د سبا (پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۱
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۸
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۲
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۴
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۶
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۹
نوی ډهلی: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۳۹
#MillatZagh

❤4
د کونړ له کانونو څخه د ۲۱،۱ میلیونه افغانیو قیمتي ډبري خرڅي سوې
د کونړ د کانونو او پټرولیم ریاست خبر ورکړی چي، د دغه ولایت له کانونو څخه ئې د ۲۱،۱ میلیونه افغانیو قیمتي او نیمه قیمتي ډبري خرڅي کړي دي.
د یاد ریاست رئیس مولوي شېر محمد حقاني ویلي، دا ډبري پرون (سه شنبه) په مرکز اسعداباد ښار کي د ډبرو په یوه مارکېټ کي د همدې ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست تر نظارت لاندي د یوې داوطلبۍ له لاري پلورل سوي دي.
د حقاني په وینا، له یادو عوایدو څخه په ترلاسه سوو عوایدو کي شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ د دولت خزانې ته سپارل سوي دي.

❤4👍1
دهلې بند کي د اوبو ډوبېدلو له امله ۵ کسان وژل سوي
سیمه ییزي سرچینې ملت ږغ راډیو ته وايي چي، د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ د دهلې په بند کي یو پلار او د هغه څلور اولادونه اوبو ډوب کړي او وژل سوي دي.
د هغوی په وینا، دا پېښه تېره ورځ ماپښین هغه وخت رامنځ ته سوه چي دوی د سیاحت په کښتۍ کي سپاره وه او یاده کښتۍ چپه سوه.

😢4
لوګر کي ترافیکي پېښي ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د لوګر امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت د مرکز پل علم ښار په ګمبزه سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله د یوې کورنۍ درې کسان وژل سوي او درې نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه نن (پنج شنبه) له سړک څخه د یوه موټر اوښتلو او چپه کېدلو پر مهال رامنځ ته سوې او د دې پېښي لامل ئې بې احتیاطي یاده کړې ده.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي او د هغوی روغتیایي حالت ئې د اندېښنې وړ یاد کړی دی.

😢1
د پاکستان له زندانونو څخه ۶۴۰ افغان بندیان ازاد سوي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چي، د رواني اوونۍ پر مهال د پاکستان له زندانونو څخه ۶۴۰ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سوي دي.
دغه وزارت ویلي، یاد افغانان د پاکستان حکومت د بېلابېلو لاملونو له امله نیولي او بندیان کړي وو چي تر ازادېدلو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښي د بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه سوي دي.
د سرچینې په وینا، له هغوی سره د مرستندویه بنسټونو له خوا مرستي سوي او وروسته خپلو سیمو ته لېږدول سوي دي.
تېره اوونۍ هم د دغه هیواد له زندانونو څخه ۳۲۲ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سول.

❤1
روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۲ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د رواني اوونۍ پر مهال ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۰۲ قضیې حل کړي دي.
د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، په دې قضیو کي د اجباري نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالو مخنیوی، میرمني له ولور، میراث او نورو حقوقو څخه برخمني کول او شرعي نکاحګانو ته زمینه برابرول شامل دي.
د خیبر په وینا، په دې موده کي ئې د هیواد په ګڼو سیمو ۴۱ لويي او کوچنۍ دښمنۍ په دوستۍ بدلي او په ځینو سیمو کي ئې د ناوړه او غیر اسلامي کړنو، کوډو او جادو په تور ۱۱ کسان تر نیولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

کندهار کي له توپچي زده کړو څخه ۱۷۰ کسان فارغ سول
په کندهار کي د ۲۰۵ البدر قول اردو له روزنیز او ښوونیز مرکز څخه د توپچي مدیریت په برخه کي ۱۷۰ کسان تر بېلابېلو نظامي زده کړو وروسته فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته وړاندي سول.
ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یادو کسانو ته د (D.C) توپ، زغروال ټانګ، غرني هاوان، متوسط هاوان او SPG- 9 په برخو کي درې میاشتي مسلکي زده کړي ورکړل سوي او پرون (چهارشنبه) په یوه غونډه سره فارغ او خدمت ته وړاندي سول.

دوې میاشتي وروسته په هرات کي د ټاپي پروژې کارونه پای ته رسېږي
د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار وایي، دوې میاشتي وروسته به په هرات کي د ټاپي (T.A.P.I) ګازو پروژې کارونه بشپړ سي او وروسته به ترکمنستان یاده پروژه د دغه ولایت مسؤلینو ته وسپاري.
اسلام جار ویلي، دوی ته د یادي پروژې تر سپارلو وروسته به د دې پروژې د ګازو د لېږد بهیر پیل سي.
نور احمد اسلام جار د دغه ولایت پر اوسېدونکو او صنعتکارانو ږغ کړی چي، له اوسه باید د ګازو د نل لیکي غځولو د بهیر له پاره چمتووالی ونیسي.
په دې وروستیو کي افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې د ګازو د پیر هوکړه هم لاسلیک کړه چي له مخي به ئې د ټاپي پروژې د ګازو بیه، د ګازو اړتیا او د ګازو د توزیع پروسه مشخصه سي او همدارنګه به په نژدې راتلونکي کي د ټاپي پروژې د ګازو د وېشلو شبکې چاري هم د یوه ترکمن شرکت له خوا د خصوصي سکټور په همکارۍ پیل سي.

❤3
نن پنځنۍ د وږي میاشتي ۵مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: په پمپونو کي لېټر په ۸۸ او په عام بازار کي په ۹۰ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۴ او په عام بازار کي کیلو په ۶۶ او ۶۷ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه او د کندهار ښاروالۍ نرخونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۳۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۳۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۸۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۱۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۶۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۴ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۲ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

د نن ارزښت؛ میوند سالارزی
د ملت ږغ راډیو په نننۍ "ارزښت" خپرونه کي د خبریالانو له ډلي میوند سالارزی مېلمه دی، چي په دې خپرونه کي به د ده د ژوند، زده کړو او په رسنیو کي د کار په اړه خبري ورسره وسي.
سالارزي په ننګرهار کي له یوه خصوصي پوهنتون څخه د ژورنالیزم په برخه کي تر لسانس پوري زده کړي کړي او په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کي د رسنیو ډګر ته راغلی، چي په هغو کي ئې له همېشه بهار او میني راډیوګانو او ژوندون، بریا او انعکاس ټلوېزیونونو سره د خبریال او خبرونو د مدیر دندي ترسره کړي دي.
نوموړی له تېرو درو کلونو راهیسي په ختیځ کي د حریت راډیو د خبریال دنده مخ ته وړي.
د سالارزي د ژوند، تجربو او په رسنیو کي د کار په اړه نور معلومات به په دې خپرونه کي له تاسو سره شریک سي.
وخت: نن او سبا (جمعه) غرمه دوې بجې، ملت ږغ راډیو ۸۷،۸ ایف ایم او ملت ږغ اپلیکېشن.
کوربه: کمال الدین افغان.
مېلمه: میوند سالارزی.
د پلې سټور لینک:
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
د آپ سټور لینک:
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676

د ملي تداکارتو کمېسیون په وروستۍ ناسته کي ۳ عمومي روغتونونه منظور سوي
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کي د ۲۰۸ میلیونه افغانیو په لګښت درې عمومي روغتونونه منظور سوي دي.
یاد معاونیت نن (پنج شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا روغتونونه د میدان وردګ په چک، د کندز په قلعه ذال او د بدخشان په شغنان ولسوالیو کي جوړېږي.
د سرچینې په وینا، د دغو پروژو مالي ملاتړ اسلامي امارت ورکوي.

د "زمري د ۲۴مي" په مناسبت شاوخوا ۸۳۰۰ بندیان ازاد او تخفیف ورکړل سو
ستره محکمه وايي، د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم د اسلامي امارت د بیا واکمنېدلو د پنځمي کالیزي "زمري د ۲۴مي" په مناسبت د هیواد له زندانونو څخه اته زره او ۲۹۹ بندیان ازاد او د بند مودې ئې کمي سوي دي.
یادي محکمې په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د دغو کسانو له ډلي ۲۶۹ نظامي او درې زره ۹۸۰ ملکي بنديان له زندانونو څخه خوشي سوي او ترڅنګ ئې ۵۷ نظامي او درې زره ۹۹۳ تنه ملکي بندیان له تخفیف څخه برخمن سوي دي.

روزګان کي په ۳،۲ میلیونه افغانۍ د یوه استنادي دېوال جوړولو پروژه پیل سوه
د روزګان د افغاني سرې میاشتي ریاست وايي، د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په صد مرده سیمه کي ئې د یوه کانال په څنګ کي په ۳،۲ میلیونه افغانۍ د ۳۰۰ متره استنادي دېوال جوړولو پروژه پیل کړې ده.
یاد ریاست ملت ږغ راډیو ته ویلي، یاده پروژه د سره صلیب نړیوالي کمېټې (I.C.R.C) په مالي ملاتړ تطبیق کېږي چي، پر مهال ئې څه کم ۴۰ کسانو ته کاري زمینه هم برابره سوې ده.
د سرچینې په وینا، دا پروژه د سېلابي اوبو د خطر د مخنیوي په موخه پلي کېږي.

د راستنېدونکو له پاره نژدې ۲۴ زره جریبه مځکه ځانګړې سوه
د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب د پنځو حکمونو له مخي ئې د راستنېدونکو افغان کډوالو له پاره په پنځو ولایتونو کي ۲۳ زره او ۶۳۶،۳۹ جریبه مځکه ځانګړې کړې ده.
یاد وزارت ویلي، دا مځکه د هغوی له پاره د "دایمي او باعزته ژوند برابرولو" په موخه په هلمند، نیمروز، فراه، ننګرهار او غور ولایتونو کي ځانګړې سوې ده، چي ۱۰ زره جریبه ئې په هلمند، اته زره جریبه په نیمروز، درې زره او ۴۳۰ جریبه په فراه، شاوخوا زر جریبه په ننګرهار او ۷۰۶،۳۹ جریبه په غور کي ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت په وینا، پر یاده مځکه به استوګنیز ښارګوټي جوړ او د ټاکل سوو اصولو او طرزالعملونو له مخي پر راستنېدونکو کډوالو ووېشل سي."

د هیواد د نړیوالو ډګرونو د کارګو خدمتونو فیس کم سو
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال مولوي فتح الله منصور وايي، د هیواد په نړیوالو هوايي ډګرونو کي ئې د کارګو خدمتونو امنیتي فیس ۹۰ سلنه او د مځکنیو خدماتو د هر ټن فیسونه ئې راکم کړي دي.
منصور نن (پنج شنبه) په یوه ناسته کي ویلي، د هر ټن کارګو پر سر د هوايي چلند امنیتي فیس له ۱۰۰ څخه ۱۰ امریکايي ډالرو او د مځکنیو خدمتونو د هر ټن لګښت له ۹۶ څخه ۴۰ امریکايي ډالرو ته راکښته سوی او زیاتوي چي، د منظمو کارګو الوتنو له پاره ۲۵ سلنه او د ځانګړو کارګو الوتنو له پاره هم ۵۰ سلنه تخفیف په پام کي نیول سوی دی.
د فاتح په وینا، دا ګام د سوداګرو له پاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه اخستل سوی دی.

فراه او تخار کي شاوخوا ۳ ټنه نشه يي او کېمیاوي توکي وسوځول سول
د فراه او تخار امنیې قومندانیو خبر ورکړی چي، شاوخوا درې مټریک ټنه نشه یي او کېمیاوي توکي ئې سوځولي دي.
یادي سرچینو ویلي، ۸۰۰ کیلوګرامه نشه يي د فراه په بکواه ولسوالۍ کي او له دې سره، سره دوه زره کیلوګرامه تاریاک، ۳۳۵ کیلوګرامه چرس، ۲۶۴ ګرامه ښیښه، څلور زره او ۶۴۶ ټابلیټ کا ګولۍ او ۱۵۷ لېټره په نشه يي توکو کي کارېدونکي تېزاب ئې په تخار کي سوځولي دي.
د سرچینو په وینا، دغه نشه يي او کېمیاوي توکي نن (پنج شنبه) د ځانګړو پلاوو په شتون کي سوځول سوي دي.

د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۱
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۰
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۲
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۳
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۳
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۶
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
نوی ډهلی: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۸

❤2
د غورچاڼي خپروني ننني مطلبونه:
1- یوه چینايي روباټ د انسانانو د ۱۰۰ متره ځغاستي ریکارډ مات کړ.
2- ټیک ټاک کمپنۍ وايي، ژر به په دغه اپلیکېشن کي ملګرو ته د میسجانو په کولو د ټیک ټاک کاروونکو ته د پیسو ورکول پیل کړي.
3- د راتلونکي سټمبر میاشتي پر ۹مه نېټه د آیفون نوی ۱۸ سیریز بازار ته راوځي.
4- داسي موټر چي په یوه ساعت کي تر ۶۵۳ کیلومتره زیات مزل کوي.
5- د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کي په یوه ورځ د ۱۴ نوو زېږېدلو کوچنیانو مړینه.
6- په افریقا کي د سرو زرو د یوه کان نړېدلو په پېښه کي د ۱۰۰ کسانو مړینه.
7- له ځان سره د خبرو په اړه بشپړ معلومات.
8- په زده کړو، روغتیا، اقلیم او بشري حقوقو کي د مصنوعي ځرکتیا کارونه.
9- نیوزلینډ کي پر کم عمره کسانو د ځینو ټولنیزو اپلیکېشنونو بندیز.
10- د ټوکسیک فلم په اړه بشپړ معلومات.
دا او ورته نور په زړه پوري مطلبونه نن او سبا شپه نهه بجې له ملت ږغ راډیو څخه پر ۸۷،۸ ایف ایم څپو اورېدلای سی.

زابل کي اورلګېدني ۱۸ میلیونه افغانۍ زیان اړولی
د زابل امنیه قومنداني وايي، د یاد ولایت په مرکز کلات ښار کي د پرونۍ اورلګېدني له امله ۱۸ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
یادي قومندانۍ ویلي، د دې اورلګېدني په مهار سره ئې ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د نور زیان مخه نیولې ده.
د سرچینې په وینا، دا اورلګېدنه تېره ورځ (جمعه) تر غرمې مخکي په یوه تجارتي مارکېټ کي د ګاز ډبې د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته سوه.

😢4❤1👎1
په زمري میاشت کي د اوسپني پټلۍ له لاري شاوخوا ۷۰۴ زره ټنه لېږد رالېږد سوی
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په تېره زمري میاشت کي د افغانستان د اوسپني پټلۍ له لاري ۷۰۴ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه لېږد رالېږد سوی دی.
محمد اشرف حق شناس ویلي، په یادو انتقالاتو کي درې زره او ۷۵۱ ټنه د افغانستان صادرات او پاته نور د نفتي او غیر نفتي توکو واردات دي.
د حق شناس په وینا، یاد انتقالات د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او هرات- خواف اوسپني پټلۍ له لارو سوي دي.

❤2👍1