د اسلامي همکاریو سازمان او افغانستان د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري سوي
د افغانستان له پاره د اسلامي همکاریو سازمان (O.I.C) مرستیال او ځانګړی استازی طارق علي بخیت افغانستان ته راغلی او د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره ئې د افغانستان او یاد سازمان د دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبري کړي دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دواړو لورو نن (یک شنبه) په یوه لیدنه کي د افغانستان او یاد سازمان ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا او د همکاریو د نوو لارو پر پرانستلو خبري او ټینګار کړی دی.
د سرچینې په وینا، دوی په دې ناسته کي د سیمي پر وروستي وضعیت او د سیمي او نړۍ له هیوادونو سره د سیاسي او اقتصادي پرمختګونو په اړه خبري کړي دي.
#MillatZag

❤5👍1
سبا په ۹ ولایتونو کي د بارانونو اټکل سوی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ریاست سبا (دوشنبه) په نهو ولایتونو کي د بارانونو وورېدلو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.
دغه وزارت ویلي، په خوست، پکتیا، پروان، لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان، تخار او بدخشان ولایتونو کي له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي متره د باران وورېدلو او په لوېدیځو، سوېلي، سوېل ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کي له ۵۰ څخه تر ۹۵ کیلومتره په ساعت کي د باد د تېزوالي اټکل سوی دی.
#MillatZagh

❤4
د اسلامي همکاریو سازمان د زړه سوري کوچنیانو په درملنه کي همکاري کوي
د افغانستان له پاره د اسلامي همکاریو سازمان (O.I.C) ځانګړی استازی طارق علي بخیت وايي، سازمان ئې د زړه سوري کوچنیانو په درملنه او د عملیاتونو په لګښت کي له افغانستان سره همکاري کوي.
د عامي روغتیا وزارت وايي، بخیت دا څرګندوني د عامي روغتیا له وزیر مولوي نور جلال جلالي سره په یوه لیدنه کي کړي او ویلي ئې دي چي، له دې سره، سره یاد سازمان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کي دوامداره همکارۍ ته ژمن دی.
د سرچینې په وینا، دوی په دې ناسته کي د ساري ناروغیو د مخنیوي، د ولسوالیو په کچه د روغتونونو جوړولو او د هغو د تجهیزولو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتونو لوړولو او د افغانستان له پاره د اسلامي هیوادونو له حکومتونو سره د هوکړه لیکونو د زمینې برابرولو په اړه هم خبري اتري کړي دي.

❤4👍1
په کندهار کي نامعلومه کسانو یو کس په چړو وهلی او وژلی
د کندهار امنیې قومندانۍ ویاند اسد الله جمشید ملت ږغ راډیو ته تائید کړه چي د کندهار ښار په دوهمه ناحیه کي له اتفاق جامع سره یو کس د نامعلومه کسانو له لوري په چړو وهل سوی او وژل سوی دی.
د جمشید په وینا، دا پېښه تېر ماخستن سوې او د وژل سوي کس د خپلوانو په اړه تر اوسه معلومات نه سته.
هغه زیاتوي چي، د دې پېښي د عاملینو نیولو په اړه د امنیتي مسؤلینو پلټني رواني دي.

😢2❤1👍1
د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۱۹
کابل: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۱۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۵، کښته ۱۴
هلمند: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۳
بلخ: اسمان ځای، ځای وریځ، تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۱۷
ننګرهار: ځینو سیمو کي د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۱۷
کوټه: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۴
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۲

په افغانستان کي د کاسا- ۱۰۰۰ پروژې د پاتو چارو پر ملاتړ ټینګار سوی
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ملا عبدالحق همکار قرغزستان ته د سفر پر مهال د کاسا- ۱۰۰۰ (CASA- 1000) پروژې له ګډي کاري ډلي او بین الحکومتي شورا څخه غوښتي چي، په افغانستان کي د دې پروژې دوامداره ملاتړ وکړي.
ملا عبدالحق همکار چي د دغه هیواد په پلازمېنه بشکیک کي ئې د یادو ادارو له چارواکو سره په دې اړه ناسته درلوده، ویلي چي، نړیوال بنسټونه باید په افغانستان کي د دې پروژې د پاتو چارو له پاره مالي ملاتړ وکړي او د هغې پر ژر بشپړولو ئې ټینګار کړی دی.
دغه پروژه د برېښنا د لېږد یوه پروژه ده چي له تاجکستان او قرغزستان څخه د افغانستان له لاري ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا پاکستان ته لېږدوي، دا مهال ئې په افغانستان کي په درو فازونو کي چاري رواني دي او تاجکستاني چارواکي ډاډ ورکوي چي په ۲۰۲۷ زېږدیز کال به ګټي اخستني ته وسپارل سي.

❤3👍1
ملا عبدالسلام حنفي؛ اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی
د رئیس الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
ارګ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، ملا عبدالسلام حنفي دا څرګندوني پرون (یک شنبه) ماځیګر د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او د افغانستان له پاره د دغه سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په یوه لیدنه کي کړي او ټینګار ئې کړی چي، اسلامي امارت غواړي له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکي ولري.
په خبرپاڼه کي راغلي، دواړو لورو په دې ناسته کي د افغانستان او یاد سازمان ترمنځ د اړیکو د پراختیا، د روغتیا، ښووني او روزني په برخه کي د همکارۍ، د کډوالو د ملاتړ او بشري مرستو په اړه خبري کړي او پر مهال ئې بخیت ډاډ څرګند کړی چي، سازمان ئې له افغانستان سره مرستو او همکاریو ته ژمن دی.
طارق علي بخیت تېره ورځ د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي او د عامي روغتیا له وزیر نور جلال جلالي سره هم د افغانستان او یاد سازمان د اړیکو د پراختیا او د همکاریو د زیاتوالي په اړه خبري وکړې.

❤2👍1
د بادغیس- هرات لويي لاري د فرش د ترمیمولو کارونه پیل سول
د ټولګټو چارو وزارت وايي، په ۳۱،۷ میلیونه افغانۍ ئې د بادغیس- هرات لويي لاري د فرش د ترمیم او بیا رغولو کارونه پیل کړي دي.
د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، په دې پروژه کي د بادغیس له مرکز قلعه نو څخه تر لامان بازار پوري د یاد سړک د فرش بیا رغول او د سړک په څنګ کي د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
د حق شناس په وینا، یاده پروژه به په شپږو میاشتو کي ګټي اخستني ته چمتو سي.

نن دونۍ د تلي میاشتي ۲۰مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۰۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۲ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۳ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۲ او په عام بازار کي کیلو په ۶۴ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۰۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۳،۴۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۸۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۵۸ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

❤1👍1
مجاهد؛ پاکستان باید له پروپاګند څخه لاس واخلي او خپلي ستونزي دي په کور دننه حل کړي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، "په پاکستان کي سیاسي، امنیتي، ټولنیز او اقتصادي مشکلات د اندېښنې وړ دي" او زیاتوي چي، پر افغانستان د یادو "ناکامیو پړه اچول د هیڅ ستونزي حل نه دی."
ذبیح الله مجاهد نن (دوشنبه) پر خپل ایکس لیکلي چي، پاکستاني چارواکي باید له "بې ځایه تورونو، ناکام سیاست او پروپاګند" څخه لاس واخلي او د خپلو کورنیو مشکلاتو د حل له پاره دي په خپل هیواد کي لاس په کار او د خپلو سیاسیونو او ولسونو "مشورو او حقوقو" ته دي لومړیتوب ورکړي.
د هغه په وینا، یاد مشکلات د سیمي له پاره هم د "منفي اثراتو" درلودونکي دي.

د کډوالو چارو وزیر د اروپايي ټولني له نوي استازي څخه د مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني له نوي استازي نیکولا بلومو څخه غوښتي چي، د افغان کډوالو ملاتړ وکړي او د هغو له پاره بشري مرستي زیاتي کړي.
د کډوالو چارو وزارت وايي، دواړو لورو د یوې لیدني پر مهال د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ، بیا مېشتېدني او دایمي حللارو په اړه خبري کړي او بلومو ډاډ څرګند کړی چي اروپايي ټولنه له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستو او همکاریو ته ژمنه ده.
د سرچینې په وینا، مولوي عبدالکبیر په دې ناسته کي ویلي چي، په وروستیو کلونو کي شاوخوا اته میلیونه افغان کډوال افغانستان ته راستانه سوي او اسلامي امارت د هغو د مېشتېدلو له پاره د هیواد په ګوټ، ګوټ کي شاوخوا ۸۰ ښارګوټي ځانګړي کړي؛ ترڅو راستانه سوي افغانان له دایمي سرپناوو څخه برخمن سي.

د جرمونو نړیواله محکمه باید له پاکستان څخه د ملکي افغانانو د وژلو حساب وغواړي
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي، پاکستان د ملکي او بې ګناه افغانانو په نښه کولو او وژلو سره "جنګي جرمونه" کړي او د جرمونو نړیواله محکمه باید حساب ځني وغواړي.
ریچارډ بېنیټ له بي بي سي سره په یوه مرکه کي د یوناما د راټولو سوو معلوماتو پر اساس ویلي چي، په دې بریدونو کي تر ډېره ملکي کسان؛ په ځانګړي ډول ښځي او کوچنیان وژل سوي او له یادي محکمې څخه ئې په دې اړه د پلټني، څېړني او د حساب غوښتنه کړې ده.
د بېنیټ په وینا، ده په دې اړه ملګرو ملتونو ته راپورونه استولي او زیاته کړې ئې ده چي، نور مسؤلیت د جرمونو د نړیوالي محکمې دی؛ ترڅو د دې بریدونو په اړه له پاکستان سره حساب وکړي.
د تېري سپټمبر میاشتي پر ۲۱مه، چي پاکستان پر کونړ هوايي بریدونه کړي وو، په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) په یوه بیان کي وویل چي د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسي ئې پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کي د شاوخوا ۱۱۰۰ ملکي افغانانو مرګ ژوبله تائید کړې ده.

اسلامي امارت د سعودي پر هوايي ډګرونو بریدونه د "ژوري خواشینۍ" وړ وبلل
د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان پر ریاض او نورو هوايي ډګرونو د حوثیانو بریدونه د "ژوري خواشینۍ" وړ بللي او ویلي ئې دي چي، د ملکي کسانو خوندیتوب ته متوجه کېدونکي بریدونه د "غندني وړ" دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کي ویلي "د تاوتریخوالي زیاتوالی او د شخړي پراخېدل د ټولي سیمي ثبات او امنیت له ګواښ سره مخ کوي" او له ښکېلو خواوو څخه ئې غوښتنه کړې چي له کړکېچونو اقداماتو څخه لاس واخلي او د ملکي کسانو خوندیتوب تضمین کړي.
په دې وروستیو کي د سعودي عربستان د پلازمېني ریاض په ګډون د دغه هیواد ځيني هوايي ډګرونه د حوثیانو تر بریدونه لاندي راغلي او سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله په کښي اوښتې ده.

د جلال اباد د انګور باغ مځکه د حقدارو کسانو په ګټه پرېکړه سوې
د ستري محکمې مرستیال ویاند قاري منصور احمد حمزه وايي، د جلال اباد د انګور باغ مځکه د هغو کسانو حق دی چي په ګټه ئې وروستۍ پرېکړه سوې او نور کسان د غصب په توګه تصرف پر لري.
منصور حمزه وايي، دا قضیه، چي له کلونو راهیسي تر څېړني لاندي وه او په اړه ئې بېلابېلي قضايي پرېکړي سوي، د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم بیرته له سره څېړل سوې او تر اوو میاشتو څېړنو وروسته د هغو کسانو حق بلل سوې چي په ګټه ئې وروستۍ پرېکړه سوې ده.
د هغه په وینا، ستري محکمې قضايي امر صادر کړی؛ ترڅو یاده مځکه له غصب څخه خلاصه او خپلو خاوندانو ته وسپارل سي.

د ابو نصر فراهي بندر د ۶۴ کیلومتره سړک د بیا رغولو کارونه پیل سول
د ټولګټو چارو وزارت وايي، د ایران په همکارۍ ئې د ابو نصر فراهي (۷۸- میل) بندر سړک د ۶۴ کیلومتره برخي د بیارغولو کارونه پیل کړي دي.
دغه وزارت ویلي، د یاد سړک د بیارغولو کارونه پرون (یک شنبه) پیل سول او په شاوخوا څلور میاشتو کي به بشپړ سي، چي د ابو نصر فراهي بندر له صفري نقطې څخه د فراه ولایت تر پشتکوه ولسوالۍ پوري د ۶۴ کیلومتره اوږدوالي او ۱۰ متره په پراخوالي سره د یاد سړک بیا رغول په کښي شامل دي.
د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، یاد سړک په ټوله ییز ډول ۱۱۷ کیلومتره اوږدوالی لري او دا مهال ئې د پاته ۵۳ کیلومتره برخي د جوړولو کارونه هم د ایران په همکارۍ روان دي.

سبا په ۱۴ ولایتونو کي د بارانونو اټکل سوی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ریاست سبا (سه شنبه) په ۱۴ ولایتونو کي د بارانونو وورېدلو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.
دغه وزارت ویلي، په خوست، پکتیا، لوګر، کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان، بغلان، سمنګان او بدخشان ولایتونو کي له ۱۰ څخه تر ۴۰ ملي متره د باران وورېدلو او په لوېدیځو، سوېلي، سوېل ختیځو او مرکزي ولایتونو کي له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کي د باد د تېزوالي اټکل سوی دی.
دا اټکل داسي مهال سوی چي، تېره ورځ هم په نهو ولایتونو کي د بارانونو او سېلابونو اټکل سوی و او له امله ئې د شپې پر مهال د کابل- جلال اباد لویه لاره وتړل سوه چي د ټولګټو چارو وزارت له خوا نن غرمه مهال بیرته د تګ راتګ پر مخ خلاصه سوه.

❤3
خوست کي د یوې نجلۍ د اجباري نکاح کولو له امله یو کس نیول سوی
د خوست امنیه قومنداني وايي، د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب د ۳۹۵مه ګڼه فرمان له مخي ئې هغه کس نیولی چي، غوښتل ئې یوه نجلۍ په زوره ځان ته په نکاح کړي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا کس په ټوپک هوايي ټکان کړي وو او د دې نجلۍ له خوښي پرته ئې د هغې د نکاح کولو هڅه کول.
اړوند ارګانونو پر ټولو هیوادوالو ږغ کوي چي د نجلۍ له خوښي پرته او په زوره نکاح منع ده او ټول هیوادوال کولای سي په دې اړه امر بالمعروف وزارت یا هم نورو عدلي او قضايي ارګانونو ته عارضه وکړي؛ ترڅو د ورته پېښو مخه ونیول سي.

د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۸
کابل: اسمان څه ناڅه د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۰، کښته ۱۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۱۳
هلمند: اسمان څه ناڅه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۹
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۱۳
بلخ: اسمان ځای، ځای وریځ، تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۱۷
ننګرهار: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۰، کښته ۱۶
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۵، کښته ۱۴
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۱

په کندز کي ۲۶۳ کیلو ګرامه تاریاک نیول سوي
د کندز امنیه قومنداني وایي، تېره شپه ئې د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کي ۲۶۳ کیلو ګرامه تاریاک نیولي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا تاریاک ئې له دوو کسانو سره په دوو موټرانو کي نیولي چي غوښتل ئې یوې بلي ته ئې انتقال کړي.
د سرچینې په وینا، یاد کسان تر تحقیقاتو لاندي دي او وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.
تېره اوونۍ هم په دغه ولایت کي شاوخوا ۱۳۸۶ کیلو ګرامه تاریاک او هیرویین نیول سوي وو.

افغانستان او قزاقستان د ۵۵ میلیونه ډالرو تړونونه لاسلیک کړل
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني خبر ورکړی چي، افغانستان او قزاقستان د شاوخوا ۵۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت پنځه سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.
یادي خوني ویلي، دا تړونونه د دې خوني د مدیره پلاوي د غړي او د خوراکي توکو د کمېټې د رئیس وحیدالله عزیزي په مشرۍ د دغه هیواد کوستانای ولایت ته د افغان پلاوي په سفر کي د یوه سوداګریز کنفرانس پر مهال لاسلیک سوي دي چي د غوړو، غنمو او نورو کرهڼیزو توکو په اړه دي.
د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال په جون میاشت کي د دغه هیواد یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی و او د سوداګرۍ له وزیر نور الدین عزیزي ئې هوکړه وکړه چي د دواړو لورو سوداګري به په کلني ډول درې ملیارډ امریکايي ډالرو ته لوړېږي او دا سفر او تړونونه هم د دې هوکړي یوه برخه ده.