RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.7K videos
4 files
5.56K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو لوی سوداګریز مرکز د جوړولو چارې پیل شوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لاروی؛
د نورستان طبیعي جوړښت او ښکلاوې د دې سبب شوې چې د کورنیو سیلانیانو ترڅنګ بهرني سیلانیان هم د سیاحت لپاره دغه ولایت ته سفر وکړي.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/a_3ekj432-0
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د غزني په بېلابېلو ولسوالیو کې د څلور پراختیايي پروژو چارې پیل شوې.
د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالات.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
پایله؛
د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي وايي، چې د واخان دهلېز کولای شي د افغانستان او سیمې لپاره ډېر ښه اقتصادي او سوداګریزې فرصتونه برابر کړي.
بشپړه خپرونه:
https://youtu.be/LiCNk314_wA?si=EVqhmqqLyAMtxwzV
د بغلان په ډنډغوري ولسوالۍ کې د سیمه ییزو مسوولینو او قومي مشرانو په هڅو او منځګړیتوب، د دوو کورنیو ترمنځ ۲۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د بغلان ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، په دغه دښمنۍ کې دوه کسان وژل شوي وو.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بلخ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري، د تاریخي او ګرځندیزو ظرفیتونو د پېژندنې په موخه نندارتون جوړ شوی دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
زندان؛
د بګرام زندان پخوانی زنداني قاري اسماعیل وايي، بګرام زندان کې یې ما او نورو بندیانو ته ۶۵ ورځې شکنجه راکړه.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/g-sPYcTWQVE
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
زندان؛
د بګرام زندان پخوانی زنداني قاري اسماعیل وايي، بګرام زندان کې د ناروغ بندیانو هېڅ ډول درملنه نه کېده.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/g-sPYcTWQVE
د بلخ د والي ملامحمد یوسف وفا په مشرۍ د شمال لویدیځ زون (بلخ، جوزجان، سرپل، سمنګان او فاریاب) ولایتونو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته په فاریاب کې تر سره شوه.

د بلخ ولایت مقام ویاند حاجي زید وايي، په دې ناسته کې د یادو شویو ولایتونو والیانو، د ۲۰۹ الفتح قول اردو مرستیال، د شمال زون د نظامي محکمې رییس، امنیه قومندانانو او د استخباراتو مسوولینو ګډون کړی و.
👍1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د یوې موسسې د نږدې دوه میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۳ چکډېمونو، تالابونو، په پینځه جریبه ځمکه د بڼ جوړولو او ۲۰ زره نیالګیو کېنولو پروژه پیل شوه.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي وګړو د هېواد او ولس د امنیت ساتنې په برخه کې د امنیتي ځواکونو د هڅو قدرداني کړې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د نورستان په مرکز پارون ښار کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د حلقوي سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د مزارشریف ښار په یوه پراخه ولسي غونډه کې د افغانستان پر خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه په کلکه وغندل شول. د غونډې ګډونوالو وویل، چې د پاکستان پوځي رژیم نه غواړي افغانستان پر ځان بسیا شي او د پرمختګ پر لور ګامونه واخلي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د افغانستان او ایران خصوصي سکتورونو په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ۴۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېل هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د امام ابوحنیفه (رح) کورني او نړیوال نندارتون کې ګډونوال سوداګر او صنعت‌کاران وايي، په دغه نندارتون کې یې له بېلابېلو بهرنیو او کورنیو شرکتونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وايي، د راستنو شویو افغان کډوالو لپاره به نوي ښارګوټی د ابادۍ او پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د کابل په څرخي پله زندان کې د بندیانو د مسلکي زده‌کړو او مهارتونو د لوړولو په موخه، د ترکاڼۍ د زده‌کړې برخه فعاله شوه. څو له دې مهارت څخه په راتلونکي کې د کار او عاید ترلاسه کولو لپاره ګټه واخلي.
❤3
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
اقتصادي پرمختګ؛
په هېواد کې د ګاډر اوسپنې د تولید یوې کارخونې فعالیت پیل کړ!
بشپړه خپرونه:
https://youtu.be/pUVifRoLxAM?si=6eV9sSonz6QHlkSU
👍1