د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۳
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۹
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۴
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۵
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۹
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۴
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۹
نوی ډهلی: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۷
#MillatZagh

❤1
روان کال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ۸،۴ ملیارد افغانۍ ورکړل سوي
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال له پیل راهیسي ئې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته اته ملیارده او ۴۷۱ میلیونه افغانۍ ورکړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یادي پیسې ئې د میاشتني مساعدتونو په ډول د بانکونو له لاري ۶۷۳ زره یتیمانو، کونډو او معلولینو ته حواله کړي دي.
د سرچینې په وینا، دا لړۍ اوس هم دوام لري.

❤4
افغانستان او قطر په افغانستان کي د نفتو د معیاري تصفیې خوني پر جوړولو خبري کړي
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري او په کابل کي د قطر سفیر مردوف بن علي القاشوطي په افغانستان کي د خامو نفتو له پاره د یوې معیاري تصفیې خوني پر جوړولو خبري کړي دي.
دغه وزارت ویلي، دواړو لورو پرون (یک شنبه) د یوې لیدني پر مهال د یادي تصفیې خوني د جوړولو او د افغانستان په نفتو او ګازو کي د قطر د پانګوني په اړه خبري کړي او مردوف د دې لیدني پر مهال ویلي چي، هیواد ئې لېواله دی؛ ترڅو په دې برخه کي پانګونه وکړي.
د سرچینې په وینا، ملا هدایت الله بدري د هغه د دې لېوالتیا هرکلی کړی او د هر ډول همکارۍ ډاډ ئې ورکړی دی.

❤1👍1
راتلونکې جمعه د کندهار او دوبۍ ترمنځ الوتني پیلېږي
په کندهار کي د آریانا افغان هوايي شرکت مسؤلین خبر ورکوي چي، راتلونکې جمعه (د سپټمبر ۴مه) د کندهار او د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښارونو ترمنځ مستقیم پروازونه پیلېږي.
په کندهار کي د یاد شرکت مسؤل عبدالباسط نعماني ملت ږغ راډیو ته ویلي چي، دا پروازونه به اوونۍ کي یو ځل د جمعې په ورځ ترسره کېږي.
یاد پروازونه له څه مودې راهیسي درېدلي وو او تمه ده په پیل سره ئې مسافرو او سوداګرو ته اسانتیاوي برابري سي.

👍3❤1
نن دونۍ د وږي میاشتي ۹مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۶۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۴ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه او د کندهار ښاروالۍ نرخونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۴۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۳۵ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۹۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۴۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۵۷ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۴ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۱ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

سرپل کي ۲ د ډبرو سکرو لېږدوونکو موټرانو ته اور اچول سوی
د سرپل امنیه قومنداني وايي، نامعلومه کسانو هغه دوو موټرانو ته اور اچولی چي، د ډبرو د سکرو بار ئې لېږداوه.
یادي قومندانۍ ویلي، دا پېښه پرون (یک شنبه) د بلخاب ولسوالۍ په کوتل بادخانه سیمه کي له سمنګان ولایت سره نژدې رامنځ ته سوې او دغه موټران له بشپړ سوځېدلو څخه ژغورل سوي دي.
د سرچینې په وینا، دا پېښه د "شخصي دښمنۍ" له امله رامنځ ته سوې او د عاملینو نیولو په اړه ئې پلټني پیل سوي دي.

👍1😢1
د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۳
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۹
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۳
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۵
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۹
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۳
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۳
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
نوی ډهلی: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۷

❤5
سږ کال د هرات په صادراتو کي ۶۸ سلنه زیاتوالی راغلی
د هرات د سوداګرۍ او پانګوني خونه وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کي له دغه ولایت څخه د ۹۰ میلیونه او ۸۸۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات سوي، چي تر تېر کال ۶۸ سلنه زیات سوي دي.
یادي خوني رئیس محمد یوسف امین ملت ږغ راډیو ته ویلي، په ترسره سوو صادراتو کي وچه او تازه مېوه، زعفران، طبي بوټي، لاسي صنایع، د څاوریو محصولات او ځیني نور افغاني توکي شامل دي چي، حجم ئې ۱۱۰ زره مټریک ټنه ته رسېږي او د چین او هندوستان په ګډون یو شمېر اسیايي، عربي، اروپايي او امریکايي هیوادونو ته صادر سوي دي.

نورستان کي د سېلابونو له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د نورستان ولایت ویاند فریدون صمیم وايي، په یاد ولایت کي د پرونیو سېلابونو او تالندي رالوېدلو له امله درې کسان وژل سوي، یو کس ژوبل سوی او ۳۳ سره څاروي ئې هم تلف کړي دي.
صمیم ویلي، د بارانونو او سېلابونو له امله د وانټ ولسوالۍ په هشموز نیشه کلي کي یو کور نړېدلی چي درې کسان په کښي وژل سوي او تالنده د مرکز پارون په چتراس سیمه کي رالوېدلې چي په نتیجه کي ئې ۳۳ سره پسونه او وزې تلف سوي دي.
د هغه په وینا، ژوبل سوې کوچنۍ د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوې ده.

تخار کي د ګازو د مسموم کېدلو له امله ۲ کسان وژل سوي
د تخار امنیه قومنداني وايي، د یاد ولایت د بهارک ولسوالۍ په دوراهي سیمه کي د یوې څاه کیندلو پر مهال د ګازو د مسموم کېدلو له امله دوه کسان وژل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا پېښه پرون (دوشنبه) سهار رامنځ ته سوې ده.
د سرچینې په وینا، لومړی کس ګاز مسموم کړی او دوهم ئې د ژغورلو هڅه کړې، چي وروسته دواړه د ګازو له امله مسموم او وژل سوي دي.

نن منځنۍ د وږي میاشتي ۱۰مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۶۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه او د کندهار ښاروالۍ نرخونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۵۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۳۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۹۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۴۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۵۵ کلداري.

جوزجان کي ترافیکي پېښي ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د جوزجان امنیه قومنداني وايي، د یاد ولایت د مرکز شبرغان ښار په "چهل مرد" سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله یو کس وژل سوی او اووه تنه نور ژوبل سوي دي.
د سرچینې په وینا، دا ترافیکي پېښه پرون (دوشنبه) د کرولا او پاسو موټرانو ترمنځ د ټکر پر مهال رامنځ ته سوې او د دې پېښي لامل ئې بې احتیاطي یاده کړې ده.
یادي قومندانۍ ویلي، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول سوي دي.

👎1
د حیرتان له لاري۴۸۰ ټنه د سیمنټو واردات بیرته مسترد سول
د معیار او کیفیت ملي اداره وايي، د حیرتان بندر له لاري را وارد سوي ۴۸۰ مټریک ټنه سیمنټ ئې بیرته صادروونکي هیواد ته ګرځولي دي.
یادي ادارې ویلي، دا توکي د یادي ادارې تر ارزوني او غیر معیاري پېژندلو وروسته بیرته صادروونکي هیواد ته ګرځول سوي دي.
د معیار او کیفیت ملي ادارې ټینګار کړی چي، بې کیفیته او غیر معیاري توکي هیواد نه را پرېږدي او د تثبیت په صورت کي ورته اقدام ورسره کېږي.

❤3👍1
خوست کي په راکټ د تفریح په موخه د ټکانو کوونکی ونیول سو
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وايي، د خوست د صبرۍ ولسوالۍ هغه اوسېدونکی ئې نیولی چي، څو ورځي مخکي کي ئې په یوه غرنۍ سیمه کي د تفریح په موخه د راکټ ټکان وکړل او د هغو وېډیو ئې هم په ټولنیزو رسنیو کي خپره کړې وه.
هغه ویلي، یاد کس به تر تحقیقانو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.
سیف الاسلام خیبر ټینګار کړی چي، هیڅ څوک حق نه لري؛ ترڅو "له وسلو څخه د تفرېح، نندارې او نورو نامناسبو موخو له پاره استفاده وکړي."

❤2👍1
جرمني دغه هیواد ته د اسلامي امارت د پلاوي ورتګ تائید کړ
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارتین ګزه تائید کړه چي د اسلامي امارت یو درې کسیزه پلاوی جرمني ته ورغلی او په یاد هیواد کي به د کونسلي چارو د پیل له پاره د تخنیکي چارو چمتووالی ونیسي.
مارتین په یوه خبري کنفرانس کي ویلي، دوی او یاد پلاوی به په جرمني کي د اسلامي امارت د ډيپلوماټانو له خوا د کونسلي چارو د پیل او د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبري وکړي.
د دغه چارواکي په وینا، یاد پلاوی به تر لنډي مودې او یادو خبرو وروسته بیرته له دغه هیواد څخه ستون سي.
تر دې مخکي هم د اسلامي امارت یو پلاوی جرمني ته تللی و او د دغه هیواد له چارواکو سره ئې په اروپا کي د کونسلي چارو د پیل او د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبري وکړې.
د دې نوي پلاوي د سفر په اړه تر اوسه اسلامي امارت څه نه دي ویلي.

د افغانستان له ګډون پرته شانګهای سازمان او د هغه پرېکړي نیمګړي دي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د شانګهای همکاریو سازمان غونډه او د دغه سازمان پرېکړي د افغانستان له ګډون پرته دغه سازمان او یادي پرېکړي بشپړي نه دي.
مجاهد د یاد سازمان د غونډي په غبرګون کي ویلي، ځیني سیاستونه باید د دغه سازمان د ناستي قرباني نه سي او په یاده غونډه کي د افغانستان ګډون مهم دی.
د ذبیح الله مجاهد په وینا، "ځیني هیوادونه دې ته لمن وهي، چي افغانستان باید هلته ګډون و نه کړي او ناسته دي یو طرفه ترسره سي، نو موږ دې پایلي ته رسېږو، چي که شانګهای د افغانستان ګډون و نه مني، نو که ځیني پرېکړي هم کېږي، د سیمي په کچه به نیمګړي وي."
د شانګهای همکاریو سازمان، چي افغانستان ئې څارونکی غړی دی، د مشرانو غونډه پرون (دوشنبه) د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کي پیل سوه، چي د افغانستان په اړه هم خبري په کښي سوي او نن پای ته رسېږي؛ خو د افغانستان استازي ته د ګډون بلنه نه ده په کښي ورکړل سوې.

د بدخشان نوي والي خپله دنده پیل کړه
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، مولوي رحمت الله نجیب، چي مخکي د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال و، د بدخشان د نوي والي په توګه ئې خپله دنده پیل کړه.
یاد ریاست ویلي، رحمت الله نجیب نن (سه شنبه) د بدخشان د نوي والي په توګه په دنده پیل وکړ او نجیب د یاد ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چي، په رښتینولۍ، اخلاص او د ورسپارل سوي مسؤلیت پر اساس به د خلکو خدمت کوي.
تر دې مخکي مولوي محمد اسماعیل غزنوي د بدخشان د والي په توګه دنده ترسره کول، چي هغه تېره سه شنبه د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم د ټولګټو چارو وزارت د سړکونو، مراقبت او څارني د مرستیال په توګه وټاکل سو او له دې سره، سره په دغه ولایت کي یو شمېر نور تغیرات راوستل سول.

د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۲
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۴
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۹
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۳
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
نوی ډهلی: اسمان وریځ او د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۶

د اقتصادي کمېسیون په ناسته کي د بادغیس حلقوي سړک او نورو مسایلو په اړه خبري سوي
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ نن (سه شنبه) د کابل په مرمرینه ماڼۍ کي د اقتصادي کمېسیون غونډه ترسره او د بادغیس حلقوي سړک د پنځمي برخي د کاري نیمګړتیاوو، په کابل کي د یوه سوداګریز مارکېټ د طرحي او د کارګو او پوسټي خدمتونو د تفکیک په اړه خبري په کښي وسوې.
اقتصادي معاونیت ویلي، په دې غونډه کي پرېکړه سوې چي، د بادغیس حلقوي سړک د پنځمي برخي قرارداد دي د قرادادي شرکت د کاري نیمګړتیاوو له امله د ملي تدارکاتو کمېسیون ته راجع سي؛ ترڅو د یاد قرارداد برخلیک وټاکي.
همدارنګه د کابل د لومړۍ ناحیې په منډوي سیمه کي د مالیې وزارت پر مځکه د ۱۶۲ میلیونه افغانۍ په پانګوني سره د یوه مارکېټ جوړولو طرحه تائید سوې چي، ۵۶۰ دوکانونه به ولري او یوه بله کمېټه ټاکل سوې؛ ترڅو د اسلامي امارت د قوانینو له مخي او د نړیوالو معیارونو مطابق د کارګو او پوسټي شرکتونو د فعالیت تفکیک وکړي.
د سرچینې په وینا، یادي پرېکړي د اخري پرېکړي په خاطر د اسلامي امارت د مشر دفتر ته استول سوي دي.

له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا ستونزه حل سوه
د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی چي، په ترکمنستان کي د افغانستان د وارداتي برېښنا ستونزه حل او برېښنا بیرته په عادي ډول افغانستان ته را واردېږي.
دغه شرکت ویلي، د ترکمنستان له ترکمن انرګو شرکت سره ئې په همږغۍ یاده ستونزه حل کړې او له یاد هیواد څخه د برېښنا را لېږد عادي حالت ته راغلی دی.
دا ستونزه پرون (دوشنبه) په یاد هیواد کي د افغانستان په وارداتي شبکه کي رامنځ ته سوې وه چي له امله ئې پر ګڼ شمېر ولایتونو برېښنا پرې سوې وه او د جبران له پاره ئې افغانستان برېښنا شرکت د ازبکستان، ایران او تاجکستان د برېښنا له بدیلو سرچینو څخه استفاده کول.