RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.7K videos
4 files
5.55K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالات.
د نن سې‌شنبې ورځې نېټه!
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازو له اوکرایني چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، د روسیې د ډیزلو صادراتو په اړه تړون، د واشنګټن د هغو هڅو یوه برخه ده، چې غواړي مسکو بېرته مذاکراتو ته راستون شي.

راپور کې راغلي، سټیو ویټکاف او جارډ کوشنر په میامي کې یوې غونډې ته ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتووالی نه لري.

امریکايي پلاوي ویلي، چې دغه تړون به د روسیې، اوکراین او امریکا درې اړخیزو مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.
د پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ، د دې هېواد په ملتان ایالت کې د یوه اورګاډي د چپه کېدو له امله پینځه کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه نن سهار پینځه بجې رامنځته شوې ده.

یاد اورګاډی له کراچۍ څخه د پېښور پر لور روان و.
له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې لوی رییس ملا نورالدین ترابي او یوې موسسې ترمنځ د ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د یادې هوکړې له مخې به دغه موسسه د یونیسف په مالي ملاتړ د فاریاب ولایت په پښتون‌کوټ او قیصار ولسوالیو کې هغو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشي چې له شپږو تر دولسو میاشتو عمر لرونکي ماشومان لري.
زموږ "پښتو" ټولنیزې رسنۍ د لاندې لینکونو له لارې وڅارئ.⬇️
اېکس پاڼې:
https://x.com/rtapashto
https://x.com/pashtortanews
یوټیوب:
https://youtube.com/@rtapashto
فېسبوک:
https://facebook.com/rtapashto1
ټلېګرام:
https://t.me/rtapashto1
انستګرام:
https://instagram.com/rtapashto1
تریډز:
https://threads.net/@rtapashto1
ریب:
https://www.reab.com/bio/rtapashto1
واټساپ‌ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029Va8LsO6DjiOfa87CtC11
واټساپ ګروپ:
https://chat.whatsapp.com/JLCnlh8vLNTISgihBVVoC9
❤1
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چې افغانستان د اقلیم په تخریب کې هېڅ ونډه نه لري، خو درنې او سختې پایلې یې زغملې دي.

ښاغلي برادر له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې له اقلیمي بدلون سره مبارزه په سیاست پورې ونه تړل شي.

نوموړي له اقلیمي بدلون سره مبارزه د ټولو ګډ مسولیت بللی او په دې برخه کې یې په ګډ کار ټینکار کړی دی.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چې د طبعي پېښو او اقلیمي بدلون د زیانونو کمولو په موخه لازمه ده، چې افغانستان نړیوالې مالي او تخنیکي مرستې ته عادلانه لاسرسی پیدا کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دغو مرستو ته لاس رسی زموږ حق او عدالت دی.

همدا راز ښاغلي برادر زیاته کړې، نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د هوا پېژندنې عصري وسایلو، له پېښو د ژر خبرېدو سیستومونو، د ژغورنې د پرمختللیو تجهیزاتو او تخنیکي ضرفیتونو په پیاوړتیا کې عملي او پام وړ همکاري وکړي.
د اروپايي ټولنې له خوا د افغانستان لپاره نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي توماس فريلېسن د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وليدل.

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دې لیدنه کې ښاغلي متقي ویلي، چې د نشه‌یي توکو د مخنیوي په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنو د ملاتړ په پار د نړيوالې ټولنې له خوا له بزګرانو سره د بدیل معیشت په برخه کې لازمې مرستې او نور اړین اقدامات نه دي ترسره شوي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ډاډ ورکړی چې د دې ټولنې رسمي موقف د افغانستان د امنيت ټنګښت او نشه‌يي توکو سره د مبارزې په حق کې دی او هڅه به وکړي چې په بېلابېلو برخو کې همکاري ولرو.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور محمد نعیم د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چې د پېښو د خطرونو کمېدل نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې؛ یوه اداره یا یو وزارت نشي کولای د پېښو خطرونه په اغېزمنه توګه مدیریت کړي، اړتیا ده چې اړوند کورني بنسټونه او نړیوال سازمانونه نږدې همکاري او همغږي ولري.

دغه راز نوموړي زیاته کړې، بهرنیو چارو وزارت کوښښ کوي، چې د نړیوالو ډیپلوماتیکو همکاریو له لارې د پېښو د خطرونو کمېدو زمینه برابره کړي.
د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي، چې د خطرونو پېژندنه او د بېلابېلو وقایوي پروژو پلي کول د پېښو د منفي اغېزو په کمولو کې اغېزناک رول لري.

رییس الوزرا زیاته کړې؛ سره له دې چې په ټول هېواد کې امنیت رامنځته شوی، خو بیا هم قدرتي پېښې زموږ له خلکو قرباني اخلي او خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند: له اقلیمي بدلون سره مبارزه باید سیاسي نشي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند: نړیوالې مالي او تخنیکي مرستې ته لاس رسی زموږ حق او عدالت دی.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
نه بښل کېدونکی جنایت l مستند
نن شپه ۰۷:۳۰ دقیقې
نن سې‌شنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
تېره ورځ ( دوشنبه، د وږي ۲۰مه) ۱۱۹ افغان کډوال له پاکستان او ۵۶۲ له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، د کابل – جلال‌اباد لویه لار، د وروستیو پرله پسې اورښتونو او غر ښویېدنې له امله د تنګي ابریشم په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

نوموړی وايي، د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونه په سیمه کې د یادې لویې لارې د پرانیستلو په موخه هڅه کوي، چې یاده لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیزي.
د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې ۲۲۶ زلزله ځپلو کورنیو ته د یو میلیون ډالرو په لګښت استوګنیز کورونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول.

یاده پروژه د افغانستان د بشري مرستو صندوق په مالي ملاتړ او د ناروې د کمېټې په همکارۍ پلې شوې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د پېښو د خطرونو د کمولو نړیوالې ورځې نمانځنې په مراسمو کې د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا، ملا محمد حسن اخوند پیغام.