ارواپوهنه/Psychology
3.39K subscribers
2.35K photos
45 videos
4 files
فلسفه، ټولنپوهنه، روان شناسي، ادب، ذوق او افکار!
Download Telegram
منټو وایي:
ښار ته روان وم، ګورم چې دوه سپي خپلو کې سره د غوښې د یوې کوچنۍ ټوټې په سر نښتي دي. کله چې بېرته له ښاره راتلم، هماغه سپي مې ولیدل چې یو له بل سره خوا په خوا پراته وو او تر منځ یې ښه دوستانه فضاء جوړه وه. کله مې چې دا حالت ننداره کړ، سمدستي مې هغه دوه سکني ورونه را په یاد شول، چې ۲۰ کاله پخوا یې په معمولي خبره په خپلو کې جنګ کړی و او تر ننه یې سره خبرې نه کولې.


ژباړه 🍂
❤8👍4
يوه کروندګر خپل ګرانبيه لاسي ساعت د واښو په يوه انبار کې ورک کړ، هر څومره يې چې ولټاوه، پيدا يې نه کړ. له څو‌ماشومانو يې مرسته وغوښته ورته ويې وويل هرچا چې پيدا کړ جايزه هم ورکوم. ماشومان په انبار کې پسې وګرځېدل راوګرځېدل خو پيدا يې نکړ. تر دې چې يو ماشوم په يوازې ځان د واښو انبار ته ورغی، څو شېبې وروسته يې ساعت پيدا کړ او راغی. کروندګر حيران شو او پوښتنه يې ځينې وکړه څنګه دې پیدا کړ؟ ماشوم وويل: څه خاص کار مې ندی کړی د واښو د‌ انبار خواته لاړم ، ارام او کرار مې په چوپ ماحول کې په ځمکه غوږ ورته ونيو چې د‌ساعت د ثانيې ګر د‌ ټک ټک غږ واورم ، غږ مې يې واورېده سوکه هغه طرف ته ور وخوځېدم او ساعت مې راپيدا‌ کړ. نو کله،کله د‌ مشکلاتو د‌حل لپاره هم ارام ذهن, ارام او غلي چاپېريال ته شديده اړتيا وي.

هڅونه 🍂
❤22
کله چې هغه څوک درسره بدل شي چې مینه ورسره لرې، نو دومره وخت ورکړه چې ستا له شتون پرته هم ژوند وکړي. که بېرته در ونه ګرځېد، نو په زور یې د بېرته راتلو هڅه مه کوه. هغه تار چې څو ځله وشلېږي او بېرته وتړل شي، نور به ساده تار پاتې نه شي، بلکې د غوټو یوه ټولګه به ترې جوړه شي.

رادوین سرود 🍂
❤10👏3
و مې ژړل؛ ډېر مې وژړل ځکه چې زه د مانا په لټون پسې را وتلی وم؛ خو د نورو په منځ کې داسې ورک شوم، چې د خپل ژوند د مانا پوښتنه هم را څخه هېره شوه. اوس حیران یم، چې زه؛ "زه" یم که نه د نورو خلکو د څېرو یوه کاپي.

تسل 🍂
❤8😢4👏1
او د‌ نن ورځې ورستی خبره دا چې؛
ښځه ملګرتیا له فیلسوف سره کوي،
مینه له شاعر سره کوي او واده له
سوداګر سره کوي.

مِهرِستان 🍂
❤9💯6
مینه تر ټولو لوی دروغ دي
چې انسان پرې خپل ځان ته دوکه ورکوي.

هڅونه 🍂
😢7👍6❤2
زما پلار وایي کنه؛
چې یو پکې خدای کړی، مګر ۱۵ پکې
دوی خپله جوړ دي خو بیا هم نه اوري!

😁🍂
😁10🌚2👍1
د ځینو نارینه‌وو یوه لویه ستونزه دا هم ده، چې د ملګرې په توګه یوه لبرل (ازاده‌فکره) ښځه غواړي، خو د مېرمنې په توګه یوه مذهبي ښځه!

مِهرِستان 🍂
❤10💯5
پروفیسور یونګ په خپل کتاب خودناشناخته کې يو ځای ليکي: که میلیونونه صفرونه سره یوځای کړئ، په پای کې به مو په لاس کې له صفر پرته بل څه نه وي. بې‌شخصیته انسان یو صفر دی؛ او میلیونونه بې‌شخصیته انسانان داسې ټولنه جوړوي چې ارزښت او خپلواکه اراده یې صفر وي.

هڅونه 🍂
💯9❤7👍2
فرانسوي ماري لوئیس په نړۍ کې کرکجنه ښځه حساب شوې ‎نوموړې ۳ سړي او لس ماشومان وژلي، د هر سړي او ماشوم په وژلو سره به یې دا جمله تکراروله تاسو به لوی شئ، نارینه به شئ, ډېرې نجونې به دوکه کړئ, نو زه به همدا اوس هغه انجونې چې ستاسو له لاسه درد ګوري، له دې درده به یې وژغورم، ځکه دا هغه درد دی چې ما حس کړی.

هڅونه 🍂
🌚6❤4😱4🙈3👏2
ښځه که هر څومره ښکلې هم وي، د هغې ځواني/ ښکلا د له منځه وړلو لپاره، يوازي يو ناسم «سړی» بس دی.

ښه شپه 🍂
💯8❤5
خالي غېږ او خالي بټوه
دواړه ځوروونکي وي!

سپین 🍂
💯12❤7
نه پوهېږم چې د ثانیو ترمنځ فاصلو ته څه ویل کیږي، خو زه په دغو وقفو کې همېش ستا په اړه فکر کوم.

ژباړه: تسل 🍂
❤9😢6🌚2
موږ ته به مکتب کې استادانو ويل: هوښيار او لايقه خلک اوږدۀ وېښتان نۀ پرېږدي!

🍂
😁10👍6❤1🙊1
او په پای کې هېڅوک له دې نړۍ څخه له ځان سره هېڅ نه وړي، پرته له هغې مهربانۍ او مینې چې د نورو په «زړونو» کې یې پریښې وي.

هڅونه 🍂
❤14😢5
خامخا یې ولولئ!
د ښوونځي مدیر د ښوونځي د ساتونکي له خور سره واده وکړ. له دې وروسته چې به کوم ښوونکی غیرحاضر و، مدیر به د دروازې ساتونکي ته کړل: ورشه، د هغه ښوونکي پر ځای درس ورکړه! ښه چې له ټولګیو سره بلد شو او سترګه یې سره شوه، نو له دروازې یې راوست او د ښوونکي په بست یې مقرر کړ. کلونه تېر شول، د ښوونځي مدیر د پوهنې رئیس شو. ساتونکی یې د ښوونځي مدیر وټاکه، څه موده وروسته د پوهنې رئیس د پوهنې وزیر شو، ساتونکی یې د رئس په بست مقرر کړ. په دې توګه هغه څوک چې پخوا د ښوونځي د دروازې ساتونکی و، ورو ورو لوړو مقامونو ته ورسېد. اوس یې لوی دفتر، موټر، ساتونکي او خدمتګاران لرل. خلکو به ورته چاپلوسي کوله او دی به هم خوشاله و. یوه ورځ یې ورځپاڼه کې خبر ولوست چې د پوهنې وزیر پرېکړه کړې د ټولو کارکوونکو تحصیلي اسناد به وڅېړل شي او د هغوی علمي کچه به معلومه شي. د دروازې ساتونکی چې اوس د پوهنې رئیس و، سخت وارخطا شو ځکه هغه هېڅ تحصیلي سند نه درلود. وېرېده هسې نه حقیقت یې څرګند شي او له مقامه لرې شي. سمدستي یې د پوهنې وزیر ته ټیلیفون وکړ ورته کړل یې: وروره! ته پوهېږې چې زه تحصیلي سند نه لرم. که زما اسناد وڅېړل شي، رسوا به شم او په شرمونو به وشرمېږم. وزیر وخندل ورته کړل یې: وروره هېڅ اندېښنه مه کوه! ما خو ته د همدې کمېټو مشر ټاکلی یې چې د خلکو تحصیلي اسناد به ارزوي!

نوټ: کله چې په یوه ټولنه کې د وړتیا پر ځای خپلوي، واسطه او چاپلوسي واکمنه شي، نو ناپوه کسان لوړو مقامونو ته رسېږي او وړ کسان له حقه محرومېږي. تر ټولو بده دا ده چې کله د فساد د مخنیوي لپاره کمېټه جوړېږي، نو د هماغه فساد عاملین یې مشران ټاکل کېږی!

لحاظ 🍂
💯11😢4❤1👏1
فیثاغورث وایي:

طلا په اور، ښځه په طلا، او سړی په ښځو وازمایه اصل او کم اصل یې معلومېږي!

هڅونه 🍂
❤13💯11👍1
ځينې وخت موږ پۀ ژوند کې داسې کس ته هم اړتيا لرو، چې پۀ قسم سره راته ووايي؛ چې زه درسره یم! که څۀ هم پۀ دې سره هېڅ هم نه سمېږي.

هڅونه 🍂
❤8😢8👍1🔥1👏1
له هر هغه څه سره نږدې پاتې شه چې ستا له طبیعت سره ورته والی لري؛ که هغه یو احساس وي، یو چاپېریال، یو انسان، یا ان یو ځای!

هڅونه 🍂
❤10😍2👍1