RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.7K videos
4 files
5.55K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
نن سې‌شنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
تېره ورځ ( دوشنبه، د وږي ۲۰مه) ۱۱۹ افغان کډوال له پاکستان او ۵۶۲ له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، د کابل – جلال‌اباد لویه لار، د وروستیو پرله پسې اورښتونو او غر ښویېدنې له امله د تنګي ابریشم په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

نوموړی وايي، د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونه په سیمه کې د یادې لویې لارې د پرانیستلو په موخه هڅه کوي، چې یاده لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیزي.
د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې ۲۲۶ زلزله ځپلو کورنیو ته د یو میلیون ډالرو په لګښت استوګنیز کورونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول.

یاده پروژه د افغانستان د بشري مرستو صندوق په مالي ملاتړ او د ناروې د کمېټې په همکارۍ پلې شوې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د پېښو د خطرونو د کمولو نړیوالې ورځې نمانځنې په مراسمو کې د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا، ملا محمد حسن اخوند پیغام.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي، د امام ابوحنیفه (رح) د پینځم نړیوال نندارتون د پای مراسمو کې وویل، چې په دغه نندارتون کې د ۹۳۴ میلیونه او ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په ټولیز ارزښت قراردادونه او هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

ښاغلي هاشمي وویل، چې دغه قراردادونه او هوکړه‌لیکونه د افغان سوداګرو او خصوصي سکټور د استازو او د هغوی د بهرنیو سیالانو ترمنځ د ګڼو سوداګریزو ناستو په پایله کې لاسلیک شوي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د پېښو د خطرونو د کمولو نړیوالې ورځې نمانځنې په مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وینا.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د پېښو د خطرونو د کمولو نړیوالې ورځې نمانځنې په مراسمو کې، له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې عمومي رییس ملا نورالدین ترابي وینا.
د بښنې نړیوال سازمان په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت په اعلان، د پوځیانو په ځای پر ځای کېدو، د اعلی وزیر د بندي کېدو او د انټرنېټ ګډوډولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې پاکستاني چارواکي باید د پولیسو د عادي دندو د ترسره کولو لپاره له پوځي ځواکونو کار اخیستل پرېږدي او ډاډ ترلاسه کړي چې پوځي ځواکونه حساب‌ورکوونکي پاتې کېږي او د بشري حقونو نړیوال قوانین او معیارونه رعایتوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له پراخو لاریونونو وروسته، د دغه هېواد حکومت په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت تر اعلانولو سربېره، وسله‌وال ځواکونه ځای پر ځای کړي او چارواکي یې نیولي دي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وايي، د پرله پسې سرغړونو له کبله یې په افغانستان کې د بي‌بي‌سي نشرات ځنډولي دي.
🥰1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه | ۱۴۰۵/۰۷/۲۱
د پېښو د خطرونو د کمولو نړیواله ورځ، په هېواد کې د لوړپوړو حکومتي چارواکو په ګډون ونمانځل شوه.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د امام ابوحنیفه (رح) د پینځم نړیوال نندارتون د پای مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي وینا.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د امام ابوحنیفه (رح) د پینځم نړیوال نندارتون د پای مراسمو کې د امارتي شرکتونو عمومي رییس مولوي احمدجان بلال وینا.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د امام ابوحنیفه (رح) د پینځم نړیوال نندارتون د پای مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد وینا.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د امام ابوحنیفه (رح) د پینځم نړیوال نندارتون د پای مراسمو کې په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي وینا.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د نندارتونونو مسوول محمد یعقوب جاوید وايي، د ۱۴۰۵ زیږدیز کال لپاره ۳۵ نندارتونونه په پلان کې نیول شوي دي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم نړیوال نندارتون کې ازبکستان هېواد برېښنايي موټرونه نندارې ته وړاندې کړي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د صنعتکارانو ټولنې مشر عبدالجبار صافي له ګاونډیو هېوادنو سره د ګډو سوداګریزو نندارتونونو په ارزښت بحث کړی.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، په کابل کې د قطر له سفیر ډاکټر مردف القاشوطي سره په لیدنه کې د افغانستان او قطر پر دوه اړخیزو اړیکو او په ځانګړې توګه، له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د اړیکو په پیاوړتیا کې د قطر د اسانتیاوو برابرولو او هڅو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

د بهرنیو چار وزارت په وینا، ښاغلي متقي له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت اړیکې مخ پر ودې وبللې او په دې برخه کې یې د قطر هڅې د ستاینې وړ یادې کړې دي.

ورته مهال د قطر سفیر هم د خپل هېواد ژمنتیا او د دغو هڅو د دوام ډاډ څرګند کړ او په دې برخه کې یې رامنځته شوي پرمختګونه د هیله‌مندۍ وړ بللې دي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم نړیوال نندارتون کې، د ایران د صنعتي ماشین‌الاتو یوه شرکت خپل تولیدات نندارې ته ایښې دي.