Millat Zagh
1.73K subscribers
7.64K photos
70 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
په ننګرهار کي ترافیکي پېښي ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د ننګرهار امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په څلورم فارم سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله درې کسان وژل سوي او درې نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه نن (یک شنبه) د ویټز او کراس روډ موټرانو ترمنځ د ټکر په نتیجه کي سوې ده.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
تېره پنج شنبه هم په یاده ولسوالۍ کي د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه کسان ووژل سول او د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۱۳ تنه نور ژوبل سول.
#MillatZagh
😢3❤1👍1
واخان ګټي اخستني ته وسپارل سو
د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت وايي، نن (یک شنبه) په بدخشان کي د افغانستان او چین ترمنځ واخان ټرانزیټي لاره، چي شاوخوا ۱۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري، تر جغل کارۍ وروسته ګټي اخستني ته وسپارل سوه.
یاد وزارت ویلي، د دې لاري پر جوړولو شاوخوا ۳۶۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د جوړولو کارونه ئې په درو کلونو کي بشپړ سوي دي.
د سرچینې په وینا، یاد سړک د بدخشان د سرحد بروغیل سیمي د پامیر د وغجیر له درې څخه د چین تر پولي پوري په جغلي ډول جوړ سوی چي د څلورو لویو پلونو، ۶۶ پلچکونو او د ۴۰۰۰ متره په اوږدوالي د استنادي دېوالونو جوړول هم په کښي شامل دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت په دې اړه غونډي ته ویلي چي، د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم په یاده سیمه کي عامه خدمتونو ته ځانګړې پاملرنه سوې او د روغتیا، مخابراتو او نورو خدمتونو په ګډون ګڼ نور عامه خدمات په کښي فعاله سوي دي.
د هغه په وینا، اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو د افغانستان ټولي لیري سیمي له عامه خدمتونو څخه برخمني کړي.
#MillatZagh
❤4👍1
د رئیس الوزرا اداري مرستیال د کندهار له عمومي زندان څخه لیدنه کړې
د رئیس الوزرا د اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوه پلاوي، چي د مخابراتو وزیر ملا عبدالاحد فضلي، د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات او ځیني نور چارواکي په کښي شامل وو، پرون (شنبه) د کندهار له مرکزي زندان څخه لیدنه کړې او د دغه زندان چاري ئې له نژدې ارزولي دي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، حنفي د ټولو بلاکونو له بندیانو سره لیدلي او هغوی ته ئې ویلي چي، پر تېرو ناسمو کړنو پښېمانه او توبه وباسي؛ ترڅو تر ازادېدلو وروسته د سالمو او د ګټورو وګړو په توګه ژوند وکړي.
د سرچینې په وینا، هغه او مل پلاوي د یاد زندان ستونزي او غوښتني هم اورېدلي او د حل ئې ډاډ ئې ورکړی دی.
#MillatZagh
❤3👍1
په ۳۹،۲ میلیونه افغانۍ په پنځو ګمرکونو کي سکېنران نصب سول
د مالیې وزارت وايي، په ۳۹،۲ میلیونه افغانۍ ئې پنځه سکېنرونه رانیولي او په درو ګمرکونو کي ئې نصب کړي دي.
دغه وزارت ویلي، یاد سکېنرونه دوه د هرات په اسلام کلا، دوه د ننګرهار په تورخم او یو د خوست نړیوال هوايي ډګر په ګمرک کي نصب سوي دي.
د سرچینې په وینا، د دغو سکېنرونو په نصب سره به د مسافرو راوړل کېدونکي توکي په دقت او شفافیت سره پلټل او ارزول کېږي.
#MillatZagh
❤2👍1
په پنجشېر کي په ۵۰ میلیونه افغانۍ ۱۸ پروژې بشپړي سوې
د پنجشېر ویاند سیف الدین لټون وايي، د دغه ولایت په عنابه او آبشار ولسوالیو کي په ۵۰ میلیونه افغانۍ ۱۸ پراختیايي پروژې بشپړي او ګټي اخستني ته سپارل سوي دي.
د لټون په وینا، په دغو پروژو کي د چک ډیمونو، د اوبو د کانالونو، استنادي دېوالونو، ګبیونونو او د کلیوالي سړکونو جوړول شامل دي.
#MillatZagh
❤1👍1
امیر خان متقي د افغانستان په اړه په مسکو فارمټ غونډه کي ګډون کوي
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د یاد وزارت د چارسمبالي مولوي امیر خان متقي په مشرۍ به یو افغان پلاوی روسیې ته سفر وکړي او د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کي به ګډون وکړي.
ټاکل سوې دا غونډه سبا (دوشنبه- د اکټوبر ۵مه) په مسکو کي جوړه سي او د بېلابېلو هیوادونو ځانګړي استازي به د افغانستان د اوسني امنیتي او اقتصادي وضعیت، په افغانستان کي د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې، د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا او د کابل او اسلام اباد د ترینګلتیاوو په اړه خبري په کښي وکړي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل ویلي، متقي به په یاده غونډه کي د ګډون او وینا سره، سره د سیمه ییزو هیوادونو له لوړپوړو چارواکو او پلاوو سره د د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په اړه هم خبري وکړي.
تر دې مخکي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چي، متقي به د افغان پلاوي مشرۍ په دغه غونډه کي ګډون وکړي او د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره به هم په یوه جلا لیدنه کي د افغانستان او روسیې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په اړه خبري وکړي.
#MillatZagh
❤2👍1
د فراه- فراه رود سړک د ډامبرولو کارونه پیل سول
د فراه ولایت د رسنیو دفتر وايي، نن (یک شنبه) په یاد ولایت کي د فراه- فراه رود لويي لاري د ډامبرولو کارونه پیل سوي دي.
د یاد ولایت مرستیال والي ګل محمد خیبر د یادو چارو د پیل په غونډه کي ویلي، دغه سړک د ټولګټو چارو وزارت په ۹۸۲ میلیونه، ۴۹۵ زره او ۸۰۴ افغانۍ جوړوي او ټول کارونه به ئې د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال د ۱۱مي میاشتي په لومړیو کي بشپړ سي.
د یاد ولایت د ټولګټو چارو رئیس محمد ولي ادریس ویلي چي، دا سړک به د ۶۱ کیلومتره او ۲۵۰ متره په اوږدوالي او د سړک د دواړو غاړو په ګډون د ۱۱ متره په پراخوالي سره په پاخه ډول ورغول سي.
#MillatZagh
❤2👍1
د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۱۹    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۵
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۵، کښته ۱۵
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۷، کښته ۲۶       
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۵         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۱۶ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۲       
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۵       
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۶
#MillatZagh
❤2
امیر خان متقي روسیې ته سفر وکړ
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن (یک شنبه) د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په غونډه کي د ګډون په خاطر د روسیې پلازمېني مسکو ته سفر وکړ.
یاد وزارت ویلي، متقي به په یاد سفر کي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف او نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم لیدني او خبري ولري.
ټاکل سوې سبا په مسکو کي د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه پیل سي.
#MillatZagh
❤2👍1
په بلخ کي په ۳۵ میلیونه افغانۍ د یوه کانال کارونه پیل سول
د مزار شریف ښاروالي وايي، په ۳۵ میلیونه افغانۍ ئې د دشت شور کانال د جوړولو کارونه پیل کړي دي.
یادي ښاروالۍ ویلي، د دغه کانال د جوړولو کارونه نن (یک شنبه) پیل سول او په شپږو میاشتو کي بشپړ سي.
د سرچینې په وینا، دا کانال د ۱۱۰۰ متره اوږدوالي، څلور متره پراخوالي او دوه متره په لوړوالي سره جوړېږي؛ ترڅو د سېلابي اوبو مخه ونیول سي.
#MillatZagh
❤3👍1
یوناما د نجونو د زده کړو د دوام هیله څرګنده کړې
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، هیله لري چي د نجونو له پاره هم د زده کړو د دوام زمینه برابره سي؛ ترڅو هغوی هم زده کړي وکړي او په راتلونکي کي د ټولني په جوړولو کي ونډه واخلي.
یوناما نن (د اکټوبر ۵مه) د ښوونکي د نړیوالي ورځي په مناسبت ټولو ښوونکو ته مبارکي ورکړې او ویلي ئې دي چي، ښځي هم باید زده کړو ته دوام ورکړي؛ ترڅو په راتلونکي کي ښوونکي سي او د نجونو د "پوهي او مهارتونو په وده او جوړونه" کي برخه واخلي.
نن د ښوونکي نړیواله ورځ ده او دا ورځ د ملګرو ملتونو فرهنګي او کلتوري سازمان (یونیسکو) له ۱۹۹۴ زېږدیز کال راهیسي په یاد نوم نومولې ده.
#MillatZagh
❤3👎2
نن دونۍ د تلي میاشتي ۱۳مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۴ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۳ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۰۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۴،۳۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۵ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۵ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۷‍۱ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۸ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
له هراته عربي هیوادونو ته د ۲ میلیونه ډالرو بېټرۍ صادري سوې
د هرات ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي له دغه ولایت څخه عربي هیوادونو ته د دوه میلیونه امریکايي ډالرو بېټرۍ صادري سوي دي.
یاد دفتر ویلي، دا سوداګریزه محموله د یوه خصوصي شرکت له لوري صادره سوې او تر دې مخکي ئې درې نوري محمولې هم صادري کړي دي.
د سرچینې په وینا، یاد شرکت په ورځني ډول د شاوخوا ۴۰۰۰ بېټریو د تولید وړتیا لري او ۵۵۰ کسانو ته ئې کاري زمینه هم برابره کړې ده.
#MillatZagh
❤3👍1
کرزی؛ د علم عامه زده کړه د ملت د "خپلواکۍ او عزت" له پاره حیاتي ارزښت لري
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښوونکي د ورځي په مناسبت د هیواد ټولو ښوونکو ته مبارکي ورکړې او په ټینګار سره ئې ویلي چي د علم عامه زده کړه د ملت د "خپلواکۍ او عزت" له پاره حیاتي ارزښت لري او باید ټول ځانونه ورڅخه برخمن کړي.
کرزي پر خپل ایکس په یوه بیان کي لیکلي چي "د معلم د ورځي په دې نېک مناسبت یو ځل بیا د ګران هیواد نجونو او هلکانو ته د زده کړي پر اهمیت ټینګار کوي او د عام عامه زده کړه د خپل ملت د خپلواکۍ او عزت له پاره حیاتي بولي."
هغه د ښوونکو پر ارزښت هم ږغېدلی او ښوونکی ئې هغه څوک بللی چي په "ملي رسالت، کمو امکاناتو، سختو شرایطو، وفادارۍ او ژمنتیا" ځوانان د علم په ګاڼه سمبالوي او دغه ځوانان دي چي هیواد ته د "دفاع، ساتني، پر ځان بسیایني او عزتمنده ژوندانه" زمینه برابروي.
#MillatZagh
❤2👍1
ایران په افغانستان کي پانګوني ته لېوالتیا ښودلې
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډيپلوماسۍ مرستیال حمید قنبري د یوه پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی او د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال دوکتور محمد نعیم وردګ سره ئې د افغانستان او ایران د اقتصادي، سیاسي او سوداګریزه اړیکو د پراختیا او د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبري کړي دي.
یاد وزارت ویلي چي، دواړو لورو نن (دوشنبه) په کابل کي د یوې لیدني پر مهال په دې اړه خبري کړي او هغوی لېوالتیا ښودلې چي په افغانستان کي پانګونه کوي.
د سرچینې په وینا، دغه پلاوي ویلي، غواړي په افغانستان کي د هرات- مزار شریف پر اوسپني پټلۍ، د کانونو پر استخراج او د برېښنا پر تولید پانګونه وکړي او په دې برخه کي له افغانستان سره همکاري وکړي.
#MillatZagh
❤3👍1
د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۱    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۴
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۳
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۲۱       
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۵         
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۵ 
ننګرهار: اسمان څه ناڅه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۲۰       
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۷       
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۵
#MillatZagh
❤4
متقي له خپل روسیي سیال سره د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري کړي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي روسیې ته د سفر پر مهال د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د افغانستان او روسیې د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري کړي دي.
یاد وزارت تېره شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دواړو لورو په دې لیدنه کي د کابل او مسکو د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو د پراختیا، د سیمه ییزو موضوعاتو او سیاسي مشورو د دوام په اړه خبري کړي او متقي د دې خبرو پر مهال ویلي چي، افغانستان له روسیې سره د اوږد مهاله همکاریو پراختیا ته لومړیتوب ورکوي.
د سرچینې په وینا، لاوروف په دې لیدنه کي لېوالتیا څرګنده کړې چي روسیه له افغانستان سره اقتصادي او تجارتي اړیکي پراخوي.
امیر خان متقي وړمه ورځ (یک شنبه) د روسیې پلازمېني مسکو ته سفر وکړ او د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کي ئې ګډون او وینا وکړه.
#MillatZagh
❤2👍1
د اوبو او انرژۍ وزیر په کندهار او هلمند کي د ځینو پروژو چاري ارزولي
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده کندهار او هلمند ته د سفر پر مهال په یادو ولایتونو کي د دغه وزارت اړوند له ځینو پروژو څخه لیدنه کړې او د یادو پروژو چاري ئې له نژدې ارزولي دي.
دغه وزارت ویلي، هغه په هلمند کي د نهر السراج کانال، د کندهار په میوند ولسوالۍ کي د تیمور کانال او د همدې ولایت د ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو ترمنځ د نوي جوړېدونکي پله چاري له نژدې کتلي او ارزولي دي.
د سرچینې په وینا، ملا محمد یونس اخندزاده د یادو پروژو قراردادي شرکتونو ته د چارو د ښه ترسره کولو سپارښتني هم کړي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د هلمند د نهر السراج کانال د جوړولو کارونه ۴۱ سلنه، د تیمور کانال دا ۲۵ سلنه بشپړ سوي او د ژړۍ او پنجوايي ترمنځ د نوي پله چاري تازه پیل سوي دي.
#MillatZagh
❤4👍1
افغانستان او ایران د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه خبري کړي
د ایران د اسلامي شورا د تولید د ملاتړ د ځانګړي کمېسیون د مشر ډاکټر محسن زنګنه په مشرۍ د دغه هیواد راغلي پلاوي د افغانستان د سوداګرۍ له وزیر نور الدین عزیزي سره د کابل او تهران د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه خبري کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دواړو لورو پرون (دوشنبه) په یوه لیدنه کي په کلني ډول ۱۰ ملیارډ امریکايي ډالرو ته د افغانستان او ایران د سوداګرۍ رسولو او د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په اړه خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، عزیزي او دغه پلاوي د ګډو صنعتي پروګرامونو، په افغانستان کي د یوه ځانګړي صنعتي پارک د جوړولو، د چابهار بندر له لاري د همکاریو د پراختیا او د نفتو د تصفیې خوني د جوړولو په اړه هم خبري کړي او عزیزي هغوی ته ډاډ ورکړی چي، په افغانستان کي د دوی د پانګوني له پاره هر ډول اسانتیاوي برابروي.
#MillatZagh
❤2👍1
اسلامي امارت د جرمونو نړیواله محکمه په "رسمیت نه" پېژني
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د جرمونو د نړیوالي محکمې هغه پرېکړه غندلې چي د اسلامي امارت د مشرانو د نیولو په اړه ئې کړې او ویلي ئې دي چي "اسلامي امارت په دې نوم کومه محکمه په رسمیت نه پېژني او نه ئې موقفونو ته کوم ارزښت ورکوي."
مجاهد ویلي، د اسلامي امارت مشرانو داسي کار نه دی کړی چي هغوی دي د کومي محکمې له خوا "ونیول او مجازات" سي.
د هغه په وینا، اسلامي امارت د "اسلامي شریعت د حکمونو او محکمو تابع دی" او پر یاده محکمه ئې ږغ کړی چي د افغانستان په اړه تر خپل "واک او صلاحیت" لوړي ادعاوي و نه کړي.
تازه د جرمونو نړیوالي محکمې (I.C.C) د "بشریت ضد جرمونو" له امله د اسلامي امارت د څلورو لوړ پوړو چارواکو د نیولو حکم کړی دی.
#MillatZagh
❤6👍1