RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.7K videos
4 files
5.55K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د افغانستان او ایران خصوصي سکتورونو په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ۴۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېل هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د امام ابوحنیفه (رح) کورني او نړیوال نندارتون کې ګډونوال سوداګر او صنعت‌کاران وايي، په دغه نندارتون کې یې له بېلابېلو بهرنیو او کورنیو شرکتونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وايي، د راستنو شویو افغان کډوالو لپاره به نوي ښارګوټی د ابادۍ او پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د کابل په څرخي پله زندان کې د بندیانو د مسلکي زده‌کړو او مهارتونو د لوړولو په موخه، د ترکاڼۍ د زده‌کړې برخه فعاله شوه. څو له دې مهارت څخه په راتلونکي کې د کار او عاید ترلاسه کولو لپاره ګټه واخلي.
❤3
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
اقتصادي پرمختګ؛
په هېواد کې د ګاډر اوسپنې د تولید یوې کارخونې فعالیت پیل کړ!
بشپړه خپرونه:
https://youtu.be/pUVifRoLxAM?si=6eV9sSonz6QHlkSU
👍1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کندهار ښار د میرویس خان نیکه‌واټ د جوړېدو چارې روانې دي، چې به بشپړېدو سره به د ښار په یو مهم مسیر کې ترافیکي اسانتیاوې زیاتې شي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل سیند د اساسي پاکولو په موخه د یاد سیند د سروې چارې پیل شوې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د افغانستان ازادو خبریالانو ټولنې او د کاپیسا، پروان او پنجشېر ولایتونو د خبریالانو ترمنځ د همغږۍ ناسته شوې.
د نن شنبې ورځې نېټه!
❤1
د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر سهېل اپریدي په مشرۍ اوږد لاریون تېره شپه (د تلې ۱۷مه) چارسدې ته رسېدلی دی.

سهېل اپریدي پر خپله اېکس‌پاڼه د ګوند له پلویانو غوښتي، چې ټول کاروانونه د اکټوبر پر ۱۱مه او ۱۳مه په «صوابۍ انټرچېنج» کې سره یو ځای شي.

دغه لاریون د عمران خان د خوشې کېدو لپاره د اکتوبر پر ۴مه له لکي مروت څخه د اسلام‌اباد پر لور حرکت کړی دی.
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې پنټاګون د اکتوبر تر نهمې له ایران سره په جګړه کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو شمېر ۲۱ تنه او د ټپیانو شمېر ۸۶۵ تنه اعلان کړی دی.


د پنټاګون په تازه راپور کې د دوه وژل شویو او څلور د ټپي کېدو شمېر زیات شوی دی.
❤1
زموږ "پښتو" ټولنیزې رسنۍ د لاندې لینکونو له لارې وڅارئ.⬇️
اېکس پاڼې:
https://x.com/rtapashto
https://x.com/pashtortanews
یوټیوب:
https://youtube.com/@rtapashto
فېسبوک:
https://facebook.com/rtapashto1
ټلېګرام:
https://t.me/rtapashto1
انستګرام:
https://instagram.com/rtapashto1
تریډز:
https://threads.net/@rtapashto1
ریب:
https://www.reab.com/bio/rtapashto1
واټساپ‌ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029Va8LsO6DjiOfa87CtC11
واټساپ ګروپ:
https://chat.whatsapp.com/JLCnlh8vLNTISgihBVVoC9
د خوست ښاروالۍ له لوري د ښار په لومړۍ، درېیمه او څلورمه ناحیه کې د نږدې ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د روښنایي پروژې چارې پیل شوې.
د دغې پروژې چارې به په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د شیلي په پلازمېنه سانتیاګو کې ناڅاپي سېلاب راغلی.

د راپورونو پر بنسټ، دغه سېلاب شپږ کسان ټپیان کړي او یو شمېر کورونه او موټر یې وړي دي.
د افغانستان لپاره د ناروې سفیر سیګوالد تومین هاوګه او د یاد هېواد ځانګړي استازي، په اسلام‌اباد کې د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب سره لیدلي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وایي، چې دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ناروې پر دوه اړخیزو اړیکو، وروستو بدلونونو، سیمه‌ییزو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني پکتیا کې د یو شمېر رغنیزو پروژو له چارو لیدنه وکړه.

ښاغلي ثاني یاد ولایت ته د سفر په ترڅ کې د زرګر کلا د دوه کیلو متره سړک، د ګردېز - پټان د ۲۵ کیلومتره سړک او د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ او د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د نښلوونکو سړکونو د ۲۲ کیلو متره برخې رغنیزې چارې ارزولې دي.

نوموړي د قراردادي شرکتونو مسولینو ته سپارښتنې کړي، چې د یادو پروژو چارې چټکې او په معیاري توګه بشپړې کړي.
نن شنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
پېښو ته د رسېدو او اور وژنې لوی ریاست مسلکي منسوبینو د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د قاضي پلازې په ودانۍ کې رامنځته شوې اورلګېدنه پر وخت مهار کړې ده.

کورنیو چارو وزارت وايي، چې د یاد رياست منسوبینو د شاوخوا ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت مالي شتمنۍ ژغورلې او د اورلګېدنې د پراخېدو مخه یې نیولې ده.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د اندرا ګاندي د ماشوم روغتیا انستیتوت په هېواد کې یو ستر روغتیايي مرکز دی، چې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه په ورځني ډول سلګونه ناروغان د درملنې په موخه ورته مراجعه کوي.
د عدلیې وزارت وایي، چې په بلخ ولایت کې «د حاجي عبدالباقي او حاجي اسماعیل فارم» په نوم کابو ۲۵۰ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم پر بنسټ امارتي ثابته شوه.
نور ولولئ⬇️
https://rta.af/news/hdod-gryb-zmyn-dr-blkh-mlkyt-amarty-tthbyt-shd-1