RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.7K videos
4 files
5.56K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د پاکستان د پخواني زنداني شوي لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو په پار راوتلی پراخ لاریون نن د پېښور پر لور روانېږي.
❤3😱1
د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم په دې ولایت کې یوې سترې غونډې ته د وینا پر مهال له علماوو غوښتي چې خلکو ته حق ورسوي او اجازه ورنکړي، چې ځوانانو مو د پردیو استخباراتي دسیسو ښکار شي.

د سلګونه علماوو په ګډون دغه ستره غونډه نن (سې‌شنبه، د تلې ۱۴مه) په پنجشېر کې جوړه شوې وه.
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
په نورستان کې د شر او فساد ډلې نیول شوی غړی، هغه کیسه بیانوي چې نورستان کې د جګړې لپاره له ایران څخه پاکستان ته لېږدول شوي دي.

بشپړ مستند⬇️
https://youtu.be/uLlL6GHxp1w
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مسکو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره د سیاسي تفاهم ترڅنګ، د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او انرژۍ همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.

ښاغلي متقي افغانستان په اړه د روسیې مثبت سیاست ستایلی او ټینګار یې کړی، چې موجود سیاسي تفاهم باید په عملي اقتصادي شراکت بدل شي.

دغه راز نوموړي د سوداګرۍ د پراختیا، ترانزیټ او سیمه‌ییز اتصال، په افغانستان کې د روسيې پانګونې، انرژۍ او کانونو په برخو کې د ګډو همکاریو، او د بانکي او تادیاتو د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم ټینګار کړی دی.

همدا راز الکسي اوورچوک د اقتصادي همکاریو په برخه کې د روسیې چمتووالی څرګند کړ او ویې ویل چې اوس د عملي همکاریو د پیل لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.

نوموړي د ترانزیټ، ترانسپورټ، انرژۍ او نورو برخو کې له افغانستان سره د ګډ کار پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته کړې یې ده، چې په نږدې راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ لا ډېرې عملي اقتصادي همکارۍ رامنځته شي.
❤2
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د لومړۍ سرحدي لېوا دستیزوال قاري صدام ابوزر وايي، د اسلامي امارت ځواکونو کوښښ وکړ چې نورستان کې د شر او فساد ډلې غړي له جګړې پرته ژوندي ونیول شي.
❤2
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کندوز په اقتاش ولسوالۍ کې د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو چارې پیل شوې.
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ازبکستان د علماوو شورا مرستیال په مشرۍ ۱۴ کسیز پلاوي د غزني له یو شمېر تاریخي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
❤1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د روسیې له لوري، د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې له افغانستان سره د همکاریو پر بیا پیل ټینګار شوی؛

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، مسکو ته د خپل سفر پر مهال د روسیې د امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره لیدلي دي.

روسي رسنیو راپور ورکړی، چې سرګي شویګو په دې لیدنه کې د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې له افغانستان سره د همکاریو پر بیا پیل ټینګار کړی دی.

ښاغلي شویګو ویلي، چې افغانستان په نړیوالو اړیکو کې شاملول او د ټرانسپورتي او انرژۍ په پروژو کې د دغه هېواد ونډه اخیستل، د سیمه‌ییز امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره له مهمو اقداماتو څخه دي.

د روسیې د امنیت شورا د منشي په وینا، د سیمې نږدې ټول هېوادونه اوس مهال د افغانستان له اوسني مشرتابه سره په مستقیم او فعال ډول تعامل لري.
❤1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
په روانه اونۍ کې به له مزارشریف څخه جدې ته د عمرې د مستقیمو الوتنو او بېرته راستنېدو لړۍ پیل شي.
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه| ۱۴۰۵/۰۷/۱۴
د بهرنیو چارو وزیر او د روسیې د لومړي وزیر مرستیال په مسکو کې د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او انرژۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
❤2
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ له قومي مخورو او مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت د ولس د شرعي حقونو ملاتړ کوي.
نور ولولئ👇
https://rta.af/news/moloy-aabdalkbyr-amart-aslamy-az-hkok-shraay-mrdm-hmayt-myknd
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د پکتیکا ښار د غوره امنیت ټینګښت په موخه د ښار په بېلابېلو برخو کې د امنیتي کمرو لګول پیل شوي دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې له اسلامي نظام په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی دی.

ښاغلي نوري په دې غونډه کې وویل: «هغه کسان چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د بشري حقونو د تأمین په نوم افغانستان ته راغلي وو، د افغانانو نسل‌وژنه یې وکړه او د نشه‌يي توکو د مخنیوي پر ځای یې شاوخوا څلور نیم میلیونه روږدي کسان په میراث پرېښودل»
نور ولولئ👇

https://rta.af/news/mla-norallh-nory-anan-kh-bh-nam-tamyn-hkok-bshr-bh-afghanstan-amdh-bodnd-dr-aynga-nslkshy-afghanha-ra-angam-dadnd
❤1
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د روسیې د امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره په کتنه کې، د سیمه‌ییز امنیت او نشه‌يي توکو مخنیوي په برخه کې د افغانستان د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

په دې لیدنه کې همداراز، د افغانستان او روسیې پر اړیکو، سیمه‌ییز امنیت، د نشه‌يي توکو پر وړاندې پر مبارزې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو، منظمو مشورو، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د روسیې د امنیت شورا منشي، د امنیت او نشه‌يي توکو د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د وضعیت د مدیریت مثبته یادونه کړې ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي مشورو او عملي همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
❤2
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د ننګرهار په مومندرې، دوربابا او سپین غر ولسوالیو کې د ۱۶.۶ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې تر بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بڼوالو د هڅو د درناوي او د سیمه ییزو محصولاتو پېژندنې په موخه، د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د « بې دانه انارو» ننداره او مشاعره ترسره شوې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
مسیر؛
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري وايي، د واخان دهلېز به په سیمه کې د افغانستان موقعیت لا پیاوړی کړي.
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/AK9OpRdPmkQ
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
مسیر؛
د سیاسي چارو کارپوه روح‌الله هوتک وايي، د واخان دهلیز پر اقتصادي ارزښت سربېره، په ټولنیز پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي.
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/AK9OpRdPmkQ
د ننګرهار ولایت مقام وايي، د عامې روغتیا ریاست د څارنې ټیمونو له لوري، په جلال اباد ښار کې ۱۹ د غاښونو کلینیکونه، شپږ لابراتوارونه او یو د راډیولوژي مرکز د مسلکي کسانو او فعالیت اسنادو نه شتون او روغتیايي معیارونو په پام کې نه نیولو له امله تړل شوي دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، د ستونزو ترحل او معیارونو پوره کولو وروسته به یادو مرکزونو ته د بیا فعالیت اجازه ورکړل شي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
ننګرهار ښاروالۍ له لوري د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې پیل شوې.