Millat Zagh
1.73K subscribers
7.64K photos
70 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
تېره اوونۍ په هلمند کي شاوخوا ۴،۵ ټنه قاچاقي توکي نیول سوي
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چي، تېره اوونۍ په دغه ولایت کي شاوخوا څلور مټریک ټنه او ۴۹۵ کیلوګرامه قاچاقي توکي نیول سوي دي.
د سرچینې په وینا، دغه توکي د یاد ولایت په مرکز لښګرکاه او د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کي د ګمرکونو د ګرځنده څارني د ټیمونو له لوري نیول سوي، چي انساني او کرهڼیز درمل او ځیني نور غیر خوراکي توکي په کښي شامل دي.
یاد دفتر ویلي، د دغو توکو د قاچاق په تور اته کسان له شپږو موټرانو سره نیول سوي او د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.
#MillatZagh
❤1👍1
د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۵، کښته ۷   
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۰، کښته ۷
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۶
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۹        
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۱، کښته ۴        
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۹
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۱۴      
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۷      
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۱۸
#MillatZagh
❤2
د نورستان له کانونو څخه د شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانیو قیمتي ډبري وپلورل سوې
د نورستان ولایت د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت له کانونو څخه په ۲۸ میلیونه او ۶۸۱ زره افغانۍ قیمتي او نیمه قیمتي ډبري وپلورل سوې.
یادي سرچینې پرون (شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا ډبري، چي کنزیټ او بېروج په کښي شاملي وې، د وانټ او وایګل ولسوالیو له کانونو څخه را ایستل سوي وې او د یوې داوطلبۍ له لاري پر ۱۰۰ تنو ملي سوداګرو پلورل سوي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي له یادو ډبرو څخه په ترلاسه سوو پیسو کي دوه میلیونه او ۸۶۸ زره افغانۍ د دولت خزانې ته جمع سوي او پاته نوري د کان کیندونکو دي.
#MillatZagh
❤3👍1
د پولیو د مثبتو پېښو په اړه "دقیقه څېړنه" کېږي
د عامي روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وایي، د هغو پېښو په اړه "دقیقه څېړنه" کېږي، چي تازه د روغتیا نړیوال سازمان (W.H.O) ویلي، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال راهیسي په افغانستان کي د پولیو ناروغۍ ۴۲ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
زمان وايي، دغه وزارت د همکارو بنسټونو په همکارۍ هڅه کوي، ترڅو د وقایوي تدابیرو په عملي کولو سره د پولیو او نورو ساري ناروغیو مخه ونیسي.
د هغه په وینا، د دې ناروغۍ د مخنیوي له پاره په دوامداره توګه کوچنیانو ته د واکسین د ورکولو پروګرامونه په لاره اچول کېږي او زیاتوي چي، په دې وروستیو کي په افغانستان کي د ساري ناروغیو کچه راکښته سوې ده.
تېره اوونۍ د عامي روغتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کي ویلي و، په افغانستان کي د پولیو ناروغۍ شپږ نوي او مثبتي پېښي ثبت سوي چي په دې سره سږ کال د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۴۲ ته لوړ سو.
#MillatZagh
❤2👍1
د کانونو وزارت د ننګرهار د تالک ۳ کانونه په قرارداد ورکړل
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د ننګرهار د تالک د ډبرو درې کانونه ئې درو خصوصي او کورنیو شرکتونو ته د ۱۵ کلونو له پاره د استخراج او پروسس په قرارداد ورکړي دي.
دغه وزارت ویلي، دا کانونه د یاد ولایت د سپین غر ولسوالۍ په شینوارو، د اچین ولسوالۍ په وچ بندر او د شېرزاد ولسوالۍ په مرکي خېلو سیمو کي دي چي په ټوله ییز ډول شاوخوا ۲۲۸ میلیونه ډالره پانګونه پر کېږي او د اسلامي امارت حق الامتیاز ئې د هر ټن پر سر له ۱۳۷۵ افغانیو څخه تر ۱۸۰۰ افغانیو پوري ټاکل سوی دی.
د سرچینې په وینا، یاد شرکتونه په ذکر سوو سیمو کي د ۱،۳ میلیونه ډالرو په لګښت د ټولنیزو خدمتونو وړاندي کولو، د ۱۲۸۴ کسانو له پاره د کاري فرصتونو برابرولو او د دغه وزارت له قوانینو سره سم د کانونو په استخراج او پروسس هم مکلف سوي دي.
#MillatZagh
👍2❤1
په بدخشان کي ترافیکي پېښي ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د بدخشان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د یفتل بالا ولسوالۍ په کله قشقار سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله څلور کسان وژل سوي او اته نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه تېره شپه شاوخوا اووه نیمي بجې د یوه لنډکروزر موټر د چپه کېدلو له امله سوې ده.
سرچینې ویلي، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه د فیض اباد روغتون ته او وژل سوي کسان په چورلکه کي کوف آب ولسوالۍ ته وړل سوي دي.
#MillatZagh
👎1😢1
په کندهار کي د اکا زامنو کور ته د ګرنیټ غورځولو له امله یو کس نیول سوی
د کندهار امنیه قومنداني وايي، هغه کس ئې نیولی چي د اکا زامنو ته ئې ګواښونه کول او په ژړۍ ولسوالۍ کي ئې د هغوی کور ته لاسي ګرنیټونه ورغورځولي وو.
یادي قومندانۍ ویلي، دا کس ئې د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کي نیولی او تر تحقیقاتو وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.
#MillatZagh
❤3👍1
نن یونۍ د لړم میاشتي ۳مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۲ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۸ افغانۍ.     
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۱۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۲،۲۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۳۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۳۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
په بلخ کي په څه کم ۳۰ میلیونه افغانۍ ۲ پروژې پیل سوې
د ټولګټو چارو وزارت وایي، په بلخ کي ئې په شاوخوا ۲۹،۴ میلیونه افغانۍ د دوو ترمیماتي پروژو کارونه پیل کړي دي.
یاد وزارت نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په دغو پروژو کي د حیرتان بندر د ۴۱ کیلومتره برخي او د کلدار ولسوالۍ د ۲۷ کیلومتره سړک د ترمیم، داغګیرۍ او شولډرونو جوړول شامل دي، چي په شپږو میاشتو کي به بشپړي سي.
د دغه وزارت په وینا، د یادو پروژو په بشپړېدلو سره به د ذکر سوو سیمو د اوسېدونکو له پاره د خوندي تګ راتګ او د سوداګریزو او نورو توکو له پاره د اسانه لېږد رالېږد زمینه برابره سي.
#MillatZagh
❤1👍1
په روزګان کي په یوه کور کي پوځي مهمات نیول سوي
د روزګان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کي ئې په یوه کور کي پوځي مهمات نیولي دي.
د یادي قومندانۍ ویاند بلال روزګاني ویلي، دا عملیات ئې تېره ورځ (شنبه) د تېر جمهوري حکومت د یوه نظامي کس کور ته نژدې په یوه پټنځای کي کړي چي څلور کلاشینکوفونه، یوه توپګنچه، ۲۵۰ مرمۍ او دوې جانټې په کښي ترلاسه سوي دي.
تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت هم خبر ورکړی و چي د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کي ئې دوه پخواني او روسي ډوله توپونه کشف او ترلاسه کړي دي.
#MillatZagh
👍1
روانه میاشت د روغتیا دوهم ملي او نړیوال نندارتون جوړېږي
د عامي روغتیا وزارت وايي، د رواني لړم میاشتي له ۲۰مي څخه تر ۲۴مي نېټې په پلازمېنه کابل کي د افغانستان د نړیوال نندارتون د مرکز په کوربتوب د روغتیا دوهم ملي او نړیوال نندارتون جوړېږي.
د دغه وزارت چارواکو نن (یک شنبه) د یاد نندارتون په اړه په یوه خبري کنفرانس کي ویلي چي، په دغه نندارتون کي به د ایران، هندوستان او ترکیې هیوادونو په ګډون د نورو هیوادونو استازي او شرکتونه هم ګډون وکړي.
په یاد کنفرانس کي د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس عبدالبصیر قانع ویلي، دا مهال په افغانستان کي ۱۱۷ تولیدي کارخوني فعالیت کوي، چي څلورو ئې د (G.M.P) تصدیق پاڼي ترلاسه کړي او ۱۸ نورو ته به په یاد نندارتون کي ورکړل سي.
#MillatZagh
👍1
آریانا افغان هوايي شرکت یوه ایربس الوتکه ترمیم کړې
آریانا افغان هوایي شرکت خبر ورکړی چي، یوه ایربس (A- 310) ډوله الوتکه ئې د تخنیکي چکونو تر بشپړولو وروسته پروازونو ته چمتو کړې ده.
دغه شرکت ویلي، دې الوتکي ته ئې نن (یک شنبه) بریالی او ازمایښتي پرواز هم ورکړی دی.
د سرچینې په وینا، یاده الوتکه به د اړینو پړاوونو تر بشپړېدلو وروسته کورنیو او نړیوالو الوتنو ته چمتو سي.
#MillatZagh
👍3
په ۵ ملیارده افغانۍ ۱۷ پروژې منظور سوې
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په شاوخوا پنځه ملیارده افغانۍ ۱۷ پروژې منظور کړي دي.
اقتصادي معاونیت ویلي، د دغه کمېسیون نننۍ غونډي ته د منظورۍ له پاره ۲۹ پروژې وړاندي سوې وې چي ۱۷ ئې منظور، پنځه تعدیل، څلور بیا مذاکراتو او درې بیا ځلي او ازادي داوطلبۍ ته سپارل سوي دي.
د سرچینې په وینا، په منظور سوو پروژو کي له هلمند دوراهي څخه تر هرات پوري د عمومي لويي لاري د لومړۍ برخي بیارغول، د ننګرهار د حصار شاهي سب سټېشن د ۲۲۰ کیلوولټه لاین پراختیا، د جوزجان د یتیم طاق د ګازو د فابریکې د انرژۍ د لېږد له پاره د ۴۰ مېګاولټه امپیر سب سټېشن جوړول، په کابل کي د ځینو سړکونو جوړول او د هیواد په بېلابېلو سیمو کي د برېښنا رسولو او توزېع ‎پروژې شاملي دي.
#MillatZagh
👍2
د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۰   
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۹، کښته ۷
هرات: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۹
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۱        
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۰، کښته ۶        
بلخ: اسمان وریځ، تودوښي لوړه درجه ۲۱، کښته ۹
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۱۴      
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۸      
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه 31، کښته 17
#MillatZagh
❤3
د افغانستان او ایران ترمنځ د ورېښم پل او میلک لارو خدمات ۲۴ ساعته سول
د نیمروز ولایت مقام د دفتر رئیس سیف الله محمدي وايي، د لومړي ځل له پاره د ایران او افغانستان ترمنځ د ورېښم پل او میلک لارو خدمات د شپې هم پیل سوي او په دې سره د یادو سرحدونو خدمات ۲۴ ساعته سوي دي.
د محمدي په وینا، مخکي به پر یادو لارو په ورځني ډول شاوخوا ۴۰۰ موټرانو د افغانستان او ایران ترمنځ تګ راتګ کاوه او په دې سره به ۸۰۰ ته لوړ سي.
افغانستان او ایران په دې وروستیو کي د یادو بندرونو د ۲۴ ساعته کولو په موخه ګډي ناستي هم کړي وې او تمه ده په دې سره د کابل او تهران په سوداګریزه راکړه ورکړه کي خورا زیاتوالی راسي.
#MillatZagh
❤1👍1
په کندهار کي ۳۰ ټنه بې کیفیته او تر وخت تېر توکي وسوځول سول
د کندهار ولایت د مستهلکینو د ملاتړ کمېسیون وایي، ۳۰ مټریک ټنه بې کیفیته او تر وخت تېر خوراکي توکي او درمل، چي د تېرو درو میاشتو پر مهال ئې راټول کړي وو، سوځولي دي.
د سرچینې په وینا، دا خوراکي او درمل پرون (یک شنبه) د یوه ګډ پلاوي له خوا په یوه غرنۍ سیمه کي وسوځول سول.
#MillatZagh
❤1👍1
مالیې وزارت د دولتي کارکوونکو د معاشونو ځنډ رد کړ
مالیې وزارت هغه اوازې رد کړي چي له تېرو څو ورځو راهیسي په ټولنیزو رسنیو کي ویل کېږي د دولتي کارکوونکو معاشونه ځنډول سوي دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دا اوزې ردوي او هیوادوالو ته ډاډ ورکوي، چي د دولتي کارکوونکو معاشونه به په "عادي" ډول او "له کومي ستونزي" پرته اجراء سي.
#MillatZagh
❤1👍1
د اتلي ملالي میوندۍ مقبره بیارغول کېږي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال وزیر شېخ عبدالرحمان طیبي د تخنیکي انجنیرانو په ملتیا د کندهار میوند ولسوالۍ ته په سفر کي د اتلي ملالي میوندۍ له مقبرې څخه لیدنه کړې او د هغې د مقبرې د بیارغولو لومړۍ تخنیکي سروې ئې کړې ده.
دغه وزارت ویلي، "د اتلي ملالۍ میوندۍ مقبره د افغانستان د تاریخي ویاړونو، عمومي مبارزو او د خپلواکۍ د ساتني په لاره کي د سرښندني عمومي سمبولونه دي" نو ځکه ئې بیا رغوي.
د سرچینې په وینا، په دې سروې کي د یادي مقبرې د ساتني او خوندیتوب اړتیاوي معلومي او د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو په پام کي نیولو سره ئې د اساسي ترمیم له پاره مناسبي لاري چاري څېړل سوي دي.
#MillatZagh
👍4❤1
نن دونۍ د لړم میاشتي ۴مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۲ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۸۱ افغانۍ.     
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۱۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۲،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۴۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۳۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
👍1😢1
له شاه عروس بند څخه د کابل ښار ته د اوبو د لېږد تړون لاسلیک سو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست وايي، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او یوه خصوصي شرکت ترمنځ د کابل د شکر درې ولسوالۍ له شاه عروس بند څخه د کابل ۱۷مي حوزې ته د اوبو د لېږد تړون لاسلیک سو.
د یاد شرکت ویاند محمد نبي بهار ویلي، دا تړون نن (دوشنبه) لاسلیک سو او زیاتوي چي، پر دې پروژه یو ملیارد افغانۍ لګښت راځي او په درو کلونو کي به بشپړه سي.
د بهار په وینا، دغه پروژه په ثانیه کي د ۲۰۰ لېټره اوبو د برابرولو او لېږدولو ظرفیت لري، چي ۱۰۰ لېټره به ئې د اوبو له سطحي او ۱۰۰ لېټره له پنځو ژورو برمو څخه برابرېږي او ۵۰ زره کسان به له اوبو څخه برخمن کړي.
#MillatZagh
❤2👍1