Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو فراغت غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، چې د تخصص کولو تر څنګ خپلې اسلامي عقیدې او اسلامي اخلاقو ته ښه پاملرنه وکړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو فراغت غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، چې د طبي علومو فارغ شوي محصلان باید په روغتیايی برخه کې شته ستونزې حل کړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د میدان وردګو ولایت په لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې رغنیزې پروژې چارې پیل شوې.
❤1
د «سيبياس نيوز» شبکې د تازه ویډیوګانو په خپرولو سره ویلي، چې کویټ کې د امریکا پر پوځي اډه «بوهرینګ» د ایران بریدونو پراخ زیانونه اړولي.
دغې شبکې زیاته کړې، د ایران د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو په برید کې پوځي تجهیزاتو او ودانیو ته سخت زیان اوښتی دی.
همدا راز سيبياس نيوز د درې امریکايي پوځیانو په حواله راپور ورکړی چې د دې بریدونو پر مهال د ایران اف-۵ الوتکې هم لیدل شوې دي.

❤3
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د مسولینو په هڅو د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
❤1👍1
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحه بحث شوی او ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، ترڅو دغه طرحه په هر اړخیز ډول وڅیړي او خپل راپور د پانګونې بینالوزارتي کمیټې ته وړاندې کړي.
دغه راز، دې غونډه کې د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په لومړۍ ناحیه کې د اوبو او انرژۍ وزارت پر ځمکه د استوګنیز او سوداګریز مرکز جوړولو طرحې په اړه هم ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو دا طرحه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم مطابق ترتیب او بیا یې د پانګونې بینالوزارتي کمیټې ته وړاندې کړي.

❤2
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او مل پلاوي په مسکو کې د افغانستان سفارت لپاره له ځانګړې شوې ځمکې څخه لیدنه وکړه.
بهرنیو چارو وزارت وايي، یاده ۱.۶۸ هکتاره ځمکه د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیکو استازولیو د خدمتونو د عمومي ادارې له لوري د مسکو ښار په یوه مهم او ستراتېژیک موقعیت کې د افغانستان سفارت لپاره ځانګړې شوې ده.
یاد وزارت زیاتوي، پر دې ځمکه به د افغانستان سفارت ودانۍ او نور اړین تاسیسات جوړ شي، چې په بشپړېدو سره به یې د سفارت د اداري، قونسلي او کلتوري فعالیتونو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په تاشکند کې د وچې په منځ کې د راګېرو هېوادونو، د خوړو خوندیتوب او تلپاتې پراختیا موخو په غونډه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کرنې، سوداګرۍ او ګډې پانګونې برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
نور ولولئ
https://rta.af/news/moloy-aataaaallh-aamry-afghanstan-lh-azbkstan-srh-d-krnyzo-hmkaryo-ao-panon-prakhtya-th-chmto-dy

This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د ژوند سنګر مستند
نن شپه ۰۹:۱۰ دقیقې
نن شپه ۰۹:۱۰ دقیقې
عامې روغتیا وزارت په بلخ، جوزجان، کندوز او بغلان ولایتونو کې د اړمنو راستنو شويو او بېځايه شويو کورنيو او کوچنیانو د ټولنیز او اقتصادي خوندیتوب په موخه له یوې موسسې سره د ۱۸۹ زره او ۵۰۱ ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسليک کړ.
عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دې هوکړې له مخې به د ۱۱ روغتيايي مرکزونو له لارې له ۱۸۲ زرو څخه زیات هېوادوال له روغتیايي خدمتونو برخمن او ۲۰ تنو ته به د کار زمینه برابره شي.

د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه کسانو پر غزه د اسراییلو صهیونیستي رژیم د بریدونو پر ضد او د فلسطینیانو پر ملاتړ لاریونونه کړي دي.
لاریون کوونکو پر غزه د بریدونو درېدو او د فلسطینیانو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د غزې د روغتیايي چارواکو ویلي، چې تر دې دمه د اسرائیلي رژیم په بریدونو کې له ۷۴ زرو څخه زیات کسان شهیدان شوي دي.

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، چې روانه اونۍ د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۱۱۳ قضیې څېړل شوې دي.
د دغه وزارت په وینا، په یاده موده کې ۱۱ دښمنۍ او ۶۶ کورنۍ، قومي او سیمهییزې شخړې حل شوې دي، او په څلورو ولایتونو کې ۹ کسان د کوډو کولو په تور نیول شوي دي.
یاد وزارت همداراز ویلي، چې په روانه اونۍ کې یې له علماوو، قومي مشرانو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره ځه باندې ۶۰۰ اصلاحي ناستې هم کړې دي.

د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د هند له شارژدافیر یتین پټیل سره په لیدنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او پراختیايي همکاریو پر پراختیا، په ځانګړې توګه د نیمګړو پروژو د بیا پیلولو په اړه خبرې کړې دي.
د هند شارژدافیر ویلي، چې په افغانستان کې د نیمګړو پروژو د بشپړولو لپاره یې د هند له اړوندو ادارو سره همغږي کړې ده.
ښاغلي پټیل همداراز ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به د هند اقتصادي او پراختیايي همکاریو ته دوام ورکړي.

👍1