سبا په ګرمسیرو سیمو کي نوی ښوونیز کال پیلېږي
د کندهار د پوهني ریاست په ګرمسیرو سیمو کي د نوي ښوونیز کال، چي سبا (د وږي ۱۵مه) پیلېږي، د پیل په مناسبت له ټولو هیوادوالو څخه غوښتنه کړې چي، خپل اولادونه په ښوونځیو کي شامل او د علم په ګاڼه سمبال کړي.
دغه ریاست ټولو ښوونکو، زده کوونکو او د هغو کورنیو ته د نوي تعلیمي کال مبارکي ورکړې او د زده کوونکو له کورنیو څخه ئې غوښتنه کړې چي، د خپلو اولادونو څارنه او هڅونه وکړي.
سبا "د وږي ۱۵مه نېټه" په ګرمسیرو سیمو کي نوی ښوونیز کال پیلېږي.
#MillatZagh

❤3👍1
دلتا نړیواله کمپنۍ د افغانستان پر نفتو او ګازو پانګونه کوي
د سعودي عربستان د "دلتا" نړیوالي کمپنۍ اجرائیوي رئیس شاهر التقي په افغانستان کي د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج په اړه د کانونو او پټرولیم له وزیر ملا هدایت الله بدري سره د همکارۍ او پانګوني کولو په اړه خبري کړي دي.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان ویلي، ملا هدایت الله بدري نن (شنبه) په کاري دفتر کي له شاهر لیدلي او دواړو لورو د دې پانګوني په اړه خبري کړي دي.
د افغان په وینا، شاهر د یادي پانګوني په موخه د کانونو وزارت له تخنیکي ټیمونو سره په همږغۍ د ترسره سوو خبرو پایله مثبته بللې او ویلي ئې دي چي، له وزارت سره تر هوکړي وروسته ډېر ژر په افغانستان کي پانګونه وکړي.

❤3
سبا په ۱۱ ولایتونو کي د باران وورېدلو اټکل سوی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ریاست سبا (یک شنبه) په ۱۱ ولایتونو کي د بارانونو وورېدلو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.
دغه وزارت د اټکل پر اساس، په نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، کابل، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کي له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي متره د باران وورېدلو او په لوېدیځو، سوېل ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کي له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کي د باد د تېزوالي اټکل سوی دی.

❤2
لغمان کي ترافیکي پېښي ۹ کسان ژوبل کړي
د لغمان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د مرکز مهترلام ښار په باغ میزا سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله نهه کسان ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه نن (شنبه) غرمه درې بجې د پاسو او کرولا موټرانو ترمنځ د ټکر په وخت کي رامنځ ته سوې او د دې پېښي لامل ئې بې احتیاطي یاده کړې ده.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.

❤1😢1
د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۶
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۷
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۷
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۳
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۲۲
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۴
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۲۵

خلیلزاد کابل ته راغلی او له متقي سره ئې د کابل او واشنګټن د اړیکو په اړه خبري کړي
د افغان سولي له پاره د امریکا متحده ایالتونو پخوانی او ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره ئې د کابل او واشنګټن د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دواړو لورو پرون (شنبه) د یوې ناستي پر مهال د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د هغو مسایلو په اړه خبري کړي چي، د دواړو لورو د اړیکو په پراختیا کي مهم رول لري.
د سرچینې په وینا، متقي د دې لیدني پر مهال خلیلزاد ته ویلي چي، افغانستان د "ثبات، امنیت، اقتصادي ودي او ځان بسیایني" په برخو کي عملي پرمختګونه لري" او د "پانګوني مساعد" چاپېریال په کښي برابر دی.
خلیلزاد وروستی ځل د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال په پیل کي هم کابل ته راغلی و او له یوې رسنۍ سره په مرکه کي ئې ویلي و چي، په افغانستان کي دوه امریکایان بندیان دي او د هغو ازادېدل ئې د امریکا متحده ایالتونو او اسلامي امارت د خبرو او اړیکو د پراختیا له پاره مهم ګڼلي وو.

له امریکا متحده ایالتونو څخه ۶ افغان او کیوبايي کډوال ایستل سوي
اسوشیټید پریس نړیوال خبري اژانس ویلي، امریکا متحده ایالتونو شپږ تنه افغان او کیوبايي کډوال له متحده ایالتونو څخه ایستلي او ګویانا ته ئې لېږدولي دي.
یاد اژانس د ګویانا د بهرنیو چارو د وزیر رابرد پرساد په حواله لیکلي، دغه افغانان د تېري جمعې په ورځ د کډوالۍ اړوند مسایلو له امله له امریکا متحده ایالتونو څخه ایستل سوي او زیاتوي چي، دوی له امریکا متحده ایالتونو سره په ګویانا کي د یوه کال له پاره د دغو افغانانو او کیوبایانو پر مېشتېدلو هوکړه کړې ده.
د پرسات په وینا، ښايي یاد افغانان او کیوبایان خپل هیواد یا کوم بل هیواد ته ستانه کړل سي.
امریکا متحده ایالتونو شاوخوا یوه اوونۍ مخکي هم ۱۲ تنه افغانان له متحده ایالتونو څخه وایستل او مرکزي افریقا ته ئې ولېږدول.

د کابل په احسان مېنه کي ۶۹ جریبه مځکه دولتي تثبیت سوه
د عدلیې وزارت ویاند برکت الله رسولي وایي، د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ په احسان مېنه کي ۶۹،۴۵ جریبه مځکه دولتي تثبیت سوې ده.
رسولي پر خپل ایکس لیکلي، یاده مځکه د مرکزي زون د غصب سوو دولتي مځکو قضیو ته د رسېدني ځانګړي محکمې له خوا د یاد ښارګوټي تر ارزوني وروسته دولتي تثبیت سوې ده.

کونړ کي په نژدې ۹ میلیونه افغانۍ یوه پروژه بشپړه سوه
د کونړ ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په ګنجل دره کي په ۸،۹ میلیونه افغانۍ ۱۰ کیلومتره سړک په جغلي ډول جوړ او ګټي اخستني ته وسپارل سو.
یاد دفتر ویلي، دا سړک له هغو پراختیايي پروژو څخه یوه پروژه وه چي، تېر کال د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا په دغه ولایت کي ډیورنډ فرضي کرښي ته په نژدې سیمو کي پیل سوي وې.
دا پروژې په تېر ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز کال کي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا په ۳۵ میلیونه افغانۍ پیل سوې چي، په یاد ولایت کي ډیورنډ فرضي کرښي ته په نژدې سیمو کي د روغتیايي او ښوونیزو مرکزونو، د اوبو رسولو د شبکو او سړکونو جوړول په کښي شامل دي.

نن یونۍ د وږي میاشتي ۱۵مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۲۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۴ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۴ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۵۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۴،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۹۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۴۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۶۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۱۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل او همکارۍ په اړه خبري سوي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سولي او سیاسي چارو له مرستیالي روزمیري ډیکارلو سره د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل او همکارۍ په اړه ټلیفوني خبري کړي دي.
یاد وزارت نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دواړو لورو په دې تلیفوني اړیکه کي د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د عمومي وضعیت، د راتلونکو همکاریو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو او د دوحې پروسې په اړه د راتلونکي تعامل او همکاریو پر څرنګوالي خبري کړي دي.

په ۸۷ میلیونه ډالره په ۲۳ ولایتونو کي د شاوخوا ۳۲۰۰ پروژو پرانستنه وسوه
د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور نن (یک شنبه) په پنجشېر کي د هیواد په ۲۳ ولایتونو کي د ۸۷ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د درې زره او ۲۲۹ پراختیايي پروژو پرانستنه وکړه.
ملا عبداللطیف منصور په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي، یادي پروژې د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په همږغۍ د ۲۳ ولایتونو د ۳۸ ولسوالیو په دوه زره او ۱۵۳ کلیو کي پلي کېږي.
د ملا منصور په وینا، په دې پروژو کي د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو، کانالونو او نورو عامه تأسیساتو جوړول شامل دي.
د پنجشېر ویاند سیف الدین لټون وايي، په یادو پروژو کي د ۵،۷ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت ۱۲۷ پروژې په پنجشېر کي پلي کېږي.

❤4
روزګان کي د کندهار- روزګان لويي لاري د یوې برخي د ترمیم کارونه پیل سوي
د روزګان ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، په یاد ولایت کي د کندهار- روزګان لويي لاري په اوږدو کي د درې کیلومتره سړک د بیارغولو او ترمیم کارونه پیل سوي دي.
یاد دفتر ویلي، په دې پروژه کي له تنابچۍ څخه سرخوبیت سیمي پوري د یاد سړک د ویجاړي برخي ترمیمول شامل دي چي، کارونه ئې د روزګان ولایت مقام او د دغه ولایت د ټولګټو چارو او ښاروالۍ ریاستونو په همږغۍ ترسره کېږي او په ۱۵ ورځو کي به بشپړ سي.
د کندهار- روزګان لويي لاري د بیارغولو کارونه د تېر ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز په وږي میاشت کال د ټولګټو چارو وزارت له خوا په ۷۹۰ میلیونه افغانۍ پیل سول چي، اوس هم جریان لري؛ خو د دواړو ولایتونو اوسېدونکي ئې د کارونو د چټکوالي غوښتنه کوي.

بامیان کي "بند امیر" دوهم ملي نندارتون پرانستل سو
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چي، په بامیان کي "بند امیر" دوهم ملي نندارتون پرانستل سوی دی.
یاد وزارت ویلي، دا نندارتون نن (یک شنبه) پرانستل سو او درې ورځي به دوام وکړي چي، موخه ئې د خصوصي سکټور او کورنیو تولیداتو ملاتړ او معرفت دی.
د سرچینې په وینا، په دغه نندارتون کي په شاوخوا ۱۰۰ غرفو کي وچي مېوې، صنعتي او سوداګریز توکي، لاسي صنایع، لبنیات او یو شمېر نور تولیدات نندارې ته وړاندي سوي دي.

❤5
بغلان کي ۴ کان کیندونکي وژل سوي
د بغلان ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، د دغه ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کي د ډبرو سکرو په یوه کان کي د ګاز نیوني له امله څلور کان کیندونکي وژل سوي دي.
یاد دفتر ویلي، که څه هم د هغوی د ژغورلي هڅه سوې؛ خو یاد کسان د ګاز زهري کېدلو له امله مسموم او وژل سوي دي.
که څه هم یادي سرچینې د دې پېښي د رامنځ کېدلو د لامل په اړه څه نه دي ویلي؛ خو یو شمېر د کانونو متخصصین په دې نظر دي چي ورته پېښي د غیر معیاري کان کیندني له امله رامنځ ته کېږي.

❤2😢2
متقي د کډوالو لويي کمېشنرۍ له مشر سره خبري کړي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د کډوالو لويي کمېشنرۍ (U.N.H.C.R) له مشر عرفات جمیل سره د افغان کډوالو د خوندي او باعزته راستنېدلو په اړه خبري کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی نن (یک شنبه) په یوه ناسته کي د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت د ښه والي په موخه د یادي کمېشنرۍ او د افغانستان ترمنځ د لازمي همکارۍ او همږغۍ په اړه خبري کړي دي.

د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۱۷
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۷
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۰
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۱
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۴
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۸
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۲۲
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۴
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۶

پولي تخنیک پوهنتون کي د رادر او بې پیلوټه الوتکو پوهنځی رامنځ ته سو
د لوړو زده کړو وزارت د کابل په پولي تخنیک پوهنتون کي د هوا فضا او پرمختللو سیسمټونو پوهنځی رامنځ ته کړ.
یاد وزارت ویلي، دا پوهنځی به په څلورو څانګو؛ د بې پیلوټه الوتکو او بې سر نشینه سیسټمونو، د الوتکو انجنیرۍ، د هوا او فضا انجنیرۍ او د رادار او اوینیک انجنیرۍ په څانګو کي محصلین روزي.
دا لومړی ځل دی چي، په افغانستان کي د بې پیلوټه الوتکو او رادار پوهنځی رامنځ ته سو.
له دې سره، سره دغه وزارت د کابل په طبي علومو پوهنتون کي د طبي او فوق تخصص درې د تخصص، په دولتي او خصوصي پوهنتونو کي پنځه د دوکتورا، ۳۳ د ماسټرۍ او ۲۸ د لسانس نوي برنامې هم رامنځ ته کړي دي.

آریانا افغان هوايي شرکت د خپلو طیارو لا درکه کېدل رد کړل
د آریانا افغان هوايي شرکت یو مسئول ملت ږغ راډیو ته هغه راپورونه رد کړي چي، ویل کېدل یوه الوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر له ځغاستلیکي او یوه بله د هرات له رادار څخه وتلې ده.
د هغه په وینا، په دې اړه خپاره سوي راپورونه "هیڅ حقیقت" نه لري او هیوادوال دي په دې اړه تشویش نه کوي.

د متقاعدینو ۱۴م نوملړ اعلان سو
مالیې وزارت وایي، د تېر جمهوري حکومت متقاعدینو ته ئې د تقاعد ورکولو ۱۴م نوملړ اعلان کړی دی.
یاد وزارت ویلي، په دې نوملړ کي د ستري محکمې متقاعدین شامل دي چي، له نن (دوشنبې) څخه د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال د لړم میاشتي تر ۱۶مې نېټې پوري به ئې تقاعد اجراء کړل سي او له هغوی څخه ئې غوښتي چي، تر حضوري تګ مخکي په انلاین بڼه د دغه وزارت په ویبپاڼه کي نوملیکنه وکړي او وروسته مراجعه وکړي.
د سرچینې په وینا، د پاته نورو ادارو د متقاعدینو نوملړ به وروسته اعلان کړي.