RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.7K videos
4 files
5.55K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
تېره ورځ ( چهارشنبه، د تلې ۱۵مه) ۳۲۷ افغان کډوال له پاکستان او ۶۳۹ له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
عامې روغتیا وزارت په بلخ، جوزجان، کندوز او بغلان ولایتونو کې د اړمنو راستنو شويو او بې‌ځايه شويو کورنيو او کوچنیانو د ټولنیز او اقتصادي خوندیتوب په موخه له یوې موسسې سره د ۱۸۹ زره او ۵۰۱ ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسليک کړ.

عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دې هوکړې له مخې به د ۱۱ روغتيايي مرکزونو له لارې له ۱۸۲ زرو څخه زیات هېوادوال له روغتیايي خدمتونو برخمن او ۲۰ تنو ته به د کار زمینه برابره شي.
د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه کسانو پر غزه د اسراییلو صهیونیستي رژیم د بریدونو پر ضد او د فلسطینیانو پر ملاتړ لاریونونه کړي دي.

لاریون کوونکو پر غزه د بریدونو درېدو او د فلسطینیانو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د غزې د روغتیايي چارواکو ویلي، چې تر دې دمه د اسرائیلي رژیم په بریدونو کې له ۷۴ زرو څخه زیات کسان شهیدان شوي دي.
❤1
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، چې روانه اونۍ د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۱۱۳ قضیې څېړل شوې دي.

د دغه وزارت په وینا، په یاده موده کې ۱۱ دښمنۍ او ۶۶ کورنۍ، قومي او سیمه‌ییزې شخړې حل شوې دي، او په څلورو ولایتونو کې ۹ کسان د کوډو کولو په تور نیول شوي دي.

یاد وزارت همداراز ویلي، چې په روانه اونۍ کې یې له علماوو، قومي مشرانو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره ځه باندې ۶۰۰ اصلاحي ناستې هم کړې دي.
د اقتصاد وزیر قاري دین‌ محمد حنیف په افغانستان کې د هند له شارژدافیر یتین پټیل سره په لیدنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او پراختیايي همکاریو پر پراختیا، په ځانګړې توګه د نیمګړو پروژو د بیا پیلولو په اړه خبرې کړې دي.

د هند شارژدافیر ویلي، چې په افغانستان کې د نیمګړو پروژو د بشپړولو لپاره یې د هند له اړوندو ادارو سره همغږي کړې ده.

ښاغلي پټیل همداراز ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به د هند اقتصادي او پراختیايي همکاریو ته دوام ورکړي.
👍1
د ننګرهار د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست او علماوو په هڅو، د یاد ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۷۰ کلونو مرګونې دښمني پای ته ورسېده.

د مسوولینو په خبره، په دغه دښمنۍ کې له دواړو لوریو څخه نږدې ۵۰ کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د ماليې وزير ملا محمد ناصر اخوند، د ايران د انرژۍ له وزيرعباس علي ابادي او مل پلاوي سره کتلي دي.

مالیې وزارت وايي، په دې کتنه کې پر اقتصادي او مالي مسايلو، د سوداګرۍ او ګمرکي ستونزو په حلولو، په دې برخه کې د اسانتياوو په رامنځته کولو او د اوبو او برېښنا په برخو کې د دوه اړخیزو اسانتیاوو په رامنځته کولو او د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د ايران د انرژۍ وزير، د ګمرکي اسانتیاوو، برېښنا او د اوبو تصفیې په برخه کې د تخنیکي او مسلکي همکاریو ترسره کولو او تخنیکي وسایلو برابرولو ډاډ ورکړی دی.
👍1
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین جان عمري، د یوه پلاوي په مشرۍ د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په کنفرانس کې د ګډون په موخه د روسیې پلازمېنې مسکو ته سفر وکړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، افغان پلاوی به په یاد فورم کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سکټور اړوند د هېواد تجربې، لاسته راوړنې او د ډیجیټلي بدلون په برخه کې د ترسره شویو اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړي.

ټاکل شوې په دغه نړیوال فورم کې به د ډیجیټلي ټکنالوژۍ د پراختیا، ډیجیټل حکومتولي، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي زیربناوو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې او بحثونه وشي.
👍1
د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رییس مولوي عبدالکریم فاتح، د روسیې د ترانسپورت له مرستیال دیمیتري زویریف سره په انلاین ناسته کې د اوسپنیزې لارې د بندرونو د بنسټیزې پراختیا او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د روسیې د ترانسپورت مرستیال ویلي، دوی په افغانستان کې د نویو کوریدورونو په لټه کې دي او هڅه کوي چې افغانستان ته د توکو لېږد کچه لوړه کړي، نوموړي زیاته کړې، روسیه چمتو ده، څو د افغان ــ ترانس، بلخ ــ هرات، هرات ــ کندهار او کندهار ــ سپین بولدک پروژو کې هم همکاري وکړي.

دواړو لوریو همداراز د ترانزیټي عملیاتو لپاره د قانوني چوکاټ رامنځته کولو او د افغانستان او د «خپلواکو او مشترک المنافع هېوادونو» د ترانسپورټ د همغږۍ کنفرانس (CIS) ترمنځ د تعامل په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث کړی دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه| ۱۴۰۵/۰۷/۱۶
د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ ناستې په څنډه کې د روسیې، چین او ایران له چارواکو سره لیدنې کړې دي.
د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌ایزو ګډو زده‌کړو له قومندانۍ څخه د ۱۸۴ منسوبینو فراغت؛

د دفاع وزارت، د مرکزي قطعاتو او ساحوي قول اردوګانو ۱۸۴ تنه منسؤبین د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌ایزو ګډو زده‌کړو قومندانۍ اړوند، د مسلکي ښوونځیو د شپې دوربین، داترون مخابرې او کمپیوټر زده‌کړو له درې میاشتنیو زده‌کړو وروسته فارغ شول.

نویو فارغ شویو منسوبینو د هېواد په هر ګوټ کې د اسلامي نظام د دفاع او ساتنې لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د امام ابوحنيفه (رح) په پینځم کورني او نړیوال نندارتون کې د بېلابېلو هېوادونو سوداګرو او صنعتکارانو خپل تولیدات نندارې ته ایښي دي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د نورستان والي قاري زین‌ العابدین عابد د نورستان د خلکو ستونزو اورېدو لپاره لرې پرتو سیمو ته سفرونه کړي او د خلکو ستونزې یې له نږدې اورېدلې دي.
👍1
د کورنيو چارو وزير خلیفه سراج الدين حقاني، د افغانستان لپاره، د اروپايي ټولنې د نوي ټاکل شوي شارژدافیر نیکولا بیلومو سره وکتل.

کورنیو چار وزارت وايي، په دې کتنه کې د دوه‌اړخيزو اړيکو پر دوام، د همکاريو په پراختيا، له نشه‌يي توکو سره پر مبارزې او په دې برخه کې د مرستو پر غځېدو، د هېواد په امنیتي وضعیت د خبرو تر څنګ، د مثبتو او ګډو موضوعاتو پر بنسټ د اړیکو پر لا پراختیا او د دواړو لوریو تر منځ د تعامل په ساتلو ټینګار شوی دی.

ښاغلي حقاني د افغانستان او اروپایي ټولنې تر منځ اړیکې یې مثبتې بللې دي او د پخواني استازي له هڅو او ماموريت څخه يې مننه کړې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د نورستان په مرکزي زندان کې، د بندیانو لپاره د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې ودانۍ جوړلو چارې پیل شوې.
د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د ۱۱۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک جوړولو عملي چارې پیل شوې.

ځايي مسوولین وايي، یاد سړک د دوه کیلو متره په اوږدوالي او لس متره پلنوالي سربېره، د پلې لار، د یوه ۲۰ متره پل، ۸ پلچکونو او د یو زر او ۵۳۰ متره استنادي دېوال په درلودلو سره د یو کال په موده کې جوړیږي.
❤1