RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.79K subscribers
31.6K photos
16.6K videos
4 files
5.52K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ، د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو مبارزې دفتر کلنی راپور رد کړ او وايي، چې د یاد دفتر کلنی راپور په افغانستان کې له شته واقعتونو سره په بشپړ ډول توپیر لري.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې له دوه زره او ۵۰۰ زیاتو راستنو شویو کورنیو ته د ځمکو وېش بهیر پیل شوی دی.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د کندهار د سیمنټو کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د یادې کارخونې په فعالیدو سره به په هېواد کې د سیمنټو د تولید کچه لوړه او د سیمنټو د وارداتو اړتیا به کمه شي.

ښاغلي برادر ویلي، چې اسلامي امارت هڅه کوي چې د متوازن اقتصادي سیاست له مخې افغانستان له وارداتي په تولیدي او صادراتي هېواد بدل کړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د کندهار سمنټو کارخونې پرانیستغونډه کې وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کي د لومړي ځل لپاره د سیمنټو تولید پیل کېږي.

نوموړي همداراز وویل، چې په ټول هېواد کي د ۶۶۲ میلیونه ډالرو په لګښت د سیمنټو پر شپږو سترو پروژو کار روان دی.

د ښاغلي بدري په وینا، د یادو پروژو په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د هېواد د سیمنټو ۵۰ سلنه اړتیا به پوره کړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي کونړ ته د خپل سفر پر مهال، د دغه ولایت په اسمار او خاص کونړ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د بنسټ ډبرې کېښودې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي کونړ ته د خپل سفر پر مهال، د دغه ولایت په مرکز کې له ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو له روانو چارو لیدنه کړې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د روزګان په چارچینو ولسوالۍ کې لسګونه بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره شوې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کندهار د سمنټو کارخونې د پرانیستې مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده وینا!
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کندهار د سمنټو کارخونې د پرانیستې مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وینا!
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کندهار ښوراندام د سمنټو کارخونې د پرانیستې مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري وینا!
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کندهار ښوراندام د سمنټو کارخونې د پرانیستې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي شهاب الدین ثاقب وینا!
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د کندهار د سمنټو فابریکې فعالیت د ټول هېواد لپاره ښه زېری دی، ځکه سیمنټ د هېواد له اساسي اړتیاوو څخه دی او په ساختماني چارو کي مهم رول لري.


نوموړي د سیمنټو د کیفیت او معیار پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت مسوولین د افغانستان پر زیربناوو کار کوي او په هېواد کې د سیمنټو د لویو فابریکو د جوړولو چارې روانې دي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دامربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې له دیني عالمانو، قومي مشرانو د ګذر وکیلانو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره ۴۵۶ اصلاحي ناستې کړي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
متخصصان وايي، د وینې د لوړ فشار کنټرول، د زړه ناروغیو درملنه، د تمباکو او الکولو له استعمال څخه ډډه کول او په منظم ډول فزيکي فعالیت کول د مغزي سکتي خطر کموي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دافغانستان د کانونو د لومړي ځانګړي نندارتون په ترڅ کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر د زمرودو او دکابل یاقوتو داوطلبۍ ترسره شوه.
د نن جمعې ورځې تاریخ!
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې له افغان ایډ نړیوالې موسسې سره یې د ۳۴ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړې.
د امریکا د اورېګن ایالت په شمال لوېدیځ کې د دوو چورلکو د ټکر او لوېدو له امله درې کسان وژل شوي دي.


د سي‌اېن‌اېن شبکې د راپور له مخې، دا پېښه د پنجشنبې ورځ ماسپښین شاوخوا ۲:۱۰ بجې رامنځته شوې ده.
🥰1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
مهاجر؛
له پاکستان څخه راستون شوی کډوال محمد نسیم د کډوالۍ دورې د ترخو خاطراتو کیسه کوي.
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/KHaR7ddIlDg?si=EHsYAV9UE3M1R5O0
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
کارموندنه؛
د یوه هېوادوال د جلبیو په برخه کې پنځه کلنه تجربه او کاروبار؛
نور په دې خپرونه کې👇
https://youtu.be/ePjDu9itX7Q?si=Mm27_k7AAnDFVy8L