سبا د کندهار او دوبۍ ترمنځ الوتني پیلېږي
په کندهار کي د آریانا افغان هوايي شرکت مسؤلین خبر ورکوي چي، سبا (جمعه) د کندهار او د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښارونو ترمنځ مستقیم پروازونه پیلېږي.
په کندهار کي د یاد شرکت مسؤل عبدالباسط نعماني ملت ږغ راډیو ته ویلي چي، دا پروازونه به اوونۍ کي یو ځل د جمعې په ورځ ترسره کېږي.
یاد پروازونه له څه مودې راهیسي درېدلي وو او تمه ده په پیل سره ئې مسافرو او سوداګرو ته ګڼي اسانتیاوي برابري سي.
#MillatZagh

❤2👍1
ملګري ملتونه د افغانستان په اړه غونډه جوړوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، په روانه سپټمبر میاشت کي، چي لا ئې دقیقه نېټه نه ده معلومه، د افغانستان په اړه غونډه جوړوي.
امنیت شورا ویلي، په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مشره او د ملګرو ملتونو د سرمشني ځانګړې استازې رباب فاطمه به دې غونډي ته د افغانستان د سیاسي، امنیتي، بشري حقونو او بشري وضعیت په اړه خپل راپور وړاندي کړي.
د سرچینې په وینا، په دې غونډه کي به په افغانستان کي د بشري حقوقو، د نجونو د زده کړو او کار او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه هم خبري وسي.
تر اوسه اسلامي امارت دې غونډي ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

❤1👍1👎1
سبا په ۱۰ ولایتونو کي د بارانونو اټکل سوی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ریاست سبا (جمعه) په ۱۰ ولایتونو کي د بارانونو وورېدلو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.
د دغه وزارت د اټکل له مخي بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، پروان، کاپیسا، خوست او پکتیا هغه ولایتونه دي چي له ۱۰ څخه تر ۴۵ ملي متره د باران وورېدلو په کښي سوی او همدارنګه ئې په لوېدیځو، سوېلي، سوېل ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کي له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کي د باد د تېزوالي اټکل هم کړی دی.

❤2
نیدرلنډ له افغانستان سره ۱۶ میلیونه یورو مرسته وکړه
په افغانستان کي د ملګرو متلونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (O.C.H.A) وايي، نیدرلنډ له افغانستان سره ۱۶ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
یاد دفتر نن (پنج شنبه) پر خپل ایکس د دې مرستي په پار له نیدرلنډ څخه مننه کړې او ویلي ئې دي چي، په دې پیسو به په افغانستان کي اړمنو کسانو ته ژوند ژغورونکي مرستي چمتو کړي.

❤4👍1
د کابل په بګرامۍ کي د یوه عمومي روغتون د جوړولو چاري پیل سوې
د عامي روغتیا وزارت نن (پنج شنبه) د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ په احمد خان کلا سیمه کي د یوه ۳۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کښېښوده.
د عامي روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ویلي، هڅه کوي؛ ترڅو د هیواد لیري او له روغتیايي خدمتونو څخه محرومي سیمي له روغتیايي خدماتو څخه برخمني کړي او دا ئې د دغه وزارت یو ستر هدف یاد کړی دی.
د جلالي په وینا، د دغه روغتون په جوړېدلو سره به د یادي سیمي اوسېدونکي له ټولو روغتیايي خدماتو څخه برخمن سي.
د عامي روغتیا وزارت په وینا، دا روغتون په ۷۱ میلیونه، ۳۲۴ زره او ۳۱۶ افغانۍ پر پنځه جریبه مځکه جوړېږي او په عمومي داخله، جراحي، نسايي ولادي، د کوچنیانو، سترګو، غاښونو، عاجلي، بېړنۍ پاملرني (I.C.U) او (O.P.D) څانګو کي به خدمات وړاندي کوي.

د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۲
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۶
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۸
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۰، کښته ۲۳
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۸
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۹
ننګرهار: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۲۱
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۷
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۲۵

❤5
د اسلامي امارت د مشر په حکم ۳ چارواکي پر نوو دندو وګمارل سول
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب د حکم له مخي درې چارواکي پر نوو دندو ګمارل سوي دي.
ذبیح الله مجاهد پر خپل ایکس په یوه بیان کي لیکلي، د غزني زون نظامي محکمې پخوانی رئیس عبدالبر حقاني د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د نوي لوی رئیس، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت پخوانی رئیس مولوي شمس الدین شریعتي د روزګان د نوي والي او د روزګان پخوانی والي مولوي عبدالرحمان کندوزی د لغمان د نوي والي په توګه ټاکل سوی دی.

❤7👍1
په چکوال کي د افغان کډوالو د شتمنیو د لیلام موضوع څارل کېږي
په پاکستان کي د افغانستان سفارت وایي، د دغه هیواد د پنجاب ایالت په چکوال سیمه کي د افغان کډوالو د شتمنیو د لیلام موضوع ئې له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې او د دې موضوع د حل له پاره ئې یادي سیمي ته یو پلاوی هم استولی او د افغان کډوالو وضعیت ئې له نژدې ارزولی دی.
یاد سفارت ویلي، له اړوندو سیمه ییزو چارواکو سره ئې خبري کړي او هغوی د دې موضوع په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د سرچینې په وینا، هڅه کوي چي "د دې ستونزي د حل له پاره د قانوني او مناسبي حللاري زمینه برابره او د افغان دوکاندارانو حقوق او اموال ضایع نه سي."
په دې وروستیو کي داسي راپورونه خپرېږي چي، د پنجاب ایالت په یاده سیمه کي د افغان کډوالو پر شتمنیو لیلام اعلان سوی دی.

❤3👍1
د صرافۍ د (A.T.M) ماشینونو شمېر زیاتېږي
افغانستان بانک وايي، نقدو پیسو ته د خلکو د ښه لاسرسي او د بانکي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه په هیواد کي د اتومات صرافۍ ماشینونو(A.T.M) شمېر زیاتوي.
د دغه بانک ویاند حسیب الله نوري ویلي، د یادو ماشینونو زیاتول خلکو ته د نقدو پیسو په ترلاسه کولو او د بانکي خدماتو په پیاوړتیا او اسانتیا کي مهم رول لري او هڅه کوي، ترڅو شمېر ئې زیات کړي.
د نوري په وینا، په دې برخه کي د دوی هڅي رواني دي.
د افغانستان بانک د شمېرو پر اساس، دا مهال په ټول هیواد کي ۳۵۰ یاد ماشینونه فعال دي او هڅه کېږي چي دا شمېر نور هم زیات سي.

د "فعالي او ژوندۍ" افغان ټولني له پاره د نجونو زده کړي مهمي دي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا د نجونو پر زده کړو ټینګار کړی او ویلي ئې دي چي، د نجونو زده کړي د افغانستان له پاره مهمه او بنسټیزه مسئله ده او باید حل سي.
کرزي د فایننشل ټایمز نړیوالي رسنۍ له یوه خبریال سره په یوه مرکه کي، چي په کابل کي د ده په اوسني کور ترسره سوې ده، ویلي چي، "که غواړو افغانستان یوه فعاله او ژوندۍ ټولنه وي، باید افغان نجوني ښوونځیو ته ولاړي سي او کار ته ستنې سي."
د هغه په وینا، د اسلامي امارت چارواکو د دوی د حکومت په اړه د مثبت نظر غوښتنه ځني کړې؛ خو نوموړي ورته ویلي، هغه به وخت به مثبت نظر څرګند کړي، چي نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل سي او په خبره ئې، د یوې فعالي ټولني له پاره نجوني باید زده کړي وکړي او د کار زمینه هم ورته برابره سي.
کرزی زیاتوي، د اسلامي امارت ځینو چارواکو هم له ده سره لیدلي او هغوی هم د دې ملاتړي دي، ترڅو نجونو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړل سي.

👎4
صنعتکارانو ته د صنعتي مځکو د وېش لړۍ پیلېږي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په نژدې راتلونکي کي د هیواد په یو شمېر ولایتونو کي صنعتکارانو ته د صنعتي مځکو د وېش لړۍ پیلوي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا مځکي به د غزني، پکتیا، بغلان، لغمان، د کابل په بت خاک، د بلخ په حیرتان، کندز، د لوګر د محمد اغه صنعتي پارک په ۳م فاز، د میدان وردګ د کوتل تخت صنعتي پارک په ۲م فاز، دپروان د باریک آب صنعتي پارک په ۳م فاز او هرات ولایتونو په صنعتي ښارګوټو کي صنعتکارانو ته د صنعت د ودي، کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د هیواد د صنعتي کېدلو په موخه ورکړل سي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، په یادو ښارګوټو کي د غزني، پکتیا، لغمان او بغلان د صنعتي سیمو تفصیلي پلانونه بشپړ او د کور او ښار جوړولو وزارت له خوا وېزه سوي او د پاته ولایتونو پلانونه به هم په روانه میاشت کي د کور او ښار جوړولو وزارت له خوا وېزه او وېش به ئې پیل سي.

❤4👍2
تېر کال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ۱۲،۶ ملیارده افغانۍ ورکړل سوي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په تېر ۱۴۴۷ سپوږمیز کال کي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له خوا کونډو، یتیمانو او معلولینو ته ۱۲ ملیارده او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ ورکړل سوي دي.
مجاهد نن (شنبه) د رسنیو په مرکز کي د "حکومت د مطبوعاتو په هنداره کي" د پروګرام په شپږم خبري کنفرانس کي وویل چي، دا پیسې ۶۵۰ زره کونډو، یتیمانو او معلولینو ته ورکړل سوي دي.
د ذبیح الله مجاهد په وینا، د روان ۱۴۰۵ مالي کال له پاره هم د اسلامي امارت د مشر له خوا یادو کسانو ته ۱۱ ملیارده افغانۍ بودجه ځانګړې سوې ده.

❤4
نن پیلنۍ د وږي میاشتي ۱۴مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۷۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۸۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۴ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۵۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۵،۲۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۹۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۴۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۶۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۱۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۹ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

تېر کال شاوخوا ۱،۹ میلیونه افغان کډوال هیواد ته راستانه سوي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په تېر ۱۴۴۷ سپوږمیز کال کي یو میلیون، ۹۹۷ زره او ۴۷۱ تنه افغان کډوال هیواد ته راستانه سوي دي.
مجاهد نن (شنبه) د رسنیو په مرکز کي د "حکومت د مطبوعاتو په هنداره کي" د پروګرام په شپږم خبري کنفرانس کي ویلي، دغه افغان کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې څخه افغانستان ته راستانه سوي او زیاتوي چي، په راغلو کډوالو کي د کرهڼي وزارت له ۵۰ زره کورنیو سره د غنمو او نقدو پیسو مرستي هم کړي دي.
د هغه په وینا، د یادو افغان کډوالو د لاسنیوي په موخه اقتصاد وزارت په یاد کال کي ۲۱ میلیونه او ۹۹۵ زره امریکايي ډالره او ۴۸ میلیونه افغانۍ مرستي هم راټولي کړي دي.

کام ایر هوايي شرکت هندوستان ته په تخفیف سره د وچو او تازه مېوو صادرات پیلوي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خونه وايي، کام ایر نړیوال هوايي شرکت د یوه تخفیف له مخي هندوستان ته د تازه او وچي مېوې صادرات پیلوي.
یادي خوني ویلي، د دغو صادراتو له پاره یاد شرکت د یوه کیلو ګرام پر سر ۱،۵ امریکايي ډالره ځانګړې بیه ټاکلې ده او دا وړاندیز له سبا (د وږي له ۱۵مي) څخه پیلېږي.
د سرچینې په وینا، دا اقدام د صادارتو د اسانتیا، د صادروونکو د ملاتړ او په هندوستان کي د افغانستان د محصولاتو د حضور د پیاوړتیا په خاطر ترسره کېږي.

❤6👍1
متقي د روسیې له سفیر سره د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري کړي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کي د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرینوف سره د کابل او مسکو د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو لورو نن (شنبه) په کابل کي د یوې لیدني پر مهال د افغانستان او روسیې د دوه اړخیزه د پراختیا، ګډو ګټو او د سیمي د وضعیت په اړه خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، دواړو خواوو د افغانستان او روسیې دوامداره اړیکي ګټوري یادي کړي او د هغو پر پراختیا ئې ټینګار کړی دی.

سبا په ګرمسیرو سیمو کي نوی ښوونیز کال پیلېږي
د کندهار د پوهني ریاست په ګرمسیرو سیمو کي د نوي ښوونیز کال، چي سبا (د وږي ۱۵مه) پیلېږي، د پیل په مناسبت له ټولو هیوادوالو څخه غوښتنه کړې چي، خپل اولادونه په ښوونځیو کي شامل او د علم په ګاڼه سمبال کړي.
دغه ریاست ټولو ښوونکو، زده کوونکو او د هغو کورنیو ته د نوي تعلیمي کال مبارکي ورکړې او د زده کوونکو له کورنیو څخه ئې غوښتنه کړې چي، د خپلو اولادونو څارنه او هڅونه وکړي.
سبا "د وږي ۱۵مه نېټه" په ګرمسیرو سیمو کي نوی ښوونیز کال پیلېږي.

دلتا نړیواله کمپنۍ د افغانستان پر نفتو او ګازو پانګونه کوي
د سعودي عربستان د "دلتا" نړیوالي کمپنۍ اجرائیوي رئیس شاهر التقي په افغانستان کي د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج په اړه د کانونو او پټرولیم له وزیر ملا هدایت الله بدري سره د همکارۍ او پانګوني کولو په اړه خبري کړي دي.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان ویلي، ملا هدایت الله بدري نن (شنبه) په کاري دفتر کي له شاهر لیدلي او دواړو لورو د دې پانګوني په اړه خبري کړي دي.
د افغان په وینا، شاهر د یادي پانګوني په موخه د کانونو وزارت له تخنیکي ټیمونو سره په همږغۍ د ترسره سوو خبرو پایله مثبته بللې او ویلي ئې دي چي، له وزارت سره تر هوکړي وروسته ډېر ژر په افغانستان کي پانګونه وکړي.

❤3
سبا په ۱۱ ولایتونو کي د باران وورېدلو اټکل سوی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ریاست سبا (یک شنبه) په ۱۱ ولایتونو کي د بارانونو وورېدلو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.
دغه وزارت د اټکل پر اساس، په نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، کابل، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کي له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي متره د باران وورېدلو او په لوېدیځو، سوېل ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کي له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کي د باد د تېزوالي اټکل سوی دی.

لغمان کي ترافیکي پېښي ۹ کسان ژوبل کړي
د لغمان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د مرکز مهترلام ښار په باغ میزا سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله نهه کسان ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه نن (شنبه) غرمه درې بجې د پاسو او کرولا موټرانو ترمنځ د ټکر په وخت کي رامنځ ته سوې او د دې پېښي لامل ئې بې احتیاطي یاده کړې ده.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.

❤1😢1