Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د خوست زندان لپاره د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بلخ په البرز ولسوالۍ کې له د کوچیانو ملاتړ او د مالدارۍ پیاوړتیا په موخه له کوچي کورنیو سره د لبنیاتو تولید کېټونو مرسته شوې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بغلان ولایت ځايي مسوولین وايي، د شمالي سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې به په نږدې یوه میاشت کې بشپړې شي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
د سیاسي چارو شنونکی حمایت الله احمدي وايي، په هېواد کې د کرنې او کانونو په برخو کې پانګهونې ته اړتیا ده، بهرني او کورني پانګهوال کولای شي په یادو برخو کې پانګونه وکړي.
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/Md69A4JeIGg

د اقتصادي چارو شنونکی محمد طاووس فرزاد وايي، اوس مهال په هېواد کې د پانګهونې لپاره زیات فرصتونه برابر شوي دي.
بشپړه خپرونه

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ، د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو مبارزې دفتر کلنی راپور رد کړ او وايي، چې د یاد دفتر کلنی راپور په افغانستان کې له شته واقعتونو سره په بشپړ ډول توپیر لري.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې له دوه زره او ۵۰۰ زیاتو راستنو شویو کورنیو ته د ځمکو وېش بهیر پیل شوی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د کندهار د سیمنټو کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د یادې کارخونې په فعالیدو سره به په هېواد کې د سیمنټو د تولید کچه لوړه او د سیمنټو د وارداتو اړتیا به کمه شي.
ښاغلي برادر ویلي، چې اسلامي امارت هڅه کوي چې د متوازن اقتصادي سیاست له مخې افغانستان له وارداتي په تولیدي او صادراتي هېواد بدل کړي.
ښاغلي برادر ویلي، چې اسلامي امارت هڅه کوي چې د متوازن اقتصادي سیاست له مخې افغانستان له وارداتي په تولیدي او صادراتي هېواد بدل کړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د کندهار سمنټو کارخونې پرانیستغونډه کې وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کي د لومړي ځل لپاره د سیمنټو تولید پیل کېږي.
نوموړي همداراز وویل، چې په ټول هېواد کي د ۶۶۲ میلیونه ډالرو په لګښت د سیمنټو پر شپږو سترو پروژو کار روان دی.
د ښاغلي بدري په وینا، د یادو پروژو په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د هېواد د سیمنټو ۵۰ سلنه اړتیا به پوره کړي.
نوموړي همداراز وویل، چې په ټول هېواد کي د ۶۶۲ میلیونه ډالرو په لګښت د سیمنټو پر شپږو سترو پروژو کار روان دی.
د ښاغلي بدري په وینا، د یادو پروژو په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د هېواد د سیمنټو ۵۰ سلنه اړتیا به پوره کړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي کونړ ته د خپل سفر پر مهال، د دغه ولایت په اسمار او خاص کونړ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د بنسټ ډبرې کېښودې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي کونړ ته د خپل سفر پر مهال، د دغه ولایت په مرکز کې له ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو له روانو چارو لیدنه کړې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د روزګان په چارچینو ولسوالۍ کې لسګونه بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره شوې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کندهار د سمنټو کارخونې د پرانیستې مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده وینا!
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کندهار د سمنټو کارخونې د پرانیستې مراسمو کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وینا!
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کندهار ښوراندام د سمنټو کارخونې د پرانیستې مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري وینا!
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کندهار ښوراندام د سمنټو کارخونې د پرانیستې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي شهاب الدین ثاقب وینا!
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د کندهار د سمنټو فابریکې فعالیت د ټول هېواد لپاره ښه زېری دی، ځکه سیمنټ د هېواد له اساسي اړتیاوو څخه دی او په ساختماني چارو کي مهم رول لري.
نوموړي د سیمنټو د کیفیت او معیار پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت مسوولین د افغانستان پر زیربناوو کار کوي او په هېواد کې د سیمنټو د لویو فابریکو د جوړولو چارې روانې دي.
نوموړي د سیمنټو د کیفیت او معیار پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت مسوولین د افغانستان پر زیربناوو کار کوي او په هېواد کې د سیمنټو د لویو فابریکو د جوړولو چارې روانې دي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دامربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې له دیني عالمانو، قومي مشرانو د ګذر وکیلانو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره ۴۵۶ اصلاحي ناستې کړي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
متخصصان وايي، د وینې د لوړ فشار کنټرول، د زړه ناروغیو درملنه، د تمباکو او الکولو له استعمال څخه ډډه کول او په منظم ډول فزيکي فعالیت کول د مغزي سکتي خطر کموي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دافغانستان د کانونو د لومړي ځانګړي نندارتون په ترڅ کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر د زمرودو او دکابل یاقوتو داوطلبۍ ترسره شوه.