Millat Zagh
1.73K subscribers
7.64K photos
70 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
د قزاقستان یو پلاوی هرات ته راغلی
د افغانستان له پاره د قزاقستان د ځانګړي استازي یرکین توکوموف په مشرۍ د دغه هیواد یو پلاوی هرات ته راغلی او د هرات له والي مولانا نور احمد اسلام جار سره ئې د افغانستان او قزاقستان د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
د هرات ولایت د رسنیو دفتر ویلي، دواړو لورو نن (یک شنبه) په دې ناسته کي د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا او د ګډي پانګوني په اړه خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، توکوموف په دې لیدنه کي ویلي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ۵۸۱ میلیونه ډالرو سوداګري سوې او هڅه کېږي، ترڅو سږ کال د دواړو لورو سوداګري زیاته سي.
یاد دفتر وايي، قزاقستاني پلاوي په خپل هیواد کي د یوې ناستي بلنه هم افغان پلاوي ته ورکړې ده.
#MillatZagh
❤2
په فراه پوهنتون کي په ۴۶،۵ میلیونه افغانۍ ۲ پروژې پیل سوې
د لوړو زده کړو وزارت وایي، په فراه پوهنتون کي ئې په ۴۶ میلیونه او شاوخوا ۵۳۱ زره افغانۍ د دوو پروژو کارونه پیل کړي دي.
یاد وزارت ویلي، دا پروژې نن (یک شنبه) پیل سوې او په څلورو میاشتو کي به بشپړي سي.
د سرچینې په وینا، په یادو پروژو کي د ۷۰۰ متره اوږدوالي او ۲۵ متره په پراخوالي سره د یاد پوهنتون د عمومي سړک او د ۳،۴ کیلومتره په اوږدوالي سره د یاد پوهنتون د احاطوي دېوال جوړول شامل دي.
#MillatZagh
❤4
د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۴    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۱۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۳
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۷       
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۱         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۵ 
ننګرهار: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۱۹       
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۲       
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۲۲
#MillatZagh
❤3
د کابل ۷ ولسوالۍ له پخوانیو چاوېدونکو څخه پاکي سوې
له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ اداره وايي، د کابل ولایت قره باغ، استالف، کلکان، فرزان، میر بچه کوټ، ګل دره او شکر دره ولسوالۍ ئې له پخوانیو چاودېدونکو توکو څخه پاکي کړي دي.
د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي، د یادو عملیاتو پر مهال ئې پنځه په ماینونو ککړي سیمي پاکي کړي، پنځه- ۵۰۰ کیلويي بمونه او ۱۳۱ له جګړو څخه پاته سوي چاودېدونکي توکي ئې کشف او خنثی کړي دي.
د حماد په وینا، په کابل کي د دې لړۍ تر بشپړېدلو وروسته به هغه د هیواد نورو ولایتونو ته هم وغځول سي؛ ترڅو له جګړو څخه په پاته سوو او چاودېدونکو توکو ککړي سیمي له یادو توکو څخه پاکي او له هغو څخه د خلکو د خوندي ګټي اخستني زمینه برابره سي.
#MillatZagh
❤4👍1
هند له افغانستان سره د روغتیايي توکو مرسته وکړه
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هیواد ئې له افغانستان سره د درملو مرسته کړې ده.
د یاد وزارت ویاند رندهیر جېسوال تېره شپه پر خپل ایکس له افغانستان سره د دې مرستي کولو خبر ورکړی او ویلي ئې دي چي، په دا مرسته کي ژوند ژغورونکي او طبي مصرفي توکي شامل دي.
د جېسوال په وینا، هیواد ئې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کي مرستي او همکارۍ ته ژمن دی.
تېره ورځ په کابل کي د یاد هیواد د سفارت شارژدافیر یتین پټیل هم د عامي روغتیا له وزیر نور جلال جلالي سره په لیدنه کي ویلي و چي، هیواد ئې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کي همکارۍ او ملاتړ ته ژمن دی.
#MillatZagh
❤5👍1
سږ کال ۸،۵ زره بهرني کسان افغانستان ته راغلي
د احصائیې او معلوماتو عمومي اداره وایي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د ۳۴۹ ښځو په ګډون اته زره او ۵۳۸ بهرني کسان افغانستان ته راغلي او د ۱۹۷ ښځو په ګډون شپږ زره او ۹۱۱ بهرني وګړي بیرته له افغانستان څخه وتلي دي.
دې ادارې نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په یادو کسانو کي ۹۳۱ کسان د سیاحت له پاره افغانستان ته راغلي، چي دلته ئې له بېلابېلو تفریحي سیمو څخه لیدني کړي او پاته نور ئې د کار په موخه افغانستان ته راغلي دي.
د سرچینې په وینا، یاد کسان د نیمروز د مځکنیو بندرونو، د هرات نړیوال هوایي ډګر او مځکنيو بندرونو، د بدخشان د اشکاشم مځکني بندر، د بلخ نړیوال هوايي او حیرتان بندر او د کندهار د سپین بولدک له لاري افغانستان ته راغلي دي.
#MillatZagh
❤3👍1
په ننګرهار کي پاکستان ته د ۷۲ کیلو ښیښې او تاریاکو د قاچاق مخه ونیول سوه
د ننګرهار امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په دور بابا ولسوالۍ کي ئې ۶۷ کیلو ګرامه ښیښه او پنځه کیلو ګرامه تاریاک نیولي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا نشه يي توکي ئې له یوه کس سره په سراچه موټر کي نیولي، چي غوښتل ئې پاکستان ته ئې قاچاق کړي.
د سرچینې په وینا، یاد کس به تر تحقیقاتو بشپړېدلو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.
#MillatZagh
❤4👍1
نن دونۍ د تلي میاشتي ۶مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۹۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۶ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۴ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۶،۰۵۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۶،۴۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۱۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۶۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۳،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۴۰۰،۰۴ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۷ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۷ افغانۍ.
سپین زر نقره: یو کیلو په ۱۹۷۵ ډالره.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
په لغمان کي د یوې ترافیکي پېښي له امله ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لغمان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د قرغۍ ولسوالۍ په مشکلي کمر سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله یوه ښځه وژل سوې او ۲۷ تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه نن (دوشنبه) سهار شاوخوا نهه بجې د یوه خاور موټر د چپه کېدلو له امله سوې، چي له لوګر څخه د ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ ته روان و.
د سرچینې په وینا، په ټپیانو کي ښځي او کوچنیان هم شامل دي، چي د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي او د پېښي د څرنګوالي په اړه د ترافیک پولیسو تحقیقات روان دي.
#MillatZagh
❤2👎1
پر ۶ ډوله وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړي سوې
د مالیې وزارت وايي، د کورنیو تولیداتو او صنعت د ملاتړ او ودي په خاطر ئې پر شپږ ډوله وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړي او د یوه ډول دا ئې کمه کړې ده.
یاد وزارت ویلي، دا پرېکړه د مالیې د وزیر ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ د سږ کال د تعرفې د کمېټې په درېیمه ناسته کي سوې چي د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي، د کرهڼي وزیر مولوي عطاء الله عمري، د اقتصاد او عامي روغتیا وزارتونو مرستیالانو، د اقتصادي معاونیت، سوداګرۍ او صنایعو خونو او استخباراتو لوی ریاست استازو ګډون په کښي کړی وو.
د سرچینې په وینا، په دغو وارداتو کي بېټرۍ، تعمیراتي رنګ، چرمي او پلاسټیکي پاپوښونه، ګچ او پمپر شامل دي، چي تعرفې ئې په جلا، جلا ډول لوړي سوي او د زړه د سپرینګونو دا بیا له اته څخه ۳،۵ سلني ته را کمه سوې ده.
#MillatZagh
❤3👍1
پر عامه ځایونو لوحې لګول د مالیې معافیت له حکم څخه مستثنی دي
کندهار ښاروالي وايي، هغه لوحې، چي پر عامه ځایونو لګېدلي وي، د مالیې د معافیت په اړه د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب له حکم څخه مستثنی دي او زیاتوي چي، د دغو لوحو اړوند کسان د مالیې په ورکولو مکلف دي.
یادي ښاروالۍ نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، هغه کسان، چي پر خپلو ملکیتونو ئې لوحې لګولي وي، له مالیې اخستلو څخه معاف دي؛ خو هغه لوحې چي پر عامه ځایونو، پیاده روونو، ګلدانونو او سړکونو باندي لګول کېږي، اړوند اشخاص ئې باید مالیه تحویل کړي.
د سرچینې په وینا، د لوحو د مالیو د معافیت په اړه حکم یوازي او یوازي د خپلو ملکیتونو له پاره دی؛ نه د عامه ځایونو په اړه.
#MillatZagh
❤3👍1
د سږ کال په دوهمه ربعه د ۱۲۵ اجباري نکاحګانو مخنیوی سوی
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د سږ کال په دوهمه ربعه کي ئې د هیواد په کچه د ۱۲۵ اجباري نکاحګانو مخنیوی کړی دی.
د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، یادو قضیو ته د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په چنګاښ، زمري او وږي میاشتو کي رسېدګي سوې او د هغه په خبره، له دې سره، سره د یاد وزارت محتسبینو په همدې موده کي د ښځو د حقوقو اړوند ۱۱۸۷ نوري قضیې هم حل کړي دي.
د خیبر په وینا، په دې موده کي د هیواد په بېلابېلو سیمو کي د کوډو او جادو کولو په تور ۱۵۷ کسان نیول سوي او د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.
#MillatZagh
❤3👍1
د عامي روغتیا وزیر بیلاروس ته تللی
د عامي روغتیا وزیر نور جلال جلالي د یوه پلاوي په مشرۍ بیلاروس ته سفر کړی، چي د دغه هیواد د عامي روغتیا مرستیال وزیر بېريس انډرسيوک ئې هرکلی کړی او ټاکل سوې چي په دغه سفر کي د یاد هیواد له چارواکو سره د بېلابېلو روغتیايي مسایلو او روغتیايي همکاریو په اړه خبري وکړي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، جلالي به په یاد سفر کي د دغه هیواد د عامي روغتیا وزارت له مسؤلینو سره وویني او د دوه اړخیزه روغتیايي همکارۍ، روغتیايي خدمتونو، طبي زده کړو، درمل جوړولو او د تخصصي روغتیايي موضوعاتو په اړه به خبري ورسره وکړي.
د سرچینې په وینا، جلالي به د بیلاروس له طبي پوهنتون، د درمل جوړولو شرکت، د زړه ناروغیو د درملني جمهوري، عملي او عملي مرکز، د سرطان او طبي راډیولوژۍ جمهوري مرکز او د دغه هیواد له ګڼو نورو روغتیايي مرکزونو څخه لیدني هم وکړي.
#MillatZagh
❤3👍1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د "شر او فساد او داع.ش" له ډلو څخه لسګونه سپکي او درنې وسلې نیول سوي
دفاع وزارت پر خپلو ټولنیزو پاڼو د لسګونو درنو او سپکو وسلو او پاکستانۍ کلدارو یوه ویډیو خپره کړې او ویلي ئې دي چي، یادي وسلې ئې وړمه ورځ (شنبه) د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کي د "شر او فساد او داع.ش" ډلو له غړو څخه نیولي دي.
د یاد وزارت په وینا، هغوی د پاکستان په ملاتړ د ډیورنډ فرضي کرښي له ها غاړي څخه افغانستان ته د ورانکارۍ له پاره را استول سوي وو چي وروسته ئې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو مخنیوی وکړ.
دا نښته تېره شنبه سهار مهال وسوه، چي په نتیجه کي ئې د دغه وزارت په وینا، د "شر او فساد او داع.ش" ډلو ۲۸ کسان ووژل سول، ۳۲ تنه ئې ژوندي ونیول سول او نور بیرته د پاکستان پر لور وتښتېدل.
#MillatZagh
❤6👍1
په تېرو شپږو میاشتو کي څه کم ۱۱۰۰ کارګو او ګډي الوتني سوي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي له کابل نړیوال هوايي ډګر څخه ۱۰۷۶ کارګو او ګډي الوتني سوي دي.
د یاد وزارت ویاند حکمت الله اصفي ویلي، په دغو الوتنو کي ۱۱۱ خالصي کارګو دي، چي اووه زره او ۵۳۵ مټریک ټنه صادرات او واردات په کښي سوي او ۹۶۵ مسافر وړونکي کارګو الوتني دي، چي شاوخوا ۱۰ زره او ۳۵۱ مټریک توکي هم په کښي لېږدول سوي دي.
د اصفي په وینا، دا پروازونه بېلابېلو هوايي شرکتونو هندوستان، متحده عربي اماراتو، ترکیې او ځینو نورو هیوادونو ته کړي دي.
هغه زیاتوي، د هوايي چلند د پیاوړتیا له پاره تخفیفونه هم منظور سوي، چي د هوايي چلند د امنیت فیس د هر ټن پر سر له ۱۰۰ څخه ۱۰ امریکايي ډالرو ته او د مځکنیو خدمتونو فیس د هر ټن پر سر له ۹۶ څخه ۴۰ امریکايي ډالرو ته را کښته سوی او د دې ترڅنګ د منظمو ځانګړو کارګو الوتنو د خدمتونو له پاره ۲۵ سلنه او د غیر منظمو له پاره ۵۰ سلنه تخفیف په پام کي نیول سوی دی.
#MillatZagh
❤3👍1
کابل کي له خپل کوره د ۱۸۰ زره ډالرو "تښتوونکی" کس نیول سوی
د کابل امنیه قومنداني وايي، هغه کس ئې نیولی، چي څو ورځي مخکي ئې له "خپل کور" څخه ۱۸۰ زره امریکايي ډالره "تښتولي" وو.
یادي قومندانۍ ویلي، د عبیدالله په نوم دا کس مزار شریف ښار ته تللی و او کابل ته تر بیرته راستنېدلو وروسته ئې غوښتل ایران ته ولاړ سي، خو امنیتي ځواکونو په کندهار اډه کي له ۵۰ زره او ۲۰۰ امریکايي ډالرو او ۲۶ زره افغانیو سره نیولی دی.
د سرچینې په وینا، په دې قضیه کي دوه نور کسان هم نیول سوي چي یو ټکسي چلوونکی دی او له عبیدالله څخه ئې په "فرېب" ۲۰ زره ډالره اخستي او بل هم د یوه هوتل مسؤل دی، چي هغه هم له نوموړي څخه ۷۷ زره ډالره په "فرېب" اخستي وو.
یادي قومندانۍ ویلي، د تښتول سوو ۱۸۰ زره ډالرو له جملې څخه ئې ۱۲۷ زره ډالره بیرته اصلي مالک ته سپارلي دي.
#MillatZagh
❤3👍1
د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۴
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۳
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۳
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۶
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۱
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۳
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۸
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۳
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۲
#MillatZagh
❤3
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د هرات- خواف اوسپني پټلۍ د ۴مي برخي لومړی فاز ګټي اخستني ته وسپارل سو
د هرات ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، د هرات- خواف اوسپني پټلۍ د څلورمي قطعې لومړی فاز ګټي اخستني ته وسپارل سو.
یاد دفتر ویلي، د دې اوسپني پټلۍ پر جوړولو شاوخوا ۵۸،۵ میلیونه امریکایي ډالره لګښت راغلی او د هرات ولایتي چارواکو او له قزاقستان څخه د دغه هیواد د سوداګرۍ وزارت د مرستیال نسوپ په مشرۍ راغلي پلاوي نن (دوشنبه) په یوه غونډه سره ګټي اخستني ته وسپارله.
په دې غونډه کي د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار ویلي، د یادي اوسپني پټلۍ د څلورمي برخي پر دوهم فاز هم کار روان دی او په راتلونکي کي به هغه هم ګټي اخستني ته وسپاري.
د افغانستان د اوسپني پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا عبدالکریم فاتح ویلي چي، په دې سره به د افغانستان او سیمي ترمنځ سوداګریزي اړیکي او ټرانسپورټي لېږد رالېږد نور هم زیات سي.
د هرات- خواف اوسپني پټلۍ د څلورمي قطعې لومړی فاز شاوخوا ۴۳ کیلومتره اوږدوالی لري چي د دغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ د رباط پریان تر تمځای پوري رسېږي.
#MillatZagh
❤3👍1
له افغان کډوالو سره د مرستو پر زیاتوالي خبري سوي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د کډوالو لويي کمېشنرۍ له مشر عرفات جمال او په کابل کي د سویس د پراختیايي او همکاریو د دفتر له مشر ایریک مارکلي سره د راستنېدونکو کډوالو له پاره د مرستو پر برابرولو او زیاتولو خبري کړي دي.
دغه وزارت ویلي، مولوي عبدالکبیر د یوې لیدني پر مهال له هغوی سره د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او مرستو زیاتولو په اړه خبري کړي او پر مهال د سویس د دفتر مشر ایریک ویلي چي، هیواد ئې له افغان کډوالو سره د ملګرو ملتونو په همږغۍ د مرستو زیاتولو ته لومړیتوب ورکوي.
د سرچینې په وینا، عرفات جمال هم په دې ناسته کي ډاډ څرګند کړی چي، هڅه کوي، ترڅو د راستنېدونکو کډوالو له پاره زیاتي مرستي جلب کړي.
#MillatZagh
❤3👍1