۲۵ متره استنادي دېوال او یوه پل جوړول هم په کښي شامل دي.

د تېلو د وارداتو له پاره د هلمند د رباط او د فراه د ۷۸ میل بندر د خلاصولو په اړه خبري سوي
د هلمند والي مولوي امان الدین منصور نن (دوشنبه) په یاد ولایت کي د تېل پلورونکو د اتحادیې له مسؤلینو سره د تېلو د بیو د کنټرول په اړه ناسته کړې او په یاده ناسته کي د تېلو د وارداتو له پاره د فراه د ۷۸ میل بندر او د هلمند د تو پټ رباط د خلاصېدلو په اړه خبري سوي دي.
امان الدین منصور په دې ناسته کي ویلي چي، د یادو مرزونو د خلاصېدلو غوښتني به "ډېر ژر" د ریاست الوزرا له اقتصادي معاونیت سره شریکي کړي او د "جدي همکارۍ" غوښتنه به ځني وکړي؛ ترڅو په هیواد کي د تېلو بیي کنټرول سي.
په دې وروستیو کي په هیواد کي د تېلو بيي لوړي سوي او هیوادوال له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، ترڅو د هغو بیي کنټرول او د لا لوړېدلو مخه ئې ونیسي.

په افغانستان کي د پولیو ناروغۍ ۴ نوري مثبتي پېښي ثبت سوي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کي د پولیو ناروغۍ څلور مثبتي پېښي ثبت سوي چي، په دې سره د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسي د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته ورسېد.
یاد سازمان د روان کال د پولیو ناروغۍ په اړه په وروستي راپور کي ویلي، دا پېښي یوه د کندهار په ارغستان، یوه د پکتیکا په ډیله او دوې د هرات په ادرسکن او شینډنډ ولسوالیو کي ثبت سوي دي.
شاوخوا ۱۰ ورځي مخکي د روزګان ولایتي مسؤلینو هم ملت ږغ راډیو ته تائید کړې وه چي په دغه ولایت کي په یوه دوه کلنه نجلۍ کي د ګوزڼ ناروغۍ مثبته پېښه ثبت سوې ده.

نن دونۍ د وږي میاشتي ۲مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۴۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۷۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: په پمپونو کي لېټر په ۸۴ او په عام بازار کي په ۸۶ او ۸۸ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۳ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۶۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۷۵ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۲۵ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۳۶ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۵ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

❤2
سږ کال د افغانستان او ایران د اوسپني پټلۍ سوداګري ۹ برابره زیاته سوې
په کابل کي د ایران سفارت وايي، سږ کال د افغانستان او ایران ترمنځ د اوسپني پټلۍ له لاري په سوداګرۍ کي تر تېر کال نهه برابره زیاتوالی راغلی دی.
یاد سفارت نن (دوشنبه) پر خپل ایکس لیکلي چي، تېر کال د اوسپني پټلۍ له لاري د افغانستان او ایران ترمنځ په میاشتني ډول ۹۰ زره مټریک ټنه انتقالات ترسره کېدل او سږ کال دا شمېر ۱۳۰ زره مټریک ټنه ته لوړ سوی دی.
دغه سفارت ویلي، تمه ده سږ کال د افغانستان او ایران ترمنځ د اوسپني پټلۍ د انتقالاتو شمېر ۱،۵ میلیونه مټریک ټنو ته ورسېږي.

د رئیس الوزرا اداري مرستیال پنجشېر ته تللی
د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون ویلي، د رئیس الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي د یوه پلاوي په مشرۍ، چي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي او د کورنیو چارو وزارت معین مولوي نجیب الله حکمت هم په کښي شامل دي، یاد ولایت ته ورغلی او د دغه ولایت په زندان کي د بندیانو وضعیت ئې له نژدې لیدلی او ارزولی دی.
د لټون په وینا، د همدې ولایت والي حافظ محمد اغا حکیم له ملا عبدالسلام حنفي او مل پلاوي سره یوځای د یاد ولایت د زندان د لیدلو او ارزولو پر مهال ویلي چي، دا مهال د دغه ولایت په زندان کي ۵۹ تنه جنايي بندیان دي او "هیڅ سیاسي" بندي نه لري.
سیف الدین لټون ویلي، ملا عبدالسلام حنفي په دې لیدنه کي ژمنه کړې چي، په نژدې راتلونکي کي به په پنجشېر کي د شپږ زره راستنېدونکو کډوالو له پاره د کډوالو ښارګوټی هم جوړ سي.

کندهار کي په ۱۱ میلیونه افغانۍ یوه پروژه پیل سوه
کندهار ښاروالي وايي، د کندهار ښار د درېیمي او پنځمي ناحیو ترمنځ د څرخک په زابر کي ئې د ۵۰۰ متره اوږدوالي او پنځه متره په لوړوالي د یوه استنادي ډبرین دېوال د جوړولو کارونه کړي دي.
یادي ښاروالۍ ویلي، دا پروژه نن (دوشنبه) پیل سوه او په څلورو میاشتو کي به بشپړه سي چي ۲۰ کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې ده.
د سرچینې په وینا، دا پروژه په سیمه کي د یاد سړک او سیمي د تخریب د مخنیوي په موخه پلي کېږي، ترڅو د سېلابونو پر مهال سړک او شاوخوا سیمي له سېلابي اوبو څخه خوندي سي.

په ۷۷۶ زره ډالره پانګوني د فاریاب د شور تاق د ډبرو سکرو تړون لاسلیک سو
د کانونو او پټرولیم د وزیر ملا هدایت الله بدري او د یوه خصوصي شرکت ترمنځ په ۷۷۶ زره او ۵۰۰ امریکايي ډالره د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمي د ډبرو سکرو د استخراج تړون لاسلیک سوی دی.
یاد وزارت ویلي، دا تړون نن (دوشنبه) لاسلیک سو او د لاسلیک کېدلو پر مهال ئې ملا هدایت الله بدري ویلي چي، یاد شرکت به د دې پانګوني سره، سره د هر ټن پر سر ۱۰۰۰ افغانۍ رویالټي اسلامي امارت ته ورکوي او د استخراج پر مهال به ئې ګڼ شمېر کسانو ته کاري زمینه هم برابروي.
د بدري په وینا، یاد کان یو کیلومتر مربع اوږدوالی لري او ټولي چاري به ئې د دغه وزارت د قوانینو په چوکاټ کي مخ ته وړل کېږي.

یوه میاشت کي د ښځو د حقوقو اړوند ۴۷۴ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال د تېري زمري میاشتي پر مهال ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۴۷۴ قضیې حل کړي دي.
د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، په دې قضیو کي د اجباري نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالو مخنیوی، مېرمني د ولور، میراث او اړوندو نورو حقوقو څخه برخمني کول او د ښځو اړوند نوري قضیې شاملي دي.
د سیف الاسلام خیبر په وینا، په دې موده کي ئې د هیواد په ګوټ، ګوټ کي د کوډو، ناوړه او غیر اسلامي کړنو په تور ۶۳ تنه تر نیولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي او په بېلابېلو سیمو کي ئې ۳۵۶ شخړي او دښمنۍ په دوستۍ بدلي کړي دي.

د کندهار له زندانه څه کم ۶۰۰ بندیان ازاد او د بند مودې ئې کمي سوې
د کندهار زندان په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم د کندهار له زندان څخه ۱۹۲ تنه بندیان ازاد او د ۳۸۴ نورو د بند مودې کمي سوي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، دا حکم د اسلامي امارت د مشر له خوا پر افغانستان د اسلامي امارت د پنځمي کالیزي "د زمري د ۲۴مي" په مناسبت سوی دی.
په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي د دغه زندان رئیس مولوي محب الله ګرمسیري پر ازادو سوو کسانو ږغ کړی چي، د "اسلامي شریعت" او "افغاني ټولني" د اصولو له خلافو کړنو څخه ډډه وکړي او د ورکړل سوو روزنو له مخي د هیواد "خدمت" وکړي.
تېره اوونۍ هم د یادي ورځي په مناسبت او د اسلامي امارت د مشر په حکم د زابل له زندان ۴۵ بندیان ازاد او د ۲۲ نورو د بند مودې کمي سوې.

❤4
د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۲
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۹
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۳
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۴
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۸
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۷
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر،، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۱
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۸
#MillatZagh
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۲
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۹
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۳
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۴
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۸
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۷
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر،، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۱
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۸
#MillatZagh
❤2
زابل کي ترافیکي پېښي ۷ کسان ژوبل سوي
د زابل امنیې قومندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر ملت ږغ راډیو ته ویلي، د یاد ولایت په جلدک سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله اووه کسان ژوبل سوي دي.
د ذبیح جوهر په وینا، دا پېښه نن شپه د کابل- کندهار پر لویه لاره د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي او یو ټېلر موټر ترمنځ سوې ده.
د هغه په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه د زابل ولایتي روغتون ته لېږدول سوي او د دوو کسانو روغتیايي حالت ئې د اندېښنې وړ یاد کړی دی.

😢6❤1👍1
کندهار کي د قصابانو او نانوایانو له پاره نرخونه وټاکل سول
کندهار ښاروالۍ د قصبانو او نانوایانو له پاره په جلا، جلا نرخپاڼو کي نرخونه ټاکلي او خبرداری ئې ورکړی چي، سرغړوونکي کسان به له قانوني چلند سره مخ او پلورنځي به ئې وتړل سي.
یادي ښاروالۍ ویلي، په ټاکلو نرخپاڼو کي ئې د یوتايي او دوتايي ډوډۍ او د پسه، غوايي، سېرلي او مېږي د غوښو له پاره نرخونه ټاکلي دي.
ښاروالۍ له ټولو ډوډۍ او غوښو پلورنکو څخه غوښتنه کړې چي، یاد نرخونه عملي کړي.

❤2👍2
د اسلامي امارت د مشر په حکم ۶ چارواکي د یو او بل پر ځای ټاکل سوي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم شپږ چارواکي د یو او بل پر ځای ټاکل سوي دي.
ذبیح الله مجاهد پر خپل ایکس لیکلي، د کورنیو چارو وزارت پخوانی اداري مرستیال ملا رحمت الله نجیب د بدخشان نوی والي، د سرپل پخوانی والي ملا احمد شاه دین دوست د بدخشان نوی امنیه قومندان، د ټولګټو چارو وزارت د سړکونو د حفظ او مراقبت پخوانی مرستیال ملا عبدالجبار معاون د کورنیو چارو وزارت نوی اداري مرستیال، د بدخشان پخوانی والي ملا محمد اسماعیل غزنوي د ټولګټو چارو وزارت د سړکونو د حفظ او مراقبت نوی مرستیال، د بدخشان پخوانی امنیه قومندان مولوي عبدالبصیر مظهري د کندهار نوی د ټولګټو چارو رئیس او د لغمان پخوانی والي ملا بختیار معاذ د سرپل نوی والي ټاکل سوی دی.

❤4👍1
د پنجشېر له کانونو څخه د شاوخوا ۳۳ میلیونه افغانیو زمرد خرڅ سول
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، د همدې ولایت له کانونو څخه درې زره او ۸۴۲ قیراطه زمرد د یوې داوطلبۍ له لاري په نژدې ۳۳ میلیونه افغانۍ پلورل سوي دي.
یاد دفتر ویلي، دا زمرد نن (سه شنبه) د همدې ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست تر نظارت لاندي پر ملي سوداګرو پلورل سوي دي.
شاوخوا دوې اوونۍ مخکي هم د دغه ولایت اووه زره او ۶۵۶ قیراطه زمرد د یوې داطلبۍ له لاري په اووه میلیونه، ۶۵۸ زره او ۲۰۰ افغانۍ پر ملي سوداګرو خرڅ سول.

❤2👍1