RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.8K photos
16.8K videos
4 files
5.57K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
د اسلامي بانکوالۍ انسټیټیوټ امر مفتي محمد نبي المیداني وايي، په کابل کې د «علامه برهان‌الدین مرغیناني رحمه‌الله» په اړه کنفرانس جوړېږي.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/eF9Wu3lDWgg
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
د اسلامي بانکوالۍ سلاکار مفتي نور محمد محبي د علامه برهان‌الدین مرغیناني رحمه‌الله د علم او ژوند په اړه معلومات ورکوي.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/eF9Wu3lDWgg
د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس ملا عبدالله حاجي بشیر د معیار جوړونې نړیوال سازمان (ISO) په ۴۸مه کلنۍ عمومي انلاین غونډه کې ګډون کړی دی.

دغه کلنۍ انلاین غونډه چې «په بدلېدونکې نړۍ کې د باور رامنځته کول» تر شعار لاندې ترسره شوې د معیارونو اړوند مهمو موضوعاتو لکه، د اقلیمي بدلونونو په ننګونو، ټیکنالوژیکي پرمختګونو او د اکمالاتو د نړیوالو ځنځیرونو په اړه هراړخیز بحثونه په کې شوي دي.

د معیار او کیفیت اداره همداراز وايي، چې افغانستان له څو کلن ځنډ وروسته د ISO په کلنۍ او عمومي غونډه ګډون وکړ.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، په سیاسي او د سولې ټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې سرمنشي روزمیري ډیکارلو سره ولیدل.

په لیدنه کې د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو د عمومي وضعیت، بشري مرستو، د راستنېدونکو افغان کډوالو د اړتیاوو او دوامدار بیا ادغام لپاره د ګډو او همغږو هڅو پر اهمیت، د اقلیم بدلون او اوبو په برخو کې د افغانستان د ځانګړو اړتیاوو او لا زیاتو همکاریو پر اړتیا، او د سیمه‌ییز وضعیت په اړه خبرې شوې دي.

بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د شته واقعیتونو سره سم، د افغانستان په اړه د راپورونو، څرګندونو او ارزونو د لا کره او متوازن انعکاس لپاره، د دقیقو معلوماتو او باوري سرچینو د کارولو پر اهمیت ټینګار وشو.

همداراز د پاکستان پوځي رژیم له لوري د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د زیانمنېدو په تړاو اندېښنې هم شریکې شوې دي او د ملکي وګړو د ساتنې او د زیانونو د مخنیوي پر اهمیت خبرې شوې دي.
د روسیې په کوربتوب په ستراتیژیکو ګډو پوځي تمریناتو کې د دفاع وزارت پلاوي ګډون؛

د روسیې په رسمي بلنه د دفاع وزارت لوړپوړي پلاوي د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله مدني په مشرۍ د روسیې په کوربتوب د «Center-2026» په ستراتیژیکو ګډو پوځي تمریناتو کې ګډون وکړ.

د دفاع وزارت پوځي پلاوي د تمریناتو د عملي پړاوونو له لیدنې سربېره، د درنو وسلو، بې‌پیلوټه الوتکو، لیرې واټن ویشتونکو توغندیو، روباټیک سیسټمونو او نورو عصري پوځي تجهیزاتو له نندارتون څخه هم لیدنه کړې ده.

افغان پلاوي د یاد سفر په ترڅ کې د چین، هند، شمالي کوریا، ویتنام، کولمبیا، ازبکستان، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو له پوځي استازو سره د دوه‌اړخیزو اړیکو، پوځي تجربو، روزنې، مسلکي زده کړو او د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
کابل ښار کې د ګلباغ سړک د څلورمې برخې د جوړلو کارونه څومره بشپړ شوي دي؟
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/pFa0mOGu6xM
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د پکتیکا د ځینو لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو څخه په روغتیايي او پراختیايي برخو کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
پکتیا کې دیني علماوو پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غیرې اسلامي عمل بللی دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې ګڼې کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
۲۴ خپرونه؛
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند قاري محمد صادق حق‌پرست د یاد شرکت په مهمو لاسته راوړنو بحث کوي.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/Ji7rRUiyQJ4
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بغلان کې په دوو بېلاېبلو ترافیکي پېښو کې دوو تنو ژوند بایللی او ۹ تنه ټپیان شوي دي.
د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالات.
د نن یکشنبې ورځې نېټه!
په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن د «شمالي قفقاز د خبرو اترو، دودونو او پرمختګ لپاره فضا» په نړیوال فورم کې ګډون او وینا کړې.

روسیه کې د افغانستان سفارت وايي، چې دغه فورم کې ښاغلي حسن د افغانستان او سیمې ترمنځ د متقابل درناوي، خبرو اترو، اقتصادي همکاریو او ګډ پرمختګ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د افغانستان سفیر د فورم په څنډه کې د ستاوروپول سیمې د اقتصادي پراختیا له وزیر انتون بوریسوویچ دورونین سره کتلي او د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.

دغه راز نوموړي له یو شمېر افغان سوداګرو او د افغان ټولنې د مشرانو ستونزې او وړانديزونه اورېدلي او د سفارت له لوري يې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
اسلامي امارت ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره د بل هېڅ هېواد پر ضد نه ده کارول شوې او نه به وکارول شي.
کوالالمپور کې د افغانستان لوی سفارت سرپرست نقیب‌الله احمدي د مالیزیا د فدرالي قلمرو اسلامي دیني شورا (زکات او وقف ادارې) له عمومي رییس داتوک سید قمرالزمان سره وکتل.

مالیزیا کې د افغانستان سفارت وايي، چې دې کتنه کې د زکات او وقف په برخه کې له افغانستان سره د تجربو شریکولو، د اړوندو ادارو د مسولینو د روزنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر پراختیا خبرې شوي او دواړو لوريو د همکاریو پر پراختیا او دوام ټينګار کړی دی.
❤2
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روسيې د روغتیا له وزیر میخایل البرتویچ موراشکو سره په روغتیايي همکاریو خبرې کړي.