RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.7K videos
4 files
5.55K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
د نن شنبې ورځې نېټه!
❤1
د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر سهېل اپریدي په مشرۍ اوږد لاریون تېره شپه (د تلې ۱۷مه) چارسدې ته رسېدلی دی.

سهېل اپریدي پر خپله اېکس‌پاڼه د ګوند له پلویانو غوښتي، چې ټول کاروانونه د اکټوبر پر ۱۱مه او ۱۳مه په «صوابۍ انټرچېنج» کې سره یو ځای شي.

دغه لاریون د عمران خان د خوشې کېدو لپاره د اکتوبر پر ۴مه له لکي مروت څخه د اسلام‌اباد پر لور حرکت کړی دی.
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې پنټاګون د اکتوبر تر نهمې له ایران سره په جګړه کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو شمېر ۲۱ تنه او د ټپیانو شمېر ۸۶۵ تنه اعلان کړی دی.


د پنټاګون په تازه راپور کې د دوه وژل شویو او څلور د ټپي کېدو شمېر زیات شوی دی.
❤1
زموږ "پښتو" ټولنیزې رسنۍ د لاندې لینکونو له لارې وڅارئ.⬇️
اېکس پاڼې:
https://x.com/rtapashto
https://x.com/pashtortanews
یوټیوب:
https://youtube.com/@rtapashto
فېسبوک:
https://facebook.com/rtapashto1
ټلېګرام:
https://t.me/rtapashto1
انستګرام:
https://instagram.com/rtapashto1
تریډز:
https://threads.net/@rtapashto1
ریب:
https://www.reab.com/bio/rtapashto1
واټساپ‌ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029Va8LsO6DjiOfa87CtC11
واټساپ ګروپ:
https://chat.whatsapp.com/JLCnlh8vLNTISgihBVVoC9
د خوست ښاروالۍ له لوري د ښار په لومړۍ، درېیمه او څلورمه ناحیه کې د نږدې ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د روښنایي پروژې چارې پیل شوې.
د دغې پروژې چارې به په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د شیلي په پلازمېنه سانتیاګو کې ناڅاپي سېلاب راغلی.

د راپورونو پر بنسټ، دغه سېلاب شپږ کسان ټپیان کړي او یو شمېر کورونه او موټر یې وړي دي.
د افغانستان لپاره د ناروې سفیر سیګوالد تومین هاوګه او د یاد هېواد ځانګړي استازي، په اسلام‌اباد کې د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب سره لیدلي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وایي، چې دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ناروې پر دوه اړخیزو اړیکو، وروستو بدلونونو، سیمه‌ییزو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني پکتیا کې د یو شمېر رغنیزو پروژو له چارو لیدنه وکړه.

ښاغلي ثاني یاد ولایت ته د سفر په ترڅ کې د زرګر کلا د دوه کیلو متره سړک، د ګردېز - پټان د ۲۵ کیلومتره سړک او د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ او د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د نښلوونکو سړکونو د ۲۲ کیلو متره برخې رغنیزې چارې ارزولې دي.

نوموړي د قراردادي شرکتونو مسولینو ته سپارښتنې کړي، چې د یادو پروژو چارې چټکې او په معیاري توګه بشپړې کړي.
نن شنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
پېښو ته د رسېدو او اور وژنې لوی ریاست مسلکي منسوبینو د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د قاضي پلازې په ودانۍ کې رامنځته شوې اورلګېدنه پر وخت مهار کړې ده.

کورنیو چارو وزارت وايي، چې د یاد رياست منسوبینو د شاوخوا ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت مالي شتمنۍ ژغورلې او د اورلګېدنې د پراخېدو مخه یې نیولې ده.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د اندرا ګاندي د ماشوم روغتیا انستیتوت په هېواد کې یو ستر روغتیايي مرکز دی، چې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه په ورځني ډول سلګونه ناروغان د درملنې په موخه ورته مراجعه کوي.
د عدلیې وزارت وایي، چې په بلخ ولایت کې «د حاجي عبدالباقي او حاجي اسماعیل فارم» په نوم کابو ۲۵۰ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم پر بنسټ امارتي ثابته شوه.
نور ولولئ⬇️
https://rta.af/news/hdod-gryb-zmyn-dr-blkh-mlkyt-amarty-tthbyt-shd-1
د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالي اړوند په کرچیګل، شینګر او باټاش کلیو کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درېیو شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


د دغو پروژو په بشپړېدو سره ۱۸۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې دي.
❤2
له ۱۰۰ څخه زیاتو د بشر حقونو نړیوالو سازمانونو او مدني ټولنو ویلي، چې په غزه کې د امریکا په ملاتړ د اوربند له کېدو یو کال وروسته هم دغه اوربند یوازې د کاغذ پر مخ پاتې دی.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، یادو سازمانونو په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د اسراییلو صهونیستي رژیم ځواکونه لا هم هره ورځ فلسطینیان شهیدان او ټپیانوي.

راپور کې راغلي، غزې تړانګې ته د بشري مرستو، تجهیزاتو او بیا رغونې لپاره د اړینو توکو پر لېږد لا هم بندیزونه لګېدلي دي.
❤1
د نن یکشنبې ورځې نېټه!
نورستان کې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو ۱۰ شبکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د دوو نورو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

دغه شبکې د نورستان د مرکز پارون سربېر په وانت، واما، منډول، دواب، کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې جوړې شوې دي.

یادې شبکې چې د یونیسف په مالي لګښت جوړې شوي، له ۲ زره ۴۰۰ څخه زیاتې کورنۍ تر له پاکو اوبو برخمنې شوې دي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، په پنجشېر کې د اوبو او برېښنا ۱۰ بندونو د جوړولو په موخه د اوبو سرچینو سروې پیل شوې ده.

د پنجشېر ولایت مقام وايي، چې دغه سروې به د دې ولایت د مرکز سربېره په شتل، پریان او حصه‌اول ولسوالیو کې تر سره شي.
د راپورونو پر بنسټ، په پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان ملاتړو پر اتمه ورځ هم خپل اوږد لاریون ته دوام ورکړی.

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر محمد سهیل اپریدي په مشرۍ د لاریون کاروان مردان ته رسېدلی دی.

ښاغلي افریدي له خپلو پلويانو غوښتي، چې د اکتوبر تر ۱۳مې ځانونه صوابۍ ته روسوي.

دغه راز نوموړي لاریون کوونکو ته د وينا پر مهال ویلي: «پښتانه به هېڅکله له ګواښونو، ټوپکو او ګولیو څخه ونه وېرېږي».
👏1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
سږ کال په سمنګان ولایت کې د انګورو حاصلات!
د اوکراين جګړې پای ته رسولو لپاره له ډیپلوماټیکو هڅو سره هم‌مهال، د دغه هېواد پر سویلي ښار زاپوریژیا د روسیې د بریدونو له امله ۲۰ کسان وژل شوي دي.

دغه بریدونه امریکا ته د روسیې د ډیزلو پر صادراتو له هوکړې وروسته شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د واشنګټن دغه پرېکړه غندلې او روسیه یې تورنه کړې چې د بندیزونو د نرمولو په ځواب کې یې پر ودانیو برید کړي دي.