Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه| ۱۴۰۵/۰۷/۲۶
د افغانستان اسلامي امارت د رییسالوزرا له لوري له اړمنو کسانو سره د مرستو پر اړتیا ټینګار شوی دی.
د افغانستان اسلامي امارت د رییسالوزرا له لوري له اړمنو کسانو سره د مرستو پر اړتیا ټینګار شوی دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
مر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي: د اسلامي امارت موخه په ټول هېواد کې د هر ډول تعصب لهمنځه وړل دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د اړمنو لپاره د مرستو راټولولو د ځانګړې اوونۍ د پرانیستې په غونډه کې د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور وویل، چې د اشغالګرو له لوري په هېواد کې د بمونو کارولو بېلابېلې ناروغۍ رامنځته کړې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د اړمنو لپاره د مرستو راټولولو د ځانګړې اوونۍ د پرانیستې په غونډه کې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، نړیوال سازمانونه د اسلامي امارت له خوا د اتو میلیونو بېرته راستنېدونکو کډوالو د مدیریت ستاینه کوي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د اړمنو لپاره د مرستو راټولولو د ځانګړې اوونۍ د پرانیستې په غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور له ټولو لوریو وغوښتل چې په روانه اونۍ کې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره مرسته وکړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د اړمنو لپاره د مرستو راټولولو د ځانګړې اوونۍ د پرانیستې په غونډه کې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې عمومي رییس ملا نورالدین ترابي وویل، چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره مرستې باید سیاسي نه شي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شیخ شهابالدین دلاور د اړمنو کسانو لپاره د مرستو راټولولو د ځانګړې اوونۍ د پیل په مراسمو کې وویل، په هېواد کې د اوسني یووالي ساری په تېرو پنځوسو کلونو نه دی لیدل شوی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د زابل د سرې میاشتې ټولنې مسوولینو، د اړمنو کسانو لپاره د مرستو راټولولو د ځانګړې اوونۍ له پیل سره هم مهاله له هېوادوالو او سوداګرو غوښتي چې له اړمنو سره مرستې وکړي.
👍1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
نورستان کې د اوبو یوه کانال په جوړېدو سره به د ځايي بزګرانو لپاره د کرکیلې په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي غوښتنه کوي چې په دغه ولسوالۍ کې د هغو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو چارې بېرته پیل شي، چې کارونه یې نیمګړي پاتې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال محمد نبي عمري، د پکتیکا ولایت لپاره د نوي والي د معرفي کېدو په غونډه کې پر اطاعت ټینګار کړی دی.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له نوې ټاکل شوې مشرې رباب فاطمې سره کتلي دي.
بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د راپورونو او ارزونو په تړاو، د کره او باوري معلوماتو پر کارولو، د واقعي وضعیت پر متوازن انعکاس او له اړوندو افغان ادارو سره د لازمې همغږۍ پر اهمیت تاکید وشو.
د یاد وزارت په وینا، د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا، د راستنېدونکو افغان کډوالو پر بشري اړتیاوو او د مرستو پر اغېزمن تنظیم خبرې شوې دي.
په کتنه کې همداراز له سیاسي موضوعاتو څخه د اقتصادي فعالیتونو او بشري مرستو پر جلا ساتلو او د بشري اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ، د پراختیايي او زیربنايي پروژو د ملاتړ پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.

ملا عبدالخالق عابد د پکتیا ولایت د نوي والي په توګه خپله دنده پیل کړه.
❤2
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بلخ کې «بلخ؛ د افغانستان فرهنګي پلازمېنه او د تمدنونو څلورلارې» تر سرليک لاندې يو علمي سمینار ترسره شو.
له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې عمومي رییس ملا نورالدین ترابي، په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له مشرې میهیونګ پارک سره د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو او راستنېدونکو سره د لا زیاتو مرستو د راجلبولو په اړه خبرې وکړې.
د کډوالۍ نړیوال سازمان رییسې ویلي، چې د دوحې په راتلونکې تمویلوونکې غونډه کې به د بشري ډیپلوماسۍ او سیاست پر جلا کولو، د وقایوي پروژو د پلي کولو او په افغانستان کې د زیانمنو شویو خلکو د ملاتړ په اړه خبرې وکړي.

This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
۲۴ خپرونه؛
هرات کې د راډیو خبریال شعیب جلالي د دغه ولایت د نړیوال ترمینل د پروژې د روانو چارو، پرمختګ او ظرفیتونو په اړه جزئیات وړاندې کوي.
هرات کې د راډیو خبریال شعیب جلالي د دغه ولایت د نړیوال ترمینل د پروژې د روانو چارو، پرمختګ او ظرفیتونو په اړه جزئیات وړاندې کوي.
الجزیرې د فلسطین د روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی، چې د ۷۵ فلسطیني شهیدانو ډلهییزه جنازه ترسره شوې ده.
د دغو شهیدانو جسدونه په دې وروستیو کې د هغو کورونو او ودانیو له کنډوالو راایستل شوي وو، چې پر غزې د اسرائیلي رژیم د جګړې پر مهال ویجاړ شوي دي.
سلګونو فلسطینیانو یکشنبه (د تلې ۲۶مه) د دغو شهیدانو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او جسدونه یې د شیخ رضوان په هدیره کې خاورو ته وسپارل.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د سپاه پاسداران ویاند سردار محبي خبرداری ورکړی، چې د ایران د انرژۍ پر زېربناوو هر ډول برید به د تهران له سخت غبرګون سره مخ شي.
محبي ویلي، د ایران زیانمنې شوې زېربناوې به د دغه هېواد د ځوانو ساینسپوهانو او متخصصانو له لوري په چټکۍ ورغول شي؛ خو په مقابل کې به اشغال شوې سیمې پر «سوځېدلې ځمکې» بدلې شي او اوسېدونکي به یې د سینا دښتې ته کډوال شي.

🥰1