RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.8K photos
16.8K videos
4 files
5.57K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي:
افغانستان غواړي په سیمه کې د یوه مسوول شریک په توګه رول ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور محمد نعیم د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال حمید قنبري سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي، سياسي او سوداګریزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او په دې برخه کې له شته فرصتونو په ښه ډول ګټه اخیستنې خبرې کړې دي.

همداراز د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او د ويزو په برخه کې د لا اسانتياوو رامنځ ته کولو او په دې برخه کې د ګډې همکارۍ په اړه خبرې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، ښاغلي قنبري ویلي، چې ایران چمتو دی، تر څو د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو، د کانونو د استخراج او د برېښنا د تولید په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۷۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د امارتي شرکتونو عمومي رییس مولوي احمدجان بلال، د افغانستان لپاره د قرغېزستان له سفیر تورداکون سیدیکوف سره، د قرغیزستان او افغانستان د دولتي شرکتونو ترمنځ د مخامخ اړیکو، د صادراتو او وارداتو پر پراختیا او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د امارتي شرکتونو عمومي رییس ویلي، چې اوس مهال امارتي شرکتونه د پنبې، لاسي صنایعو او د وچې مېوې په ګډون د بېلابېلو توکو د صادراتو ظرفیت لري.

د قرغېزستان سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو او پانګونو پراختیا اړینه بللې او ویلي یې دي، چې په قرغېزستان کې د پانګونې ښه فرصتونه شته او امارتي شرکتونه کولای شي په دغه هېواد کې پانګونې وکړي.
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د راډیو عمومي ریاست د مستنداتو ټیم، په نورستان کې د شر او فساد عناصرو پر وړاندې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال، د مستند فلم جوړولو پر وخت د یادو ډلو له یوه ټپي شوي کس سره مخ شوي، چې د مرستې غوښتنه کوي.
بشپړ مستند:https://youtu.be/uLlL6GHxp1w
👍2
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د دفاع وزارت د لومړۍ سرحدي لوا درستیزوال قاري صدام ابوزر وايي، نورستان ته د شر او فساد غړو له ننوتو سره سم د امنیتي ځواکونو له چټک او جدي غبرګون سره مخ شول.
بشپړه مستند: https://youtu.be/uLlL6GHxp1w
👍3
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو له وزیر سرګئي لاوروف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، سیمه‌ییزو موضوعاتو او د سیاسي مشورو د دوام په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي متقي ویلي، افغانستان له روسیې سره د اوږدمهاله همکاریو پراختیا ته اهمیت ورکوي او د سیمه‌ییز ثبات په برخه کې د همکاریو پر دوام هم ټینګار کړی دی.

سرګئي لاوروف د اقتصادي او تجارتي اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه لېوالتیا ښودلې او د نشه‌یي توکو د له منځه وړلو او د امنیت د ټینګښت برخه کې یې د افغان حکومت د مثبتو اقداماتو ستاینه کړې ده.
د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالات.
د نن سې‌شنبې ورځې نېټه!
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ایران د اسلامي شورا مجلس د تولید د ملاتړ ځانګړي کمېسیون رییس ډاکټر محسن زنګنه په مشرۍ پلاوي سره کتلي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې دې کتنه کې د ګډو صنعتي پروګرامونو، په افغانستان کې د ځانګړي صنعتي پارک د جوړولو، د چابهار بندر له لارې د همکاریو د پراختیا، د نفتي توکو د تصفیې خونې جوړولو او ۱۰ میلیارده ډالرو ته د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې لوړولو په اړه خبرې شوې دي.

دې کتنه کې ښاغلي عزیزي ویلي، په افغانستان کې صنعتي فعالیتونو ته ښه زمینه برابره شوې او په دې برخه کې یې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، اسلامي امارت غواړي چې افغانستان د منفي رقابتونو پر ځای د مثبتو ګټو، سوداګرۍ، ترانزیټ او تفاهم پر مرکز بدل شي.
❤2
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
په ډېری ولایتونو کې د ۵ زره ښوونکو د ګمارنې بهیر پیل شوی دی.
د اسراییلو صهیونیستي رژیم په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې پر فلسطیني وګړو بریدونه کړي، چې له امله یې اته کسان ټپیان شوي دي.

اسراییلي برېدګرو ښځې او ماشومان زورولي او د موټرو د تخریب سربېره یې نورې ورانکارې کړنې هم ترسره کړې دي.

غزه کې د نسل وژنې له پیل راهیسې تر دې دمه لږ تر لږه ۷۴ زره او ۲۴۳ فلسطینیان شهیدان او ۱۷۵ زره ۲۳۲ نور ټپیان شوي دي.
😢1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ اتمې غونډې ته ویلي، د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان او سیمې د نا امنه کولو پروژه پیل کړې ده.
❤1
اریانا افغان هوایي شرکت وايي، چې د دې شرکت د ټکټونو د پلور او عملیاتي سیستم او وېبپاڼه د «Zapways» په نوم د یوې پاکستاني کمپنۍ له انحصاره ژغورل شوې ده.

دغه شرکت زیاتوي، یادې کمپنۍ د ډير لوړ قيمت د تاديې باوجود د اريانا افغان هوايي شرکت د ټولو سيستمونو د فعاليتونو صلاحيتونه يوازې ځان ته انتقال کړي وو او د اريانا د ټولو سيستمونو راز يې د ځان سره ساتلی وو.

اریانا افغان هوایي شرکت د دغه اقدام موخه د انلاين سیستمونو لا ډېره خپلواکي، عصري او معیاري کېدل، تخنیکي پیاوړتیا او د خدمتونو کیفیت لوړول ښودلي دي.
❤2
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د پاکستان د پخواني زنداني شوي لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو په پار راوتلی پراخ لاریون نن د پېښور پر لور روانېږي.
❤3😱1
د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم په دې ولایت کې یوې سترې غونډې ته د وینا پر مهال له علماوو غوښتي چې خلکو ته حق ورسوي او اجازه ورنکړي، چې ځوانانو مو د پردیو استخباراتي دسیسو ښکار شي.

د سلګونه علماوو په ګډون دغه ستره غونډه نن (سې‌شنبه، د تلې ۱۴مه) په پنجشېر کې جوړه شوې وه.
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
په نورستان کې د شر او فساد ډلې نیول شوی غړی، هغه کیسه بیانوي چې نورستان کې د جګړې لپاره له ایران څخه پاکستان ته لېږدول شوي دي.

بشپړ مستند⬇️
https://youtu.be/uLlL6GHxp1w
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مسکو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره د سیاسي تفاهم ترڅنګ، د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او انرژۍ همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.

ښاغلي متقي افغانستان په اړه د روسیې مثبت سیاست ستایلی او ټینګار یې کړی، چې موجود سیاسي تفاهم باید په عملي اقتصادي شراکت بدل شي.

دغه راز نوموړي د سوداګرۍ د پراختیا، ترانزیټ او سیمه‌ییز اتصال، په افغانستان کې د روسيې پانګونې، انرژۍ او کانونو په برخو کې د ګډو همکاریو، او د بانکي او تادیاتو د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم ټینګار کړی دی.

همدا راز الکسي اوورچوک د اقتصادي همکاریو په برخه کې د روسیې چمتووالی څرګند کړ او ویې ویل چې اوس د عملي همکاریو د پیل لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.

نوموړي د ترانزیټ، ترانسپورټ، انرژۍ او نورو برخو کې له افغانستان سره د ګډ کار پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته کړې یې ده، چې په نږدې راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ لا ډېرې عملي اقتصادي همکارۍ رامنځته شي.
❤2
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د لومړۍ سرحدي لېوا دستیزوال قاري صدام ابوزر وايي، د اسلامي امارت ځواکونو کوښښ وکړ چې نورستان کې د شر او فساد ډلې غړي له جګړې پرته ژوندي ونیول شي.
❤2