RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.8K photos
16.8K videos
4 files
5.58K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
پوهنې وزارت وايي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې ۴۴ زره راستنو شويو کډوالو ماشومانو ته یې د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي بلاروس ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د صنعت اوونۍ په عمومي کنفرانس کې ګډون وکړ.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، غزه کې د اسراییلو صهیونیستي رژیم د هوايي برید له امله پینځه کسان شهیدان شوي او شپږ نور ټپیان دي.


دغه برید نن سهار د غزې ښار په لوېدیځ کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ شوی دی.
بغلان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښې د پلخمري ښار اړوند په سنګ‌سلاخ او د دوشي ولسوالۍ د کیله‌ګي په سیمو کې شوې دي.
😢1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
پر بې‌ګناه ملکي وګړو د پاکستان پوځي رژیم بریدونو نړیوال غبرګونونه را پارولي دي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
کابل کې یو شمېر علماوو د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان او سیمې لپاره خطر وباله.
الجزیرې خبري شبکې د لبنان د ملي خبري اژانس په حواله راپور ورکړی، چې د اسراییلي رژیم الوتکو د لبنان په سویل مرجعیون سیمه کې د «بني حیّان» پر ښارګوټي دوه هوايي بریدونه کړي دي.

تر دې دمه د دغو بریدونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې هرات کې (له هریوا تر نیشاپوره) په نوم ادبي مشاعره د لسګونو هراتي او ایراني شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګي څېرو سربېره د ایران او ترکیې د قونسلګریو استازو په ګډون ترسره شوه.

دغه مشاعره د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ په ګډو همکاریو د افغانستان او ایران د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه جوړه شوې وه.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د دفاع وزارت ویاند صدیق‌الله نصرت وايي، چې دغه وزارت د بېلابېلو احتمالي پېښو پر وړاندې پوره چمتووالی نیولی دی.
متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر مولوي بدرالدین حقاني کندهار ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي ملا محمد شیرین اخند سره وکتل.

د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، چې دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او متحده عربي اماراتو د اړیکو، سوداګریزو او اقتصادي همکاریو، د افغان سوداګرو او هېوادوالو پر ستونزو خبرې کړې دي.

دغه راز دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانانو د ستونزو حل لپاره د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
تېره ورځ (جمعه، د تلې ۱۰مه) ۳۵۷ افغان کډوال له پاکستان او ۶۱۴ له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
بېلاروس کې د زړه ناروغیو د درملنې له یوه تخصصي مرکز څخه د عامې روغتیا وزیر لیدنه؛

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زړه ناروغیو د درملنې له یوه تخصصي مرکز او پولي کلینیک څخه لیدنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې لیدنه کې د زړه ناروغیو د تشخیص، درملنې او جراحي خدمتونو، عصري طبي تجهیزاتو، د تخصصي روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او تنظیم، د زړه ناروغیو درملنې برخه کې د متخصصینو د ظرفیتونو لوړولو او د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو په اړه د دغه مرکز له تجربو څخه معلومات تر لاسه شوي دي.

یاد پلاوي د بيلاروس هېواد له يو مرکزي پولي کلینیک څخه هم ليدنه کړې، تر څو په افغانستان کې د جوړېدونکو روغتونونو لپاره د پولي کلینیکي خدمتونو د مرکزونو لا پیاوړتیا او په معیاري ډول د هغوی د جوړښت او تنظیم په برخه کې د بېلاروس له تجربو څخه ګټه واخیستل شي.
د عامې روغتیا وزیرمولوي نور جلال جلالي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د روسيې د روغتیا له وزیر میخایل البرتویچ موراشکو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اوږدمهاله روغتیايي همکاریو د پراختیا، روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او سیستم جوړونې، د درملو، واکسینونو او طبي تجهیزاتو د وارداتو او همکارۍ، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د نوې او عصري طبي ټیکنالوژۍ د لېږد او پر یو شمېر نورو مهمو روغتیايي موضوعاتو خبرې شوې دي.

د روسیې د روغتیا وزیر د افغانستان د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا په برخه کې د تخنیکي همکاریو لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړی.

نوموړي ویلي، روسیه چمتو ده تر څو له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپلې تخنیکي همکارۍ پراخې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره همکاري وکړي.
❤1
د ټولګټو وزارت وايي، د روان لمریز کال په وږي میاشت کې د افغانستان د اوسپنیزې لارې څخه ۷۹۰۷۴۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د دې وزارت په وینا، ۵۲۵ زره او ۶۶۸ ټنه مالونه د حیرتان بندر، ۶۴۵ زره او ۵۵ ټنه د اقینې بندر، ۵۸۹ زره او ۲۴ ټنه د تورغونډۍ بندر او ۱۴۱ زره او ۵۹۴ ټنه د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي دي.
❤1
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي په مشرۍ یوه پلاوي، د ترکمنستان د پانګونې په درېیم نړیوال فورم کې ګډون کړی.

په دې نړیوال فورم کې د پانګونې پر فرصتونو، اقتصادي ظرفیتونو او د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو بحث شوی دی.

دغه فورم د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد ښار کې جوړ شوی و.
نور ولولئ:
https://rta.af/news/d-trkmnstan-d-panon-ph-drym-form-k-d-afghanstan-d-sodar-ao-panon-khon-d-plaoy-on
❤1
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار او د پامیر انرژۍ شرکت رییس امیرخان رحیم له لوري د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې، د بدخشان ولایت سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسونې په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک شو.

د افغانستان برېښنا شرک وايي، د دې هوکړې له مخې به د بدخشان ولایت سرحدي ولسوالیو اوسېدونکو ته د برېښنايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.

د یادې هوکړې د لاسلیک پر مهال د بدخشان ولایت مرکز، فیض‌اباد ښار ته د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي غځولو په اړه هم د دواړو لوریو ترمنځ بحث شوی دی.
❤2👍1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه | ۱۴۰۵/۰۷/۱۱
د کندهار ولایت مقام د پاکستان د پوځ ویاند هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د یاد ولایت والي په مشرۍ له بهرنیو جنګیالیو سره غونډه شوې ده.
د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني لوګر ته په سفر کې په دغه ولایت کې د یاد وزارت له لوري تر کار لاندې پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه کړې ده.

د ټولګټو وزارت وايي، ښاغلي ثاني د لوګر – میدان وردګ د ۳۱ کیلومتره سړک، د پل علم – لوګر پوهنتون د ۳ کیلومتره سړک او ۳۲ کیلومتره بېلابېلو سړکونو د رغنیزو چارو ارزونه کړې ده.

نوموړي د یادو پروژو د لیدنې پر مهال د ځینو استنادي دېوالونو په جوړولو کې د غیرمعیاري ډبرو او د سړکونو د طبقو په فرش کې د غیرمعیاري جغل کارول د انجینري او سړک جوړونې له معیارونو سره په ټکر کې بللي او تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسؤلینو ته یې لارښوونه کړې چې یادې برخې ونړوي او د معیاري او باکیفیته موادو په کارولو سره یې بېرته ورغوي.
👍1