Millat Zagh
1.73K subscribers
7.64K photos
70 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
نن منځنۍ د تلي میاشتي ۲۸مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۲۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۶۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.     
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۳،۶۵ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۶۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۵ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
په کندز کي ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کندز امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د مرکز کندز ښار د امام بخاري په ښارګوټي کي د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه کسان وژل سوي او څلور نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه تېره شپه د دوو موټر سایکلانو ترمنځ سوې او لامل ئې بې احتیاطي یاده کړې ده.
سرچینه وايي، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
#MillatZagh
👍2❤1😢1
د هرات والي؛ ترکیه او ترکمنستان دي د افغانانو له پاره د وېزو په برخه کي اسانتیاوي راولي
د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار د ترکمنستان له کونسل باتور یولوف او د ترکیې له کونسل تزجان قاضي‌ اوغلو څخه غوښتنه کړې چي، د افغانانو له پاره د وېزو په برخه کي اسانتیاوي راولي.
د هرات ولایت د رسنیو دفتر وایي، اسلام جار او هغوی د یوې ګډي ناستي پر مهال د افغانستان او ترکیې او د افغانستان او ترکمنستان د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا او له افغانستان سره د یادو هیوادونو د همکاریو د زیاتوالي په اړه خبري کړي دي.
د سرچینې په وینا، هغوی د یادو وړاندیزونو په برخه کي د همکارۍ ډاډ څرګند کړی او ترکي کونسل په فراه کي د افغان- ترک ښوونځی او ترکمنستاني کونسل په توره غونډۍ کي د افغان- ترکمن روغتون د جوړولو او فراه ته د برېښنا د لېږدولو په برخه کي د همکارۍ ژمني کړي دي.
#MillatZagh
❤3👍1
د کیفیت او قیمت له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې چي د توکو د کیفیت له منل سوو اصولو او د ټاکلي قیمت له سرغړوونکو کسانو سره به قانوني چلند وسي.
اقتصادي معاونیت وايي، دا پرېکړه د یاد کمېسیون په نننۍ ځانګړې غونډه کي سوې او د توکو د بیو د کنټرول له پاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د مستهلکینو کمېټې ته لارښوونه سوې؛ ترڅو په ولایتونو او ولسوالیو کي د توکو د بیو څارنه ترسره او راپورونه ئې د تعرفې له کمېټې سره شریک کړي.
د سرچینې په وینا، په دې غونډه کي په هیواد کي دننه د تولیدېدونکو توکو پر وارداتو د تعرفې لوړولو او په سوداګریزو بندرونو کي د توکو د کیفیت او کنټرول د فعالیتونو د پیاوړتیا پرېکړي هم سوي دي.
#MillatZagh
❤4👍1
د کندهار له زندانه شاوخوا ۱۰۰ بندیان خوشي او د بند مودې ئې کمي سوې
د کندهار د عمومي زندان مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چي، له یاد زندان څخه ۱۴ بندیان ازاد او د ۹۱ نورو د بند مودې کمې سوي دي.
د سرچینې په وینا، دا کسان نن (سه شنبه) په یوه غونډه سره ازاد او له تخفیف څخه برخمن سول.
په دې غونډه کي د یاد زندان رئیس محب الله ګرمسیري پر ازادو سوو کسانو ږغ کړی چي، د افغاني ټولني او اسلامي شریعت له خلاف کړنو څخه ډډه وکړي او د هیواد خدمت دي وکړي.
#MillatZagh
❤2👍1
د کندهار د بولدک په ګمرک کي یو ارشیف جوړ سو
د مالیې وزارت وايي، د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په ګمرک کي ئې په ۱۰،۷ میلیونه افغانۍ د ارشیف د ودانۍ جوړولو کارونه بشپړ کړي او ګټي اخستني ته ئې سپارلی دی.
یاد وزارت ویلي، دا ارشیف د شاوخوا ۲۸ زره دوسیو د ساتلو ظرفیت لري او د یاد وزارت په پراختیايي بودجه جوړ سوی دی.
#MillatZagh
❤2👍1
په نایب اباد تمځای څه کم ۲ کیلومتره نوي اوسپنیزي لاري جوړي سوې
د ټولګټو چارو وزارت وايي، د حیرتان- مزار شریف اوسپني پټلۍ په نایب اباد تمځای کي ۱۶۹۴ متره نوي اصلي او فرعي اوسپنیزي لاري جوړي او ګټي اخستني ته وسپارل سوې.
د سرچینې په وینا، دا پروژه نن (سه شنبه) د افغانستان د اوسپنيزي لاري د مدیریت ادارې له لوري ګټي اخستني ته وسپارل سوه او زیاتوي چي دا مهال په یاد مسیر کي د ځینو نورو اوسپنیزو لارو او تأسیساتو د جوړولو کارونه هم روان دي.
د یاد وزارت په وینا، دا تأسیسات د هغه تړون برخه وه، چي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د شاوخوا ۱۶۹،۸ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک سو چي پر اساس ئې په یاد مسیر کي د نوو اوسپنیزو لارو، سوداګریزو هنګرونو، د سوداګریزو توکو د تخلیې او بارګیرۍ او نورو تأسیساتو جوړول شامل دي.
#MillatZagh
❤3👍1
د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۸، کښته ۱۱
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۸
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۱۰
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۳
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۸
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۱۱
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۵، کښته ۱۶
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۱۰
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۲۰
#MillatZagh
❤2
افغانستان د بنګله دېش پر وړاندي
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن ماځیګر څلور بجې له بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلي سره د درې اړخیزي لوبلړۍ ۵۰ اوریزه لوبه کوي.
افغانستان د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کي زمبابوې کرکټ ملي لوبډلي ته په ۱۵۸ منډو ماته ورکړې وه.
د يادي لوبي د هر توپ تازه جريان له ملت ږغ راډيو څخه پر ۸۷.۸ ايف ايم څپو واورئ!
#MillatZagh
❤3
ایران اېر هوايي شرکت د کابل او تهران ترمنځ پروازونه پیلوي
د ایران د هوايي ملي شرکت (ایران اېر) اجرائیوي رئیس طاهر عبدالهادي وايي، راتلونکې جمعه (د لړم- لومړۍ نېټه) دغه شرکت د کابل او تهران ترمنځ پروازونه پیلوي.
د هغه په وینا، د یادو پروازونو په پیل سره به د افغانستان او ایران ترمنځ د مسافرو او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کي ګڼي اسانتیاوي برابري سي.
د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال د جولای په پیل کي هم د دغه هیواد اړوند ساها نړیوال هوايي شرکت د کابل او تهران ترمنځ پروازونه پیل کړل.
#MillatZagh
❤4👍1
په افغانستان کي د پولیو ناروغۍ ۶ مثبتي پېښي ثبت سوي
د روغتیا نړیوال سازمان (W.H.O) وايي، په افغانستان کي د پولیو ناروغۍ شپږ نوي او مثبتي پېښي ثبت سوي چي په دې سره د سږ ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسي د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۲ ته لوړ سو.
یاد سازمان په خپل تازه راپور کي ویلي چي، دا پېښي درې په کندهار، دوې په ننګرهار او یوه په کابل کي ثبت سوې ده.
که څه هم تازه د عامي روغتیا وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې مخکي ئې ویلي و چي سږ کال دوی د انساني پېښو مثبت واقعات نه لري.
#MillatZagh
❤2😢2👍1
په کندهار کي ۳ تنه "انسان تښتوونکي" نیول سوي
د کندهار امنیه قومنداني وايي، هغه درې کسان ئې نیولي چي د میوند په نوم یو کوچنی ئې تښتولی و او د هغه له کورنۍ څخه ئې د دغه کوچني د ور سپارلو په غبرګون کي د پیسو غوښتنه کړې وه.
د یادي قومندانۍ ویاند اسد الله جمشید وايي، دا کسان له یوې توپګنچې او نشه کوونکو موادو سره یوځای نیول سوي او تښتول سوی کوچنی بیرته روغ رمټ خپلي کورنۍ ته سپارل سوی دی.
د جمشید په وینا، دغه کسان تر تحقیقاتو لاندي دي او وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.
#MillatZagh
❤3👍1
په کندز کي په ۴۲ میلیونه افغانۍ ۱۰ شبکې جوړي سوې
د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت وایي، په کندز کي ئې په شاوخوا ۴۲،۶ میلیونه افغانۍ د اوبو رسولو ۱۰ شبکې جوړي او ګټي اخستني ته سپارلي دي.
د سرچینې په وینا، یادي شبکې د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسوالیو کي جوړي او په ګټي اخستني سره ئې ۲۰ زره او ۷۳۲ کورنیو ته پاکي اوبه برابري سوي دي.
دغه وزارت ویلي، د یادو پروژو د تطبیق پر مهال سلګونو کسانو د لنډ وخت له پاره کاري زمینه هم برابره سوې وه.
#MillatZagh
❤3👍1
په کندز کي په شاوخوا ۴۲ میلیونه افغانۍ ۱۰ شبکې جوړي سوې
د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت وایي، په کندز کي ئې په شاوخوا ۴۲،۶ میلیونه افغانۍ د اوبو رسولو ۱۰ شبکې جوړي او ګټي اخستني ته سپارلي دي.
د سرچینې په وینا، یادي شبکې د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسوالیو کي جوړي او په ګټي اخستني سره ئې ۲۰ زره او ۷۳۲ کورنیو ته پاکي اوبه برابري سوي دي.
دغه وزارت ویلي، د یادو پروژو د تطبیق پر مهال سلګونو کسانو د لنډ وخت له پاره کاري زمینه هم برابره سوې وه.
#MillatZagh
❤3👍1
نن څلنۍ د تلي میاشتي ۲۹مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۲ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۴ افغانۍ.     
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۳،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤2👍1
د اسلام کلا له لاري د افغانستان په صادراتو کي ۷۲ سلنه زیاتوالی راغلی
د هرات ولایت د رسنیو دفتر وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د اسلام کلا له لاري د ۱۲۴ میلیونه ډالرو صادرات سوي، چي تر تېر کال ۷۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
یاد دفتر نن (چهارشنبه) پر خپل ایکس لیکلي چي، د دغو صادراتو زیاتوالی د یاد بندر د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا ښکارندويي کوي.
د سرچینې په وینا، دا مهال په یاد بندر کي ۶۰۰۰ کسان په کارونو بوخت دي او په ورځني ډول ۱۰۰۰ بار وړونکي موټران د ایران او افغانستان لور ته تګ راتګ کوي.
#MillatZagh
❤2👍1
په احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر کي د ۱۰۷ سکو د قاچاق مخه ونیول سوه
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی چي، د کندهار په احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر کي د ۱۰۷ سکو د قاچاق مخنیوی سوی دی.
د سرچینې په وینا، دغه سکې د یوه کس له لوري بهر ته قاچاق کېدلې، چي امنیتي مسؤلینو ئې مخنیوی کړی او تر نیولو وروسته ئې یاد ریاست ته سپارلي دي.
دغه ریاست ویلي، یادي سکې د امیر عبدالرحمان خان، غازي امان الله خان او نادرخان په دورو پوري اړه لري او تر ثبت او پاکولو وروسته به ئې د کندهار د تاریخ په کور (موزیم) کي نندارې ته وړاندي کړي.
#MillatZagh
❤3👍1
د سبا (پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۰   
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۷
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۹
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۱        
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۷        
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۹
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۵      
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۹      
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۹
#MillatZagh
❤2👍1
سږ کال له افغانستان څخه د څه کم ۹ میلیونه ډالرو د غالۍ صادرات سوي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني ویاند احسان الله احسان وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي له افغانستان څخه د ۸،۹ میلیونه امریکايي ډالرو د غالیو صادرات سوي دي.
د احسان په وینا، د یادو صادراتو حجم ۴۴۰ زره او ۴۰ متره مربع ته رسېږي او امریکا متحده ایالتونو، کاناډا، ترکیې او اروپايي او عربي هیوادونو ته سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي شاوخوا دوې اوونۍ مخکي د امام ابو حنیفه (رحمه الله) په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کي د یوه افغان او اتریشي شرکت ترمنځ د افغانستان د غالیو د صادراتو په برخه کي د اسانتیا تړون هم لاسلیک سو او تمه ده په دې سره د افغانستان د غالیو د صادراتو له پاره د نورو اسانتیاوو زمینه هم برابره سي.
#MillatZagh
❤2👍1
د پانګوني د جلب او جذب کمېټې له فعالیت راهیسي ۴۳ ملیارده افغانۍ پانګونه سوې
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي وايي، د وزارتونو ترمنځ د پانګوني د جلب او جذب کمېټې د فعالیت له پیل راهیسي په افغانستان کي ۴۳ ملیارده افغانۍ پانګونه سوې ده.
عزیزي پرون (چهارشنبه) په کابل کي د یوې غونډي پر مهال په ۱۰ سکټورونو کي د پانګوني د ۱۰۰۰ فرصتونو د اعلانولو پر مهال ویلي چي، افغانستان اوس هم د پانګوني بېلابېل سکټورونه لري او پر پانګوالو ئې ږغ کړی چي، په هغو کي پانګونه وکړي.
د هغه په وینا، دغه وزارت هڅه کوي، چي په راتلونکي کي د پانګوني نور فرصتونه هم اعلان او د پانګوني له پاره چمتو کړي.
یاد وزارت وايي، د پانګوني تازه اعلان سوي ۱۰۰۰ فرصتونه په ۳۲ برخو او ۱۰ سکټورونو کي دي چي پانګوال کولای سي پانګونه په کښي وکړي.
#MillatZagh
❤2👍1