Millat Zagh
1.73K subscribers
7.65K photos
71 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
نن یونۍ د وږي میاشتي ۲۹مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۶۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۸۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۷۸ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۵ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۶۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۵،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۲۲ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۶ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
ننګرهار او بلخ کي د ترافیکي پېښو له امله ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار او بلخ امنیې قومندانیو خبر ورکړی چي، پرون (شنبه) په یادو ولایتونو کي د پنځو ترافیکي پېښو له امله اته کسان وژل سوي او ۱۲ تنه نور ژوبل سوي دي.
یادو سرچینو ویلي، څلور ترافیکي پېښي د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او د دغه ولایت په بټي کوټ او کوټ ولسوالیو کي سوي، چي له امله ئې اووه کسان وژل سوي او یو بل ژوبل سوی او همدارنګه یوه ترافیکي پېښه په بلخ کي د مزار شریف- کابل پر لویه لاره سوې، چي له امله ئې یو کس وژل سوی او ۱۱ تنه نور ژوبل سوي دي.
امنیتي چارواکو د دې پېښو لاملونه بې احتیاطي او زیات سرعت یاد کړی دی.
#MillatZagh
❤1👎1😢1
ایران د افغانستان له پاره د ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا برابرولو ته چمتووالی ښودلی
د افغانستان د دولتي شرکتونو ریاست وايي، د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي ابادي ویلي، هیواد ئې چمتو دی، ترڅو د افغانستان له پاره ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا برابره کړي او افغان کادرونو ته د برېښنا په برخه کي روزنه ورکړي.
د سرچینې په وینا، علي ابادي دا څرګندوني ایران ته د افغانستان د امارتي شرکتونو د عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال د سفر پر مهال او د علي ابادي او بلال ترمنځ په لیدنه کي کړي دي.
یاد شرکت ویلي، دواړو لورو په دې لیدنه کي د افغانستان او ایران ترمنځ د انرژۍ د همکاریو د پراختیا، د تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا او د ګډو پروژو د عملي کولو په اړه هم خبري کړي دي.
#MillatZagh
❤2👍1
افغانستان بانک د هیوادوالو زاړه بانکنوټونه په نوو ور بدلوي
افغانستان بانک د زړو (مندرسو) بانکنوټونو عکسونه او نښي خپرې کړې او له ټولو هیوادوالو څخه ئې غوښتي چي، یاد بانکنوټونه په مرکز او ولایتونو کي د افغانستان بانک او سوداګریزو بانکونو نمایندګیو ته ور وړي او پر ځای ئې نوي بانکنوټونه ترلاسه کړي.
یاد بانک ویلي، هغه بانکنوټونه چي ظاهري بڼه ئې تغیر سوي، یوه یا ډېري برخي ئې څیري سوي، لیکني پر سوي، امنیتي نښي ئې خرابي سوي او په صرافۍ ماشینونو کي د حساب وړ نه وي، دوی ئې په نوو بانکنوټونو بدلوي.
دا په داسي حال کي ده، چي تېره اوونۍ افغانستان بانک له مرکزي، سوېل ختیځ او ختیځ زونونو څخه راټولي سوي ۶۶۰ میلیونه او ۲۰۰ زره زړې افغانۍ وسوځولې او پر هیوادوالو ئې ږغ وکړ چي د بانکنوټونو په ساتلو کي احتیاط وکړي او په بټوو کي ئې په سم ډول وساتي؛ ترڅو ژر زاړه نه سي.
#MillatZagh
❤3👍1
کندهار کي په ۱۸ میلیونه افغانۍ یو چک ډېم جوړ سو
د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د کندهار د کښته شاولیکوټ ولسوالۍ په کندلانو سیمه کي ئې یو چک ډېم جوړ او ګټي اخستني ته سپارلی دی.
یاد وزارت نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا چک ډېم د دغه وزارت له پراختیايي بودجې څخه په ۱۸ میلیونه، ۴۸۳ زره او ۳۷۳ افغانۍ په ۱۱ میاشتو کي جوړ سوی، چي ۱۳ متره لوړوالی او ۱۴۸متره اوږدوالی لري او په جوړېدلو سره ئې ۳۰۰۰ جریبه کرهڼیزي مځکي ته د خړوبولو زمینه برابره سوې ده.
د کندهار اوسېدونکي له حکومت څخه غواړي، چي د وچکالۍ د مخنیوي په خاطر په ولسوالیو کي د اوبو بندونه او چک ډېمونه جوړ کړي؛ ترڅو باغونه او کرهڼيزي مځکي ئې وچي نه سي.
#MillatZagh
❤4👍1
فراه کي یوه کس ځان وژنه کړې
د فراه امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په درېیمه امنیتي حوزه کي د عبدالمتین په نوم یوه کس ځان وژنه کړې ده.
یادي قومندانۍ ویلي، دا کس تېره ورځ (شنبه) د موږکانو زهر خوړلي او وروسته ئې د رسۍ په وسیله ځان ځړولی دی.
سرچینې زیاته کړې چي، هغه د نشه يي توکو روږدی و.
#MillatZagh
😢3👎1
غزني کي د خاوري ښویېدلو له امله ۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د غزني امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د دهیک ولسوالۍ په تاسنګ سیمه کي د خاوري را ښویېدلو له امله دوه کسان وژل سوي او یو بل سخت ژوبل سوی دی.
یادي قومندانۍ ویلي، دا پېښه نن (یک شنبه) تر غرمي مخکي هغه مهال رامنځ ته سوه، چي یادو کسانو له یوې غونډۍ څخه بلي سیمي ته خاوره لېږدول او له غونډۍ څخه خاوره پر را نړېدلې ده.
د سرچینې په وینا، د وژل سوو کسانو جسدونه له خاورو څخه تر را ایستلو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل سوي او ژوبل سوی کس د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوی دی.
#MillatZagh
😢2❤1👍1
د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۱۸
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۶
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۰
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۱۹
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۴
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۰
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۱
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۶
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۶
#MillatZagh
❤3
تېره شپه د پاکستان په بریدونو کي ۶ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستاني پوځي رژیم تېره شپه یو ځل بیا پر کونړ او پکتیکا هوايي بریدونه کړي چي له امله ئې د دوو ښځو په ګډون څلور ملکي کسان وژل سوي او دوه نور ژوبل سوي دي.
ذبیح الله مجاهد پر خپل ایکس لیکلي، دا بریدونه د کونړ د نور ګل ولسوالۍ په بټن او د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په رخه او تور کنډي سیمو کي سوي چي، پر برمل ولسوالۍ بریدونه کوم ځاني زیان نه لري.
د مجاهد په وینا، اسلامي امارت "دا تجاوز او ظلم" غندي او زیاتوي چي پاکستان له خپلو "امنیتي‌ ناکامیو" څخه د "پام اړولو" په خاطر په یاد "جنایت" لاس پوري کړ.
هغه خبرداری ورکړی چي، اسلامي امارت به د دغو بریدونو "ځواب په مناسبت وخت" کي ورکړي.
#MillatZagh
❤3😢3👎1
کاپیسا کي د یوې "کورنۍ دښمنۍ" له امله ۴ کسان وژل سوي
د کاپیسا امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د تګاب ولسوالۍ په ببر خواجه سیمه کي د یوې "کورنۍ دښمنۍ" له امله په رامنځ ته سوې پېښه کي د یوې کورنۍ څلور کسان وژل سوي دي.
د یادي قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز ملت ږغ راډيو ته ویلي، دا پېښه تېره شپه شاوخوا دوې بجې سوې او زیاتوي چي، په وژل سوو کسانو کي درې ښځي او یو کوچنی شامل دی.
د فایز په وینا، د دې پېښي په تور د دې کورنۍ یو غړی نیول سوی او د نورو عاملینو د نیولو هڅي هم رواني دي.
#MillatZagh
😢3👍1
آریانا افغان هوايي شرکت له متحده عربي اماراتو څخه یوه کارګو الوتکه چارټر کړه
آریانا افغان هوايي شرکت وايي، یوه (B- 737- 300) کارګو الوتکه ئې نن (دوشنبه) کابل نړیوال هوايي ډګر ته را رسېدلې ده، چي د سوداګریزو مالونو د انتقال له پاره به ځانګړي سي.
یاد شرکت ویلي، دا الوتکه ئې د متحده عربي اماراتو له ایر چارټر ایکسپریس کمپنۍ څخه د یوه کال له پاره قرارداد کړې ده.
د سرچینې په وینا، دا الوتکه د ۱۷ مټریک ټنه توکو د لېږدولو ظرفیت لري او د هوا له لاري د افغانستان د صادراتو او انتقالاتو د زیاتوالي او د هوايي ټرانسپورټ د ظرفیت لوړولو په برخه کي به مهم رول ولوبوي.
#MillatZagh
❤5👍1
د مسجد الحرام مؤذن وفات سو
حرمینو شریفینو ویلي چي، د مسجد الحرام مؤذن شیخ ابراهیم بن عادل حمزه المدني نن سهار تر وروستي اذان کولو وروسته وفات سوی دی.
حرمینو شریفینو پر خپل ایکس لیکلي، د هغه د جنازې لمونځ به نن (دوشنبه) ماځیګر په مسجد الحرام کي ادا او وروسته به په العملاة هدیره کي خاورو ته وسپارل سي.
المدني په ۱۳۹۷ سپوږمیز کال کي د سعودي عربستان په مدینه منوره کي زېږېدلی و چي له کوچنيوالي څخه ئې له دیني زده کړو سره مینه وه او له ۱۴۳۹ سپوږمیز کال راهیسي ئې په مسجد الحرام کي د مؤذن دنده ترسره کوله.
#MillatZagh
😢6👍1
کرزي پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه وغندل
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه په "کلکه غندلي" او دا بریدونه ئې د افغانستان د "حریم نقض" یاد کړی دی.
کرزي ویلي، د پاکستان اوسني "امنیتي مشکلات" د افغانستان په اړه د دغه هیواد د "ناسمو سیاستونو پایله" ده او له پاکستان څخه ئې غوښتي چي "پر خپلو پالیسیو له سره کتنه وکړي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب، نېکو اړیکو او متمدني رابطې لاره خپله کړي."
هغه د یادو بریدونو د قربانیانو له کورنیو غمشریکي کړې او ټپیانو ته ئې د الله (جل جلاله) له دربار څخه د بشپړي روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
#MillatZagh
❤1👎1
نن دونۍ د وږي میاشتي ۳۰مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۷ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۵ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۷۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۶۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۵۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۴ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۲۷ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۵،۵۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۸ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
نن په ټول هیواد کي د پولیو ناروغۍ کمپاین پیل سو
د عامي روغتیا وزارت وايي، نن (دوشنبه) په ټول هیواد کي د پولیو ناروغۍ د واکسین ملي کمپاین پیل سوی دی.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان ویلي، یاد کمپاین به په سوېلي ولایتونو کي د لا ښه تطبیق په موخه سبا پیل سي او څلور ورځي به دوام وکړي، چي پر مهال به ئې د ټول هیواد هیواد په کچه ۱۲ میلیونه او ۷۷۰ زره تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیانو ته دوه څاڅکي د پولیو واکسین ورکړل سي.
دا کمپاین داسي مهال پیل سوی چي، تېره اوونۍ یوې سرچینې ملت ږغ راډیو ته ویلي و چي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسي په افغانستان کي د پولیو ناروغۍ ۲۹ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
#MllatZagh
❤2👎1
ناروې له افغانستان سره ۱،۶۳ میلیونه ډالره مرسته وکړه
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (O.C.H.A) وايي، ناروې له افغانستان سره ۱،۶۳ میلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې ده.
اوچا ویلي چي، په دې مرسته به اړمنو افغانانو ته بشري مرستي برابري کړي.
#MillatZagh
👍2❤1
د افغانستان او ترکمنستان دوه ورځنۍ ټرانسپورټي او ټرانزیټي ناسته پیل سوه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په هرات کي د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوه ورځنۍ ټرانسپورټي او ټرانزیټي ناسته پیل سوې ده.
یاد وزارت ویلي، دا ناسته نن (سه شنبه) پیل سوه او سبا به هم دوام وکړي چي د افغانستان د پلاوي مشري د ټرانسپورټ وزارت کوي او د بهرنیو چارو او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان د اوسپني پټلۍ عمومي ادارې استازي هم په کښي شامل دي.
د سرچینې په وینا، په دې ناسته کي د افغانستان او ترکمنستان د موټر چلوونکو او سوداګرو له پاره د دوه اړخیزه وېزو ورکولو د اسانتیا، د لاجورد دهلېز د عملیاتي کولو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د ټرانزیټي موټرانو د ازاد تګ راتګ او د ټرانسپورټي همکاریو په اړه خبري کېږي.
#MillatZagh
❤2
د افغانستان او ترکمنستان دوه ورځنۍ ټرانسپورټي او ټرانزیټي ناسته پیل سوه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په هرات کي د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوه ورځنۍ ټرانسپورټي او ټرانزیټي ناسته پیل سوې ده.
یاد وزارت ویلي، دا ناسته نن (سه شنبه) پیل سوه او سبا به هم دوام وکړي چي د افغانستان د پلاوي مشري د ټرانسپورټ وزارت کوي او د بهرنیو چارو او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان د اوسپني پټلۍ عمومي ادارې استازي هم په کښي شامل دي.
د سرچینې په وینا، په دې ناسته کي د افغانستان او ترکمنستان د موټر چلوونکو او سوداګرو له پاره د دوه اړخیزه وېزو ورکولو د اسانتیا، د لاجورد دهلېز د عملیاتي کولو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د ټرانزیټي موټرانو د ازاد تګ راتګ او د ټرانسپورټي همکاریو په اړه خبري کېږي.
#MillatZagh
❤2
په لړم میاشت کي د افغانستان د کانونو لومړنی نندارتون جوړېږي
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال د لړم میاشتي له شپږمي نر نهمي نېټې د افغانستان د کانونو لومړنی ملي او نړیوال نندارتون جوړوي.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان ویلي، دا نندارتون په کابل کي د باختر درخشان شرکت په همکارۍ جوړېږي او پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو او شرکتونو ئې ږغ کړی چي، په یاد نندارتون کي ګډون وکړي.
د افغان په وینا، په دغه نندارتون کي به د افغانستان د کاني زېرمو ظرفیتونه، تولیدات او د پانګوني موجود فرصتونه نندارې ته وړاندي سي.
#MillatZagh
❤2
کندهار کي د احمدشاهي جادې د ډامبرولو کارونه پیل سول
کندهار ښاروالي وايي، له سردار مدد خان څلور لاري څخه تر ډنډ څلور لاري پوري د احمد شاهي جادې د ډامبرولو کارونه ئې پیل کړي دي.
یادي ښاروالۍ ویلي، د دې جادې د ډامبرولو کارونه نن (دوشنبه) له ډنډ څلور لاري څخه پیل سول او ټاکل سوې چي د دې جادې ټولي رغنیزي چاري په څلورو میاشتو کي بشپړي سي.
د سرچینې په وینا، د دغه سړک پر ډامبرولو شاوخوا ۵۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ۴۰۰ کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې ده.
دا جاده له سردار مدد خان څلور لاري څخه پیل او تر ډنډ څلور لاري پوري د ۳،۵ کیلومتره اوږدوالي او ۶۰ متره په پراخوالي سره جوړېږي چي، د چریو، پلچکونو او پیاده روونو جوړول هم په کښي شامل دي او جوړولو ته ئې شاوخوا یو ملیارډ افغانۍ ځانګړي سوي دي.
#MillatZagh
❤5