Millat Zagh
1.73K subscribers
7.64K photos
70 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
نن منځنۍ د وږي میاشتي ۲۴مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۹۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۴ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۶۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۵ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۹۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۴۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۴ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۱۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2
سردار داود خان روغتون کي د یوه کس له معدې ۳۰ مېخونه را وایستل سول
د دفاع وزارت اړوند د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کي د یوه کس له معدې څخه ۳۰ فولادي مېخونه را ایستل سوي دي.
یاد وزارت ویلي، دا مېخونه د عصمت الله په نوم د یوه ناروغ له معدې څخه د انډسکوپي عملیاتو پر مهال را ایستل سوي او یاد عملیات ئې کامیاب یاد کړی دی.
#MillatZagh
❤1
جوزجان کي د "وسله والو غلو" ۱۳ کسیزه ډله نیول سوې
د جوزجان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په اقچه ولسوالۍ کي ئې د "وسله والو غلو" ۱۳ کسیزه ډله نیولې، چي له یوه کور څخه د سرو زرو او نقدو پیسو په غلا کولو تورنه ده.
د یادي قومندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي ملت ږغ راډیو ته ویلي، له هغوی سره درې کلاشینکونه، دوې توپګنچې، یو لاسي بم، ۲۵۲ مرمۍ، برچې او ځیني نور د غلا کولو وسایل نیول سوي دي.
د حلیمي په وینا، له یادو کسانو څخه تحقیقات روان دي او وروسته به ئې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.
#MillatZagh
د پنجشېر له کانونو څخه د ۱۶،۷ میلیونه افغانیو زمرد خرڅ سول
د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون وايي، د دغه ولایت له کانونو څخه دوه زره او ۹۵۵ قیراطه زمرد په ۱۶ میلیونه او ۷۶۲ زره افغانۍ خرڅ سول.
د لټون په وینا، یاد زمرد نن (سه شنبه) د همدې ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست تر چتر لاندي د یوې داوطلبۍ پر مهال پلورل سوي دي.
#MillatZagh
❤1
کندهار کي رضاکارانه اشر ترسره سو
کندهار ښاروالۍ نن (سه شنبه) د سلګونو رضاکاره ځوانانو، زده کوونکو او عامو هیوادوالو په همکارۍ د کندهار ښار په ټولو ناحیو کي د ښار د پاکوالي اشر ترسره کړ.
یادي ښاروالۍ ویلي، دا اشر ئې د ښار د پاک ساتلو په اړه د عامه پوهاوي او هیوادوالو ته د ښار د پاکوالي د پیغام رسولو په موخه ترسره کړ.
کندهار ښاروالۍ له ټولو هیوادوالو څخه غوښتنه کړې چي، د "ښار د پاکوالي، ښکلا او سالم چاپېریال" په ساتنه کي فعاله ونډه واخلي او دا کار ئې د ټولو "ګډ مسؤلیت" یاد کړی دی.
#MillatZagh
❤1
زابل د خاک افغان له لاري له روزګان سره ونښلول سو
له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ اداره وایي، روزګان او زابل ولایتونه ئې د خاک افغان او خاص روزګان ولسوالیو له لاري سره نښلولي دي.
یادي ادارې ویلي، دا سړک ۲۵ کیلومتره اوږدوالی او شپږ متره پراخوالی لري، چي د زابل له خاک افغان څخه پیل او د روزګان تر خاص ولسوالۍ پوري رسېږي، په جغلي ډول د یادي ادارې په بودجه جوړ او ګټي اخستني ته سپارل سوی دی.
د سرچینې په وینا، د یادي لاري پر جوړولو څلور میلیونه او ۲۹۳ زره افغانۍ لګښت راغلی او په جوړېدلو سره ئې د دواړو ولایتونو اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتیاوي برابري سوي دي.
#MillatZagh
❤3
ایران یو ۲۵ کلن افغان په دار کړ
د هه نګاو په نوم د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، د ایران حکومت د خلیل افغان په نوم یو افغان په دار ځړولی دی.
یاد سازمان ویلي، افغان تېره یک شنبه سهار مهال د زاهدان په مرکزي زندان کي د نشه يي توکو د تور له امله په دار ځړول سوی دی.
د سرچینې په وینا، خلیل افغان د ۲۰۲۲ زېږدیز کال پر مهال پر د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په کونارک ولسوالۍ کي د نشه يي توکو په تور ونیول سو.
ایران د رواني سپټمبر میاشتي پر دوهمه نېټه هم یو افغان په داسي حال کي په دار وځړاوه، چي د حرکت توان ئې نه درلود او په ویچلر بایسکل کي ئې ژوند کاوه.
#MillaZagh
😢3
د ټاپي پروژې ۸۰ سلنه چاري بشپړي سوي
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په هرات د ټاپي (T.A.P.I) ګازو نل لیکي غځولو پروژې ۸۰ سلنه کارونه بشپړ سوي او د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال تر پایه به ټول بشپړ سي.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان ویلي، د یادي پروژې ۱۲۲،۳ کیلومتره نل لیکه ویلډینګ او غځول سوې او د ۱۵۳ کیلومتره مسیر له برخي څخه ۱۵۰،۳ کیلومتره مسیر د نل لیکي غځولو له پاره چمتو سوی دی.
د افغان په وینا، په یاد ولایت کي د ټاپي د ګازو د وېش شبکې د ډیزاین او سروې چاري هم رواني دي او په نژدې راتلونکي کي به ئې عملي کارونه هم پیل سي
همایون افغان وايي، د دې شبکې په جوړېدلو سره به د ټاپي پروژې ګاز د هرات صنعتي، سوداګریزو او استوګنیزو سیمو ته ورسول سي.
#MillatZagh
❤2
د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۱۹    
کابل: څه ناڅه د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۴
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۸
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۲       
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳‍۱، کښته ۱۵         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱ 
ننګرهار: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۸       
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۴       
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۵
#MillatZagh
❤2
اقتصادي کمېسیون ۶۶ معیارونه او ازمایښتي طریقې تائید کړي
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادار اخند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون ۳۶ معیارونه او ۳۰ د ازمایښت طریقې تائید کړي دي.
اقتصادي معاونیت ویلي، دا معیارونه او طریقې د یاد کمېسیون په نننۍ ناسته کي تائید سوي، چي د کرهڼیزو محصولاتو، خوراکي توکو، درملو، نساجي، کېمیا او پلاسټیک، مخابراتو او الیکتریک، کان کیندني، ساختماني موادو، چاپېریال ساتني او په ځینو نورو برخو کي دي.
د سرچینې په وینا، په دې ناسته کي په کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او ننګرهار کي د ډبرو سکرو د تخلیې، بارګیرۍ، پروسس او بسته بندۍ د مرکزونو د مالکیت معلومولو په اړه تر خبرو وروسته پرېکړه سوې، چي د یادو مرکزونو چاري به د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت او کمرګي چاري به ئې د مالیې وزارت پر غاړه وي.
اقتصادي معاونیت ویلي، یادي پرېکړي د اخري پرېکړي په خاطر د اسلامي امارت د مشر دفتر ته استول سوي دي.
#MillatZagh
❤5
افغانستان بانک شاوخوا ۶۶۰ میلیونه زړې افغانۍ وسوځولې
افغانستان بانک وايي، په سوداګریزه راکړه ورکړه کي د اسانتیاوو په موخه ئې ۶۶۰ میلیونه او ۲۰۰ زره زړې افغانۍ سوځولي دي.
یاد بانک په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا بانکنوټونه، چي د افغانۍ ټولي انواعي په کښي شاملي وې، له مرکزي، سوېل ختیځ او ختیځ زونونو څخه راټول او نن (سه شنبه) یوه پلاوي په ځانګړو بټیو کي سوځولي دي.
د یادو پیسو د سوځولو پر مهال د افغانستان بانک دوهم مرستیال ملا محمد اخند پر هیوادوالو ږغ کړی چي، له بانکنوټونه سره احتیاط وکړي، خطونه پر و نه لیکي او په بټوو کي ئې وساتي؛ ترڅو ژر زړې نه سي.
#MillatZagh
❤4
د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو ګډ نندارتون پرانستل سو
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چي، د ازبکستان په ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز کي د افغانستان او ازبکستان د لاسي صنایعو ګډ نندارتون پرانستل سوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي پرون (سه شنبه) د یاد نندارتون د پرانستل کېدلو پر مهال ویلي، افغانستان او ازبکستان په دې وروستیو کي د اقتصادي، سوداګریزه او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا له پاره مهم ګامونه اخستي او د دغو ګامونو موخه ئې د دواړو هیوادونو د سوداګریزي راکړي ورکړي زیاتوالی یاد کړی دی.
د عزیزي په وینا، کابل او تاشکند د یو او بل بشپړوونکي دي او ازبکستاني پانګوالو ته ئې ډاډ ورکړی چي، په افغانستان کي د پانګوني په کولو سره هر ډول اسانتیاوي ورته برابروي.
یاد وزارت ویلي، یاد نندارتون به درې ورځي دوام وکړي، چي په ۱۰۰ غرفو کي د افغانستان کرهڼیز محصولات، لاسي صنایع، زعفران، قیمتي او نیمه قیمتي ډبري، پنبه، وچي مېوې او د ازبکستان تولیدات نندارې ته په کښي وړاندي سوي دي.
#MillatZagh
❤1👍1
اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، اسلامي امارت د امریکا متحده ایالتونو په ګډون له ټولو هیوادونو سره ښې ډیپلوماټیکي اړیکي غواړي.
بلخي له (C.B.S News) نړیوالي خبري شبکې سره په یوه ویډیويي مرکه کي ویلي، غواړي له نړیوالي ټولني سره ښه تعامل ولري او ټینګار ئې کړی چي، د افغانستان خاوره د هیڅ هیواد پر وړاندي نه کارول کېږي.
هغه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل او د امنیتي وضعیت ښه کېدل د اسلامي امارت لاسته راوړني یادي کړي او زیاته کړې ئې ده، چي له دې سره، سره افغانستان له ځینو ستونزو سره مخ دی؛ خو هڅه کېږي، ترڅو هغه هم حل سي.
عبدالقهار بلخي په یاده مرکه کي د افغان نجونو د زده کړو په اړه ویلي چي، هغوی په خپلو کورونو کي انلاین زده کړو ته دوام ورکولای سي.
#MillatZagh
❤2👍1
راتلونکې اوونۍ په ټول هیواد کي د پولیو ناروغۍ د واکسین کمپاین پیلېږي
له پولیو څخه پاک افغانستان بنسټ (Polio Free Afghanistan) وايي، راتلونکې اوونۍ په ټول هیواد کي د پولیو ناروغۍ د واکسین کمپاین پیلېږي.
یاد بنسټ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا کمپاین به د راتلونکي اوونۍ په دوشنبه (د وږي ۳۰مه نېټه) له سوېلي زون پرته په ټول هیواد او په یاد زون کي به یوه ورځ وروسته (سه شنبه) پیل سي.
د ګوزڼ ناروغۍ د واکسین دا کمپاین داسي مهال پیلېږي چي تېره اوونۍ د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړ چي په افغانستان کي د سږ ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسي د پولیو ناروغۍ ۲۳ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
#MillatZagh
❤1👍1
افغانستان او ترکمنستان د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په اړه خبري کړي
د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار د ترکمنستان له سرکونسل باتور یولوف سره د افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي او سوداګریزه همکاریو د پراختیا، د تورغونډۍ- هرات اوسپني پټلۍ د انتقالاتو او خدماتو د زیاتوالي او له یاد هیواد څخه فراه ته د برېښنا د لېږد په اړه خبري کړي دي.
د هرات ولایت د رسنیو دفتر وايي، دواړه لوري په یوه لیدنه کي پر یادو مسایلو ږغېدلي او په دې لیدنه کي اسلام جار ویلي چي، هرات چمتو دی، ترڅو د تورغونډۍ بندر کمرګي خدمات ۲۴ ساعته او د هرات- تورغونډۍ اوسپني پټلۍ انتقالات زیات سي.
د سرچینې په وینا، اسلام جار په دې لیدنه له یولوف سره له ترکمنستان څخه د هرات له لاري فراه ولایت ته د برېښنا د لېږد په اړه خبري هم کړي، په یادو برخو کي ئې له ترکمنستان څخه د همکارۍ غوښتنه کړې او باتور د یادو مسایلو د تعقیب او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
#MillatZagh
❤1👍1
نن څلنۍ د وږي میاشتي ۲۵مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۹۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۸ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۶۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۵،۹۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۴ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۲۴ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
👍1
ملا شېرین اخند د کندهار پر ولایتي چارواکو خلکو د ښه خدمت او ستونزو ته د رسېدګۍ ږغ کړی
د کندهار ولایت د رسنیو دفتر وايي، د کندهار والي ملا شېرین اخند د کندهار له ولایتي چارواکو څخه غوښتي چي، په ښه ډول د خلکو ستونزو ته رسېدګي وکړي او حل ئې کړي.
هغه په یوه ناسته کي، چي د کندهار د ټولو ریاستونو رئیسان په کښي شامل وو، ویلي، تر هغه وخته پوري دي د خلکو "خدمت" وکړي، ترڅو د دوی ریاستونو ته ورغلي "مراجعین" خلاص سي او زیاته کړې ئې ده، چي حتی تر رسمیاتو وروسته دي هم د هغوی ستونزي واوري او هغه دي حل کړي.
د ملا شېرین اخند په وینا، کوښښ باید وسي، ترڅو د دې زورېدلي ولس خدمت په ښه ډول وسي او دا ئې د ټولو "ور سپارل سوی مسؤلیت" یاد کړی دی.
یاد دفتر وايي، د غونډي په پای کي ګډونوالو ته سیف الدین تائب د کندهار د نوي مرستیال والي، شېخ عبدالرحمان غزنوي د کندهار پوهنتون د نوي رئیس، مولوي عبدالبصیر مظهري د ټولګټو چارو د نوي رئیس او د استخباراتو ریاست اړوند د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی رئیس معرفي سو.
#MillatZagh
❤1👍1😢1
پنجشېر کي د فیروزې یو کان تثبیت سوی
د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون ملت ږغ راډيو ته ویلي، د دغه ولایت په عنابه ولسوالۍ کي ځايي اوسېدونکو د فیروزې یو کان موندلی دی.
د لټون په وینا، د کانونو او پټرولیم وزارت یو پلاوی د دغه کان د څېړني له پاره ټاکل سوی او د یاد کان تر اکتشاف او څېړنو وروسته به د هغه استخراج پیل سي.
پنجشېر د هیواد له هغو ولایتونو څخه دی، چي دا مهال د شاوخوا ۱۷ ډوله نورو قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کانونه هم په کښي تثبیت سوي او د ګڼو د استخراج کارونه روان دي.
#MillatZagh
👍1
د خاتم النبیین پوهنتون د فعالیت جواز لغوه سو
د لوړو زده کړو وزارت وايي، په کابل کي د خاتم النبیین خصوصي پوهنتون د مرکز او په غزني کي د یاد پوهنتون د څانګي د فعالیتونه جوازونه ئې لغوه کړي دي.
د یاد وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي ویلي، دا پرېکړه د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ شورا له خوا د اسلامي ارزښتونو د سپکاوي، د پوهنتون له نوم څخه د استفادې او د دغه وزارت له قوانینو څخه د مکررو سرغړونو له امله سوې ده.
د هاشمي په وینا، د یاد پوهنتنون اوسني محصلین به د خپلو زده کړو د دوام له پاره په اړوندو پوهنځیو کي نورو خصوصي پوهنتونونو ته تبدیل سي.
#MillatZagh
❤8👍1👎1
ننګرهار کي په اوبو کي د ډوبېدلو له امله ۲ کوچنیان وژل سوي
د ننګرهار امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د سرخرود ولسوالۍ د صنعتي پارکونو په سیمه کي د اوبو یوه ډنډ ته پنځه کوچنیان لوېدلي چي دوه ئې وژل سوي او درې ژغورل سوي دي.
د یادي سرچینې په وینا، دا پېښه نن (چهارشنبه) هغه وخت رامنځ ته سوه، چي یوه شپږ کلنه نجلۍ د اوبو ډنډ ته ولوېدل او وروسته نور کوچنیان د هغې د ژغورلو په موخه اوبو ته ور غورځېدلي او په نتیجه کي ئې یادي نجلۍ او یوه بل ۱۴ کلن هلک ساه ورکړې ده.
یادي قومندانۍ ویلي، ژغورل سوي کوچنیان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي او د هغوی روغتیايي حالت ئې د ډاډ وړ یاد کړی دی.
#MillatZagh
👎1