RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.79K subscribers
31.6K photos
16.6K videos
4 files
5.52K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د کندهار سمنټو کارخونې پرانیستغونډه کې وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کي د لومړي ځل لپاره د سیمنټو تولید پیل کېږي.

نوموړي همداراز وویل، چې په ټول هېواد کي د ۶۶۲ میلیونه ډالرو په لګښت د سیمنټو پر شپږو سترو پروژو کار روان دی.

د ښاغلي بدري په وینا، د یادو پروژو په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د هېواد د سیمنټو ۵۰ سلنه اړتیا به پوره کړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي کونړ ته د خپل سفر پر مهال، د دغه ولایت په اسمار او خاص کونړ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د بنسټ ډبرې کېښودې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي کونړ ته د خپل سفر پر مهال، د دغه ولایت په مرکز کې له ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو له روانو چارو لیدنه کړې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د روزګان په چارچینو ولسوالۍ کې لسګونه بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره شوې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کندهار د سمنټو کارخونې د پرانیستې مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده وینا!
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کندهار د سمنټو کارخونې د پرانیستې مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وینا!
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کندهار ښوراندام د سمنټو کارخونې د پرانیستې مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري وینا!
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کندهار ښوراندام د سمنټو کارخونې د پرانیستې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي شهاب الدین ثاقب وینا!
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د کندهار د سمنټو فابریکې فعالیت د ټول هېواد لپاره ښه زېری دی، ځکه سیمنټ د هېواد له اساسي اړتیاوو څخه دی او په ساختماني چارو کي مهم رول لري.


نوموړي د سیمنټو د کیفیت او معیار پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت مسوولین د افغانستان پر زیربناوو کار کوي او په هېواد کې د سیمنټو د لویو فابریکو د جوړولو چارې روانې دي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دامربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې له دیني عالمانو، قومي مشرانو د ګذر وکیلانو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره ۴۵۶ اصلاحي ناستې کړي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
متخصصان وايي، د وینې د لوړ فشار کنټرول، د زړه ناروغیو درملنه، د تمباکو او الکولو له استعمال څخه ډډه کول او په منظم ډول فزيکي فعالیت کول د مغزي سکتي خطر کموي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دافغانستان د کانونو د لومړي ځانګړي نندارتون په ترڅ کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر د زمرودو او دکابل یاقوتو داوطلبۍ ترسره شوه.
د نن جمعې ورځې تاریخ!
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې له افغان ایډ نړیوالې موسسې سره یې د ۳۴ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړې.
د امریکا د اورېګن ایالت په شمال لوېدیځ کې د دوو چورلکو د ټکر او لوېدو له امله درې کسان وژل شوي دي.


د سي‌اېن‌اېن شبکې د راپور له مخې، دا پېښه د پنجشنبې ورځ ماسپښین شاوخوا ۲:۱۰ بجې رامنځته شوې ده.
🥰1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
مهاجر؛
له پاکستان څخه راستون شوی کډوال محمد نسیم د کډوالۍ دورې د ترخو خاطراتو کیسه کوي.
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/KHaR7ddIlDg?si=EHsYAV9UE3M1R5O0
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
کارموندنه؛
د یوه هېوادوال د جلبیو په برخه کې پنځه کلنه تجربه او کاروبار؛
نور په دې خپرونه کې👇
https://youtu.be/ePjDu9itX7Q?si=Mm27_k7AAnDFVy8L
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د کندهار سمنټو تولیدي فابریکي د اقتصادي ارزښت په اړه له ملي راډیو سره په مرکه کې ویلي، دا چې افغانستان د بیارغونې په درشل کې دی د سمنټو د زیات لګښت د تامین او په اوس او راتلونکي کې د افغانستان له مهمو او زېربنايي پروژو څخه ګڼل کېږي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د افغانستان په ټولو برخو کې د پانګوالو، سوداګرو او د پروژو امنیت تامین دی. اړوند وزارتونه ورسره په دې برخه کې همکار دي او ډاډ ورکوو چې په دې برخه کې به ورسره لا همکاري شي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د کورني صنعت پیاوړتیا د پنځه کلن پلان او ستراتيژۍ اساسي شرط دی چې کولی شي د صادراتو کچه لوړه کړي او خلکو سره د کار پیدا کېدو په برخه کې مرسته وکړي.