د افغانستان او داغستان ترمنځ د ۱۴،۵ میلیونه ډالرو هوکړي لاسلیک سوې
د افغانستان او روسیې جمهوریت اړوند د داغستان ترمنځ د ۱۴،۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت څلور سوداګریزي هوکړي لاسلیک سوي دي.
یادي خوني ویلي، دا هوکړي تېر ماښام په کابل کي د افغانستان د ۴۵ او د داغستان د ۱۵ خصوصي شرکتونو ترمنځ د یوه سوداګریز کنفرانس پر مهال لاسلیک سوي دي.
په دغه سوداګریز کنفرانس کي د افغانستان د سوداګرۍ خوني د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال حبیب الله عمر ویلي، افغانستان لېواله دی، ترڅو له داغستان سره خپلي سوداګریزي اړیکي پراخي کړي او هغوی ته ئې په افغانستان کي د پانګوني بلنه هم ورکړې ده.
#MillatZagh

❤2👍1
د ترافیکي پېښو د عاملینو نیولو او د هغو د محاکمه کېدلو حکم سوی
د چارو ادارې عمومي ریاست ویلي، د اسلامي امارت مشر شیخ صاحب د یوه پنځه ماده ییز حکم پر اساس د ترافیکي پېښو د عاملینو د نیولو او د هغو د محاکمه کېدلو حکم کړی دی.
د یادي ادارې په وینا، د دغه حکم له مخي د کورنیو چارو وزارت ته ویل سوي چي، د ترافیکي پېښو عاملین ونیسي او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دي ئې د ترافیکي پېښو د عاملینو پېژندلو، نیولو، اړوند معلوماتو او اسنادو په برابرولو کي همکاري وکړي؛ ترڅو هغوی محکمو ته وسپارل سي.
په دغه حکم کي دا هم ویل سوي چي، د ترافیکي پېښو قربانیان او وارثان دي د ترافیکي پېښي له مسؤل شخص څخه خپل حقوق ترلاسه کړي.
د کورنیو چارو او ټرانسپورټ وزارتونه، د اسلامي امارت محکمې او اړوندي نوري ادارې د دغه حکم په تطبیق کولو مسؤلي ګڼل سوي دي.

❤4
کجکي کي د اوبو د کمښت له امله پر کندهار برېښنا کمېږي
د کندهار برېښنا ریاست وايي، په کجکي برېښنا بند کي د اوبو د کمښت له امله پر کندهار د برېښنا پرچاوي نوره هم زیاتېږي.
دغه شرکت ویلي، د اوبو د کمښت له امله د یاد بند د برېښنا د تولید ظرفیت کم سوی، نو له امله به ئې په کندهار کي د ورځي پر مهال د برېښنا پرچاوي زیاته وي.
یاد ریاست له ټولو هیوادوالو څخه غوښتنه هم کړې، ترڅو بې ځایه برېښنا مصرف نه کړي.

😢2❤1👍1
روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۴ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د رواني اوونۍ پر مهال ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۴ قضیې حل کړي دي.
د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، په دې قضیو کي د اجباري نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالو مخنیوی، میرمني له ولور، میراث او نورو حقوقو څخه برخمني کول او شرعي نکاحګانو ته زمینه برابرول شامل دي.
د خیبر په وینا، په دې موده کي ئې د هیواد په ګڼو سیمو ۷۰ لويي او کوچنۍ دښمنۍ په دوستۍ بدلي او په ځینو سیمو کي ئې د ناوړه او غیر اسلامي کړنو، کوډو او جادو په تور ۲۳ کسان تر نیولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

❤3
د پاکستان له زندانونو څخه ۳۸۹ افغان بندیان ازاد سوي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چي، د رواني اوونۍ پر مهال د پاکستان له زندانونو څخه ۳۸۹ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سوي دي.
دغه وزارت ویلي، یاد افغانان د پاکستان حکومت د بېلابېلو لاملونو له امله نیولي او بندیان کړي وو چي، تر ازادېدلو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښي د بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه سوي دي.
د سرچینې په وینا، له هغوی سره د مرستندویه بنسټونو له خوا مرستي سوي او وروسته خپلو سیمو ته لېږدول سوي دي.
تېره اوونۍ هم د دغه هیواد له زندانونو څخه ۶۴۰ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سول.

نن پنځنۍ د وږي میاشتي ۱۲مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۷۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۸۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۴ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه او د کندهار ښاروالۍ نرخونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۵۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۳۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۳۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۴ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۹ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

❤1👍1
د ارزښت خپروني ننني مطلبونه:
د ملت ږغ راډیو په ارزښت خپرونه کي د لاندي مطالبو په اړه بحث کېږي.
1- په رسنیو کي مرکه څه ته ویل کېږي؟
2- خبري، تحلیلي او هنري مرکې څه دي او د مرکې یاد ډولونه ولي مهم دي؟
3- د مرکې له پاره ژورنالیستان څه ډول پلان جوړوي؟
4- په ژوندۍ یا ثبت بڼه مرکې څنګه کېږي؟
5- د مرکې له پاره سکرفټ او پوښتني څه وخت باید اماده سي؟
مه ئې هېروئ، نن او سبا غرمه دوې بجې له ملت ږغ راډیو څخه!

کابل کي د "د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز" د جوړولو کارونه پیل سول
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چي، د کابل په صنایع سبز ښارګوټي کي په ۷۵ میلیونه امریکايي ډالره "د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز" د بنسټ ډبره کښېښودل سوه.
د رئیس الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، د دغه مرکز د جوړولو کارونه نن (پنج شنبه) د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د کور او ښار جوړولو د وزیر مولوي نجیب الله حقاني او ګڼو نورو چارواکو له خوا پیل سول او په دوو کلونو کي به د خصوصي سکټور له خوا بشپړ سي.
د سرچینې په وینا، یاد مرکز پر ۱۱۰ جریبه مځکه جوړېږي او په فعالیت سره به ئې افغانستان د دیني او عصري علومو نصابونو د چاپ او نشر په برخه کي خپلي اړتیاوي په هیواد کي دننه پوره او سلګونو کسانو ته به کاري زمینې هم په کښي برابري سي.

سبا د کندهار او دوبۍ ترمنځ الوتني پیلېږي
په کندهار کي د آریانا افغان هوايي شرکت مسؤلین خبر ورکوي چي، سبا (جمعه) د کندهار او د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښارونو ترمنځ مستقیم پروازونه پیلېږي.
په کندهار کي د یاد شرکت مسؤل عبدالباسط نعماني ملت ږغ راډیو ته ویلي چي، دا پروازونه به اوونۍ کي یو ځل د جمعې په ورځ ترسره کېږي.
یاد پروازونه له څه مودې راهیسي درېدلي وو او تمه ده په پیل سره ئې مسافرو او سوداګرو ته ګڼي اسانتیاوي برابري سي.

ملګري ملتونه د افغانستان په اړه غونډه جوړوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، په روانه سپټمبر میاشت کي، چي لا ئې دقیقه نېټه نه ده معلومه، د افغانستان په اړه غونډه جوړوي.
امنیت شورا ویلي، په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مشره او د ملګرو ملتونو د سرمشني ځانګړې استازې رباب فاطمه به دې غونډي ته د افغانستان د سیاسي، امنیتي، بشري حقونو او بشري وضعیت په اړه خپل راپور وړاندي کړي.
د سرچینې په وینا، په دې غونډه کي به په افغانستان کي د بشري حقوقو، د نجونو د زده کړو او کار او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه هم خبري وسي.
تر اوسه اسلامي امارت دې غونډي ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

❤1👍1👎1
سبا په ۱۰ ولایتونو کي د بارانونو اټکل سوی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ریاست سبا (جمعه) په ۱۰ ولایتونو کي د بارانونو وورېدلو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.
د دغه وزارت د اټکل له مخي بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، پروان، کاپیسا، خوست او پکتیا هغه ولایتونه دي چي له ۱۰ څخه تر ۴۵ ملي متره د باران وورېدلو په کښي سوی او همدارنګه ئې په لوېدیځو، سوېلي، سوېل ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کي له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کي د باد د تېزوالي اټکل هم کړی دی.

❤2
نیدرلنډ له افغانستان سره ۱۶ میلیونه یورو مرسته وکړه
په افغانستان کي د ملګرو متلونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (O.C.H.A) وايي، نیدرلنډ له افغانستان سره ۱۶ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
یاد دفتر نن (پنج شنبه) پر خپل ایکس د دې مرستي په پار له نیدرلنډ څخه مننه کړې او ویلي ئې دي چي، په دې پیسو به په افغانستان کي اړمنو کسانو ته ژوند ژغورونکي مرستي چمتو کړي.

❤4👍1
د کابل په بګرامۍ کي د یوه عمومي روغتون د جوړولو چاري پیل سوې
د عامي روغتیا وزارت نن (پنج شنبه) د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ په احمد خان کلا سیمه کي د یوه ۳۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کښېښوده.
د عامي روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ویلي، هڅه کوي؛ ترڅو د هیواد لیري او له روغتیايي خدمتونو څخه محرومي سیمي له روغتیايي خدماتو څخه برخمني کړي او دا ئې د دغه وزارت یو ستر هدف یاد کړی دی.
د جلالي په وینا، د دغه روغتون په جوړېدلو سره به د یادي سیمي اوسېدونکي له ټولو روغتیايي خدماتو څخه برخمن سي.
د عامي روغتیا وزارت په وینا، دا روغتون په ۷۱ میلیونه، ۳۲۴ زره او ۳۱۶ افغانۍ پر پنځه جریبه مځکه جوړېږي او په عمومي داخله، جراحي، نسايي ولادي، د کوچنیانو، سترګو، غاښونو، عاجلي، بېړنۍ پاملرني (I.C.U) او (O.P.D) څانګو کي به خدمات وړاندي کوي.

د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۲
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۶
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۸
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۳
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۸
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۹
ننګرهار: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۲۱
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۷
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۲۵

❤5
د اسلامي امارت د مشر په حکم ۳ چارواکي پر نوو دندو وګمارل سول
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب د حکم له مخي درې چارواکي پر نوو دندو ګمارل سوي دي.
ذبیح الله مجاهد پر خپل ایکس په یوه بیان کي لیکلي، د غزني زون نظامي محکمې پخوانی رئیس عبدالبر حقاني د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د نوي لوی رئیس، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت پخوانی رئیس مولوي شمس الدین شریعتي د روزګان د نوي والي او د روزګان پخوانی والي مولوي عبدالرحمان کندوزی د لغمان د نوي والي په توګه ټاکل سوی دی.

❤7👍1
په چکوال کي د افغان کډوالو د شتمنیو د لیلام موضوع څارل کېږي
په پاکستان کي د افغانستان سفارت وایي، د دغه هیواد د پنجاب ایالت په چکوال سیمه کي د افغان کډوالو د شتمنیو د لیلام موضوع ئې له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې او د دې موضوع د حل له پاره ئې یادي سیمي ته یو پلاوی هم استولی او د افغان کډوالو وضعیت ئې له نژدې ارزولی دی.
یاد سفارت ویلي، له اړوندو سیمه ییزو چارواکو سره ئې خبري کړي او هغوی د دې موضوع په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د سرچینې په وینا، هڅه کوي چي "د دې ستونزي د حل له پاره د قانوني او مناسبي حللاري زمینه برابره او د افغان دوکاندارانو حقوق او اموال ضایع نه سي."
په دې وروستیو کي داسي راپورونه خپرېږي چي، د پنجاب ایالت په یاده سیمه کي د افغان کډوالو پر شتمنیو لیلام اعلان سوی دی.

❤3👍1
د صرافۍ د (A.T.M) ماشینونو شمېر زیاتېږي
افغانستان بانک وايي، نقدو پیسو ته د خلکو د ښه لاسرسي او د بانکي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه په هیواد کي د اتومات صرافۍ ماشینونو(A.T.M) شمېر زیاتوي.
د دغه بانک ویاند حسیب الله نوري ویلي، د یادو ماشینونو زیاتول خلکو ته د نقدو پیسو په ترلاسه کولو او د بانکي خدماتو په پیاوړتیا او اسانتیا کي مهم رول لري او هڅه کوي، ترڅو شمېر ئې زیات کړي.
د نوري په وینا، په دې برخه کي د دوی هڅي رواني دي.
د افغانستان بانک د شمېرو پر اساس، دا مهال په ټول هیواد کي ۳۵۰ یاد ماشینونه فعال دي او هڅه کېږي چي دا شمېر نور هم زیات سي.

د "فعالي او ژوندۍ" افغان ټولني له پاره د نجونو زده کړي مهمي دي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا د نجونو پر زده کړو ټینګار کړی او ویلي ئې دي چي، د نجونو زده کړي د افغانستان له پاره مهمه او بنسټیزه مسئله ده او باید حل سي.
کرزي د فایننشل ټایمز نړیوالي رسنۍ له یوه خبریال سره په یوه مرکه کي، چي په کابل کي د ده په اوسني کور ترسره سوې ده، ویلي چي، "که غواړو افغانستان یوه فعاله او ژوندۍ ټولنه وي، باید افغان نجوني ښوونځیو ته ولاړي سي او کار ته ستنې سي."
د هغه په وینا، د اسلامي امارت چارواکو د دوی د حکومت په اړه د مثبت نظر غوښتنه ځني کړې؛ خو نوموړي ورته ویلي، هغه به وخت به مثبت نظر څرګند کړي، چي نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل سي او په خبره ئې، د یوې فعالي ټولني له پاره نجوني باید زده کړي وکړي او د کار زمینه هم ورته برابره سي.
کرزی زیاتوي، د اسلامي امارت ځینو چارواکو هم له ده سره لیدلي او هغوی هم د دې ملاتړي دي، ترڅو نجونو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړل سي.

👎4
صنعتکارانو ته د صنعتي مځکو د وېش لړۍ پیلېږي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په نژدې راتلونکي کي د هیواد په یو شمېر ولایتونو کي صنعتکارانو ته د صنعتي مځکو د وېش لړۍ پیلوي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا مځکي به د غزني، پکتیا، بغلان، لغمان، د کابل په بت خاک، د بلخ په حیرتان، کندز، د لوګر د محمد اغه صنعتي پارک په ۳م فاز، د میدان وردګ د کوتل تخت صنعتي پارک په ۲م فاز، دپروان د باریک آب صنعتي پارک په ۳م فاز او هرات ولایتونو په صنعتي ښارګوټو کي صنعتکارانو ته د صنعت د ودي، کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د هیواد د صنعتي کېدلو په موخه ورکړل سي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، په یادو ښارګوټو کي د غزني، پکتیا، لغمان او بغلان د صنعتي سیمو تفصیلي پلانونه بشپړ او د کور او ښار جوړولو وزارت له خوا وېزه سوي او د پاته ولایتونو پلانونه به هم په روانه میاشت کي د کور او ښار جوړولو وزارت له خوا وېزه او وېش به ئې پیل سي.

❤4👍2
تېر کال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ۱۲،۶ ملیارده افغانۍ ورکړل سوي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په تېر ۱۴۴۷ سپوږمیز کال کي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له خوا کونډو، یتیمانو او معلولینو ته ۱۲ ملیارده او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ ورکړل سوي دي.
مجاهد نن (شنبه) د رسنیو په مرکز کي د "حکومت د مطبوعاتو په هنداره کي" د پروګرام په شپږم خبري کنفرانس کي وویل چي، دا پیسې ۶۵۰ زره کونډو، یتیمانو او معلولینو ته ورکړل سوي دي.
د ذبیح الله مجاهد په وینا، د روان ۱۴۰۵ مالي کال له پاره هم د اسلامي امارت د مشر له خوا یادو کسانو ته ۱۱ ملیارده افغانۍ بودجه ځانګړې سوې ده.