د بدخشان نوي والي خپله دنده پیل کړه
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، مولوي رحمت الله نجیب، چي مخکي د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال و، د بدخشان د نوي والي په توګه ئې خپله دنده پیل کړه.
یاد ریاست ویلي، رحمت الله نجیب نن (سه شنبه) د بدخشان د نوي والي په توګه په دنده پیل وکړ او نجیب د یاد ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چي، په رښتینولۍ، اخلاص او د ورسپارل سوي مسؤلیت پر اساس به د خلکو خدمت کوي.
تر دې مخکي مولوي محمد اسماعیل غزنوي د بدخشان د والي په توګه دنده ترسره کول، چي هغه تېره سه شنبه د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم د ټولګټو چارو وزارت د سړکونو، مراقبت او څارني د مرستیال په توګه وټاکل سو او له دې سره، سره په دغه ولایت کي یو شمېر نور تغیرات راوستل سول.
#MillatZagh

❤1👍1
د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۲
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۴
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۹
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۳
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
نوی ډهلی: اسمان وریځ او د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۶

❤1
د اقتصادي کمېسیون په ناسته کي د بادغیس حلقوي سړک او نورو مسایلو په اړه خبري سوي
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ نن (سه شنبه) د کابل په مرمرینه ماڼۍ کي د اقتصادي کمېسیون غونډه ترسره او د بادغیس حلقوي سړک د پنځمي برخي د کاري نیمګړتیاوو، په کابل کي د یوه سوداګریز مارکېټ د طرحي او د کارګو او پوسټي خدمتونو د تفکیک په اړه خبري په کښي وسوې.
اقتصادي معاونیت ویلي، په دې غونډه کي پرېکړه سوې چي، د بادغیس حلقوي سړک د پنځمي برخي قرارداد دي د قرادادي شرکت د کاري نیمګړتیاوو له امله د ملي تدارکاتو کمېسیون ته راجع سي؛ ترڅو د یاد قرارداد برخلیک وټاکي.
همدارنګه د کابل د لومړۍ ناحیې په منډوي سیمه کي د مالیې وزارت پر مځکه د ۱۶۲ میلیونه افغانۍ په پانګوني سره د یوه مارکېټ جوړولو طرحه تائید سوې چي، ۵۶۰ دوکانونه به ولري او یوه بله کمېټه ټاکل سوې؛ ترڅو د اسلامي امارت د قوانینو له مخي او د نړیوالو معیارونو مطابق د کارګو او پوسټي شرکتونو د فعالیت تفکیک وکړي.
د سرچینې په وینا، یادي پرېکړي د اخري پرېکړي په خاطر د اسلامي امارت د مشر دفتر ته استول سوي دي.

له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا ستونزه حل سوه
د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی چي، په ترکمنستان کي د افغانستان د وارداتي برېښنا ستونزه حل او برېښنا بیرته په عادي ډول افغانستان ته را واردېږي.
دغه شرکت ویلي، د ترکمنستان له ترکمن انرګو شرکت سره ئې په همږغۍ یاده ستونزه حل کړې او له یاد هیواد څخه د برېښنا را لېږد عادي حالت ته راغلی دی.
دا ستونزه پرون (دوشنبه) په یاد هیواد کي د افغانستان په وارداتي شبکه کي رامنځ ته سوې وه چي له امله ئې پر ګڼ شمېر ولایتونو برېښنا پرې سوې وه او د جبران له پاره ئې افغانستان برېښنا شرکت د ازبکستان، ایران او تاجکستان د برېښنا له بدیلو سرچینو څخه استفاده کول.

سږ کال په ټول هیواد کي ۷۰ ترمیماتي پروژې پلي کېږي
د ټولګټو چارو وزارت وايي، روان کال ئې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کي په یو ملیارد او ۴۱۹ میلیونه افغانۍ د سړکونو، پلونو، پلچکونو او استنادي دېوالونو د ساتني، څارني او ترمیم ۷۰ پروژې په پلان کي نیولي دي.
دغه وزارت نن (سه شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د یادو پروژو له جملې څخه ځیني پیل سوي او د ځینو نورو تخنیکي او تدارکاتي چاري رواني دي، چي د هغو په بشپړېدلو سره به یادي پروژې هم پیل سي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، دا پروژې د ټرانسپورټي زېربناوو د ساتني او څارني په موخه پلي کېږي.

❤2
کندهار کي په ۱۸ میلیونه افغانۍ یو چک ډېم جوړ سو
د کندهار د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی چي، د کښته شاولیکوټ ولسوالۍ په کندلانو سیمه کي ئې پر کړنګ مانده په ۱۸ میلیونه افغانۍ یو چک ډېم جوړ او ګټي اخستني ته سپارلی دی.
دغه ریاست ویلي، یاد چک ډېم د ۱۲۳ متره اوږدوالي، ۱۶،۵ متره لوړوالي او شپږ متره دېوال په درلودلو سره جوړ سوی چي د دوه میلیونه متره مکعبه اوبو د ځایېدلو ظرفیت لري او نهه زره جریبه کرهڼیزه مځکه به هم خړوبه کړي.
د سرچینې په وینا، یاد چک ډېم د اوبو ذخیره کولو او کرهڼیزو مځکو ته د اوبو برابرولو په موخه د نهو میاشتو په موده کي جوړ او پرون (سه شنبه) ګټي اخستني ته وسپارل سو.

❤4
په نژدې ورځو کي د کندهار د سیمنټو فابریکې لومړی فاز ګټي اخستني ته سپارل کېږي
د افغانستان د صنایعو او معدنونو خونه وايي، په نژدې ورځو کي به د کندهار د سیمنټو د تولیدي کارخوني لومړی فاز ګټي اخستي ته وسپارل سي.
یادي خوني ویلي، د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري کندهار ته راغلی او د یادي فابریکې چاري ئې له نژدې لیدلي دي.
د سرچینې په وینا، یاد فاز به په ورځني ډول د ۱۵۰۰ مټریک ټنه سیمنټو د تولید ظرفیت ولري او ۵۰۰ کسانو ته به کاري زمینه هم په کښي برابره سي.
یاده کارخونه د افغانستان د صنایعو او معدنونو خوني د رئیس احمد نبي زاده له خوا په ۱۱۳ میلیونه امریکايي ډالره پانګوني سره په درو فازونو کي جوړېږي، چي اوس ئې لومړی فاز ګټي اخستني ته نژدې سوی او د ټولو فازونو په بشپړېدلو سره به په ورځني ډول ۵۰۰۰ مټریک ټنه سیمنټ تولیدوي او زرګونو کسانو ته به کاري زمینې هم په کښي برابري سي.

❤5
تېره میاشت د خوراکي توکو بيي ۰،۷ سلنه لوړي سوي
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په تېره زمري میاشت کي د خوراکي توکو په بیو کي ۰،۷ سلنه او د غیر خوراکي توکو په هغې کي ۱،۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
یادي ادارې ویلي، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی په غوښو، لبنیاتو، غوړیو او سبزو او د غیر خوراکي توکو لوړوالی په البسه، د استوګني او کور په توکو او ټرانسپورټ کي راغلی دی.
د سرچینې په وینا، د یادو بیو د لوړوالي له امله د لګښتي توکو د بیو شاخص میاشتنی پړسوب هم ۱،۴ سلنه لوړ سوی دی.

😢2
نن څلنۍ د وږي میاشتي ۱۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۹۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه او د کندهار ښاروالۍ نرخونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۵۴ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۱۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۹۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۴۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۵۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۴ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۰ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

اسلامي امارت له ګڼو هیوادونو سره د اړیکو د پرمختګ په حال کي دی
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وايي، افغانستان دا مهال د اروپايي هیوادونو په ګډون له ګڼو هیوادونو سره ښې اړیکي لري او دغه "پرمختګونه" اوس هم روان دي.
امیر خان متقي له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کي ویلي، غواړي له ټولو هیوادونو سره ښې ډيپلوماټیکي اړیکي ولري.
متقي د هغي پوښتني، چي د افغان نجونو او ښځو د زده کړو او کار په اړه وه، په ځواب کي ویلي چي، "دا واقعاََ ستونزه" ده، بېلابېلو هیوادونو دا موضوع ور یاده کړې او زیاتوي چي، د حل له پاره ئې کار کوي.
د امیر خان متقي په وینا، دا مهال په ټول هیواد کي درې میلیونه نجوني تر شپږم ټولګي پوري زده کړي کوي.

❤3
جرمني له خپل هیواد څخه ۲۲ نور افغانان وایستل او افغانستان ته ئې ستانه کړل
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، ۲۲ تنه نور په جنايي جرمونو تورن افغانان ئې له جرمني څخه ایستلي او افغانستان ته ئې ستانه کړي دي.
دغه وزارت ویلي، یاد افغانان ئې تېره ورځ (سه شنبه) د دغه هیواد د لاپیزیک له نړیوال هوايي ډګر څخه په یوه چارټر الوتکه کي د کابل نړیوال هوايي ډګر ته لېږدولي دي.
د رسمي شمېرو او معلوماتو پر اساس، جرمني د ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسي شاوخوا ۲۵۰ تنه افغانان، چي ځینو ئې په دغه هیواد کي کومه جرمي سابقه نه درلوده، له جرمني څخه ایستلي او افغانستان ته ئې ستانه کړي دي.
تازه د اسلامي امارت یو درې کسیزه پلاوی هم دغه هیواد ته تللی؛ ترڅو له جرمن چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو د حل او په دغه هیواد کي د کونسلي چارو د پیل په اړه خبري ورسره وکړي.

د "حکومت د مطبوعاتو په هنداره کي" ۵م خبري کنفرانس ترسره سو
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن (چهارشنبه) د رسنیو په مرکز کي "حکومت د مطبوعاتو په هنداره کي" د پروګرام پنځم مطبوعاتي کنفرانس ورکړ او د تېر ۱۴۴۷ سپوږمیز کال پر مهال د افغانستان د امنیت او سیاست د لاسته راوړنو په اړه ئې معلومات وړاندي کړل.
د ذبیح الله مجاهد په وینا، په یاد کال کي افغانستان د ګاونډیو هیوادونو سره، سره له نورو هیوادونو سره هم خپلي اړیکي د متوازن او اقتصاد محوره سیاست له مخي پیاوړي کړي او د سیمي او نړۍ په کچه په مهمو کنفرانسونو او غونډو کي ئې ګډون کړی دی.
مجاهد په خبره، په دې موده کي د کویټ او اسلامي امارت ترمنځ ډيپلوماټیکي اړیکي پیل سوي، ګڼو هیوادونو د اسلامي امارت د سفیرانو د منلو هوکړي کړي، روسیې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده او په ګڼو نورو هیوادونو کي هم د کونسلي چارو د پیل په اړه خبري رواني دي.
هغه د دې کال د اقتصادي اړیکو په اړه هم وویل، په یاد کال کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو خنډونو د له منځه وړلو، افغان- ټرانس پروژې د امکان سنجۍ او د افغانستان او روسیې ترمنځ د ټرانزیټ او ګمرکي خدمتونو هوکړي لاسلیک سوي دي.
ذبیح الله مجاهد د کورنیو او دفاع وزارتونو د لاسته راوړنو په اړه هم زیاته کړه چي، په افغانستان کي د نشه يي توکو کرکېله صفر سوې او د دفاع وزارت له خوا د خپلو عملیاتو له پاره یو کلن عملیاتي او تاکتیکي پلان هم جوړ سوی دی.

کابل کي د ۵م مکروریانو کارونه پیل سول
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چي، نن (چهارشنبه) په کابل کي د سولي استوګنیزي پروژې "پنځم مکروریانو" د (B-4) بلاک د بنسټ ډبره کښېښودل سوه.
د رئیس الورزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي، اسلامي امارت د هغو ټولو پروژو بشپړولو ته ژمن دی، چي د تېر جمهوري حکومت پر مهال نیمګړي پاته سوي وي.
د هغه په وینا، د دې پروژې په بشپړېدلو سره به د کابل ښار د ګڼي ګوڼي، چاپېریالي ککړتیا، د اوبو د کمښت او غیر منظمي ښاري پراختیا په ګډون ګڼي نوري ستونزي راکمي سي.
ملا برادر اخند په دې مراسمو کي یو وار بیا پر ملي او نړیوالو پانګوالو ږغ وکړ چي، په افغانستان کي د نورو برخو ترڅنګ د کور او ښار جوړولو په برخه کي هم پانګونه وکړي او ډاډ ئې ورکړ چي، اسلامي امارت به هغوی ته ټولي اړیني اسانتیاوي برابري کړي.

د نورستان له کانونو څخه د شاوخوا ۱۲۲ میلیونه افغانیو ډبري وپلورل سوې
د نورستان ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، د دغه ولایت د دواب ولسوالۍ د ماوي سیمي له کانونو څخه د ۱۲۲ میلیونه، ۵۰۰ زره او ۱۰۰ افغانیو بېروج، کنزیټ، بلور او مارګنیټ قیمتي او نیمه قیمتي ډبري خرڅي سوي دي.
یاد دفتر ویلي، دا ډبري د همدې ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست تر چتر لاندي د یوې څلور ورځنۍ داوطلبۍ پر مهال پر ملي سوداګرو پلورل سوي دي.
د سرچینې په وینا، له یادو ډبرو څخه په ترلاسه سوو پیسو کي ۱۲ میلیونه، ۲۵۰ زره او ۹۱۰ افغانۍ د دولت خزانې ته سپارل سوي او پاته نوري د کان کیندونکو دي.

د اسلامي امارت مشر یوه سیمنار کي پر علم ټینګار کړی
د اسلامي امارت مشر شیخ صاحب په کندهار ولایت مقام کي د کندهار د ولسوالیو د مدرسو د علماوو او مهتممینو په یوه ورځني سیمنار کي ګډون کړی او په یاد سیمنار کي د وینا پر مهال ئې د علم پر حاصولو ټینګار کړی دی.
هغه یاد سیمنار ته ویلي چي، اسلام او د انسانانو ژوند د علم په رڼا کي مخ ته ځي او له علم پرته انسان ژوند او پرمختګ نه سي کولای.
نوموړي د یاد سیمنار له ګډونوالو څخه غوښتي چي، د ورسپارل سوي مسؤلیت له مخي خلکو ته دین او اسلامي شریعت ور وښيي، په ښه ډول ئې وروزي او ترڅنګ ئې د شرعي نظام ساتنه هم وکړي.

د سبا (پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۲
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۸
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۹
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۳
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۱
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۳
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
نوی ډهلی: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۷

د افغانستان او داغستان ترمنځ د ۱۴،۵ میلیونه ډالرو هوکړي لاسلیک سوې
د افغانستان او روسیې جمهوریت اړوند د داغستان ترمنځ د ۱۴،۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت څلور سوداګریزي هوکړي لاسلیک سوي دي.
یادي خوني ویلي، دا هوکړي تېر ماښام په کابل کي د افغانستان د ۴۵ او د داغستان د ۱۵ خصوصي شرکتونو ترمنځ د یوه سوداګریز کنفرانس پر مهال لاسلیک سوي دي.
په دغه سوداګریز کنفرانس کي د افغانستان د سوداګرۍ خوني د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال حبیب الله عمر ویلي، افغانستان لېواله دی، ترڅو له داغستان سره خپلي سوداګریزي اړیکي پراخي کړي او هغوی ته ئې په افغانستان کي د پانګوني بلنه هم ورکړې ده.

❤2👍1
د ترافیکي پېښو د عاملینو نیولو او د هغو د محاکمه کېدلو حکم سوی
د چارو ادارې عمومي ریاست ویلي، د اسلامي امارت مشر شیخ صاحب د یوه پنځه ماده ییز حکم پر اساس د ترافیکي پېښو د عاملینو د نیولو او د هغو د محاکمه کېدلو حکم کړی دی.
د یادي ادارې په وینا، د دغه حکم له مخي د کورنیو چارو وزارت ته ویل سوي چي، د ترافیکي پېښو عاملین ونیسي او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دي ئې د ترافیکي پېښو د عاملینو پېژندلو، نیولو، اړوند معلوماتو او اسنادو په برابرولو کي همکاري وکړي؛ ترڅو هغوی محکمو ته وسپارل سي.
په دغه حکم کي دا هم ویل سوي چي، د ترافیکي پېښو قربانیان او وارثان دي د ترافیکي پېښي له مسؤل شخص څخه خپل حقوق ترلاسه کړي.
د کورنیو چارو او ټرانسپورټ وزارتونه، د اسلامي امارت محکمې او اړوندي نوري ادارې د دغه حکم په تطبیق کولو مسؤلي ګڼل سوي دي.

کجکي کي د اوبو د کمښت له امله پر کندهار برېښنا کمېږي
د کندهار برېښنا ریاست وايي، په کجکي برېښنا بند کي د اوبو د کمښت له امله پر کندهار د برېښنا پرچاوي نوره هم زیاتېږي.
دغه شرکت ویلي، د اوبو د کمښت له امله د یاد بند د برېښنا د تولید ظرفیت کم سوی، نو له امله به ئې په کندهار کي د ورځي پر مهال د برېښنا پرچاوي زیاته وي.
یاد ریاست له ټولو هیوادوالو څخه غوښتنه هم کړې، ترڅو بې ځایه برېښنا مصرف نه کړي.

😢2❤1👍1
روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۴ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د رواني اوونۍ پر مهال ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۴ قضیې حل کړي دي.
د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، په دې قضیو کي د اجباري نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالو مخنیوی، میرمني له ولور، میراث او نورو حقوقو څخه برخمني کول او شرعي نکاحګانو ته زمینه برابرول شامل دي.
د خیبر په وینا، په دې موده کي ئې د هیواد په ګڼو سیمو ۷۰ لويي او کوچنۍ دښمنۍ په دوستۍ بدلي او په ځینو سیمو کي ئې د ناوړه او غیر اسلامي کړنو، کوډو او جادو په تور ۲۳ کسان تر نیولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.