نن پنځنۍ د تلي میاشتي ۳۰مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۲ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۸ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۳،۷۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh

👍2
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
نن ترکیې ته ۶۰۰ ټنه پنبه صادرېږي
د هرات ولایت د رسنیو دفتر وایي، نن (پنج شنبه) د دغه ولایت له لاري ۶۰۰ مټریک ټنه پنبه ترکیې ته صادرېږي.
د سرچینې په وینا، دا پنبه به د هرات- خواف اوسپني پټلۍ له لاري یاد هیواد ته صادره سي.

👍1
د بامیان- دایکندي لويي لاري د ترمیم او بیا رغولو کارونه پیل سول
د ټولګټو چارو وزارت وايي، په شاوخوا ۲۹ میلیونه افغانۍ ئې د بامیان- دایکندي لويي لاري د ۵۷ کیلومتره مسیر د ترمیم او بیا رغولو کارونه پیل کړي دي.
یاد وزارت ویلي، د دغه سړک د ترمیم کارونه پرون (چهارشنبه) پیل سول او په څلورو میاشتو کي به بشپړ سي، چي د سړک د ځینو برخو کیندل، جغل اچول او د استنادي دېوالونو او پلګوټو جوړول په کښي شامل دي.
د سرچینې په وینا، د یاد مسیر په ترمیم سره به د دواړو ولایتونو اوسېدونکو ته په ټرانسپورټ او تګ راتګ کي ګڼي اسانتیاوي برابري سي.

د کندهار ښاروالۍ مخ ته مارکېټونه بیرته اوسنیو دوکاندارانو ته په کرایه ورکول کېږي
کندهار ښاروالي وايي، د دوی اړوند د ښاروالۍ مخ ته له دوو پخوانیو مارکېټونو څخه له ۲۵ کلونو راهیسي بیت المال ته عاید نه دي تللي، نو ځکه ئې په نوې او عصري بڼه جوړوي او وروسته ئې بیرته اوسنیو دوکاندارانو ته په کرایه ورکوي.
یادي ښاروالۍ ویلي، دا مارکېټونه پر دوه نیم جریبه مځکه جوړ دي او د ترمیم وړ نه دي؛ نو ځکه ئې د اقتصادي استفادې او د ښار د ښکلا په خاطر په نوې بڼه او د اوو پوړونو په درلودلو سره له سره جوړوي.

ترکیې ته ۶۰۰ ټنه پنبه صادره سوه
د ټولګټو چارو وزارت وايي، د هرات- خواف اوسپني پټلۍ له لاري ۶۰۰ مټریک ټنه پنبه ترکیې ته صادره سوه.
یاد وزارت ویلي، دا محموله نن (پنج شنبه) صادره سوه.
یاد وزارت دا محموله د افغانستان او سیمي د هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا له پاره مهمه یاده کړې ده.

اسلامي امارت ۳ چارواکي تغیر کړل
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم درې چارواکي پر نوو دندو ګمارل سوي دي.
مجاهد پر خپل ایکس لیکلي، د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ پخوانی ولسوال مولوي عبدالکریم جهادیار د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نوی عمومي رئیس، د لوګر پخوانی مرستیال والي مولوي انعام الله د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ نوی ولسوال او د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پخوانی عمومي رئیس ملا محمد یوسف مستري د لوګر نوی مرستیال والي ټاکل سوی دی.

د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۸
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۸
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۷
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۹
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۱، کښته ۶
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۱۱
ننګرهار: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۱۵
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۱، کښته ۷
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۹

❤2
په فراه کي ترافیکي پېښي ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د فراه امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کي د یوې ترافیکي پېښي له امله درې کسان وژل سوي او دوه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه پرون (جمعه) له سړک څخه د یوه لوکسل موټر اوښتلو او چپه کېدلو پر مهال سوې ده.
سرچینه وايي، په وژل سوو کسانو کي یوه ښځه او یو کوچنی هم شامل دی او زیاتوي چي، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
تېره ورځ د فاریاب په خیبر ولسوالۍ کي د یوه واده پر مهال یو مونی موټر چپه سو او د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۲۴ تنه په کښي ژوبل سول.

😢2❤1👍1
پاکستان د خپل ملت د تېر ایستلو په خاطر پر افغانستان تورونه لګوي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کي د پاکستان پر وړاندي د ناامنیو تورونه په کلکه رد کړي او ویلي ئې دي چي، پاکستان د خپل هیواد امنیت نه سي ټینګولای؛ نو ځکه خپل ملت تېر باسي او پر افغانستان ئې مسؤلیت اچوي.
ذبیح الله مجاهد پرون (جمعه) پر خپل ایکس لیکلي، اسلامي امارت هغه امکانات نه لري چي په نورو هیوادونو کي "ناامني وپاروي" او زیاته کړې ئې ده چي د پاکستان ناامني د افغانستان او سیمي له پاره هم "اقتصادي، اجتماعي او انساني" زیان دی.
د هغه په وینا، پاکستان خپله په افغانستان کي د "ناامنۍ پر پروژو مصارف کوي" او بیرته په "ناسمه توګه" افغانستان پړ بولي چي "دا د سیمي بې ثباته کول او له اصلي مسؤلیت څخه اوږه خالي کول دي."
دا په داسي حال کي ده چي تازه یو ځل بیا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تور پوري کړی چي د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي، هغه ادعا چي اسلامي امارت تل رد کړې ده.

❤1👍1
په زابل کي په ۶۸ میلیونه افغانۍ د یوه روغتون او روغتیايي مرکز د جوړولو کارونه پیل سول
د زابل ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، په دغه ولایت کي په شاوخوا ۶۸ میلیونه افغانۍ د یوه عمومي روغتون او د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو کارونه پیل سوي دي.
یاد دفتر ویلي، عمومي روغتون د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کي جوړېږي چي ۳۰ بسترونه به ولري او روغتیايي مرکز د خاک افغان ولسوالۍ په ګزک سیمه کي جوړېږي چي په جوړېدلو سره به ئې د دواړو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو زمینه برابره سي.
د سرچینې په وینا، یاد روغتون او روغتیايي مرکز د عامي روغتیا وزات په بودجه جوړېږي.

تېره میاشت د ښځو د حقوقو اړوند څه کم ۱۰۰۰ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال په تېره تله میاشت کي ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۹۳۸ قضیې حل کړي دي.
دغه وزارت ویلي، په یادو قضیو کي د اجباري نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالو مخنیوی، مېرمني د ولور او میراث په ګډون له خپلو حقوقو څخه برخمني کول، د شرعي نکاحګانو زمینه برابرول او د طلاق قضیې حلول شامل دي.
سرچینه وايي، په دې موده کي ئې د هیواد په کچه ۳۰۰ لويي او کوچنۍ دښمنۍ او قومي شخړي هم په دوستۍ بدلي کړي دي.

ملګرو ملتونو د افغانانو پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوي او ځانګړي استازي رباب فاطمې ویلي چي، ملګري ملتونه به د افغانانو د ژوند د ښه کېدلو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د هغو پر دوامداره ملاتړ ئې ټینګار کړی دی.
رباب فاطمې نن (د اکټوبر- ۲۴مه) د ملګرو ملتونو د ۸۱مي کالیزي په مناسبت په یوه ویډيويي پیغام کي ویلي، ملګري ملتونه له شاوخوا اتو لسیزو راهیسي د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او په راتلونکي کي به هم د هغوی "د ژوند د ښه والي، غوره فرصتونو برابرولو او هوسایني له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي."
د هغې په وینا، که څه هم د افغانستان پر وړاندي "لويي ستونزي" موجودي دي؛ خو "هیلي او امیدونه" ئې تر هغو هم "ستر او لوی" دي.
له نن څخه پوره ۸۱ کاله مخکي د ۱۹۴۵ زېږدیز کال د اکټوبر پر ۲۴مه نېټه د ملګرو ملتونو سازمان جوړ سو او افغانستان ئې په ۱۹۴۶ زېږدیز کال کي رسمي غړی سو.

❤2👍1
نن پیلنۍ د لړم میاشتي ۲مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۲ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۸ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۰۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۲،۶۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۴۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۴۳ کلداري.
زر کلداري: ۲۳۰ افغانۍ.

👍2❤1
د ټولګټو چارو وزیر د سپین بولدک د جادې له رغنیزو چارو څخه لیدنه کړې
د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر کړی او په یاده ولسوالۍ کي ئې د نوي جوړېدونکي اته کیلومتره سړک، چي شاوخوا ۱،۳ ملیارده افغانۍ ورته ځانګړي سوي، د جوړولو کارونه له نژدې اروزلي دي.
د دغه وزارت په وینا، ملا عیسی ثاني د دغه سفر پر مهال د یاد سړک قراردادي شرکت ته د غوره کیفیت، د کارونو د چټکتیا، د معیاري موادو کارولو او پر وخت د یادي پروژې د بشپړولو په اړه سپارښتني او ټینګار کړی دی.
د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخي، د دغه سړک د جوړولو کارونه د تېر ۲۰۲۵ زېږدیز کال د نومبر میاشتي په سر کي پیل سوي چي، د ۶۰ متره په پراخوالي سره جوړېږي او دا مهال ئې ۳۰ سلنه کارونه بشپړ سوي دي.

په ۲۰ میلیونه افغانۍ له افغان کډوالو سره د مرستي څلور تړونونه لاسلیک سول
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت او څلورو مؤسسو ترمنځ په ۱۹ میلیونه او ۹۴۳ زره افغانۍ او ۶۰ زره امریکايي ډالره له راستنو سوو او بېځایه سوو کډوالو سره د مرستي څلور هوکړه لیکونه لاسلیک سول.
یاد وزارت ویلي، دا هوکړه لیکونه ئې له کوار، د افغان کوچنیانو له پاره د المان کمېټې، بشري خیریه او د کلیو د بیارغوني پرمختیايي مؤسسو سره لاسلیک کړي دي.
د سرچینې په وینا، د یادو هوکړه لیکونو له مخي به په هرات، لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کي له ۲۳۱ زره او ۵۸۶ کورنیو او ۱۵۰۰ کسانو سره د خوراکي توکو او نقدو پیسو مرستي وسي.

تېره اوونۍ په هلمند کي شاوخوا ۴،۵ ټنه قاچاقي توکي نیول سوي
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، تېره اوونۍ په دغه ولایت کي شاوخوا څلور مټریک ټنه او ۴۹۵ کیلوګرامه قاچاقي توکي نیول سوي دي.
د سرچینې په وینا، دغه توکي د یاد ولایت په مرکز لښګرکاه او د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کي د ګمرکونو د ګرځنده څارني د ټیمونو له لوري نیول سوي، چي انساني او کرهڼیز درمل او ځیني نور غیر خوراکي توکي په کښي شامل دي.
یاد دفتر ویلي، د دغو توکو د قاچاق په تور اته کسان له شپږو موټرانو سره نیول سوي او د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.

د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۵، کښته ۷
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۰، کښته ۷
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۶
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۹
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۱، کښته ۴
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۹
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۱۴
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۷
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۸

د نورستان له کانونو څخه د شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانیو قیمتي ډبري وپلورل سوې
د نورستان ولایت د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت له کانونو څخه په ۲۸ میلیونه او ۶۸۱ زره افغانۍ قیمتي او نیمه قیمتي ډبري وپلورل سوې.
یادي سرچینې پرون (شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا ډبري، چي کنزیټ او بېروج په کښي شاملي وې، د وانټ او وایګل ولسوالیو له کانونو څخه را ایستل سوي وې او د یوې داوطلبۍ له لاري پر ۱۰۰ تنو ملي سوداګرو پلورل سوي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي له یادو ډبرو څخه په ترلاسه سوو پیسو کي دوه میلیونه او ۸۶۸ زره افغانۍ د دولت خزانې ته جمع سوي او پاته نوري د کان کیندونکو دي.

❤3👍1
د پولیو د مثبتو پېښو په اړه "دقیقه څېړنه" کېږي
د عامي روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وایي، د هغو پېښو په اړه "دقیقه څېړنه" کېږي، چي تازه د روغتیا نړیوال سازمان (W.H.O) ویلي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال راهیسي په افغانستان کي د پولیو ناروغۍ ۴۲ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
زمان وايي، دغه وزارت د همکارو بنسټونو په همکارۍ هڅه کوي، ترڅو د وقایوي تدابیرو په عملي کولو سره د پولیو او نورو ساري ناروغیو مخه ونیسي.
د هغه په وینا، د دې ناروغۍ د مخنیوي له پاره په دوامداره توګه کوچنیانو ته د واکسین د ورکولو پروګرامونه په لاره اچول کېږي او زیاتوي چي، په دې وروستیو کي په افغانستان کي د ساري ناروغیو کچه راکښته سوې ده.
تېره اوونۍ د عامي روغتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کي ویلي و، په افغانستان کي د پولیو ناروغۍ شپږ نوي او مثبتي پېښي ثبت سوي چي په دې سره سږ کال د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۴۲ ته لوړ سو.

د کانونو وزارت د ننګرهار د تالک ۳ کانونه په قرارداد ورکړل
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د ننګرهار د تالک د ډبرو درې کانونه ئې درو خصوصي او کورنیو شرکتونو ته د ۱۵ کلونو له پاره د استخراج او پروسس په قرارداد ورکړي دي.
دغه وزارت ویلي، دا کانونه د یاد ولایت د سپین غر ولسوالۍ په شینوارو، د اچین ولسوالۍ په وچ بندر او د شېرزاد ولسوالۍ په مرکي خېلو سیمو کي دي چي په ټوله ییز ډول شاوخوا ۲۲۸ میلیونه ډالره پانګونه پر کېږي او د اسلامي امارت حق الامتیاز ئې د هر ټن پر سر له ۱۳۷۵ افغانیو څخه تر ۱۸۰۰ افغانیو پوري ټاکل سوی دی.
د سرچینې په وینا، یاد شرکتونه په ذکر سوو سیمو کي د ۱،۳ میلیونه ډالرو په لګښت د ټولنیزو خدمتونو وړاندي کولو، د ۱۲۸۴ کسانو له پاره د کاري فرصتونو برابرولو او د دغه وزارت له قوانینو سره سم د کانونو په استخراج او پروسس هم مکلف سوي دي.