RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.7K videos
4 files
5.55K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په ګډون، د کورنیو چارو وزارت د مسوولینو لپاره لارښونیزه غونډه جوړه شوه.
د دې غونډې ګډونوالو ته د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله له لوري د شرطې نوی توشیح شوی قانون په اجمالي توګه تشریح شو.
د کورنیو چارو وزیر همداراز ټولو ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې له دې وروسته د نوي قانون له مخې خپل اجرات ترسره کړي.
❤2
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
د سیاسي چارو کارپوه مومن خان سعادت وايي، د سیمې امنیت لپاره باید د سیمې هېوادونه هم خپل مسوولیت ترسره کړي.
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/5HPj2y9q3po
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، د غزني تخنیکي پوهنتون د محصلانو فراغت غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د لوړو زده‌کړو پرمختګ لپاره یې پوره هڅې پیل کړې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د پلخمري ــ دوشي پر لویه لاره د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې.
د نن شنبې ورځې تاریخ!
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
هېواد کې د تېرې اوونۍ «د جمعې د لمانځه خطبه» په ورځنیو راکړو ورکړو کې رښتينولۍ او انصاف ته ځانګړې شوې وه.
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې د بُست ۳۵۰ بستریز روغتون د جوړېدو پروژه منظور شوه.

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په وینا، د دې پروژې لګښت ۵۰۰ میلیونه افغانۍ دی او په درېیو کلونو کې به بشپړه شي.
👍1
تېره ورځ (جمعه ، تلې ۲۴ مه) ۱۷۵ افغان کډوال له پاکستان او۷۸۰ افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
👍1
الجزیرې راپور ورکړی چې شاوخوا ۸۰ په وسلو سمبال مخپټو اسرائیلي اوسېدونکي پر فلسطینیانو او یوه امریکايي خبریال د برید ترڅنګ، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د زیتونو ونو ته اور اچولی دی.

دا برید د زیتونو د حاصلاتو ټولولو پر مهال شوی، کوم چې د دې سیمې د اوسېدونکو د عاید یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په اشغال شوې سیمه کې د فلسطینیانو پر وړاندې پلان شوي تاوتریخجن بریدونه لا هم دوام لري.
😢1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د کاري چارو اسانتیا او چټکتیا په موخه محتسبینو ته سل عرادې موټر سایکلونه وېشل شوي

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، محتسبینو ته یې د کاري چارو د چټکتیا، د خلکو شکایتونو ته پر وخت رسېدنې او د منکراتو د مخنیوي په موخه ۱۰۰ عرادې موټر سایکلونه وېشلي.
د یاد وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر ویلي، له دې ډلې ۴۲ عرادې د کابل ولایت د ښاري ریاست اړوند ۲۲ حوزو ته او پاتې نور یې د کابل ولایت ولسوالیو او یو شمېر نورو ولایتونو ته لېږدول شوي.

په وینا یې، یاد نقلیه وسایط به په کاري بهیر کې اسانتیا رامنځته کړي.
د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني تېره پنجشنبه د تلې ۲۳مه نېټه، سالنګونو ته د سفر په ترڅ کې د شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ د اساسي بیارغونې له چارو له نږدې لیدنه او ارزونه کړې.

ټولګټو وزارت وایي، دغه راز ښاغلي ثاني د دې سفر پر مهال د یادې لوې لارې اړوند د ۹ پایو پلونو د اساسي بیارغونې له چارو چې د دوشي پُل په ګډون ۷ یې د جنوبي سالنګ اړوند او پاتې دوه یې د شمالي سالنګ اړوند سیمو کې موقعیت لري هم لیدنه وکړه.

د ټولګټو وزیر قراردادي شرکتونو مسوولینو ته سپارښتنه کړي، د پلان شویو برخو چارې دې د ژمې له را رسیدو مخکې بشپړې کړي.
د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د عامې روغتیا د وزیر مولوي نور جلال جلالي په حضور کې د يوه ۳۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې.

عامې روغتیا وزارت وایي، په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ښاغلي جلالي وویل، هڅه دا ده، چې په ټول هېواد کې د ځان بسیاینې پر لور معیاري روغتیايي خدمتونه پراخ شي .
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
تېره ورځ (جمعه ، تلې ۲۴ مه) ۱۷۵ افغان کډوال له پاکستان او ۷۸۰ افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
نن شنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
عدلیې وزارت وايي، د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدنې ځانګړې محکمې، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې نږدې ۱۲۲ جریبه ځمکه امارتي ثابته کړې ده.

د یاد وزارت په وینا، دغه ځمکه د کابل د پغمان ولسوالۍ د کوزې ارغندۍ په سیمه کې موقعیت لري، چې د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدنې ځانګړې محکمې له لوري امارتي ثابته شوې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه| ۱۴۰۵/۰۷/۲۵
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی، د کندهار په جهادي مدرسه کې په خپله وینا کې ویلي، چې تعلیم، تربیه او د علم زده‌کړه فرض دي.
په کویټ کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي محمد شفیق خطیب، په دغه هېواد کې له مېشت افغان علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره کتلي دي.

په کویټ کې د افغانستان سفارت وايي، په دې کتنه کې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، رامنځته شويو پرمختګونو، د افغانانو ترمنځ پر یووالي، ګډې همکارۍ او د قونسلي ستونزو پر حل خبرې وشوې.

ښاغلي خطیب همداراز د سفارت له لوري د غوره قونسلي خدمتونو وړاندې کولو ډاډ ورکړی دی.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د کونړـ نورستان سړک د قیراچونې چارې په چټکۍ روانې دي.