RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.7K videos
4 files
5.55K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه| ۱۴۰۵/۰۷/۲۲
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس د یوې تخنیکي ډلې په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان په سیمه‌ییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته لاړ.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم هلمند ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال، په هلمند پوهنتون کې د تدریسي روغتون د جوړولو پروژه پرانیسته.
د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، دغه ۲۰۰ بستریز تدریسي روغتون، د ۲۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت، پر ۱۲ زره متره مربع ځمکه جوړیږي.
په دغه تدریسي روغتون کې د عاجلو، سراپا، ارتوپیدي، جراحي، سترګو، عقلي او عصبي، ماشومانو او نسایي ولادي څانګو جوړول په پام کې نیول شوي دي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي د واخان له لارې له چین سره د افغانستان پر نښلېدو خوښ دي، دوی وايي یاد دهلیز به د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د افغانستان والیبال غوره لیګ پنځم پړاو سیالیو د پیل مراسمو کې د راډیو عمومي ریاست مرستیال مولوي ضیاءالحق حقمل وویل، چې اسلامي امارت د نورو برخو تر څنګ په ورزش برخه کې هم ګنې لاسته راوړنې لري.
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د افغانستان والیبال غوره لیګ پنځم پړاو سیالیو د پیل مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق وویل، چې اوس مهال په هېواد کې د ورزش برخې ته تر بل هر وخت زیاته پاملرنه شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډزي سره وکتل.
بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت، سیمه‌ییز ثبات، بشري مرستو او قونسلي خدمتونو خبرې وشوې.
ښاغلي لینډزي، د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د متقابل باور جوړونې پر اهمیت ټینګار وکړ او د بشري مرستو او قونسلي خدمتونو په برخو کې یې د همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړ.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، په کابل کې د هند سفارت له شارژدافیر یتین پټیل سره د پېژندنې په موخه کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزیر، د اسلامي امارت د متوازن سیاست له مخې له هند سره د اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
ښاغلي متقي همداراز، د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ حجم د زیاتېدو په حال کې بللې او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی دی.
ورته مهال ښاغلي پټیل هم ویلي، چې هند له افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي او بشري برخو کې خپل تعامل او اړیکو ته پراختیا ورکول غواړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د لوګر په زندان کې لسګونه بندیان د قران‌ کریم د حفظ له دورې څخه فارغ شوي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د جهادي اثارو د ساتنې عمومي ریاست مسوولینو په میدان وردګ ولایت کې په یوه غونډه کې ویلي، چې د شل کلن جهاد ټول بهیر به ثبت او مستند شي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د هلمند ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د دوراهي ملي صنعتي پارک ځمکه له خپلسرو تصرفاتو څخه ژغورل شوې او ټاکل شوې چې ډېر ژر یې صنعت‌کارانو ته د وېش لړۍ پیل شي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شیخ شهاب‌ الدین دلاور، لوګر ته د سفر پر مهال دغه ولایت کې راستنو شویو افغان کډوالو ته نغدي مرستې ویشلې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کابل ښار د بره‌کي څلورلارې د هوايي پل او تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/hBbABAborqU
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لغمان کې د رسنیو ژورنالیستانو او خبریالانو لپاره د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې سمینار یو ورځنې سمینار ترسره شو.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د نړیوال سره صلیب له لوري، په کونړ کې له اسعد اباد ولایتي روغتون سره د طبي او غیرې طبي توکو مرسته شوې ده.
د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شیخ شهاب‌ الدین دلاور، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي سره په کتنه کې د هېواد پر بشري وضعیت، د اړمنو پر اړتیاوو او د بشري مرستو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس، د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د کمولو او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بریتانیا د لا پراخې همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.
بله خوا ریچارډ لینډسي ویلي، هڅه به وکړي چې له راستنو شویو او روغتیايي خدمتونو په برخه کې هم له افغاني سرې میاشتې سره د کافي او اغېزمنې همکارۍ زمینه برابره کړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري د اوو زونونو له والیانو سره کتلي دي.

په دې کتنه کې د کانونو په مدیریت، د کاني پروژو په پلي کېدو، د کانونو له عوایدو څخه د خلکو لپاره د ټولنیزو خدمتونو په وړاندې کولو او د ستونزو په حل خبرې شوې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کابل ښار اوسېدونکی یوسف خان منګل وايي، خوشحاله یو چې په کابل کې د ابادۍ کارونه روان دي.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/hBbABAborqU
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کابل ښار د بره‌کي څلورلارې د هوايي پل او تر ځمکې لاندې سړک جوړولو پروژې یو تن انجنیر د یادې پروژې د روانو چارو په اړه معلومات ورکوي.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/hBbABAborqU
د نن پنجشنبې ورځې نېټه!
اعلان وروسته د اسراییلو صهیونستي رژیم په بریدنو کې د شهید شویو فلسطینیانو شمېر له یو زر او ۵۰۰ څخه لوړ شو.

د راپور له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ فلسطینیان ټپیان شوي، چې له دې سره د ټپیانو شمېر هم ۵ زره ۳۲۳ ته لوړ شوی دی.

همدا راز یادې شبکې په دغې موده کې ۸۴۰ جسدونو د موندل کېدو خبر هم ورکړی دی.
😢3