RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.6K videos
4 files
5.54K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې، بامیان ولایت د ماینونو او ناچاودو توکو څخه په بشپړه توګه پاک اعلان کړ.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
ملي راپور؛
د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د ستانکزي څلور لارې ــ ټانګ لوګر سړک چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.
بشپړه خپرونه
https://youtu.be/laVzDtn9kvk?si=_2PfCqeUv8bUAMOB
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
نیمروز کې د زرنج ــ دلارام لویې لارې څخه د ریګ پاکولو پروژه پیل شوه.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
ځايي اوسېدونکي او یو شمېر سیلانیان، د ننګرهار د پچیر اګام ولسوالۍ اړوند تورې بوړې سیاحتي سیمې ته د غځېدلي سړک د جوړېدو غوښتنه کوي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د اطلاعاتو او کلتور وزیر، شیخ شیر احمد حقاني، میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت موزیم په رسمي ډول پرانیست.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو ۱۰ کورنیو لپاره د استوګنې کورونه جوړ او یادو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د هرات ولایت مقام وايي، په دغه ولایت کې د یوه تن پانګه‌وال له لوري، د پینځه میلیون ډالرو په پانګونې، د یوه سوداګریز او تفریحي مرکز د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
یاد سوداګریز او تفریحي مرکز پر۴۰ جریبه ځمکه د درېیو کلونو په موده کې جوړیږي، چې تر ۲۰۰ کسانو ته به په کې د کار زمینه هم برابره شي.
❤1
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) وروستي راپور ته په غبرګون ویلي، چې د یوه بې‌طرفه نړیوال بنسټ په توګه خپلې ارزونې د کره معلوماتو او عیني واقعیتونو پر بنسټ ترسره کړي.
ښاغلي مجاهد ویلي، د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت او نورو رسمي ادارو له لوري په هېواد کې د ځینو سرغړونکو اشخاصو نیونې د اړوندو ادارو د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې، د غیرشرعي کړنو د مخنیوي او د اشخاصو د اصلاح په موخه ترسره شوې دي، نه په خپلسري ډول.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد له یوناما پوښتلي چې ولې یې په هېواد کې ترسره شویو پرمختګونو ته انعکاس نه دی ورکړی.
ښاغلي مجاهد ویلي، چې یوناما باید د یوې بې پرې بنسټ په توګه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نیږدې والي او ورسره د سوء تفاهمونو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي، چې د مجاهد په وینا دا کار یې نه دې کړې، بلکې، په افغانستان کې د نظام پر خلاف په پروپاګند مصروفه ده.
❤1
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په ګډون، د کورنیو چارو وزارت د مسوولینو لپاره لارښونیزه غونډه جوړه شوه.
د دې غونډې ګډونوالو ته د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله له لوري د شرطې نوی توشیح شوی قانون په اجمالي توګه تشریح شو.
د کورنیو چارو وزیر همداراز ټولو ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې له دې وروسته د نوي قانون له مخې خپل اجرات ترسره کړي.
❤2
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
د سیاسي چارو کارپوه مومن خان سعادت وايي، د سیمې امنیت لپاره باید د سیمې هېوادونه هم خپل مسوولیت ترسره کړي.
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/5HPj2y9q3po
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، د غزني تخنیکي پوهنتون د محصلانو فراغت غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د لوړو زده‌کړو پرمختګ لپاره یې پوره هڅې پیل کړې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د پلخمري ــ دوشي پر لویه لاره د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې.
د نن شنبې ورځې تاریخ!
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
هېواد کې د تېرې اوونۍ «د جمعې د لمانځه خطبه» په ورځنیو راکړو ورکړو کې رښتينولۍ او انصاف ته ځانګړې شوې وه.
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې د بُست ۳۵۰ بستریز روغتون د جوړېدو پروژه منظور شوه.

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په وینا، د دې پروژې لګښت ۵۰۰ میلیونه افغانۍ دی او په درېیو کلونو کې به بشپړه شي.
👍1
تېره ورځ (جمعه ، تلې ۲۴ مه) ۱۷۵ افغان کډوال له پاکستان او۷۸۰ افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
👍1
الجزیرې راپور ورکړی چې شاوخوا ۸۰ په وسلو سمبال مخپټو اسرائیلي اوسېدونکي پر فلسطینیانو او یوه امریکايي خبریال د برید ترڅنګ، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د زیتونو ونو ته اور اچولی دی.

دا برید د زیتونو د حاصلاتو ټولولو پر مهال شوی، کوم چې د دې سیمې د اوسېدونکو د عاید یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په اشغال شوې سیمه کې د فلسطینیانو پر وړاندې پلان شوي تاوتریخجن بریدونه لا هم دوام لري.
😢1