د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په ګډون، د کورنیو چارو وزارت د مسوولینو لپاره لارښونیزه غونډه جوړه شوه.
د دې غونډې ګډونوالو ته د عالیقدر امیرالمومنین حفظهالله له لوري د شرطې نوی توشیح شوی قانون په اجمالي توګه تشریح شو.
د کورنیو چارو وزیر همداراز ټولو ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې له دې وروسته د نوي قانون له مخې خپل اجرات ترسره کړي.

❤2
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
د سیاسي چارو کارپوه مومن خان سعادت وايي، د سیمې امنیت لپاره باید د سیمې هېوادونه هم خپل مسوولیت ترسره کړي.
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/5HPj2y9q3po

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، د غزني تخنیکي پوهنتون د محصلانو فراغت غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د لوړو زدهکړو پرمختګ لپاره یې پوره هڅې پیل کړې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د پلخمري ــ دوشي پر لویه لاره د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
هېواد کې د تېرې اوونۍ «د جمعې د لمانځه خطبه» په ورځنیو راکړو ورکړو کې رښتينولۍ او انصاف ته ځانګړې شوې وه.
الجزیرې راپور ورکړی چې شاوخوا ۸۰ په وسلو سمبال مخپټو اسرائیلي اوسېدونکي پر فلسطینیانو او یوه امریکايي خبریال د برید ترڅنګ، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د زیتونو ونو ته اور اچولی دی.
دا برید د زیتونو د حاصلاتو ټولولو پر مهال شوی، کوم چې د دې سیمې د اوسېدونکو د عاید یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په اشغال شوې سیمه کې د فلسطینیانو پر وړاندې پلان شوي تاوتریخجن بریدونه لا هم دوام لري.

😢1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د کاري چارو اسانتیا او چټکتیا په موخه محتسبینو ته سل عرادې موټر سایکلونه وېشل شوي
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، محتسبینو ته یې د کاري چارو د چټکتیا، د خلکو شکایتونو ته پر وخت رسېدنې او د منکراتو د مخنیوي په موخه ۱۰۰ عرادې موټر سایکلونه وېشلي.
د یاد وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر ویلي، له دې ډلې ۴۲ عرادې د کابل ولایت د ښاري ریاست اړوند ۲۲ حوزو ته او پاتې نور یې د کابل ولایت ولسوالیو او یو شمېر نورو ولایتونو ته لېږدول شوي.
په وینا یې، یاد نقلیه وسایط به په کاري بهیر کې اسانتیا رامنځته کړي.

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني تېره پنجشنبه د تلې ۲۳مه نېټه، سالنګونو ته د سفر په ترڅ کې د شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ د اساسي بیارغونې له چارو له نږدې لیدنه او ارزونه کړې.
ټولګټو وزارت وایي، دغه راز ښاغلي ثاني د دې سفر پر مهال د یادې لوې لارې اړوند د ۹ پایو پلونو د اساسي بیارغونې له چارو چې د دوشي پُل په ګډون ۷ یې د جنوبي سالنګ اړوند او پاتې دوه یې د شمالي سالنګ اړوند سیمو کې موقعیت لري هم لیدنه وکړه.
د ټولګټو وزیر قراردادي شرکتونو مسوولینو ته سپارښتنه کړي، د پلان شویو برخو چارې دې د ژمې له را رسیدو مخکې بشپړې کړي.
ټولګټو وزارت وایي، دغه راز ښاغلي ثاني د دې سفر پر مهال د یادې لوې لارې اړوند د ۹ پایو پلونو د اساسي بیارغونې له چارو چې د دوشي پُل په ګډون ۷ یې د جنوبي سالنګ اړوند او پاتې دوه یې د شمالي سالنګ اړوند سیمو کې موقعیت لري هم لیدنه وکړه.
د ټولګټو وزیر قراردادي شرکتونو مسوولینو ته سپارښتنه کړي، د پلان شویو برخو چارې دې د ژمې له را رسیدو مخکې بشپړې کړي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
تېره ورځ (جمعه ، تلې ۲۴ مه) ۱۷۵ افغان کډوال له پاکستان او ۷۸۰ افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
عدلیې وزارت وايي، د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدنې ځانګړې محکمې، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې نږدې ۱۲۲ جریبه ځمکه امارتي ثابته کړې ده.
د یاد وزارت په وینا، دغه ځمکه د کابل د پغمان ولسوالۍ د کوزې ارغندۍ په سیمه کې موقعیت لري، چې د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدنې ځانګړې محکمې له لوري امارتي ثابته شوې ده.
د یاد وزارت په وینا، دغه ځمکه د کابل د پغمان ولسوالۍ د کوزې ارغندۍ په سیمه کې موقعیت لري، چې د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدنې ځانګړې محکمې له لوري امارتي ثابته شوې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه| ۱۴۰۵/۰۷/۲۵
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی، د کندهار په جهادي مدرسه کې په خپله وینا کې ویلي، چې تعلیم، تربیه او د علم زدهکړه فرض دي.

په کویټ کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي محمد شفیق خطیب، په دغه هېواد کې له مېشت افغان علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره کتلي دي.
په کویټ کې د افغانستان سفارت وايي، په دې کتنه کې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، رامنځته شويو پرمختګونو، د افغانانو ترمنځ پر یووالي، ګډې همکارۍ او د قونسلي ستونزو پر حل خبرې وشوې.
ښاغلي خطیب همداراز د سفارت له لوري د غوره قونسلي خدمتونو وړاندې کولو ډاډ ورکړی دی.
په کویټ کې د افغانستان سفارت وايي، په دې کتنه کې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، رامنځته شويو پرمختګونو، د افغانانو ترمنځ پر یووالي، ګډې همکارۍ او د قونسلي ستونزو پر حل خبرې وشوې.
ښاغلي خطیب همداراز د سفارت له لوري د غوره قونسلي خدمتونو وړاندې کولو ډاډ ورکړی دی.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د کونړـ نورستان سړک د قیراچونې چارې په چټکۍ روانې دي.
د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رییس مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ، د قزاقستان په استانه ښار کې، د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په څوارلسمه سیمهییزه غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې د اوسپنیزې لارې په نویو پروژو، د انتقالاتو په زیاتوالي، د غړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنیزې لارې څخه د انتقالاتو بهیر په ډیجیټلي کولو، د سوداګرۍ او ترانزیټ په اسانتیاوو، د افغان ـ ټرانس اوسپنیزې لارې پروژې او د بلخ ــ هرات ــ کندهار اوسپنیزې لارې پروژې په اړه خبرې شوې دي.
ښاغلي فاتح همداراز د دې غونډې په څنډه کې د قزاقستان، ازبکستان، پاکستان او ایران له استازو سره هم کتلي، او د افغان ټرانس اوسپنیزې لارې او د بلخ ــ هرات ــ کندهار اوسپنې پټلۍ پروژو د تطبیق او د بلخ ــ هرات ــ کندهار پروژې ته یې د پانګهوالو په جلب خبرې کړې دي.