Millat Zagh
1.73K subscribers
7.64K photos
70 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
متقي له خپل روسیي سیال سره د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري کړي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي روسیې ته د سفر پر مهال د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د افغانستان او روسیې د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري کړي دي.
یاد وزارت تېره شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دواړو لورو په دې لیدنه کي د کابل او مسکو د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو د پراختیا، د سیمه ییزو موضوعاتو او سیاسي مشورو د دوام په اړه خبري کړي او متقي د دې خبرو پر مهال ویلي چي، افغانستان له روسیې سره د اوږد مهاله همکاریو پراختیا ته لومړیتوب ورکوي.
د سرچینې په وینا، لاوروف په دې لیدنه کي لېوالتیا څرګنده کړې چي روسیه له افغانستان سره اقتصادي او تجارتي اړیکي پراخوي.
امیر خان متقي وړمه ورځ (یک شنبه) د روسیې پلازمېني مسکو ته سفر وکړ او د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کي ئې ګډون او وینا وکړه.
#MillatZagh
❤2👍1
د اوبو او انرژۍ وزیر په کندهار او هلمند کي د ځینو پروژو چاري ارزولي
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده کندهار او هلمند ته د سفر پر مهال په یادو ولایتونو کي د دغه وزارت اړوند له ځینو پروژو څخه لیدنه کړې او د یادو پروژو چاري ئې له نژدې ارزولي دي.
دغه وزارت ویلي، هغه په هلمند کي د نهر السراج کانال، د کندهار په میوند ولسوالۍ کي د تیمور کانال او د همدې ولایت د ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو ترمنځ د نوي جوړېدونکي پله چاري له نژدې کتلي او ارزولي دي.
د سرچینې په وینا، ملا محمد یونس اخندزاده د یادو پروژو قراردادي شرکتونو ته د چارو د ښه ترسره کولو سپارښتني هم کړي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د هلمند د نهر السراج کانال د جوړولو کارونه ۴۱ سلنه، د تیمور کانال دا ۲۵ سلنه بشپړ سوي او د ژړۍ او پنجوايي ترمنځ د نوي پله چاري تازه پیل سوي دي.
#MillatZagh
❤4👍1
افغانستان او ایران د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه خبري کړي
د ایران د اسلامي شورا د تولید د ملاتړ د ځانګړي کمېسیون د مشر ډاکټر محسن زنګنه په مشرۍ د دغه هیواد راغلي پلاوي د افغانستان د سوداګرۍ له وزیر نور الدین عزیزي سره د کابل او تهران د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه خبري کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دواړو لورو پرون (دوشنبه) په یوه لیدنه کي په کلني ډول ۱۰ ملیارډ امریکايي ډالرو ته د افغانستان او ایران د سوداګرۍ رسولو او د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په اړه خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، عزیزي او دغه پلاوي د ګډو صنعتي پروګرامونو، په افغانستان کي د یوه ځانګړي صنعتي پارک د جوړولو، د چابهار بندر له لاري د همکاریو د پراختیا او د نفتو د تصفیې خوني د جوړولو په اړه هم خبري کړي او عزیزي هغوی ته ډاډ ورکړی چي، په افغانستان کي د دوی د پانګوني له پاره هر ډول اسانتیاوي برابروي.
#MillatZagh
❤2👍1
اسلامي امارت د جرمونو نړیواله محکمه په "رسمیت نه" پېژني
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د جرمونو د نړیوالي محکمې هغه پرېکړه غندلې چي د اسلامي امارت د مشرانو د نیولو په اړه ئې کړې او ویلي ئې دي چي "اسلامي امارت په دې نوم کومه محکمه په رسمیت نه پېژني او نه ئې موقفونو ته کوم ارزښت ورکوي."
مجاهد ویلي، د اسلامي امارت مشرانو داسي کار نه دی کړی چي هغوی دي د کومي محکمې له خوا "ونیول او مجازات" سي.
د هغه په وینا، اسلامي امارت د "اسلامي شریعت د حکمونو او محکمو تابع دی" او پر یاده محکمه ئې ږغ کړی چي د افغانستان په اړه تر خپل "واک او صلاحیت" لوړي ادعاوي و نه کړي.
تازه د جرمونو نړیوالي محکمې (I.C.C) د "بشریت ضد جرمونو" له امله د اسلامي امارت د څلورو لوړ پوړو چارواکو د نیولو حکم کړی دی.
#MillatZagh
❤6👍1
نن منځنۍ د تلي میاشتي ۱۴مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۴ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۳ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۰۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۳،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
د نجونو او ښځو د حقونو پرمختګ د افغانستان د پرمختګ لامل کېدای سي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سولي او سیاسي چارو مرستیالي روزمیري ډیکارلو ویلي، د افغانستان پرمختګ د نجونو او ښځو د زده او کار په ګډون د هغوی د حقونو په پرمختګ کي نغښتی دی او ټینګار ئې کړی چي، په دې برخه پرمختګ د افغانستان د لا پرمختګ لامل کېدای سي.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) نن (سه شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، ډیکارلو افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د اسلامي امارت له چارواکو، د مدني ټولنو له استازو او د ملګرو ملتونو له ښځینه کارکوونکو سره لیدلي او د افغانستان د وضعیت په اړه د خبرو سره، سره ئې د نجونو د زده کړو او کار د محدودیتونو په اړه هم خبري ورسره کړي دي.
د سرچینې په وینا، هغې د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنو کي د افغان نجونو د زده کړو او کار اندېښنې هم له هغوی سره شریکي کړي دي.
یوناما ویلي، افغانستان ته د ډیکارلو سفر، چي د رواني اوونۍ له پیل سره هم مهاله پیل سوی و، پای ته رسېدلی دی.
#MillatZagh
❤3👎3
افغانستان او روسیې د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو د پراختیا په اړه خبري کړي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي روسیې ته د سفر پر مهال د دغه هیواد د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره د افغانستان او روسیې د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو او د انرژۍ د همکارۍ د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیر خان متقي او الکسي د دې لیدني پر مهال د سوداګرۍ د پراختیا، د ټرانزیټ او سیمه ییز اتصال، په افغانستان کي د روسي پانګوالو د پانګوني، د انرژۍ او کانونو په برخه کي د ګډو همکاریو او د بانکي تادیاتو د اسانه کولو په اړه خبري کړي او متقي غوښتنه کړې چي موجود سیاسي تفاهم باید په اقتصادي شراکت بدل سي.
د سرچینې په وینا، الکسي اوورچوک ویلي چي، د کابل او مسکو ترمنځ د عملي همکاریو د پیل زمینه برابره سوې او ژر به د دواړو لورو ترمنځ عملي اقتصادي همکارۍ رامنځ ته سي.
#MillatZagh
❤2👍1
په هرات کي په ۴۰ میلیونه افغانۍ ۳ پروژې پیل سوې
د هرات ولایت د رسنیو دفتر وايي، د هرات ښاروالۍ نن (سه شنبه) په دغه ولایت کي په شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانۍ درې پروژې پیل کړې.
یاد دفتر ویلي، په دغو پروژو کي په اوومه ناحیه کي د ځینو کوڅو کانګرېټول، د شپږمي ناحیې د کبابیان او د کار آباد له پله څخه تر دېرش متره بهارستان پوري د سړکونو جوړول او ډامبرول شامل دي.
دا پروژې داسي مهال پیل سوي چي تازه د هرات ښاروال حمدالله نعماني ویلي، د روان ۱۴۰۵ مالي کال له پاره ئې په هرات ښار کي د څه باندي یو ملیارډ افغانۍ په لګښت ۸۰ پراختیايي پروژې پلان کړي چي د هغو له جملې څخه د ۴۲ پروژو چاري پیل سوي دي.
#MillatZagh
❤1👍1
د سبا (‎څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۵    
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۳
هرات: اسمان څه ناڅه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۴
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۷       
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۳         
بلخ: اسمان څه ناڅه وریځ، تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۳ 
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۸       
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۳       
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۴
#MillatZagh
❤2
سبا د امام ابوحنیفه (رحمه الله) پنځم ملي او نړیوال نندارتون جوړېږي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خونه وايي، سبا (چهارشنبه) په کابل کي د امام ابو حنیفه (رحمه الله) پنځم ملي او نړیوال نندارتون جوړوي.
یادي خوني ویلي، دا نندارتون به د رواني تلي میاشتي تر ۲۱مي نېټې پوري دوام وکړي.
د سرچینې په وینا، په دغه نندارتون کي د ګډون په موخه د ایران یو پلاوی کابل ته راغلی او د ازبکستان، قرغزستان، قزاقستان، هندوستان، روسیې او ګڼو نورو سیمه ییزو هیوادونو پلاوي به هم کابل ته راسي او په دغه نندارتون کي به ګډون وکړي.
دا نندارتون له تېرو پنځو کلونو راهیسي د کورنیو تولیداتو د معرفت او ملاتړ، د صادراتو د زیاتوالي، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د پانګوني د راجلبولو په موخه جوړېږي چي د کورنیو تولیداتو او سوداګرو سره، سره بهرني سوداګر او شرکتونه هم ګډون په کښي کوي.
#MillatZagh
❤1👍1
په هرات او غزني کي ترافیکي پېښي ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د هرات او غزني امنیې قومندانۍ خبر ورکوي چي، پرون (سه شنبه) د هرات- اسلام کلا او کابل- کندهار پر لویو لارو د دوو ترافیکي پېښو له امله شپږ کسان وژل سوي او اووه تنه نور ژوبل سوي دي.
یادو سرچینو ویلي، یوه ټکر د غزني د مرکز په شهباز بازار کي د ۵۸۰ مسافر وړونکي او کرولا موټرانو او بل د هرات- اسلام کلا پر لویه لاره د کنډک په سیمه کي د ټکسي او پریس موټرانو ترمنځ سوی، چي په لومړۍ پېښه کي یو کس وژل سوی، پنځه نور ژوبل سوي او په دوهمه پېښه کي د یوې کورنۍ پنځه کسان وژل سوي او دوه نور ټپیان دي.
سرچینو د دې پېښو لاملونه بې احتیاطي یاده کړې ده.
#MillatZagh
❤1👎1😢1
افغانستان او ایران د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبري کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي پالیسۍ د مرستیال حمید قنبري په مشرۍ د دغه هیواد راغلي پلاوي او د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال وزیر عبدالرحمان قانت د کابل او تهران د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
یاد وزارت ویلي، قانت او دغه پلاوي، چي په کابل کي د ایران سفیر علي رضا بیکدلي هم په کښي شامل و، د کانونو په برخه کي د پانګوني، د هرات- مزار شریف اوسپني پټلۍ او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، قانت په دغه ناسته کي له یاد پلاوي څخه غوښتي چي، د افغانستان او ایران ترمنځ دغه هیواد ته د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د سفر پر مهال لاسلیک سوې هوکړه باید عملي سي؛ ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو د لا پراختیا لامل سي.
دغه وزارت وايي، قانت هغوی ته ویلي چي د افغانستان د کانونو په برخه کي د پانګوني له فرصتونو څخه ګټه واخلي او هر ډول اسانتیاوو برابرولو ډاډ ئې ورکړی دی.
#MillatZagh
❤1👍1
په بدخشان کي چاودني ۲ کسان ژوبل کړي
د بدخشان امنیه قومنداني وايي، نن (چهارشنبه) سهار د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کي چاودنه سوې چي له امله ئې دوه کسان سطحي ژوبل سوي دي.
د یادي قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي، د دې چاودني په تور څلور مشکوک کسان نیول سوي او زیاتوي چي، د دې پېښي په اړه نوري څېړني هم رواني دي.
د کامګار په وینا، ټپیان دوه ملکي کسان دي چي په یوه کرولا موټر کي سپاره وو او د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
#MillatZagh
❤1👎1
د کرهڼي وزیر ازبکستان ته تللی
د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ازبکستان په رسمي بلنه او د دغه هیواد د پلازمېني تاشکند په کوربتوب په یوه تخنیکي فورم کي د ګډون په موخه یاد هیواد ته سفر کړی دی.
ذکر سوي وزارت ویلي، عمري به د دغه سفر پر مهال په یوه نړیوال تخنیکي فورم کي، چي نن او سبا دوام کوي، ګډون وکړي او په دغه فورم کي به په وچه کي د پرتو هیوادونو د خوړو د خوندیتوب او د دوامداري پراختیا په اړه خبري اتري وسي.
د سرچینې په وینا، د کرهڼي وزیر به په دغه سفر کي د ازبکستان او په دغه فورم کي د ګډون کوونکو هیوادونو له استازو سره د افغانستان د کرهڼیزو او اقتصادي ظرفیتونو، د کرهڼیزو محصولاتو د صادراتو او سوداګرۍ د پراختیا، د پانګوني د جلب او د مسلکي پوهي او تجربو د شریکولو په اړه هم خبري وکړي.
#MillatZagh
👍1
نن څلنۍ د تلي میاشتي ۱۵مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۴۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۲۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۳ او په عام بازار کي کیلو په ۶۵ او ۶۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴،۹۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۳،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۹۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۷۲ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۸ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
متقي د چین له ځانګړي استازي سره د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري کړي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان له پاره د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره د افغاستان او چین د دوه اړخیزه اړیکو او ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبري کړي دي.
یاد وزارت ویلي، دواړو لورو د روسیې په کوربتوب د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د اتمي غونډي په څنډه کي سره لیدلي او د افغانستان او چین د اړیکو د پراختیا، د افغانستان د اقتصادي او سیمه ییز اتصال په برخه کي د ګډي همکارۍ، د سیمه ییز وضعیت او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه ئې خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، دوی د افغانستان او چین اړیکي مثبتي یادي کړي او د هغو پر لا پراختیا ئې ټینګار کړی دی.
#MillatZagh
👍1
سږ کال له څه کم ۴۴ زره راستنو سوو کوچنیانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه اخستل سوې
د پوهني وزارت وايي، د روان ۱۴۰۵ ښوونیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي ئې له ۴۳ زره او ۸۴۱ راستنو سوو افغان کوچنیانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه اخستې ده.
د یاد وزارت ویاند ذبیح الله همت ویلي، دغه کوچنیان تر یادي ازمویني وروسته د خپلو تعلیمي سویو پر اساس ښوونځیو ته معرفي سوي او په زده کړو ئې پیل کړی دی.
د همت په وینا، د دغه بهیر موخه د راستنېدونکو کډوالو له پاره د زده کړو زمینه برابرول دي.
د پوهني وزارت شمېرې ښیي چي تېر کال هم له ۸۲ زره او ۸۳۲ تنو راستنو سوو افغان کوچنیانو څخه یاده ازموینه اخستل سوې او په ښوونځیو کي شامل سوي دي.
#MillatZagh
👍1
له راستنو سوو سره د خوراکي توکو د مرستي یو تړون لاسلیک سو
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت او یوې مؤسسې ترمنځ په شاوخوا ۳۱ زره امریکايي ډالرو یو تړون لاسلیک سوی چي پر اساس به ئې یاده مؤسسه په کندهار کي له راستنو سوو کورنیو سره مرسته کوي.
دغه وزارت ویلي، د یاد تړون له مخي به د افغانستان د خلکو له پاره د بشردوستانه مرستو مؤسسه له ۱۸ زره او ۹۲۴ راستنو سوو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.
#MillatZagh
👍1
د متقاعدینو ۱۷م نوملړ اعلان سو
مالیې وزارت د تېر جمهوري حکومت د متقاعدینو ۱۷مه نوملړ اعلان کړی دی.
یاد وزارت ویلي، په دغه نوملړ کي د ټولګټو چارو، د کانونو او پټرولیم او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواک ریاست متقاعدین شامل دي چي د رواني تلي میاشتي له ۱۸مي څخه د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال د لیندۍ میاشتي تر ۱۸مي نېټې به ئې تقاعد اجراء کړل سي.
یاد وزارت له دغو متقاعدینو څخه غوښتي چي، تر حضوري تګ مخکي په انلاین بڼه د دغه وزارت په ویبپاڼه کي نوملیکنه وکړي.
د سرچینې په وینا، د پاته نورو ادارو نوملړونه به وروسته اعلان کړي.
#MillatZagh
👍1
په کابل کي د امام ابو حنیفه (رحمه الله) پنځم ملي او نړیوال نندارتون پرانستل سو
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني نن (چهارشنبه) په کابل کي د افغانستان نړیوال نندارتون د مرکز په کوربتوب د امام ابو حنیفه (رحمه الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون پرانستنه وکړه چي د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، ګڼو دولتي چارواکو او د بېلابېلو هیوادونو پلاوو ګډون په کښی کړی وو.
یادي خوني ویلي، دا نندارتون به د رواني تلي میاشتي تر ۲۱مي نېټې پوري دوام وکړي، چي تر ۷۰۰ په زیاتو غرفو کي د ۵۵۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو بېلابېل تولیدات نندارې ته وړاندي سوي دي.
اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند دغه نندارتون د افغانستان او نورو هیوادونو د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو د پراختیا له پاره مهم بللی او د هغو پر لا پراختیا ئې ټینګار کړی دی.
دا نندارتون له تېرو پنځو کلونو راهیسي د کورنیو تولیداتو د معرفت او ملاتړ، د صادراتو د زیاتوالي، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د پانګوني د راجلبولو په موخه جوړېږي.
#MillatZagh
👍1