پښتو بیتونه
2.32K subscribers
119 photos
54 videos
67 links
غوره او ستاسو د خوښې وړ بیتونه دلته موندلی شئ!

اړیکه: @Subhani226
Download Telegram
او که ته وې هم د زړه کرار مې نشوې
او زخمونو مې رنګ بېرته اناري کړ

بیا راټول مې کړل له هرې خوا لاسونه
چې مې شک هره رشته کې یقېني کړ

بړبوکۍ شوم کاغذونه مې کړل پورته
څه په ناز ناز مې یو ښکلی اسماني کړ

سایل پاشا
❤7🥰5
د مخ په کلیسا کې دې خالونه راهبان دي
باڼه دې بیا دلبرې ښه تر بسه کافران دي
عیار
❤8🥰3💯1
ښهٔ د محفل مالګه یم خو ګوښی چې تاوېږم
ګله یارانې په تش جېبهٔ ولاکه کېږي
؟
❤11🔥1
زور دی په نرمۍ کې له سختۍ نه ډېر
لار پـه غـره کـې اوباسي پستې اوبــه
#پسرلی
❤12
زړه مې ترې موړ هم دی او تور هم دی
خو پرېښودی نشم پیغور هم دی
؟
😢15❤1
کلي کې سخته خاموشي ده
لالی مې مړ دی خلک ما نه خبروینه
💔😪
😢14❤4
پښتو بیتونه
آیا خوښه مو ده چې کله نا کله درته یو مکمل انتخابي غزل نشر کړم؟
#انتخابي_غزل

هیلې دې په زړه کې یو په دوه احساسوم
شتون دې لکه ساه په ژوندانه احساسوم

زلفو کې دې سپین لکه زما د ژوند کیسه
نیمه روښنایي، نیمه تیاره احساسوم

ستا د ناستې ځای ته چې ور ګورمه آشنا
کټ مټ دې جسماً په دې لحظه احساسوم

نیم ګلاب په ځمکه، نیم په لیچو کې میده
غیږه دې لالیه ښه پوره احساسوم

ژوند دی کله دومره غرق خفه شمه زړګو
درد دې ځنکدن مې پاس په زړه احساسوم

#س_سبحاني
❤12🫡1
څه ارمانونه ، مجبورۍ په حراست کي اخلي
څه جینکۍ داسي واده شوې چي سینګاري نه وې.

کاروان مومند
😢10❤4
زۀ څومره زر پۀ قیسه ورسېدم
زۀ څومره لږ عمر کړم تنګ لۀ ژونده
؟
😢10❤2
د نور جهان په شان مې دا هم مرسته نه کوي نور
چې خپلې اوښکې مې پکار شي نو ژړا نه راځي

د. درانی
❤8
لیوني دي چې څوک ماته به راګوري؟
زما سترګې خو یا سوال دی یا ګیلې دي
شهاب
❤7💯3
دوه بیته!

چا پسې چیغې کړي په زوره زوره
لیونی کېږي سړی کله کله

په خفګان نه ارزي دنیا اسراره
خو مجبورېږي سړی کله کله

اسرار

که نه ده داسې؟! 😊
💯3❤2
چې ماښام يې د بربادو خلکو يار کړو!
خدايه مه بخښه ښايست او جانان دواړه
؟
❤6
پرته له ثوابه او وباله به دې پرېدمه
لاس به درنه واخلمه خوشاله به دې پرېدمه
#درځار
❤6
جفا هم تا وکړه، بې ننګه دې هم زه یاد کړمه
ژړا هم ته کوې، مات کړی دې قسم هم دی

#جلال
😢6❤1
زندګي که د اغزیو په سر هم وي
ورته راشئ په کولو باندې ارزي

دا فاني دنیا که هرڅو بې وفا ده
مګر بیا هم په لیدلو باندې ارزي

شاعر؟
❤8
د اسلامي ادب ګلبڼ د ۱۲۰مې آنلاین اونیزې مشاعرې غوره بیتونه

ترتیب او راټولونه؛ محمد حسن عمري

نېټه: ۱۱ ربیع الثاني ۱۴۴۸ هـ ق

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
د جنډو سیوري مو نشته په قبرونو
د ګـمـنـامـو شـهیــــدانو هـدیـرې یو
کړاو منګل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

که هرڅو د شيطان سترګې او لېمې يو
خو پر تا قسم ترې تاته در نزدې يو
غزل شناس

ته تصویر د تورو سترګو د فراق یې
موږ له سپینو اوښکو جوړې ایینې یو
طالب منګل (رحمه الله)
Talib Mangal

خپلې تندې ته مو خپلې لپې جام دي
تالي څټي نه د بل چا د کاسې یو
پیر محمد کاروان

مونږ سر نه ساتو، په سر سرونه ساتو
اوچت شان لرو سرونه د شملې يو
اکرام الدین مفتون

رقص مو اور غوندې روحونو کې بهېږي
موږ سېراب د مولانا له مېخانې يوو
صديق اورکزے

کتارونه وو د زاڼو توپان راغی
نیم خېلونه رانه ولاړل نیم دلې یو
احمد تکل
Ahmad Takal

ښایي آه یې تر تمام عالمه تېر وي
موږ ختلي نن د خپل ذات پر سایې یو
ډاکټر حنیف حیران
HaNif HaiRan

د شغلې شغلې جمال له امتیازه
عشقه! شکر دی که خاورې یو ایرې یو
نظم الدین ندرت
Nazmuddin Nedrat

د سپرلي د سپین سهار تازه وږمې یو
ګلابونه یو غزلې یو نغمې یو
شرر ساپی

پر لمانځه مو هم کوي خلګ شکونه
باشینده د بدګمانې زمانې یو
ایاس ملا

چې په زړونو کې خواهش د ګلاب ساتو
د اغزیو د اذیت د حوصلې یو
محمد حسن عمري

موږ یو موټی، یو قوت یو، یو ملت یو
په یوه ملا پسې لکه تسپې یو
چنار ټکور

تقدس د خپلې مينې څراغان کړو
ځليدونکي د خپل عشق په منارې يو
اجل احمدزی

هر قدم که قافلې د کړاو هم وي
مګر مونږ به عشقه بیا هم درپسې یو
مهاجر فراهی

درنه لرې په یوه ورکه سیاره کې
لکه سیوري ستا د وجود ته در نږدې یو
ګل رحمن رحماني
Gul Rahman Rahmani

څه د ښکلو ښکلو کاڼو تجربه شوو
څه د وخت د غیږې کلکې آئینې یو
بهار عیار

په څه شوق مو غاړې هسکې کړې تر داره
حيف وتلي اوس د وخت له حافظې يو
محمد نور قانع

لمر، سپوږمۍ مو تل په لپو کې نیولي
ستوري نه شمارو د غټې خېلخانې یو
نورګل اندړوال

دا مو هسې نمایش د موجودګۍ دی
نه د ورځې سره جوړ یو نه د شپې یو
عرفان رمز

قافله د زمانې ده وړاندي تللې
پلي پاته لکه پلونه له هغې يو
مولوي عبدالدیان تکل

چې د زړه او ژبې لاره یوه نه کړو
موږ به داسې لالهانده تر هغې یو
محمدالله درد

کړو پلو کې دې را تېر له پېغورونو
د احسان دې پوروړي تورې شپې يو
محمودي انصار

ليوني خو څه ښکر نه لري کړاوه!
همدا مونږ يې موستندې حوالې يو
کړاو منکل

اوس په چا باندې باور وکړم حیران
ستړي شوي د مطلب له یارانې یو
مرجان اظهار
Marjan Ezhar

که هر څو هم پابندي ده د تارونو
مونږ په مراندو د زړګیو کې نغمې یوو
پیر محمد کاروان

که هر څومره ستا د سترګو ګیله من یو
ياره بيا هم درته ناست په دروازې یو
الشیخ عزیز الله مظهري

غربت زړونه راوژلي دي په کور کې
راوتلي د چکر په بهانې یو
بخت الله رښتين

پورته لمر مو د دعا رګونه وچ کړل
پاتې شوې په خپل ځان پسې ښیرې یو
بهار عیار

عاقبت به مو ډبرې وړي له منځه
څۀ ګرد نه يو موږ جوهر د آینې يو
نسيم ايثار

د ښار دوې ژبې مو زده نه دي صمیمه!
که اشنا یو د لالي د دروازې یو
سعید صمیم

نه سلام شته نه کلام شته په کابل کې
کلیواله! څه بې مینې بې مزې یو
احمدګل ریان

له مونږ وروسته رڼایي ده تیاره نشته
مونږ د شپې د اخري برخې ډېوې یو
تبسم افغان

ستا د سترګو بلا واخلم ناز پر ما کا
خیر که وتي موږه ستا د مدرسې یو
حبیب کامران

لېوني يُو، په مندر کې قران ګورو
چې په تمه دې تر اوسه د بوسې يو
هدایت الرحمن ډاډ

دا خو ستا بې پروايي ده چې دې هېر يو
ګنې مونږ خو له بڼو نه در نږدې يو
اجل احمدزی

ته چې اوښکه غوندې ناز باندې رغړېږې
موږ به ستا له مخ الوتې سرې لمبې یو
عابد سمسور

د ظلمت غرور قايم وي دايم نۀ وي
چې يې لمر وي د پای ټکی هغه شپې يو
نسيم ايثار

ستا د مینې نزاکت باندې پوه نه شو
که وتلي ستا د عشق له دایرې یو
عبدالمجید پل

را لوی شوي د طوفان پر ښاریې یو
اوس له وېرې را تاو شوي په ډېوې یو
سعید صمیم

دې ګمان مو د ارام مرۍ پرې کړې
خدای دې وکړي چې رښتيني د هغې يو
زاهد زېری

چې بدن دې د یخنۍ له څپې بچ شي
د لرګیو په ځای موږ په اور پسې یو
بختیار نیازی

د پیسو په زمانه کې مینه غواړو
چې دا زه او ته د کومې زمانې یو
آصف خوشبین

بیا هم هیڅ د چا په کار نه شوو شرره!
هسې مونږه لکه سیوري ورپسې یو
شرر ساپی

عجیبه ده په خپل سر وروو کاڼي
عجیبه ده د خپل ځان په تماشې یو
سبیل ساد

چې پیسې په جېب کې نلرو نو خود به
د یارانو په محفل کې پې فایدې یو
کریم سلطاني.

په کاڼه ښار کې د چیغو د کاله یو
له خپل ځانه تاوې شوې دایرې یو
بهار عیار

ستا د سترګو په امید جهان کې پایو
ګنې مونږه خو پکار د هديرې یو
طالب کریمي
خلک وخوري د دنیا لوړې ژورې
مونږ خوړلي ستا د سترګو اندېښنې یو
محمد حسن عمري

زموږ ذات کې بل د حُسن د حد اور دی
موږ په چا پسې ژوندي نینې نینې یو
اجمل کریمي

سلامت راغلو د عشق له حادثو نه
خو اوس هرې بربادی سره نږدې یو
سایل پاشا

موږ صادق به خامخا غورځو له پاڼه
سړی نه ګورو خو شاته ورپسې یو
بخت الله رښتین

عشقه! زه او زړه مې نور له هر څه پاتې
له لالي نه وروسته خاورې يو، ايرې يو
هدایت الرحمن ډاډ

که د ځمکې خدایان مخه راته پرېږدي
رسېدلي د جنت تر دروازې یو
بغدادګل ویران

مونږ خوشحاله یو چې ستا نوم راسره دی
عشقه خیر که د دردونو پیمانې یوو
شهاب شاداب
Shahab Shadab

زمین زاد، راته ټول یو صف کې ولاړ دي
ښکاري موږ د کومې بلې سیارې یو
اسرار انځور
Asrar Anzor

بدنامۍ مو د هدف په وړاندې وياړ دی
ښاماران ښۀ يو چې تاو تر خزانې يو
نسيم ايثار

د کعبې رنګ مو په زړه لږي احرامه
بهېدلي د لونګو له چينې يو
محمد عمران جنت
Mohammad Imran Jannat

ښکلي لرې لرې لرې رانه ګرځي
ګرد وهلې تکې سپينې آينې يو
فکرمل طالب

د جنت وطن چې وړ نه وي راغبه
هر عاصي ته د دوزخ بلې لمبې یو
نظر محمد راغب
Nazar Mohamad Ragheb

پای.
❤5
پښتو بیتونه
آیا خوښه مو ده چې کله نا کله درته یو مکمل انتخابي غزل نشر کړم؟
#انتخابي_غزل

پۀ خلقت د جدایۍ به دې پښېمان کړم
صبر وکړه چې لږ ځان درباندې ګران کړم

سخت پۀ زور د زړۀ یاران پالمه وخته!
چې سودا مې نکړي ځان دومره ارزان کړم

د یار مخه! څۀ د سرو شږو چینه شوې
هجیره دې د یقین او د ګمان کړم

نۀ خواهش، نۀ ډار، نۀ مینه پۀ سجده شوم
ما وېل راشه کنه! نن خو دې حیران کړم

وخت زما کړه چې شېبه د دیدن شپه کړم
ستوري نیمې جینکۍ، نیم هلکان کړم

زۀ شهاب ومه او ښۀ درته مالوم وم
زۀ آیوب نۀ وم چې داؤ دې پۀ شیطان کړم!

نصیر شهاب
❤7
خوږ دی او که تریخ، ته یې د ذات د ننه وزغمه
ژوند که دې په بل پسې محدود کړ تېر ولاکه شي

حفیظ همیم
🍁
❤9👍2