RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.7K videos
4 files
5.55K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې او د ۹ نورو پروژو په تړاو تعدیلات منظور شول.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، په منظور شویو او تعدیل شوو پروژو کې د هرات د اسلام‌کلا سرحدي ګمرک د پارکینګ کانکریټ‌ اچونه، د کابل د بادام‌باغ څېړنیز مرکز ته له قرغې بند څخه د اوبو د نل لېږد، په لوګر کې د ۱۱ کیلومتره سړک قیر اچونه، په بدخشان کې د ۷۱ کیلومتره سړک بیارغونه، د کابل ښار په ختیځه برخه کې د ترمینل جوړول او د دغه ښار د ځینو داخلي سړکونو جوړول شامل دي.

همداراز، د بامیان په کهمرد، فاریاب په لولاش او د پکتیکا په ارګون ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول او په هلمند ولایت کې د ۳۵۰ بستریز روغتون جوړول هم په دغو پروژو کې شامل دي.
❤1
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده، د ایران د انرژۍ له وزیر عباس علي‌ابادي او مل پلاوي سره وکتل.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا، له مثبتو تجربو څخه د ګټې اخیستنې او په افغانستان کې د انرژۍ د تولید، لېږد او وېش په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وشوې.

دغه وزارت زیاتوي، چې د ایران د انرژۍ وزیر، افغان لوري ته بلنه ورکړې، څو ایران ته سفر وکړي او په دغه هېواد کې د اوبو او انرژۍ د برخو له وضعیت څخه لیدنه وکړي.
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د پکتیکا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په پلان کې لري، څو د یاد ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې له ولسونو سره د همغږۍ ناستې جوړې کړي.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو فراغت غونډې ته په خپلو خبرو کې فارغ شویو محصلانو ته په خطاب کې ویلي، چې په خپلو زده کړو او تخصص سره د افغانستان د روغتیایي برخې ستونزې حل کړي او افغانانو ته په کور دننه د ښې او باوري درملنې باور رامنځته کړي.

ښاغلي ندیم له محصلانو غوښتي تر څو په خپلو برخو کې د تخصص ترلاسه کولو تر څنګ خپلې اسلامي عقیدې او اسلامي اخلاقو ته ښه پاملرنه وکړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
دریځ؛
د سیاسي چارو شنونکی محمد قاسم عزام وايي، د پاکستان پوځي رژیم غواړي د جنګ او ظلم له لارې خپلې نامشروع غوښتنو ته ځان ورسوي.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/eBj-EX76gpE
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو فراغت غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، چې د تخصص کولو تر څنګ خپلې اسلامي عقیدې او اسلامي اخلاقو ته ښه پاملرنه وکړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو فراغت غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، چې د طبي علومو فارغ شوي محصلان باید په روغتیايی برخه کې شته ستونزې حل کړي.
د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالات.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د میدان وردګو ولایت په لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې رغنیزې پروژې چارې پیل شوې.
❤1
د نن پنجشنبې ورځې نېټه!
❤1
د «سي‌بي‌اس نيوز» شبکې د تازه ویډیوګانو په خپرولو سره ویلي، چې کویټ کې د امریکا پر پوځي اډه «بوهرینګ» د ایران بریدونو پراخ زیانونه اړولي.

دغې شبکې زیاته کړې، د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په برید کې پوځي تجهیزاتو او ودانیو ته سخت زیان اوښتی دی.

همدا راز سي‌بي‌اس نيوز د درې امریکايي پوځیانو په حواله راپور ورکړی چې د دې بریدونو پر مهال د ایران اف-۵ الوتکې هم لیدل شوې دي.
❤3
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د مسولینو په هڅو د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
❤1👍1
د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحه بحث شوی او ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، ترڅو دغه طرحه په هر اړخیز ډول وڅیړي او خپل راپور د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې ته وړاندې کړي.

دغه راز، دې غونډه کې د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په لومړۍ ناحیه کې د اوبو او انرژۍ وزارت پر ځمکه د استوګنیز او سوداګریز مرکز جوړولو طرحې په اړه هم ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو دا طرحه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم مطابق ترتیب او بیا یې د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې ته وړاندې کړي.
❤2
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او مل پلاوي په مسکو کې د افغانستان سفارت لپاره له ځانګړې شوې ځمکې څخه لیدنه وکړه.

بهرنیو چارو وزارت وايي، یاده ۱.۶۸ هکتاره ځمکه د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیکو استازولیو د خدمتونو د عمومي ادارې له لوري د مسکو ښار په یوه مهم او ستراتېژیک موقعیت کې د افغانستان سفارت لپاره ځانګړې شوې ده.

یاد وزارت زیاتوي، پر دې ځمکه به د افغانستان سفارت ودانۍ او نور اړین تاسیسات جوړ شي، چې په بشپړېدو سره به یې د سفارت د اداري، قونسلي او کلتوري فعالیتونو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
❤2
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په تاشکند کې د وچې په منځ کې د راګېرو هېوادونو، د خوړو خوندیتوب او تلپاتې پراختیا موخو په غونډه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کرنې، سوداګرۍ او ګډې پانګونې برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
نور ولولئ
https://rta.af/news/moloy-aataaaallh-aamry-afghanstan-lh-azbkstan-srh-d-krnyzo-hmkaryo-ao-panon-prakhtya-th-chmto-dy
❤1
نن پنجشنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.