Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
نیمروز کې د زرنج ــ دلارام لویې لارې څخه د ریګ پاکولو پروژه پیل شوه.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
ځايي اوسېدونکي او یو شمېر سیلانیان، د ننګرهار د پچیر اګام ولسوالۍ اړوند تورې بوړې سیاحتي سیمې ته د غځېدلي سړک د جوړېدو غوښتنه کوي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د اطلاعاتو او کلتور وزیر، شیخ شیر احمد حقاني، میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت موزیم په رسمي ډول پرانیست.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو ۱۰ کورنیو لپاره د استوګنې کورونه جوړ او یادو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) وروستي راپور ته په غبرګون ویلي، چې د یوه بېطرفه نړیوال بنسټ په توګه خپلې ارزونې د کره معلوماتو او عیني واقعیتونو پر بنسټ ترسره کړي.
ښاغلي مجاهد ویلي، د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت او نورو رسمي ادارو له لوري په هېواد کې د ځینو سرغړونکو اشخاصو نیونې د اړوندو ادارو د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې، د غیرشرعي کړنو د مخنیوي او د اشخاصو د اصلاح په موخه ترسره شوې دي، نه په خپلسري ډول.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد له یوناما پوښتلي چې ولې یې په هېواد کې ترسره شویو پرمختګونو ته انعکاس نه دی ورکړی.
ښاغلي مجاهد ویلي، چې یوناما باید د یوې بې پرې بنسټ په توګه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نیږدې والي او ورسره د سوء تفاهمونو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي، چې د مجاهد په وینا دا کار یې نه دې کړې، بلکې، په افغانستان کې د نظام پر خلاف په پروپاګند مصروفه ده.

❤1
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په ګډون، د کورنیو چارو وزارت د مسوولینو لپاره لارښونیزه غونډه جوړه شوه.
د دې غونډې ګډونوالو ته د عالیقدر امیرالمومنین حفظهالله له لوري د شرطې نوی توشیح شوی قانون په اجمالي توګه تشریح شو.
د کورنیو چارو وزیر همداراز ټولو ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې له دې وروسته د نوي قانون له مخې خپل اجرات ترسره کړي.

❤2
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
د سیاسي چارو کارپوه مومن خان سعادت وايي، د سیمې امنیت لپاره باید د سیمې هېوادونه هم خپل مسوولیت ترسره کړي.
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/5HPj2y9q3po

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، د غزني تخنیکي پوهنتون د محصلانو فراغت غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د لوړو زدهکړو پرمختګ لپاره یې پوره هڅې پیل کړې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د پلخمري ــ دوشي پر لویه لاره د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
هېواد کې د تېرې اوونۍ «د جمعې د لمانځه خطبه» په ورځنیو راکړو ورکړو کې رښتينولۍ او انصاف ته ځانګړې شوې وه.
الجزیرې راپور ورکړی چې شاوخوا ۸۰ په وسلو سمبال مخپټو اسرائیلي اوسېدونکي پر فلسطینیانو او یوه امریکايي خبریال د برید ترڅنګ، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د زیتونو ونو ته اور اچولی دی.
دا برید د زیتونو د حاصلاتو ټولولو پر مهال شوی، کوم چې د دې سیمې د اوسېدونکو د عاید یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په اشغال شوې سیمه کې د فلسطینیانو پر وړاندې پلان شوي تاوتریخجن بریدونه لا هم دوام لري.

😢1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د کاري چارو اسانتیا او چټکتیا په موخه محتسبینو ته سل عرادې موټر سایکلونه وېشل شوي
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، محتسبینو ته یې د کاري چارو د چټکتیا، د خلکو شکایتونو ته پر وخت رسېدنې او د منکراتو د مخنیوي په موخه ۱۰۰ عرادې موټر سایکلونه وېشلي.
د یاد وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر ویلي، له دې ډلې ۴۲ عرادې د کابل ولایت د ښاري ریاست اړوند ۲۲ حوزو ته او پاتې نور یې د کابل ولایت ولسوالیو او یو شمېر نورو ولایتونو ته لېږدول شوي.
په وینا یې، یاد نقلیه وسایط به په کاري بهیر کې اسانتیا رامنځته کړي.

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني تېره پنجشنبه د تلې ۲۳مه نېټه، سالنګونو ته د سفر په ترڅ کې د شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ د اساسي بیارغونې له چارو له نږدې لیدنه او ارزونه کړې.
ټولګټو وزارت وایي، دغه راز ښاغلي ثاني د دې سفر پر مهال د یادې لوې لارې اړوند د ۹ پایو پلونو د اساسي بیارغونې له چارو چې د دوشي پُل په ګډون ۷ یې د جنوبي سالنګ اړوند او پاتې دوه یې د شمالي سالنګ اړوند سیمو کې موقعیت لري هم لیدنه وکړه.
د ټولګټو وزیر قراردادي شرکتونو مسوولینو ته سپارښتنه کړي، د پلان شویو برخو چارې دې د ژمې له را رسیدو مخکې بشپړې کړي.