پښتو بیتونه
2.32K subscribers
119 photos
54 videos
67 links
غوره او ستاسو د خوښې وړ بیتونه دلته موندلی شئ!

اړیکه: @Subhani226
Download Telegram
د زخمي مرغه په څېر پکې تاوېږم
ژوند قفس دی زه چاپېر پکې تاوېږم

د هغې د واده لیک راته راغلی
ځم د زړه له درده ډېر پکې تاوېږم

کریم
❤10
هیڅ مې له وسه پوره نه دي!!! له ډکو سترګو به د سترګې واړومـه!!💔
😢10
چې ورته وګورې نو دوه قدمه لاره ده خو
همدغه دوه قدمه لار مې سر ته نه رسیږي

که مې د سر ټیټول زده وای دار ته څه حاجت و
لږ را اوچت کړه دغه دار مې سر ته نه رسیږي

سيد شاه سعود
❤12
جوړ اَېنه راپورې ټوکې کوي
دومره بدرنګه نمونه مې نه وه

ډاکټر اسرار اسرار
❤11👍1
کله چې یوازې شئ له ځانه سره کوم بیت زمزمه کوئ؟

زه خو دا بیت وایم:

هغې دنیا کې به مجنون ته وایم
زۀ هم عاشق وم خو مزه مې نه وه
#اسرار
😢11❤7🥰4
په #ياد یې وســاته پلــکونه به دې #وتمــبوم
#سبا به ستا د اور بټۍ کې #سندان شوی يمه
شاعر؟
👍2🥰1
حمزه ملګري څو درسره پاتې شو په لار
ختمېږي په شا وګوره میدان د تسلۍ

حمزه بابا
❤7
ته دری، څلور شپې مسلسل شوګیرې څنګه کوې؟
زما نو دومره زړه په تا کله نازکه کیږي!؟

چې د غزل بیت ته مې واه کیږي، ډرامه خو کیږي
ښه برالا مې پرهرونو ته چکچکه کیږي!

بشیر باران
🥰5❤1
چې پهٔ کیسو به ارزېده تر سبایي اذانه
اوس مو هغه مینه محدوده تر سلامه کړله
#بهشت
🔥7❤5
اوس مې د ټول عمر خواري نه مني
دومره دې نه وې بې ایمانې سترګې
#سایل
❤6
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
جانانه لوی اختر ته راشه
کوچنی اختر مې په سلګو تیر کړ مینه
❤6💯2
ممتازه زه یې په کچه پنسل انځور کړم اول
بیا یې تېرو ،تېرو شېبو ته د باران پرېښودم

ممتاز
❤8😢2
تنهايي ځان ته به تنها ځای لټوو اختر کې
دنيا نفرت نفرت شوه چا کره به ځو اختر کې؟

خلک خنديږي د نکريزو خوشبويي خوره ده
او موږ د اوښکو آميلونه ګرځوو اختر کې

رفیق مهران
😢9❤8
که په فوریکس مارکیټ کې ټریډ کول غواړې او بهترین بروکر نه وي در معلوم، نو اندیښنه مه کوه زه درته داسې بروکر معرفي کوم چې هم یې لیوریج او لاټ زیات دی او هم په افغانستان او نورو هیوادونو کې بیغر له VPN څخه کار کوي، ویډرا او ډیپوزیټ یې آسانه او مفت دي.👍
جسټ مارکیټ ترټولو غوره بروکر دی، په لاندې لینک کلیک وکړئ او اکونټ پکې جوړ کړئ او په ډاډه زړه له ټریډ څخه خوند واخلئ😍
‎https://one.justmarkets.link/a/trmtkg0wky
❤3
پښتو بیتونه pinned «که په فوریکس مارکیټ کې ټریډ کول غواړې او بهترین بروکر نه وي در معلوم، نو اندیښنه مه کوه زه درته داسې بروکر معرفي کوم چې هم یې لیوریج او لاټ زیات دی او هم په افغانستان او نورو هیوادونو کې بیغر له VPN څخه کار کوي، ویډرا او ډیپوزیټ یې آسانه او مفت دي.👍 جسټ مارکیټ…»
پښتو بیتونه pinned «که په فوریکس مارکیټ کې ټریډ کول غواړې او بهترین بروکر نه وي در معلوم، نو اندیښنه مه کوه زه درته داسې بروکر معرفي کوم چې هم یې لیوریج او لاټ زیات دی او هم په افغانستان او نورو هیوادونو کې بیغر له VPN څخه کار کوي، ویډرا او ډیپوزیټ یې آسانه او مفت دي.👍 جسټ مارکیټ…»
نه وو ضرورت د بیا راتګ او بیرته تګ
زخم کې دې بیا راته نوکارې ووهلې
؟
👍5🔥1
د هر پښتون بې ننګي داسې زياره
ما ځوروي لکه چې ما کړې وي

زیار
💔3❤1
پښتو بیتونه
آیا خوښه مو ده چې کله نا کله درته یو مکمل انتخابي غزل نشر کړم؟
#انتخابي_غزل

څه فلم نه دی ژوند چې مخ ته یې کړې شاته یې کړې
او نه هنداره ده چې زور ورکړې او ماته یې کړې

مخ رانه واړوو خوږو خوږو یارانو خدایه
دې غریبۍ خو زه میرات کړمه میراته یې کړې

ته راستنه نه شوې زما په دومره اوښکو مګر
له خدایه جاار شم چې باران یې وکړ پاته یې کړې

هغه سړی دې بېلتانه ډېر له پخوا وژلی
اوس چې ښېرې کوې ګلابه! وایه چاته یې کړې؟

چې زه کریم دا ډک زړه تش کړمه وه یار ته خدایه!
دا د وصال شپه پوره یو کال کړې او زیاته یې کړې

کریم سلطاني
❤16🥰1
لکه رېګ رېزه رېزه یم د باد مخ ته
ستا څه خیال دی بیابانه چرته لاړ شم ؟

#ممتاز
❤13👍2
په یار آباد و، په یار ړنګ شو؛
اوس مې د یار کلي ته زړه نه ځي، عالمه.
❤14