Millat Zagh
1.73K subscribers
7.66K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
د سږ کال په دوهمه ربعه کي ۱۵۱ بهرنیو ګرځندویانو له بدخشان څخه لیدنه کړې
د دولتي شرکتونو لوی ریاست وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په دوهمه ربعه کي ۱۵۱ بهرنیو ګرځندویانو له بدخشان څخه لیدنه کړې ده.
یاد ریاست ویلي، د افغان تور شرکت هڅه کوي چي، د ګرځندویانو له پاره اسانتیاوي برابري کړي؛ ترڅو هغوی د هیواد له ګڼو سیمو څخه لیدني وکړي او د افغانستان سیاحت ته زړه ښه کړي.
دا په داسي حال کي ده، چي په دې وروستیو کي د بدخشان په واخان ولسوالۍ کي یو اسټرالیايي ګرځندوی د زړه د حملې له امله مړ سو.
#MillatZagh
❤1👍1
روزګان کي یوه کس ځان وژنه کړې
د روزګان د امنیې قومندانۍ ویاند بلال روزګاني ویلي، د دغه ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ په خواجه زي سیمه کي یوه کس ځان وژنه کړې ده.
روزګاني ویلي، دا کس، چي په یوه روغتیايي مرکز کي د ساتونکي په توګه ئې دنده ترسره کول او په همدې مرکز کي د خپلي روغتیاپالي مېرمني محرم و، په خپل ټوپک ځان ویشتلی او وژلی دی.
د بلال روزګاني په وینا، په دې اړه هغه خپرې سوي اوازې حقیقت نه لري، چي ګواکي هغه ویشتل سوی او زیاتوي چي، په اړه ئې لا هم پلټني رواني دي.
#MillatZagh
😢2👍1
نن پیلنۍ د وږي میاشتي ۲۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۱۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۸۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۲ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۳۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۴،۱۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۸۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۲۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
نن پیلنۍ د وږي میاشتي ۲۱مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۲۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۱۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۸۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۲ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۳۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۴،۱۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۸۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۳۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۲۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
د یو په نسبت ۱۰۰ زره مقیاس جیولوجیکي نقشې اخستني چاري پیل سوي
د کانونو او پټرولیم وزارت د خپل پنځه کلن کاري پلان له مخي د ټول هیواد د یو په نسبت ۱۰۰ زره مقیاس جیولوجیکي نقشې اخستني پروژه سږ کال د خپلو امکاناتو او تجهیزاتو په پام کي نیولو سره په سوېل ختیځ، سوېل او لوېدیځ زونونو کي پیل کړې ده.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان وایي، په دې سروې کي به د سیمو جیولوجیکي جوړښتونه، د مځکي د جوړښت ځانګړتیاوي او د کاني زېرمو احتمالي سیمي په "مسلکي او تخنیکي" ډول وڅېړل سي؛‎ ترڅو د هیواد د کاني سرچینو په اړه بشپړ معلومات راټول، کاني او غیر کاني سیمي تفکیک او د کاني سیمو د اقتصادي وړتیاوو د معلومولو له پاره تخصصي سروې او اکتشافي څېړني ترسره سي.
د افغان په وینا، د یادي نقشې برابرول به د کاني سرچینو د پېژندني او د پانګوني له پاره د "بالقوه" کاني سیمو په تشخیص، وخت، امکاناتو او مالي سرچینو کي د ګټي اخستني له پاره ګټور تمام سي.
#MillatZagh
❤2👍1
د دا.عش د ملاتړ په تور یوه افغانه مېرمن له امریکا متحده ایالتونو څخه و ایستل سوه
یوې امریکايي رسنۍ (P.B.S News) ویلي چي، امریکا متحده ایالتونو یوه ۴۷ کلنه افغانه مېرمن "نذیره حاجي زاده" له متحده ایالتونو څخه ایستلې او افغانستان ته ئې لېږلې ده.
سرچینې پرون (جمعه) په یوه راپور کي د امریکا متحده ایالتونو د عدلیې وزارت په حواله ویلي، دا افغانه مېرمن په متحده ایالتونو کي د داع.ش وسله والي ډلي د یوه احتمالي برید د ملاتړ په تور له امریکا متحده ایالتونو څخه ایستل سوې ده.
په راپور کي راغلي چي، هغې د دغه تور له مخالفت پرته له امریکا متحده ایالتونو څخه د دې پر ایستلو هوکړه کړې ده.
نذیره حاجي زاده د روان زېږدیز کال په جولای میاشت کي د امریکا متحد ایالتونو په ټکساس ایالت کي په خپل کور کي ونیول سوه.
#MillatZagh
❤1👍1
غزني کي ۲۷۲ کیلو ګرامه تاریاک نیول سوي
د غزني امنیه قومنداني وايي، په یاد ولایت کي ئې د کابل- کندهار پر لویه لاره له یوه کس سره ۲۷۲ کیلو ګرامه تاریاک نیولي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا نشه يي توکي په یوه وېګو موټر کي ځای پر ځای سوي وو او له کابل څخه هلمند ته لېږودل کېدل، چي پرون (جمعه) د یاد ولایت امنیتي ځواکونو له علي لالا څلور لاري سره نیولي دي.
د سرچینې په وینا، یاد کس به تر لومړنیو تحقیقاتو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.
#MillatZagh
❤1👍1
کونړ کي ترافیکي پېښي ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د کونړ امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د اسمار ولسوالۍ په شابل سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه کسان وژل سوي او پنځه تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ټکر نن (شنبه) غرمه مهال د سراچه او انټرنېشنل موټرانو ترمنځ سوی دی.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان، چي دوې ښځي هم په کښي شاملي دي، د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي او د پېښي د لامل په اړه پلټني رواني دي.
#MillatZagh
😢2👎1
هلمند کي شاوخوا ۱۰ ټنه قاچاقي درمل وسوځول سول
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کي ئې ۱۰ مټریک ټنه او ۴۶۳ کیلو ګرامه قاچاقي درمل سوځولي دي.
یاد دفتر ویلي، دا درمل د تېرو دوو میاشتو پر مهال په یاد ولایت کي نیول سوي وو چي، په قاچاقي ډول هیواد ته راوړل سوي وو او پرون (جمعه) د یوه پلاوي له خوا سوځول سوي دي.
د سرچینې په وینا، په یادو درملو کي نهه زره او ۹۱۷ کیلو ګرامه انساني درمل، ۳۳۴ کیلو ګرامه حیواني درمل او ۲۱۲ کیلو ګرامه پلاسټران شامل وو.
#MillatZagh
❤1👍1
ننګرهار کي د یوې شخړي له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت د چپرهار ولسوالۍ په "زغو" کلي کي په یوه شخړه کي څلور کسان وژل سوي او درې تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا شخړه نن (شنبه) سهار د دوو کورنیو ترمنځ د مځکي پر سر رامنځ ته سوې ده.
د سرچینې په وینا، د دې پېښي په تړاو دوه کسان نیول سوي او په اړه ئې نور تحقیقات هم روان دي.
#MillatZagh
😢1
د کان کیندني او د نفتو او ګازو شرکتونو اساسنامې په رسمي جریده کي خپرې سوې
د عدلیې وزارت وایي، د کان کیندني او د نفت او ګاز عملیاتي شرکتونو اساسنامې د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب له خوا توشېح او په رسمي جریده کي خپرې سوي دي.
یاد وزارت نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا اساسنامې هره یوه د یوې مقدې، درو بابونو، دوو فصلونو او ۲۷ مادو درلودونکي دي.
د سرچینې په وینا، په دې اساسنامو کي د یادو شرکتونو جوړښت او د هغو مسؤلیتونه، د کانونو او پټرولیم د وزیر او د یادو شرکتونو د مدیره هیئت مسؤلیتونه، د شرکتونو پانګي او له هغو څخه ګټه اخستنه، د مالي ذخیرو رامنځ ته کول، د حسابدارۍ نظام او د مالي راپور وړاندي کول، د صورت حسابونو پلټنه او د یادو شرکتونو د ادغام، انحلال او تصفیې شرایط او اړوند نور مسایل بیان سوي دي.
#MillatZagh
❤1👍1
کندهار کي ترافیکي پېښي ۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د کندهار امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید ملت ږغ راډيو ته ویلي، د لوړ شاولیکوټ ولسوالۍ په ویاند سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله یو کس وژل سوی او یو بل ژوبل سوی دی.
د جمشید په وینا، دا ترافیکي پېښه نن (شنبه) غرمه مهال هغه وخت رامنځ ته سوې چي یو فلډر موټر د کندهار- روزګان پر لویه لاره له سړک څخه واوښت او چپه سو.
هغه ویلي چي، دا پېښه د موټر د زیات سرعت له امله رامنځ ته سوې ده.
#MillatZagh
😢2
د ۲،۷ ملیارډ افغانۍ په لګښت ۱۲ پروژې منظور سوې
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲،۷ ملیارډ افغانۍ په لګښت ۱۲ پروژې منظوري کړي دي.
د رئیس الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، د یاد کمېسیون نننۍ غونډي ته د منظورۍ له پاره ۳۰ پروژې وړاندي سوي وې، چي ۱۲ ئې منظور، ۱۰ تعدیل، دوې لغوه، څلور بیا داوطلبۍ او دوې پروژې ټاکلو کمېټو ته سپارل سوي؛ څو د هغو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکرات ترسره او راپور ئې د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وسپاري.
د سرچینې په وینا، په منظور سوو پروژو کي په بغلان، خوست او پکتیا کي د ولسوالیو په کچه د درو روغتونونو او د کابل ښار د یو شمېر سړکونو جوړول، د برېښنا رسولو او وېش او ځیني نوري پروژې شاملي دي او زیاتوي چي، په تعدیل سوو پروژو کي د مالیې وزارت د دارالامان کمپلکس، د کونړ د ۲۰۰ بستریز روغتون او په کابل کي د الشفاء روغتون د پاته چارو بشپړول شامل دي.
#MillatZagh
❤1👍1
په کابل کي د چین د سفیر ماموریت پای ته ورسېد
د بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کي د چین د سفیر ژاو شینګ د ماموریت موده پای ته رسېدلې او په همدې خاطر ئې د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د مخه ښه لیدنه کړې ده.
یاد وزارت ویلي، امیر خان متقي نن (شنبه) له هغه سره په دې ناسته کي د کابل او بجینګ ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه د خبرو ترڅنګ د هغه د ماموریت دوره بریالۍ بللې او په راتلونکي کي ئې د بریا هیله ورته څرګنده کړې ده.
ژاو شینګ د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د سپټمبر میاشتي له ۱۳مي راهیسي په افغانستان کي د چین د سفیر دنده مخ ته وړل او تازه ئې دغه ډيپلوماټیک ماموریت پای ته رسېدلی دی.
#MillatZagh
❤1
په ۱،۴ ملیارډ افغانۍ د کابل- ننګرهار سړک د لته بند مسیر د بیارغولو کارونه پیل سوي
د ټولګټو چارو وزارت وايي، په ۱،۴ ملیارډ افغانۍ ئې د کابل- ننګرهار لويي لاري د لته بند مسیر د بیارغولو کارونه پیل کړي او د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني دغه چاري له نژدې کتلي دي.
دغه وزارت ویلي، په یاده پروژه کي د لته بند، چي ټوله ۲۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د ۲۰ کیلومتره سړک بیارغول شامل دي او ملا محمد عیسی ثاني ئې له چارو د لیدلو پر مهال ټینګار کړی چي، قراردادي شرکت باید د دغه مسیر کارونه په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره بشپړ کړي.
د یاد وزارت په وینا، یاد مسیر د سروبي ولسوالۍ تر بازار پوري رسېږي، چي په بشپړېدلو سره به ئې په بېړنیو حالاتو کي د کابل- جلال اباد د بدیلي لاري په توګه کار ځني اخستل کېږي.
#MillatZagh
❤1
د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۱۹
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۷
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۸
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۲
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۷
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۸
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۳
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۷
نوی ډهلی: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۷
#MillatZagh
❤2
د عامي روغتیا وزارت شاوخوا ۵۰۰۰ بستونه اعلان ته سپاري
د عامي روغتیا وزارت وايي، شاوخوا پنځه زره روغتیايي بستونه په روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال کي د ازادي سیالۍ له لاري اعلان ته سپاري؛ ترڅو مسلکي او د کار وړ کسان پر دندو وګمارل سي.
د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالولي صدیقي نن (شنبه) د یادو بستونو په اړه په یوه خبري کنفرانس کي ویلي، دا بستونه په مرکز او ټولو ولایتونو کي د هیواد د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه ازادي سیالۍ ته وړاندي کوي.
صدیقي ویلي، یاد بستونه، چي له دوهم څخه تر پنځم بستونو پوري دي، ۲۴۰ د مرکز کابل، ۱۲۰۰ په ولایتي کچه د ولسوالیو، ۱۸۰۰ مسلکي او د عامي روغتیا ریاستونو او ۱۸۰۰ نور په کابل کي د الشفاء روغتون اړوند دي.
#MillatZagh
❤4
په کندز کي یوې ترافیکي پېښي ۲۶ کسان ژوبل کړي
د کندز امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د علي اباد ولسوالۍ په جلوګیر سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله ۲۶ کسان ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه تېره شپه د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدلو پر مهال رامنځ ته سوې ده، چي په نتیجه کي ئې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۲۶ کسان ژوبل سوي دي.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي او د دې پېښي لامل ئې د موټر چلوونکي بې احتیاطي یاده کړې ده.
#MillatZagh
😢1
هرات کي د رومیانو د روب جوړولو په برخه کي ۶۵ میلیونه ډالره پانګونه سوې
د هرات ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، دا مهال په دغه ولایت کي د ۶۵ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګوني سره د رومیانو د روب جوړولو ۱۳ کارخوني فعالیت کوي.
یاد دفتر ویلي، دا کارخوني په میاشتني ډول درې زره مټریک ټنه رومیانو ته اړتیا لري چي له کورنیو کروندګرو څخه ئې ترلاسه کوي او وروسته یاد رومیان د روب په ډول پروسس او بازار ته وړاندي کوي.
#MillatZagh
❤2
ایران د هرات- مزار شریف اوسپني پټلۍ د مالي ملاتړ په اړه خبري کړي
په کابل کي د ایران سفیر علي رضا بیکدلي او د دغه هیواد د اوسپني پټلۍ ادارې د مالي او اداري چارو مدیر نور الله بیرانوند د هرات- مزار شریف اوسپني پټلۍ د لومړي پړاو د جوړولو له پاره د مالي تمویل په اړه خبري کړي دي.
د یاد هیواد سفارت ویلي چي، هغوی د یادي اوسپني پټلۍ د لومړي پړاو جوړولو د مالي ملاتړ او د دې اوسپني پټلۍ پر طرحو خبري کړي دي.
د اوسپني پټلۍ دغه مسیر ۶۵۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چي مخکي ئې ازبکستان سروې کړې وه او اوس ایران او ترکیې هیوادونو هم د دې اوسپني پټلۍ پر جوړولو چمتووالی ښودلی او همدارنګه د افغانستان ملي بانک د یوې طرحي له مخي سوداګریز بانګونه هم غواړي پر دې پروژه ۵۵ ملیارډ افغانۍ پانګونه وکړي.
د اوسپني یاده پټلۍ له هرات څخه تر مزارشریف پوري رسېږي چي نه یوازي د افغانستان له پاره د اقتصادي دهلېز ارزښت لري؛ له دې سره، سره ایران او ترکیه هم د افغانستان له لاري د منځنۍ اسیا له هیوادونو او چین سره نښلوي.
#MillatZagh
❤2