RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.7K videos
4 files
5.55K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د سرمنشي له مرستیال، سفیر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره ليدنه کې د افغانستان له روغتیايي سيستم سره په دوامدارې همکارۍ، د ساري ناروغیو مخنیوي او په راتلونکي کې د روغتیا په برخه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکاریو پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت وايي، ښاغلي جلالي له یاد پلاوي سره د ولسوالیو په کچه روغتونونو ته د اړینو تجهیزاتو برابرولو او د روغتیا په برخه کې، له اسلامي هېوادونو سره د هوکړه‌لیکونو لپاره د زمینې برابرولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

دغه راز د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون او قلبي څانګې لپاره د اړینو تجهیزاتو برابرولو، د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د عملياتونو او په دې برخه کې د مالي ملاتړ په اړه خبرې شوې دي.

ورته مهال یاد پلاوي، له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ او په راتلونکې کې یې د یو شمېر قلبي ستونزې لرونکو ماشومانو د عملياتونو مالي لګښتونه پر غاړه اخیستي دي.
❤1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
پکتیکا کې دیني علماوو او قومي مشرانو او ځوانانو په یوه غونډه کې پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم هوايي بریدونه وغندل.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني پکتیا کې د یو شمېر رغنیزو پروژو له چارو لیدنه وکړه.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د پروان والي د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکو ته په یوه غونډه کې ویلي چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د شمال زون د ځايي مسوولینو، د رسنیو استازو، خبریالانو او فرهنګي فعالانو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بغلان د کرنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې سږ کال د شولو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.
د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، په بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د ياد سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

د اسلامي همکاريو سازمان مرستيال ویلي، چې له افغانستان سره به په بشري، زده کړو او روغتيا برخو کې به د ياد سازمان مرستې دوام ولري.

نوموړي له ګاونډيو هيوادونو سره د افغانستان مثبتې او ښې اړيکې وستايلې او زياته يې کړه، له ځينو هيوادونو سره رامنځته شوې ستونزې بايد د خبرو او مفاهمې له لارې حل شي.

بل خوا د رياست الوزراء اداري مرستيال ویلي، د اسلامي همکاریو سازمان کولای شي د سيمې او نړۍ هيوادونو سره د افغانستان اړيکو پياوړتيا کې خپل مثبت رول ولوبوي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
شل کلن مزل؛
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار وايي، د جهاد په وخت کې مې د رسنیزو فعالیتونو په بدل کې هېڅ ډول امتیاز نه ترلاسه کاوه.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/ouObsn_Jbtk
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
شل کلن مزل؛
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار وايي، موږ د جهاد په وخت یوازې حقیقت ته انعکاس ورکاوه.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/ouObsn_Jbtk
د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالات
د نن دوشنبې ورځې نېټه!
د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، له جیبوټي څخه یمن ته د څه باندې ۳۰۰ کډوالو لېږدوونکې کښتۍ د ډوبېدو له امله د ۱۵ ماشومانو په ګډون ۱۳۹ کسان مړه شوي او تر ۸۴ ډېر لادرکه دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان ویلي، چې پاتې ۸۲ کسان ژغورل شوي چې ټول د ایتوپیا اوسېدونکي دي.
😢2
د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په ټلیفوني اړیکه کې د سیمه‌ییزو کړکیچونو پر سیاسي حل ټینګار کړی او ویلي یې دي، تهران چمتو دی، چې د سعودي عربستان او یمن ترمنځ مذاکراتو کې منځګړیتوب وکړي.

تسنیم خبري اژانس ویلي، چې دغه اړیکه تېره شپه (یکشنبه) سیمه‌ کې د روان کړکېچ د مخنیوي په موخه شوې ده.
زموږ "پښتو" ټولنیزې رسنۍ د لاندې لینکونو له لارې وڅارئ.⬇️
اېکس پاڼې:
https://x.com/rtapashto
https://x.com/pashtortanews
یوټیوب:
https://youtube.com/@rtapashto
فېسبوک:
https://facebook.com/rtapashto1
ټلېګرام:
https://t.me/rtapashto1
انستګرام:
https://instagram.com/rtapashto1
تریډز:
https://threads.net/@rtapashto1
ریب:
https://www.reab.com/bio/rtapashto1
واټساپ‌ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029Va8LsO6DjiOfa87CtC11
واټساپ ګروپ:
https://chat.whatsapp.com/JLCnlh8vLNTISgihBVVoC9
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي د افغان–امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې له رییس جیفري ګریکو سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا، سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي هاشمي د افغانستان اقتصادي ظرفیتونو ته په اشاره له امریکایي سوداګرو او پانګوالو غوښتي چې د نفتو د چاڼ، د کان کيندنې او پروسس او په نورو د بنسټیزو او صنعتي پروژو پانګونه وکړي.

همدا راز د افغان–امريکا د سوداګرۍ خونې رییس د سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه د اقتصادي موضوعاتو په اړه د تخصصي بحثونو او پنلونو جوړول، په سیمه‌ییزو او نړیوالو کنفرانسونو کې د سوداګرو ګډون او د نړۍ له اقتصادي بنسټونو سره د اړیکو د پراختیا وړاندیز کړی دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
ویډیو: د پاکستان حکومت وروستي اقدام ته په پېښور کې د زده‌کړیالانو غبرګون!
د پاکستان تحریک انصاف ګوند اعلان کړی چې د دې هېواد پولیسو د خیبر پښتونخوا د یو شمېر چارواکو پر کورونو شپنۍ چاپې اچولې دي.

دغه چاپې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان حکومت لخوا د بېړني حالت له اعلان وروسته اچول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو په موخه د لاریون کاروان ورځ تر بلې پراخېږي.
عامې روغتیا وزارت په هرات کې د رواني او لومړنیو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له یوې موسسې سره ۱۵۳ زره ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسليک کړ.

عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دغې هوکړې له مخې به د یو روغتيايي مرکز له لارې څه باندې ۲۴ زره کسان به له روغتیايي خدمتونو برخمن او ۱۹ کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
❤2
د سترې محکمې د رویت هلال کمېټې له هېوادوالو غوښتي، چې نن (دوشنبه، د تلې ۲۰مه) په خپلو سیمو کې د جمادی‌الأولی میاشتې د لیدلو هڅه وکړي او د میاشتې د لیدو په صورت کې دې د خپلې سیمې محکمې او رویت هلال کمېټې ته شاهدي وړاندې کړي.

نور ولولئ⬇️
https://rta.af/news/kmyth-royt-hlal-az-mrdm-khoast-bray-mshahdh-hlal-mah-gmadyalaoly-tlash-knnd
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې د پاکستاني چارواکو لخوا پر افغانستان د خپلو ناکامیو پړه اچول د هېڅ ستونزې حل نه دی، په پاکستان کې سیاسي، امنیتي، ټولنیز او اقتصادي ستونزې د اندیښني وړدي چې پر ټوله سیمه منفي اثر کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، د پاکستاني چارواکو له خوا بې ځای تورونه لګول، د مذاکراتو بهیرونه سبوتاژ کول او د حل پر ځای د لوړ رتبه چارواکو ټول تمرکز په پروپاګند کول ناکام سیاست دی.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې پاکستان باید په کور دننه د خپلو مشکلاتو د حل لپاره رغنده ګامونه واخلي، د خپلو سیاسیونو او ولسونو مشورو او حقونو ته درناوی وکړي.