This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي به نن (دوشنبه) د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کې ګډون او وینا وکړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بدخشان والي مولوي رحمتالله نجیب، د افغانستان - چین ټرانزیټي سړک د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې بدخشان ولایت کې هیڅ کومه امنیتي ستونزه نشته.
🥰1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
په معاصرو اسلامي علومو کې د امام برهانالدین مرغیناني علمي میراث او ځای تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس په کابل کې تر سره شو.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د افغانستان-چین ټرانزیټي سړک د پرانیستې مراسمو کې ټینګار کړی، چې نظام، پانګوال او هېوادوال باید له شته فرصتونو په ګتې اخیستنې د هېواد د ځا بسیاینې لپاره کار وکړي.
فرانسه کې د زدهکوونکو له لوري د پراخو لاریونونو په دوام؛ د دې هېواد پوهنې وزارت اعلان کړی، چې نن (دوشنبه) به شاوخوا ۵۰۰ ښوونځي وتړل شي.
یاد وزارت د دغه اقدام موخه نا مناسب امنیتي شرایط ښودلي دي.
دغه زدهکوونکي له څو ورځو راهیسې د استادانو د اوږدو رخصتیو، د ښونځیو د زړو ودانیو او نورو زدهکړییزو ستونزو له امله پراخ لاریونونه پیل کړي دي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پاکستان حکومت او تحریک انصاف (PTI) ګوند ترمنځ د مذاکراتو بېپایلې کېدو او د حکومت پر ضد د پراخ لاريون پیل د ورځني ژوند په چارو کې د خنډونو رامنځته کېدو په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.
د راپور پر بنسټ، د سړکونو بندېدو، په ټپه د کاروبارونو درېدو او نورو بېلابېلو ستونزو خلک اندېښمن کړي دي.
دغه لاریونون تېره ورځ (یکشنبه) له لکي مروت څخه د اسلاماباد پر لور روان شوی، چې تېره شپه کرک سیمې ته ورسېد.

❤1
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر، په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) له رییس پولی اوک سري، سره وکتل.
کورنیو چارو وزارت وايي، چې په دې کتنه کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې، په ځانګړي ډول د سروې او معلوماتو راټولولو په برخو کې د دواړو لورو د همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې شوې.
دغه راز دواړو لورو د همکارۍ پر دوام او د ګډې همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره د لازمو اقداماتو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.

په هرات ولایت کې د بټرۍ جوړولو یوه شرکت د «ګرین پلس» بټرۍ یوه محموله، چې دوه میلیونه امریکايي ډالر ارزښت لري، عربي هېوادونو ته صادره کړه.
نور ولولئ⬇️
https://rta.af/news/sadrat-do-mylyon-dalry-batry-tolyd-hrat-bh-kshorhay-aarby

❤2
د خوست والي مولوي عبدالرحمن حقاني د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې مستربل سیمې ته د سفر په ترڅ کې له قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو سره وکتل.
کورنیو چارو وزارت وايي، چې ښاغلي حقاني د اسلامي نظام پر ملاتړ او له نظام سره د ولس د همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی او د نظام او هېواد ساتنه یې د ټولو ګډ مسولیت بللی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ اتمې غونډې ته ویلي، افغانستان له هغه وضعیت څخه چې د اوږدې جګړې او پراخې بېثباتۍ له امله یې سیمې او نړۍ ته امنیتي اندېښنې پیدا کولې، د ثبات، اقتصادي بیا رغونې او سیمهییز تعامل پر لور حرکت کړی.
ښاغلي متقي زیاته کړې، افغانستان په دې باور دی چې موږ د سیمې راتلونکی باید د امنیتي سیالۍ پر ځای د ګډ امنیت، اقتصادي ادغام، سمييز نښلون او د فشار پر ځای د خبرو او تفاهم پر بنسټ جوړ شي.
نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت داعش او نورې هغه ډلې چې د افغانستان او سیمې امنیت ته لوی خطر بلل کېده له منځه وړي او د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه چې زموږ د امنیتي سیاست مهمه برخه ده، په ښه ډول مدیریت کړې.
د بهرنیو چارو وزیر داعش او ملګري یې، ورانکارې شبکې، نشهیي توکي، قاچاق او سازمانیافته جرمونه سره په ګډې مبارزې ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان د سرحدي امنیت د پیاوړتیا، قاچاق او د نشهیي توکو پر وړاندې د ګډو اقداماتو په برخه کې له ټولو سیمهییزو هېوادونو سره د دوامدارې همکارۍ لپاره چمتو دی.

❤1👏1
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمت په اتمه غونډه کې وویل، چې د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان او سیمې د امنیت د ننګولو لپاره یوه نوې پروژه پیل کړې ده.
ښاغلي متقي زیاته کړه، چې یاد رژیم د تېرې ادارې له پوځي ځواکونو سره یوځای، د داعش له غړو څخه په ګټې اخیستنې په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره عملي هڅې پیل کړې دي.
د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل، چې د پاکستان پوځي رژیم د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې زرګونه وسلهوال راټول کړي، څو په افغانستان کې رامنځته شوی ثبات له ننګونې سره مخ کړي. نوموړي وویل: «په نورستان، بدخشان او ځینو نورو سیمو کې د هغوی ناکام تحرکات ستاسو ټولو په مخ کې دي»
ښاغلي متقي ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت به خپلې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ په بشپړه خپلواکۍ سره تنظیموي او هېڅکله به د فشارونو په پایله کې له خپلې اساسي تګلارې څخه تېر نه شي. نوموړي همداراز وویل، چې د هر ډول تېري پر وړاندې دفاع د افغانستان مسلم حق دی.

❤2👏1
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کې وویل، پر افغانستان د لوېدیځ پر بندیزونو سربېره د افغانستان اقتصاد لا هم خپل پرمختګ ته دوام ورکوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې د نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې د افغان حکومت اقداماتو مثبتې پایلې لرلې دي.
ښاغلي لاوروف په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د روسیې د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې هېواد به یې ډېر ژر د بشري مرستو یوه بله محموله هم افغانستان ته ولېږي.

👏1
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کې د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره د پانګونې او اقتصادي مشارکت په برخه کې لا ډېر تعامل وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د انرژۍ، کانونو، کرنې، صنعت، ټرانزیټ او زیربناوو په برخو کې پراخ ظرفیتونه لري.
ښاغلي متقي همداراز وویل، چې افغانستان غواړي سیمهییزو پانګوالو ته د یوه اوږدمهاله اقتصادي شریک په توګه ور وپېژندل شي او له هر ډول پانګونې هرکلی کوي.
نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د انرژۍ، کانونو، کرنې، صنعت، ټرانزیټ او زیربناوو په برخو کې پراخ ظرفیتونه لري.
ښاغلي متقي همداراز وویل، چې افغانستان غواړي سیمهییزو پانګوالو ته د یوه اوږدمهاله اقتصادي شریک په توګه ور وپېژندل شي او له هر ډول پانګونې هرکلی کوي.
👏1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه| ۱۴۰۵/۰۷/۱۳
د بهرنیو چارو وزیر د «مسکو فارمټ» په اتمه غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته سفر کړی.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کې ویلي، افغانستان له هغه وضعیت څخه چې د اوږدې جګړې او پراخې بېثباتۍ له امله یې سیمې او نړۍ ته امنیتي اندېښنې پیدا کولې، د ثبات، اقتصادي بیا رغونې او سیمهییز تعامل پر لور حرکت کړی دی.
ښاغلي متقي زیاته کړې چې افغانستان باور لري، د سیمې راتلونکی باید د امنیتي سیالۍ پر ځای د ګډ امنیت، اقتصادي ادغام او سیمهییزې نښلونې پر بنسټ جوړ شي او د فشار پر ځای باید پر خبرو اترو او تفاهم ولاړ وي.
نوموړي ویلي، اسلامي امارت داعش او نوري هغه ډلي چې د افغانستان او سیمې امنیت ته لوی خطر بلل کېده له منځه وړي او د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه چې د اسلامي امارت د امنیتي سیاست مهمه برخه ده، په ښه ډول مدیریت کړې ده.
د بهرنیو چارو وزیر د داعش او د هغوی د همکارو ډلو، تخریبي شبکو، نشهيي توکو، قاچاق او سازمانیافته جرمونو پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې افغانستان د سرحدي امنیت د پیاوړتیا، د قاچاق پر وړاندې د مبارزې او د نشهيي توکو پر ضد د ګډو اقداماتو په برخه کې له ټولو سیمهییزو هېوادونو سره دوامدارې همکارۍ ته چمتو دی.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کې ویلي، افغانستان د ثبات، اقتصادي بیا رغونې او سیمهییز تعامل پر لور روان دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کې ویلي، د سیمې راتلونکی باید د ګډ امنیت، اقتصادي ادغام او تفاهم پر بنسټ وي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
ناکامه پروژه مستند| نن شپه ۰۷:۳۰ دقیقې